شهید ملا محمد شاه، روسیې پروړاندې د جګړې رښتینی مبارز

ملا محمدشاه

حاجي ملا محمد شاه غازي د افغانستان د سویل لویدیځ او په ځانګړې توګه په فراه ولایت کې د ملي مقاومت د جبهاتو مبارزینو او د شوروي یرغل پروړاندې د میهني جګړې رښتینی قومندان و چې د روسي نیواکګرو او د دوی د مزدورانو پروړاندې یې ماتې نه مننونکې مبارزه کوله. هغه د تنظیمي جګړو او د خلکو شتمنیو له لوټولو لرې توب غوره کړ، د څوکیو او شتمنیو غوښتونکی نه و او په فراه ولایت کې د ځواک، نفوس او د سیمې خلکو پلوي درلودلو سره تر پایه عزت او بې وزلۍ کې په نیک نوم ژوند وکړ. د طالبانو په توره دوره کې بندي او وشړل شو او په پای کې د ایران ناولي رژیم لخوا د یوې خاینانه دسیسې په لړ کې وتښتول شو او په شهادت ورسید.

ملا محمد شاه د فقیرآغا جان زوی، د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د کنسک کلي منځني شاخ کې د ۱۳۱۱ کال د زمري په ۱۲مه یوه متوسطه کورنۍ کې وزږید. هغه خپلې دیني زده کړې هلمند ولایت کې ترسره کړې او په ۱۳۳۳ کال کې د ۲۲ کلونو په عمر د عسکرو لیکو ته ورننوت او نظامي لومړني تاکتیکونه یې زده کړل.

اقارب جان‌باخته ملا محمدشاه
یو شمیر د ملا محمدشاه له خپلو او خپلوانو څخه چې له هغه سره د مقاومت په جګړه کې اوږه په اوږه جنګیدلي وو، شهید شول:
له ښي اړخ څخه د چپ په لوري: غني خان - زوی، برکت الله - وراره، ملنګ نواب - د کاکا زوی او عبدالله جان - خوری.
لیکن نن ورځ ډیری هغه وګړي چې د جهاد چیغې وهي، د دې نوم ترلاندې غواړي چې د افغانستان ټولې شتمنۍ لوټ کړي، خپل «نازولي» یې بهرني پاسپورټونو سره لودیځو هیوادونو ته استولي وو، څو عیش او عیشرت او زده کړې وکړي.

د ۱۳۵۷ کال د غویي د اوومې کودتا او پر افغانستان باندې د شوري یرغل سره چې د هیواد په ټولو برخو کې ژوند له ستونزو سره لاس او ګریوان شو او زړه بوږنونکي ناوریونونه یې رامنځته کړل، ملا محمد شاه د هیواد دوستۍ حس درلودلو سره د مبارزې ډګر ته ور ودانګل او لنډ مهال کې یې وکولای شول چې خپل شاوخوا ویښ ځوانان او قومي مشران راټول او د روس لاسپوڅو پروړاندې جګړه پیل کړي. د هغه نومیالیتوب او شهرت هغه مهال د فراه په کوڅو کې خپور شو چې د خلقي او پرچمي هیوادپلورو پروړاندې د خلکو پاڅونونه پیل شول او زموږ پر هیواد باندې د روسي عسکرو له راماتیدو سره د مقاومت جګړې زور واخیست.

ملا محمد شاه رښتینی سړی، هیواد دوسته انسان او ویښ جنګ کوونکی و چې د روسانو او د دوی د چوپړانو بدمرغو نقشو په اړه یې پوهه درلوده. د دې له امله د جګړې او تل پاتي مقاومت لپاره یې «د فراه شرافت کوه مجاهدینو جبهې» په نوم قوي جبهه رامنځته کړه چې پرته له ګومان څخه د افغانستان د مقاومت جبهاتو ترمنځ نه ماتیدونکې او د ښه نوم او باور جبهه وه. د دغې ولسي قومندان ټول جنګي ځواک یوازې شرافت کوه پورې تړلی نه و، بلکې سرحدي سیمو لکه شغالي، ګلداني، رباط او د فراه نورو کلو کې یې د لښکري خدمت او د سنبالونې (تجهیزاتو) جبهې درلودې چې دا ټوله ثمره د دغې رښتینې شخص د مبارزې او هوډ له برکته وه. هغه په کراتو د دښمن د سنبالونې او عملیاتي کاروانونو باندې یرغل وکړ او هغه یې ټوټه ټوټه کړل. د فراه ولایت په هر ګوت کې یې د دښمن امنیتي پوستې او تمځایونه د برید لاندې نیولې وو او خوب یې ورته حرام کړی و.

غازی ملا محمدشاه
غازي ملا محمد شاه (۱۳۱۱ د غبرګولي ۲ - ۱۳۷۶ د لیندۍ ۲۴)

تاریخ خپل اتلان د تل لپاره د خلکو ترمنځ په ګوته کړي دي. ملا محمد شاه چې لنډ مهال کې پدې توانیدلی و چې تر پوزې په وسلو سمبال دښمن ته زیان ورسوي او کلک هوډ سره له ټولو مخکې ټولیز حرکت وکړي، د ملت د پاڅونونو د لومړیو وختونو پرمهال د خلکو له لوري ښه شخصیت وپیژندل شو او په ځانګړې توګه د جنرال خاخلف او روسي نظامي مشاورینو انتقال کوونکی هليکوپټر دمنځه وړلو او د دوی د کورنیو پلویانو په ځپلو، د مختلفو قومونو مشرانو لخوا د غازي لقب په ورکولو سره هغه یې خپل عمومي رییس په توګه وټاکه.

ملا محمدشاه څومره چې د خلکو دښمن پروړاندې سیخ ولاړ او په شا نه تلونکی و، بیا د ملګرو ترمنځ د هوښیار، ښه اخلاق، قوي او څرګنده وینا لرونکي انسان او مجاهد باندې شهرت درلود. د نوموړي د لاس لاندې مجاهدینو عادي حالت کې هیڅکله هم له خپل ځانونو څخه لوړ نه و ګڼلی، بلکې هغه یې مبارز او خپل مهربان ملګری ګڼه. نوموړي د نورو تنظیمي قومندانانو د تکبر او د خلکو آزارولو پرنسبت ساده توب، مهرباني او رښتینوالي ته ترجیح ورکوله. ځینې وختونه چې د غره په سنګرونو او غارونو کې د تفریح زمینه چمتو نه وه، د ستړیا د منځه وړلو او د وخت تیریدو لپاره د سنګر مبارزین یې خپل شاوخوا راټولول او د دوه بیتيو، رزمي افسانو او حماسي شعرونو دلارې به یې ځوانان بوختول او ډاډګیرنه او روحیه به یې ورکوله. آن تردې ځینې مهال به یې د خرانبار(۱) پر لار اچولو سره د خپلو همسنګرو درد او خپګان درمان کاوه.

د ملا محمد شاه او د هغه د ملګرو حماسې او زړه ورتیاوې د نظم په چوکاټ کې تراوسه د فراه د خلکو په خوله کې دي:

چی سرونه دځوانانو خواره نه شی
په خبرو چا وطن ګټلی نه دی
چه لښکر د محمد شاه ورسره نه وی
په بی ننګو چا دښمن وژلی نه دی.

غازي ملا محمدشاه شعر وایه او تل یې مطالعه کوله. هغه د خپلو شهیدو همسنګرو ته د ارزښت ټاکلو لپاره د خپلو ملګرو سرښندنې او اتلولي په شعرونو کې څرګندوله او ځینې وخت به یې دغه شعرونه د خپلو ملګرو او خلکو پراخې ډلې کې دکلمه کول.

د غازي ملا محمدشاه په لاس لیکل شوې نسخې

د غازي ملا محمدشاه په لاس لیکل شوې نسخې
د غازي ملا محمدشاه په لاس لیکل شوې نسخې

د هغه یو همسنګر داسې وایي:

«د سوړ ژمي په یوه شپه کې چې د هر اړخه په موږ لارې بندې شوې وې او دښمن ټولې سیمې د خپلې ولکې لاندې نیولې وې، موږ ټول په داسې فکرونو کې چې په زرګونو لارو تلل ډوب وو، له کورنۍ لرې غریبانه دسترخوان ته راټول شولو. غازي د یاد وضعیت په احساس سره پدې تکل شو چې دغه غم غلط کړي. همدا چې دسترخوان راټول شو، غازي صاحب په تیزۍ سره لاټین ګل او په خپله یې خرانبار پیل کړ او مجاهدینو شور او غوغا سره په ټوکو پر یو بل برید وکړ او دغه ټوکې ترهغه مهال ادامه وموندله چې ښه ستړي شول، همدې مهال کې یو مجاهد وغوښتل، څو د غازي وضعیت معلوم کړي چې پدغه لړ کې یې د نیولو او پریښودلو آوازونه راویستل، کله چې لاټین روښانه شو، د ټولو پام دې ته واخوت چې غازي پرته له کومې مداخلې بغل کې ناست و او یوازې د خپلو ملګرو ننداره یې کوله او غوښتل یې پدې توګه چوپتیا ماته کړي او غم ترشا پریږدي.»

په افغانستان کې د روسي قواوو عمومي قوماندان بوریس ګروموف د خپلو خاطراتو «په افغانستان کې سور پوځ» کتاب کې د احمد شاه مسعود او روسي ځواکونو ترمنځ د پټ تړون لاسلیک بربنډوي، لیکن هغه زیان او ضرر یې چې د ملا محمدشاه له جبهې څخه لیدلی و، اعتراف پرې کوي:

«زموږ سنګرونه، ګزمې او پستې او د افغانستان د پوځ واحدونه د دښمن لخوا د برید لاندې وو او مرګ ژوبله مو هم درلوده چې دغې کار د مجاهدینو د ځواک دمنځه وړلو پروړاندې له اقداماتو منع کړې وو. په بل تعبیر سره موږ باید دغه قرارګاه دمنځه وړی وی او داسې کار مو ترسره کړی وای چې لور کوه مو نوره د یاده ویستلی وی.... له بده مرغه د لور کوه جګړې د مرګ او ژوبلې پرته نه وې. په فراه کې د افغانستان د پیاده پوځ د ۲۱ غونډ نظامیانو ډیره مرګ ژوبله درلوده. موږ په لور کې نه یوازې خپل سرتیري او افسران مو دلاسه ورکړل، بلکې څو مشاورینو پکې هم خپل ژوند دلاسه ورکړ چې پدغه کې د شوروي هوایي ځواکونو افسر خاخلف(۲) هم و.» («په افغانستان کې سور پوځ»، د عزیز آریانفر ژباړه، ۹۶-۹۷ پاڼه)

روسانو او د دوی لاسپوڅي رژیم د ټولو نظامي امکاناتو ترڅنګ د ۱۴ کلونو په لړ کې د آزادۍ لارې مقاومت کوونکو نه ماتیدونکې دنګې څوکې شرافت کو (لور کوه) باندې ځمکني او هوایي بریدونه طرح کړل، لیکن هیڅکله یې ونه کړای شول چې د غازي او د ده د ملګرو عزم او هوډ مات کړي او هر وار له مرګ ژوبلې او سرټیټۍ سره پر شا تمبول شوي دي. روسي جنرالانو په کراتو د نظامي ډولاډولو تاکتیکونو لکه د محاصرې اوږدوالي، د هوا د لارې د کومانډو پیاده کول، د نظامي اکمال او خوراکي توکو د انتقال د لارو تړل او شاوخوا سیمو کې د ماینونو کیښودلو د لارې غوښتل چې د دغو مبارزو وګړو ملا ماته کړي، لیکن د شرافت کوه مجاهدینو د قرارګاه نیولو په اړه هیڅ بریالي نه شول او د جنرال ب. ګروموف هوډ او خبرې په سیند لاهو شوې.

د عیني شاهدانو په وینا په میاشتو میاشتو پرلپسې محاصرو او عملیاتو او مرګ ژوبلې ترڅنګ د دښمن لپاره د منلو وړ پایله نه درلوده. مبارزینو د خپل کلک هوډ او هیواد سره د مینې په خاطر پر ولږې خیټې تر میاشتو مقاومت وکړ او د تسلیمیدو په نسبت یې مرګ ته ترجیح ورکوله.

جنرال بوریس ګروموف څو ځلې د لور کوه په لور د جګړې د رهبرۍ په توګه پرواز درلود، په یاد شوي کتاب کې په لور کوه کې جګړه پدې توګه تصدیقوي:

«لور کوه غر ډیر زړه راښکونکی او غیر عادي دی چې څوکه یې له بحر څخه ۳۰۰۰ متره اوچتوالی لري. زموږ او د افغانستان د پوځ نظامي اطلاعاتو او پلټنو پرمټ د غر په منځ کې له وسلو او مجاهدینو ډکې "نه ویجاړیدونکې" جبهې شتون درلود چې نوموړي قرارګاه د قندهار-هرات لارې ته نیږدې زموږ په کاروانونو او ۷۰ موټریزه خپلواک غونډ باندې بریدونه کول.» (د عزیز آریانفر ژباړه، ۹۵ پاڼه)

د شرافت کوه نخشه
د شرافت کوه نخشه

ټانک چلونکی صاحب منصب چې هغه مهال د رژیم د قومندې لاندې فعالیت ترسره کاوه او نه غواړي چې د هغه نوم واخیستل شي، داسې وایی:

«څرنګه چې روسان او د وخت دولت په وار وار سره د ملا محمدشاه لخوا ټوټه ټوټه شوې وو، ډیر په غصه وو او پدې دلیل مو څو ځلې هغه ته کمین ونیوه، مختلفې لارې او چارې مو ورته په پام کې ونیولې، څو وکړای شو هغه دمنځه یوسو او یا یې ژوندی ونیسو، لیکن نوموړي داسې عمل او کار ترسره کاوه چې ښایي زموږ له برنامو باخبره اوسي.»

«د غره ها خوا» (جګړې پرمهال په افغانستان کې د شوروي ځواکونو پروړاندې د مجاهدینو تکتیکونه) کتاب دی چې د علي احمد جلالي او ولسټر ګراو لخوا لیکل شوی دی، د انجنیر محمد ابراهیم مشهور په سپین‌زاده(۳) چې د ملا محمد شاه قومندې لاندې د شرافت کوه له مجاهدینو څخه و، له کتاب «د شرافت کوه کوهستاني قرارګاه کې جګړې» څخه نقل کوي:

«د شوروي سرتیرو کتار چې د ځان سره یې ۲۰۰ ټانکونه او زرې موټرې درلودې، فراه ته نیږدې شول او سیمه یې محاصره کړه. شوروي طیارې له شینډنډ څخه والوتلې او د مجاهدینو په تمځاینو باندې یې له جګړو او ټیتو واټونونو څخه بمونه وغورځول. د شوروي توپخانو د توپونو پر غورځولو پیل وکړ او د مولوي محمد شاه مجاهدینو سنګرونه یې څو ساعته د خپلو بریدونو لاندې ونیول. په لومړئ ورځ شوروي ځواکونو هوایي او توپخانو د لارې بریدونه وکړل. په دوهمه ورځ د ځمکې د لارې چې پر ټانکونو سمبال وو، پر تنګي یې برید وکړ. د مولوي محمد شاه مجاهدینو د دښمن یرغل پرشا وتمبو. په دریمه ورځ بیا شوروي ځواکونو پر تنګي برید یوړو، لیکن دا ځل دښمن د تنګي جرآب د لارې هم ځواکونه داخل کړي وو او وروسته یې کومانډو په غره کې پیاده کړل. دغه ځواکونه د کنسکي تنګي څخه تیر شول او د مولوي محمد شاه ځواکونه یې د شا لخوا د برید لاندې ونیول. د مولوي زوی د جګړې پرمهال د دښمن د زیګویک په مرمۍ ولګید او مړ شو.»

«د شپې د تورتم پیل سره د محمد شاه ځواکونه د دښمن ترمنځ بند پاتې شوې وو. محمد شاه خپل ځواکونه راټول او وی ویل: "یا په همدې ځای کې تر پایه مقاومت کوو او یا د خطر په منلو سره پر دښمن برید کوو، محاصره دمنځه وړواو له دې ځای څخه دباندې وځو. موږ باید په ټولیزه توګه د محاصرې دمنځه وړلو لپاره هڅه وکړو. که چیرې دښمن ولیدلو نو موږ به د هغو سره د جنګ کولو لپاره پوره ځواک ولرو او که چیرې دښمن ونه لیدلو، نو یوځای به له دې ځای څخه بیرون شو." ټولو مجاهدینو د هغه خبره ومنله. شاوخوا ۷۰ مجاهدین د شوروي ځواکونو ترمنځ تشې څخه له محاصرې بهر ته ووتل او د تنګي د لارې غرونو ته ولاړ.» («د غره ها خوا»، د ډاکټر بهار جلالي ژباړه، مخونه ۳۱۵-۳۱۶)

دې نظامي ځیرکتیا سره یې د دښمن پراخ چپاو دمنځه یوړ او تر ساعتونو هغوی یې د ګټو او تیګو سره په بې موخې جګړې کې بوخت وساتل او هغوی په خپله د دښمن له کمین څخه په بریالیتوب ژوندي ووتل.

غازي محمد شاه له تنظیمي جګړو چې د کورنیو، ډلو، قومونو او ... دښمنیو او مرګ او ژوبلې لامل ګرځیده، نفرت درلود، هغه د ملت مشترک دښمن تر خپل هدف لاندې نیوه او پدې توګه د مبارزې لمن یې یوازې فراه پورې محدوده نه وه. د مقاومت نورو جبهاتو سره په یووالي یې ګاونډیو ولایتونو ته جبهوي جګړه غزوله، لکه په نیمروز ولایت کې د ماککي جګړه او داسې نور.

ع. الف چې ماککي جګړې کې له غازي سره اوږه په اوږه جنګیده د خپلو خاطرو کتابچه کې یې داسې لیکلي دي:

«د نیمروز ولایت د کنګ او ماککي تاریخي جګړې تراوسه ټول په یاد لري. محمد شاه غازي خپل ابتکار سره وکړای شول د فراه د سورخاش عمومي جبهې په ګډون نورو وړو او غټو جبهو او د نیمروز جبهو سره یوځای په ۱۳۶۲ کال کې د روسانو پروړاندې اوږه جګړه پرلار واچوي. موږ د هاوان ګروپ کې وو او هغه ډیر مهال زموږ ګروپ سره و او د جګړې په لړ کې د دې ترڅنګ چې مرګ او ژوبله مو هم درلوده او زوی یې ټپي او پښه یې هم پرې شوې وه، لیکن د هغه په روحیه او رهبریت یې اغیز نه و کړی او د تل په څیر یې ټوکې کولې او د خپلو کم تجربه مجاهدینو ډار به یې په جرأت او غرور سره د خپل او ملګرو سرتیرۍ دلارې دمنځه وړه او په لارښود سره هغوی ته یې ورزده کول، ترڅو د دښمن د زور اغیز لاندې ولاړ نشي. یوه ورځ د یوې ستونزې په بنسټ هغه د جګړې په ډګر کې نه و، رژیم یرغل وکړ، نیږدې و چې قرارګاه دلاسه ورکړو، له نیکه مرغه په حساسو شیبو کې هغه ځان راورساوه او د جګړې په سپیڅلې لیکه کې ودرید او مجاهدین یې رهبري کړل او مخ پروړاندې ولاړو. تر دې چې د ماککي پوستې تر ۴۰۰ مترۍ پورې ورسیدلو. وروسته له یوې میاشتې د دښمن دغه کلا مو ونیوله.»(۴)

د ملا محمدشاه غازي د جبهې انځورونه

په مبارزه کې د دغې رښتینې اتل بله ځانګړینه ساده ژوند و. هغه په فراه ولایت کې ډیر جنګي ځواک او ولسي پلوي درلوده، لیکن هیڅکله یې خلکو سره د واکمن په څیر خبرې ونه کړې او تنظیمي وینې څښونکو قومندانانو په څیر یې جهاد د ملت د ناموس بې عزتۍ، لوټ او غلا لپاره وسیله ونه ګرځوله. هغه له مجاهدینو سره دوه مخی چلند شرم ګڼه او برعکس خاین جهادي رهبرانو او یو شمیر اخواني قومندانانو د مقاومت پرمهال خپل اولادونه او خپلوان د زده کړو لپاره بهرنیو هیوادونو ته واستول، د ملا محمد شاه د کورنۍ نیږدې غړي د جګړې په سپیڅلي لیکه کې وجنګیدل او ژوند یې دلاسه ورکړ چې له دغې ډلې کولای شو د هغه د زوی غني جان، وراره برکت الله، د کاکا زوی ملنګ نواب او خوری یې عبدالله جان نومونه واخلو.

که چیرې یو نسبي ملي دولت مو درلودی، پرته له ګومان څخه ملي او آزادي غوښتونکي شخصیتونه لکه ملا محمدشاه، استاد حبیب الله خان ګجګیني، پهلوان ملتان او ... د اتل لقب وړ ګڼل کیدل.

پدې توګه نوموړي هیڅ تعصب نه پیژند، د مرتجع اخوانیانو پروړاندې یې پرمختللو روڼ اندو او آزادي غوښتونکو سره ښې اړیکې درلودې او تحلیلونو ته یې ورته ارزښت ورکاوه، ځکه چې په عمل کې یې د هغوی رښتینولي تجربه کړې وه. دغه راز له هغه مهال څخه چې د ولایت په کچه ډولاډول جبهې نه وې رامنځته شوې، تر هغه مهاله پورې چې پراښې جبهې رامنځه شوې، هغه د ضرورت او عملیاتي پلان په بنسټ وخت او ناوخت یو شمیر فراهي او غیر فراهي روڼ اندي د اوضاع د څیړلو او د روسیې پروړاندې د مبارزې پرمخ وړلو لپاره راغوښتل چې له هغې ډلې اتل قربانیان لکه شهید کریم جان، شهید ډاکټر رشید، شهید تورن بصیر غوربندي(۵) د یادولو وړ دي. دا پداسې حال کې دي چې تنظیمي مشهورو قومندانانو د هیواد په ډیرو برخو کې د بنسټپالۍ ضد روڼ اندي د خپلو دښمنان په څیر پیژندل او په ځانګړې توګه په تخار، پنجشیر، هزاره جاتو، پروان، کنړ، لغمان او نورو سیمو کې یې د هغوی پر وژلو لاس پورې کړ.

د «فراه سورخاش عمومي جبهې» یو قومندان خپلو خاطرو کې داسې لیکي:

«زه د ۱۳۶۰ هـ ش کال په لومړیو له هغه سره د شغالي سرحدي قرارګاه کې بلد شوم، هغه ملي شخصیت او بیلګه ګڼم، په یاد لرم چې هغه وخت چې زموږ د جبهې اووه نفره د جمعیت جنایت کسبه بانډ په واسطه وتښتول او ټوټه ټوټه شول، موږ په قرارګاه کې څه نه درلودل، نه مو وسله درلوده، نه د تلو او راتلو لپاره وسیله او آن تردې چې د خوراک او څښاک لپاره مو هم څه نه درلودل. غازي ملا محمدشاه د دې بد خبر اوریدو وروسته وسله او نور امکانات زموږ په واک کې راکړل. پدې توګه په ۱۳۶۴ کې کله چې د رباط په سرحدي سیمه کې د ګلبدین بانډ پر موږ برید راوړه، نوموړي موږ سره د مرستو کولو ډډه ونه کړه او آن تردې خپله قرارګاه یې زموږ په واک کې کړه.»

حاجي غازي د «افغانستان حرکت انقلاب اسلامي» لخوا د مولوي محمد نبي په رهبرۍ اکمال کیده. لیکن د نورو تنظمیي قومندانانو په څیر دوه مخی نه و او د پاکستان آی. اس. آی او د ایران واواک په دستور د بنسټپالو په څیر یې تنظیمي، سمتي، ژبني، مذهبي او سیمه ییزې جګړې ته لمن نه وهله. هغه په څو وارې دا ویلي وو چې د جبهې او جهاد یو شمیر مجبوریتونو دغو تنظیمونو پر لور کش کړی دی او پرته له دې دغو تنظیمي رهبرانو سره نه ښې اړیکې لرم او نه د افغانستان ښه راتلونکي لپاره دوی پاک وګړي پیژنم.

ملا محمدشاه
د پاکستان په پلوي د طالبانو د لښکرو په راماتیدو او د کورنیو جګړو بیا پیلیدو سره، غازي ملا محمدشاه د نورو تنظیمي قومندانانو په خلاف د مهاجرت په نړۍ کې ښکاره او ساده ژوند پیل کړ.

غازي بې ډاره شخصیت، حاضر ځواب او پر خپلو تصمیمونو او وعدو ولاړ شخص و. د نوموړي دښمنانو په چل او دوکې سره څو ځلې کوښښ وکړ، څو هغه د تنظیمي او کورنیو جګړو په دام کې وغورځوي چې د بنسټپالو ګوندونو او د دوی د اربابانو د سیاست یوه برخه وه، لیکن دوی خپلو ناوړو موخو کې بریالي نشول. د روسیې پروړاندې د مقاومت جګړې له دوران څخه د طالبانو د راتګه پورې یوازې څو جګړې یې د ګلبدین اسلامي ګوند او د ایران سیمه ییزو نوکرانو سره درلودې. هغه مهال چې د فراه ولایت د پرچمن او ګلستان ولسوالیو وګړي د ګلبدین اسلامي ګوند قومندانانو ظلم او ستم څخه تر پوزې رسیدو وروسته حاجي غازي خواته راغلل او خپله ستونزه یې له هغه سره شریکه کړه، هغه سمدلاسه لاس په کار شو او د خپلې جبهې د ملګرو په استولو سره د حزب اسلامي بدمعاشان او خپل سري وګړي چې د خلکو د درد او آزار لامل ګرځیدلي وو، ادب یې ورته ورکړ.

د جبهې دننه یو شمیر دسیسه جوړونکو او فرصت طلب وګړو شتون درلود، غوښتل یې چې د ملا محمدشاه غازي تر نوم لاندې قومي او سیمه ییزو جګړو ته لمن ووهي او خپل شخصي مخالفین او دښمنان د پلاني قوم او قبیلې پر نوم ووژني، ترڅو د نوموړي پروړاندې د خلکو ذهنونه له منفي فکرونو ډک کړي. مګر وخت د ملامحمد شاه رښتینولي ثابته کړه او د خلکو پروړاندې دښمنان یې ورته شرمیدلي کړل.

د ملا محمدشاه غازي په رهبرۍ د «شرافت کوه مجاهدینو عمومي جبهه» د روسانو او د دوی لاسپوڅي رژیم پروړاندې زموږ د خلکو د ملي مقاومت جګړې وتلې جبهه شمیرل کیده او د دښمن ملا یې په سویل لویدیځ کې چې تر پوزې پر وسلو سمبال وو ماته کړه او دا د نوموړي د مبارزانو په لوړ قیمت ترسره شو. پدغه جبهه کې د دې خاورې ۶۷۶ بچیان د افغانستان د خپلواکۍ او آزادۍ په لار کې په شهادت ورسیدل چې نن ورځ د جهاد ټیکه دارانو په واکمنۍ کې له هغه څخه نوم هم نه اخیستل کیږي، لیکن پرته له ګمان څخه د هیواد د مبارزې ځلانده تاریخ یوه برخه ګڼل کیږي.

د ۱۳۷۱ کال د غویي په اتمه د ملي مقاومت جګړه چې د چوپړ رژیم د ماتې لامل وګرځید، پای ته ورسیده او د تنظیمي رهبرانو واکمني له وینې تویونې او ویجاړتوب سره پیل شوه او د یو نیم میلیون شهیدانو او معیوبینو د وینو محصول د یو شمیر څرګندو جنایتکارانو لخوا چې تراوسه پورې زموږ د ملت په برخلیک واکمن دي، په سیند لاهو شو. په دغه لړ کې حاجي غازي د برید جنرال په رتبه د فراه ۷۱ فرقې عمومي قومندان په توګه پاتې شو او خپل مجاهدین یې د ځان سره وساتل او کورنیو جګړو کې یې مداخله ونه کړه. او هغه د زیاتو او پرلپسې د تنظیمي قومندانانو فشارونو او په ځانګړې توګه د افغانستان اسلامي جمعیت او په خپله تورن اسماعیل چې له یاد مقام څخه د نوموړي د لیرې کیدو غوښتونکي وو، هیڅ تسلیم نشو، ځکه چې د نوکرو بنسټپالو په خصلت او عادت خبر و او ویل یې که چیرې ټولو تجهیزاتو سره دا فرقه د دوی په لاس کې پریوزي، نو دلته به هم د کابل او کندهار او نورو ولایتونو په څیر د کورونو د سوزولو او ویجاړیدو جګړه پیل شي او فراه به د وینې په حمام بدل شي.

حاجي غازي چې د خلکو پر ضد د دولت پر ماهیت یا په اصطلاح مجاهدین یې پیژندلي وو او د طالبانو په راڅګندیدو سره د دوو اړخونو په منځ کې د ګیریدو له امله پرته له جګړې فرقه یې طالبانو ته وروسپارله، لیکن هغوی په ناځوانۍ او کینې سره حاجي غازي ونیو او لاس تړلی یې ملا عمر خوا ته کندهار ته ویوړو. د حاجي د خپلوانو په خبره ملا عمر له هغه وغوښتل چې د طالبانو په پلوي سره جګړه پیل کړي، لیکن غازي ځواب ورکړ چې ورور وژنه نور بس ده. په همدې دلیل زندان ته اچول کیږي او د فراه ولایت د زیات شمیر سپین ګیرو په واسطې زندان څخه آزاد او له هیواده شړل کیږي.

د شهید ملا محمدشاه قبر
ښي اړخ ته: د شهید ملا محمدشاه قبر
چپ اړخ ته: په فراه ولایت کې د ملا محمدشاه څلورلارې

هغه چې نه سپمول لري او نه د جهاد د لارې یې شتمني پیدا کړې، په پیل کې پاکستان ته ځي او له هغو خلکو لیرې چې مینه او عشق یې ورسره درلوده، په بې وزلۍ کې د ژوند شیبې په سختۍ سره تیروي. د دې ترڅنګ چې د ایران د رژیم په ځناورۍ پوهه دی او رژیم یې خپل دښمن ګڼي، لیکن غریبي او هیواد څخه لیرې توب یې د دې لامل ګرځي چې د ایران چټل رژیم خاورې ته ورشي، څو له یو اړخه خپلو مهاجرو هیوادوالو سره یوځای خپلې سیمې ته نیږدې وي او له بل اړخه د هغه کسب دلارې چې د نوموړي ځامنو او خپلوانو یې پیل کړی و، د خیټې ډوډۍ پیدا کړي.

د ایران سپاه پاسداران او د دوی سیمه ییز مزدوران چې له کلونو راهیسې یې په فراه ولایت کې حاجي غازي د خپلو ناوړو موخو د پلي کولو خنډ ګڼه، د دغې فرصت په تمه وو.(۶) په پای کې حاجي غازي په زاهدان ښار کې چې د ګاز ډبه یې په لاس او د ښار په لور روان و، د «سپاه پاسدران» نظامي موټر په مټ تعقیب او تښتول کیږي، تر دې چې د ۱۳۷۶ کال د لیندۍ په ۲۴ نیټه مړی یې د ښار په څنډه کې پیدا کیږي.

د ایران سپاه پاسداران او د دوی سیمه ییز مزدوران چې له کلونو راهیسې یې په فراه ولایت کې حاجي غازي د خپلو ناوړو موخو د پلي کولو خنډ ګڼه، د دغې فرصت په تمه وو. په پای کې حاجي غازي په زاهدان ښار کې د «سپاه پاسدران» نظامي موټر په مټ تعقیب او تښتول کیږي، تر دې چې د ۱۳۷۶ کال د لیندۍ په ۲۴ نیټه مړی یې د ښار په څنډه کې پیدا شو.

د ملامحمد شاه په څیر شخصیتونو معرفت د دې له امله ارزښت مومي، چې له کلونو راهیسې یو شمیر «جهادي» ټیکه دارانو لخوا د روسیې پروړاندې زموږ د هیواد د مقاومت جګړې تاریخچه دمنځه تللې، دوی په داسې حال کې چې میهني مقاومت یې د تنظیمي او خاینانه جګړو د لارې د شا لخوا په چاړه ووهه، لیکن نن ورځ یې خپل ځان او د دوی هغو نورو شریکانو سره چې وژل شوي دي د «اتل» لقب تړلی او د «جهادي رهبرانو» ترنوم لاندې قاروني شتمني یې موندلې او د نه مړیدونکي په څیر زموږ ملي شتمني غلا او لوټوي. لیکن د ملي خاینانو په واکمنۍ کې د ملت رښتینې مبارزان ناپیژندلي پاتې دي او په هیڅ ځای کې له هغوی څخه یادونه نه کیږي او انځورونه یې هم په دولتي مراسمو کې نه لیدل کیږي. که چیرې یو نسبي ملي دولت مو درلودی، پرته له ګومان څخه ملي او آزادي غوښتونکي شخصیتونه لکه ملا محمدشاه، استاد حبیب الله خان ګجګیني، عبدالرشید اوري او ... د اتل لقب وړ ګڼل کیدل.

اوس هم په هیواد کې درد، رنځ او ستونزې د روسیې نیواک لړۍ په څیر ادامه لري. د حاجي غازي او د ده د ملګرو نا بشپړه لار او مبارزه به هغه څوک پرمخ یوسي چې په رښتینولي د آزادۍ او ملت په اړه فکر کوي، نه د هغو په نوم مجاهدینو چې تراوسه په مکیز او دوکې سره د ملت د مبارزو او سرښندنو حاصل یې غلا کړی، یوازې د ډالر او څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره افغانستان یې ښکیلاکګر امریکا ته وسپاره او د خپلواکو وګړو هیواد یې له څلویښتو ډیرو هیوادونو په زنځیر کې راګیر کړ.

د فراه د وګړو په زړونو کې د ملا محمد شاه نوم او یاد د تل لپاره ژوندی دی او نوم به یې زموږ د هیواد د تاریخ په ځلاندو پاڼو کې وي.



یادداښتونه:

۱- «خرانبار» د فراه د وګړو په ژبه د خوشحاله وخت تیریدو لپاره د یو بل چپه کیدل، پهلواني او د زور معلومول دي او یا د خوښۍ او مستۍ لپاره په یو نفر باندې د یو څو نفرو یا یوې ډلې باندې د بلې ډلې یرغل ته ویل کیږي.

٢- په «افغانستان کې د سور پوځ» کتاب لیکونکی، جنرال خاخلف پدې توګه معرفي کوي:
«جنرال خاخلف د شوروي اتحاد د ټولو هوایي ځواکونو قومندان مارشال کوتاخف په دستور افغانستان ته راغلی و، څو بم اچوونکی سو-۲۵ ازمیښت کړي. دغه د هوایي ځواکونو جنرال څو ورځې پرلپسې د لور کوه په لمن کې تیرې کړې، د ژوند په وروستۍ ورځ هغه یو جنګي هلیکوپټر کې ناست د درې منځ ته ولاړ، څو وګوري چې بم اچوونکی سو-۲۵ څرنګه خپل هدفونه ولي. یو بل تعقیبي هلیکوپټر هم ورسره و. دښمن د خاخلف انتقالونکی هلیکوپټر دمنځه یوړو او د هغوی په قرارګاه کې وغورځید.»
هغه د دې ترڅنګ زیاتوي چې موږ د جنرال او د نورو مړو موندلو لپاره عملیات په لار واچول چې یوه اوونۍ یې ادامه وموندله او نور اته نفره مو دلاسه ورکړل.

۳- د روسیې ضد جګړې مقاومت پرمهال، امریکا که څه هم د یو پلو څخه بنسټپال مجاهدین پر وسلو او لوژستیکي توکو سمبالول، څو د هغه سیاسي سیال (روسیه) په سیمه کې ټکنۍ اوسي او پرهغه برلاسي ولري او د بل پلو خپلو راتلونکو موخو ته د رسیدو لپاره د نورو هیوادونو د نیولو او د چوپړو روزلو لپاره یې برنامې په لاس کې درلودې او د اشرافو اولادونو او د کلو مخور روڼ اندي چې د ډالر او عیش او عیشرت ژوند غوښتونکي دي، چوپړه کولو ته یې بډې راوهلې وې. انجینر ابراهیم سپین زاده هم د حامد کرزي، سلام رحیمي، علي احمد جلالي، رحیم وردک او نورو په څیر د ډاکټر عبدالله عثمان لخوا چې د جاسوسانو له ډلې څخه و، د «جګړې غنایمو ویش» اختلافاتو په بهانې سره د ملا محمد شاه جبهې څخه لیرې کیږي. د امریکایي اربابانو لخوا د ځانګړو زده کړو وروسته د امریکا نیواک سره سم دغه ښاغلی د جمهوري ریاست په ارګ کې د کرزي ترڅنګ لیدل کیږي او د تیرو دیارلسو کلونو په لړ کې د کابل ناولي او فاسد دولت واکمن او چلونکی و چې د امریکا د سیاستونو په خدمت کې چنې وهي.

۴- هغه د دې لړۍ په ادامه کې زیاتوي:
«مولوي فقیر چې د مولوي خالص اسلامي حزب له قومندانانو څخه و او نیمروز ته یې د رباط د لارې دهشکه او نورې ډیرې وسلې راوړې وې، د حاجي غازي په واسطه اړ شو چې پدغه جنګ کې ګډون وکړي. لیکن وروسته له یوې ورځې د شپې لخوا له خپلې ډلې سره یوځای تښتي. سبا سحر حاجي خبریږي چې مولوي فقیر تښتیدلی دی، د مجاهدینو ترمنځ په کنځلو سره وایي چې بې غیرته ډارونکي اخوانیان جنګ نه کوي او تفرقه رامنځته کوونکي دي او...»

۵- هغه مهال چې ملامحمد شاه خبر شو چې تورن بصیر جان غوربندي د ټانک چلوونې ترڅنګ صحي لومړنۍ مرستې هم پوهیږي، د «فراه سورخاش عمومي جبهه» چې د «معلمانو جبهې» په نوم مشهوره وه، غوښتنه وکړه، څو په عملیاتو کې د ګډون او جګړې ټپیانو سره د مرستې کولو لپاره شرافت کوه جبهې ته ولیږدوي، له همدې امله شهید بصیرجان تر ۶ میاشتو پورې د ملا محمد شاه غازي ترڅنګ کار او مبارزه وکړه.

۶- د کورنیو جګړو په لړ کې د ایران مزدوره رژیم غوښتل چې یو شمیر خپل جاسوسان د فراه ولایت پشمیکه سرحدي سیمو کې ځای پرځای کړي. د دې برنامې پلي کوونکي د مدیر افضل نوسیان وو او د هزاره وګړو میشتولو تر نوم لاندې چې به حقیقت کې د عبدالعلي مزاري په رهبرۍ د وحدت اسلامي ګوند وګړو ځای پرځای کول وو او په عملي توګه یې ټوله پشمیکه د ولکې لاندې نیولې وه، لیکن حاجي ملامحمد شاه لاس په کار شو او دغه د غلام روزلو کمپ یې دمنځه یووړو، ځکه چې د ایران وینې څښونکي رژیم څخه یې په بشپړه توګه پوهه درلوده.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 204 میلمانه آنلاین لرو