آریا ثابت، د جبار ثابت ځوي زندان ته ولیږدول شو

آریا ثابت، د جبار ثابت ځوي زندان ته ولیږدول شو

آریا ثابت، د جبار ثابت (د افغانستان مخکينې لوی څارنوال) ځوي چې په امریکا کې یي د جراحې ډاکټر په توګه دنده ترسره کوله، د خپل مسلک څخه د ناوړي ګټي پورته کولو په تور، په ۲۰ کاله بند محکوم شو. هغه به خپلو ناروغانو ته د جراحې غیراړینوعملیاتو وړاندیز کاوه تر څو له دي لاري ډیری پیسې خپل جیب کې واچوي. هغي په دغه چل‎ول سره آن وکولی شو، یو کور د حوض، دالان او شانداره ځمکو سره د دوه میلیونو ډالرو په ارزښت واخلې. د امریکا حقوقي کارپوهانو څخه یو تن، نیل روکیند وایي: «هغه کارونه چې هغه ترسره کړی دي نشم کولې کوم بل وضاحت ورکړو پرته له حرص او تلوسې څخه.» آریا ثابت په خپل جرم اعتراف کړی او اوس مهال د خپلو مدعیانو په منځ کې د «حریص قصاب» په نامه یادیږي.

د «لوکل ۴» شبکې راپور له مخې، ثابت د دي تر څنګ چې خپلو ناروغانو ته د غیر اړینو عملیاتو وړاندیز کړی، او د درملنې په وخت کې یي د هغه طبي ماشینونو څخه هم ګټه نه ده پورته کړي چې لوظ یي کړی و او په عمومي توګه یی ټول عملیات ډیر کمزوري ترسره کړي دي. د دغه حریص قصاب له قربانیانو څخه یو تن، شیری وایي:«هغې وویل زما د ملا په تیر یی یو کلک شئ ایښی دی، خو ایښودلی نه وو.» فدارل څیړونکي وایي، شیری د هغه سلګونو قربانیانو څخه یو تن دی، ثابت په دغه ټکماریو سره میلیونونه ډالر د خپلو مراجعینو څخه غلا کړي دي.

هغه د خپل ‏ګلبدینی پلار په سیلۍ‏ راوړو پیسو باندي امریکا ته واستول شو او تحصیل ب وکړ چې په پای کې د مغزو او عصابو جراح شو او په کالیفورنیا کې په کار بوخت و. خو د دغه کار جواز یي له څه مودې وروسته له لاسه ورکړ او بیا یی میشیګان ایالت ته کډه وکړ.

په یقین سره چې د عبدالجبار ثابت په اړوند هم قضیې شته دي، د هغې ټولګې څخه، نوموړی په ۲۰۰۷ کال کې، د طلوع تلویزیون اووه تنه خبریالان د یو راپور خپرولو له امله چې د هیواد قضایي سیسټم په اړوند یي څرګندونې کړي وي په زوره خپل دفتر ته راوړل او د وهلو او ټکولو لاندی یي ونیول. نوموړې ټلویزیون د عبدالجبار په اړوند شکایت ثبت کړ چې تر نن ورځې پوري یي پایله نامعلومه پاتی ده. او د دي ترڅنګ، دغه کرغیړن انسان یو وخت باټي وهلی چې فاسد او قاچاقبر کسان به محکمې ته راکاږم چې تر پای یی یو تن هم محکمې ته را نه ښکه او د پیسو په لاسته راوړلو یي ژبه ګنګه شوه.

د دغه پلار او ځوي ځناورتوبونه د ګلبدینانو او جنایتکاره تنظیمونو په ماهیت پوري تړاو لری، په دې کې هیڅ شک نشته چې «حریص قصاب» د «کابل قصاب» میراث دي او دغه ټول جنایتکاران پرته له «قصابی» څخه کوم بل مسلک نلري.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 64 میلمانه آنلاین لرو