یوه تاریخی پرتله، له شاه امان الله خان څخه په بخښنې

یوه تاریخی پرتله، له شاه امان الله خان څخه په بخښنې

د ۱۳۹۴ کال د غبرګولى په ۹ مه نیټه (۲۰۱۵ کال می ۳۰) «یک تلویزیون» له شرمه ډک لاسوندونه خپاره کړل او په هغو کی داسی ښودل شوی وو چی حسین نصرت د دریمې حوزې آمر وروسته تر هغې چی خبر یی ترلاسه کړ چی سید ظاهر هاشمی د دیارلسمې حوزې آمر د هغه د خوښې نجلۍ خپله کړی او د پل سرخ په سیمه کی یو هوټل ته تللی، له خپلو ساتونکو سره یو ځای پر هوټل برید کوی او هغه سره لاس او ګریوان کیږی. نجلۍ له ډاره ځان د هوټل له دوهم پوړ څخه لاندی غورځوی چی په پایله کی یی پښه ټپی کیږی. په همدی ګزارش کی د ضیاګل په نوم ښځې عریضه هم وښودل شوه چی سمونمل نصرت د کار مخکی وړلو په بدل کی له هغې څخه غوښتي وو چی جنسی اړیکه ورسره ټینګه کړي.

تر دی ځای پوری دا کیسه خلکو ته د ورځني کارونو په څیر عادی شوی ده. د پولیسو په لوړو څوکیو کی د ځناورو ټوپکسالارانو په ټومبلو سره دا بنسټ، چی د «ملی» کلمه یی هم ورزیاته کړی، له فساد څخه ډک کړی او تر وروستی حده یی د خلکو تر منځه باوره کړی.

د خبر له خپریدو وروسته، کورنیوچارو وزارت خبر ورکړ چی ددغو دوو آمرانو دندې ځنډول شوی دی. کله چی ددغې پیښې بوی لوړ شو او د کورنیوچارو وزارت بی‎پته شو، د «هشت صبح» ورځپاڼې، د ۱۳۹۴ کال د غبرګولى په ۱۱ نیټه کوښښ وکړ دغه وزرات ته پت وروبخښي:

«د کابل پولیسو د دریمې او دیارلسمې حوزې آمرانو دندو ځنډول، پر وخت او مناسب کار وو.»

ولی زما په آند د کورنیوچارو وزارت «له اختره وروسته نکریزی» نه «پر وخت» وی او نه هم «مناسب» وی. ولی؟

نشر سند فساد پلیس از سوی «
تلویزیون یک»

دا پیښه د ۱۳۹۴ کال د غویی په ۱۷مه نیټه (درې اونۍ وړاندی تر هغې چی رسنیو له لاری خپره شی) ترسره شوی وه او د «یک تلویزیون» لاسوندو پر اساس د غویی په ۲۰مه نیټه، «د کابل جنایی جرمونو څیړنې او مبارزې ریاست» د ګزراش ترلاسه کولو ډاډ ورکړی وو.

د کورنیوچارو وزارت له دی پیښې څخه خبر درلود او له بل پلوه، «یک تلویزیون» د کورنیوچارو وزارت ۱۳۹۳ کال د وږۍ ۲۳ نیټې یو لاسوند خپور کړ چی په هغه کی نصرت نومی «د دندې له واک څخه ګټه‎اخیستونکی کس او د د غاصبینو سره مل» او په اخلاقی فساد کی ډوب کس نومول شوی دی. ولی ددی ټولو خبرو برسیره بیا هم پر دغه بداخلاقه سترګې پټی کیږی او د حوزې آمر په توګه خپله دنده پر مخ بیایی دا ځکه چی د حسین انوری په نوم جګره‎مار سره حزبی اړیکی لری.

د غلو په دولت کی دا ډول پیښې هره شیبه ترسره کیږی ولی دولت د ګوتو په شمیر پیښو کی چی رسنیو ته لار مومی غبرګون ښکاروی او هغه هم یوازی د «دندې ځنډول» نه محاکمه او سزا. نو یوازی په هغه حال چی وغواړو دغه ډول شرمناکی پیښې پټی پاتی شی، د دولت ننداریز او زورکی غبرګون «پر وخت» او «مناسب» نومولی شو. هغه پیژندګلوی چی له دغې مردارې واکمنې دستګاه څخه لرو، هیڅ ګومان نشته چی ډیر ژر دغه دوه کوڅه‎ډبي آمران د پولیسو په هغې يا دغې اداره کی په نوی څوکیو کی ووینو ځکه چی دوی هغو تنظیمی جنایتکارانو پوری ټړاو لری چی مشران یی په ارګ کی لوړې څوکۍ نیولی او له خپلو پلیدو او کرغیړنو ځامنو ملاتړ کوی.

اما یوه تاریخی پرتله:

فرمانی از شاه امان‌الله خان

د ملی اتل شاه امان الله خان یو فرمان د افغانستان په ملی آرشیف کی شته چی د خلاف‎کارو پولیسو پر وړاندې دهغه عدالت‎غوښتونکی جدیت څرګندوی.

۱۳۰۲ کال دی، په کابل کی پر عبدالعلی نومی کس د تفنګچی ډز کیږي، د پیښې څیړنې لپاره میر محمد علی شاه د پولیس مامور او حاجی سکندر علی مردان بڼ کندي‎مشر د ولایت کوتوالی (نننۍ امنیه قومندانی) له لوری ټاکل کیږی چی پیښه وڅیړي. هغوی دواړه خپل ګزارشونه د کابل مستوفی ته وړاندی کوی ولی د مستوفی څیړنې څرګندوی چی د پولیس مامور او کندي‎مشر ګزارشونه کره ندي.

ولی کله چی شاه امان الله خان له پیښې خبریږي، د یوه فرمان په ترڅ کی د ۱۳۰۲ کال د وږي په ۳۰مه نیټه «عبدالحمید خان د عدلیه وزارت وکیل» ته داسی لیکي:

«له هغه ځایه چی د پولیسو دنده د مجرمینو نیول او د څیړنو له مخې د هغوی جرم ثابتول ده. په هره اداره کی د مامورینو لومړنۍ څیړنې د هغې ادارې باور او اعتبار ګڼل کی او که چیرې په څیړنو کی داسی توپیرونه شتون ولری نو د پولیس مامورینو څیړنو لپاره باید یوه ځانګړې ادراه پرانیستل شي.

که چیرې په څیړنو کی دغه توپیر عمداْ وای نو دا جنایت شمیرل کیده او د جنایت سزا پری پلی کیده ولی له هغه ځایه چی پرې ثابت نشوه نو په دنده کی په بی‎پروای او بی‎غورۍ تورن کیږی او دواړه له دندو ګوښه کیږی او په دنده کی د بی‎غورۍ له امله یی یوه میاشت تنخواه کرځولو حکم صادریږي چی....یوې میاشت تنخوا دې وګرځول او خزانې ته وسپارل شي او ځای ناستي باید وټاکل شي.»

یواځې ددغه یو مثال له مخې، کولای شو په آسانۍ سره د یو ولسي او غیر ولسي دولت تر منځ توپیر پیدا کړو او ددی ترڅنګ د اماني دورې حیرانونکو لاس ته راوړنو په راز پوه شو.

په هغه هیواد کی چی عدالت نه وی او د بخښنې تر سیوري لاندې، د جنایتکارانو او ستم‎کونکو لاسونه لوټلو او زورچلولو لپاره پرانستي پریښودل شي، هغه هیواد هیڅ‎کله سولې، دموکراسۍ، پرمختګ او ښیرازۍ ته نشی رسیدلی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 307 میلمانه آنلاین لرو