د څښاک د اوبو ناورین په هغه هیواد کی چی پر نړۍ د واکمنۍ تکل لری

د څښاک د اوبو ناورین په هغه کی چی پر نړۍ د واکمنۍ تکل لری

د فلنت ښار د څښاک اوبو د نه پرتله کیدونکی ناورین سره مخ دی ځکه چی د اوبو نلونه دککړو سرچینو څخه چی په زهری موادو ککړ دی راغزول شوی دی او د اوبو شبکو خوسا کیدل د دی لامل شوی، چی تر اوسه لس تنو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی او د ډیر شمیر ماشومانو په وینه کی د سرب د مقدار ډیریدلو له امله په روغتونونو کی بستر دی. ویل کیږی چی د نه زره په شاوخوا کی کوچنیان له ناروغۍ سره مخ دی او بیړنۍ روغتیایی خدمتونو ته اړ دی تر څو د زړه ناروغۍ په اخته کیدلو، سرطان او په ځانګړی ډول د مغزو د ناقصی ودی څخه مخ نیوی وشی.

د دی ښار د خوسا شوی او غیری صیحی نلونو بیلګې
د دی ښار د خوسا شوی او غیری صیحی نلونو بیلګې

گواکی تاسو گمان وکړی هغه ښار چی د دغه ناورین سره مخ شوی د افریقا یو په بیوزله هیوادونو کی ځای درلودلی شی، ولی تیروتنه کوی، دغه ښار د متحد ایالاتو په میشګان ایالت کی موقیعت لری چی د تور پوټکو او بیوزله خلکو د اکثریت شتون له امله، دولت ددغه ښار وګړول ستونږ حل په برخه کی پاتې راغلی دی.

دا ښار د نړی په بډایا هیواد پوری تړلی دی چی نورو هیوادونو ته د ډموکراسی، بشری حقوق او هوساینی د لیږدولو دعوا لری هغه هیواد چی د یوی ورځینی ویجاړونکی جګړی لګښت یی د خلکو دی ډول ستونزو ته پایه وروبښی.

د دی ښار د څښاک اوبه د سیند څخه پمپ کیږی چی د «جنرل الکتریک» شرکت د کیماوی پاتی شون د ولیدو له امله هغه ډیری ککړی دی ولی ځکه چی د دغو ستونزو حل د محلی دولت له لیده یونیم میلیونه ډالرو لګښت ته اړتیا لری، د خلکو د نیوکو په ځواب کی یی هر کله د څښاک اوبو د ناولیتوب څخه انکار کاوه تر څو چی خلکو په لاریون لاس پوری کړ او د ککړو اوبو انځورونه یی په ټولنیزو شبکو کی خپاره کړل.

د څښاک د اوبو ناورین په هغه کی چی پر نړۍ د واکمنۍ تکل لری

د امریکا دولت یواځی د F-35جنګی الوتکی د جوړښت لپاره تر اوسه پوری ۱۵۰۰ میلیارد ډالر په لګښت رسولی، ولی چمتو نه دی چی د دغی ښار خلکو ته چی له سلزرو تنو څخه ډیر دی یو نیم میلیارد په لګښت ورسوی ځکه چی هغوی ټول تور پوټکی او غریب دی چی په دغه هیواد کی دا ډله دویمه درجه ښاریان شمیرل شوی چی د تبعیض او ظلم سره مخ دی.

«ډی ویرج» سایټ د ۲۰۱۵ کال د دسامبر میاشتی په ۱۵ نیټه لیکلی:

«د میاشو لپاره لاریونونه او د خلکو غوښتنو د ښار د اوبو په سرچینه کی هیڅ بدلون راوست. نو هغو چی مالی وس درلود، د بوتل اوبه به یی پیرلی، په داسی حال کی چی نور ډیر شمیرو د فنلیت د سیند اوبو څښاک ته دوام ورکړی...په اکتوبر کی د والدینو یوې ډلې د حکومت او د ښار یو شمیر چارواکو په وړاندی حقوقی دعوا په لاره واچوله. هغوی دا ویل چی روغتیایی ستونزی لکه د ویښتانو ختل، د سترګو کمزوري او ستومانی د ښار په اوبو پوری تړاو لری.»

د خلکو د دعوا په ځینو برخو کی راغلی دی:

«د اتلس میاشتو څخه ډیرو لپاره، دولت او سیمیزو چارواکو له کره لاسوندونو څخه چی د فلنت سیند اوبو د ښار اوسیدونکی د زهرجنو اوبو سره مخ کړی سترګی پټی کړی دی... فلنت سیند اوبه چی زهجنی دی په قصدی ډول بی خطره ګټل او د هغې په اړه درواغ ویل وژونکی او غولونکی وه.»

مایکل مور
مایکل مور

مایکل مور، نامتو فلم جوړونکی او د امریکا عدالت غوښتونکی چی په اصل کی د همدی ښار اوسیدونکی دی، دامریکا لوی سارنوالی څخه د عدالت غوښتنی تر عنوان لاندی، د دی ښار د والی د نیول کیدو غوښتنه کړی ده چی تر اوسه د ۱۱۶ زرو تنو څخه ډیرو په هغی باندی لاسلیک کړی دی:

«د امریکا د یو تاریخی ښار ټول ماشومانو مسمومه کول کوم کوچنی کار ندی. آن تر دی چی نړیوالو ترهګرو ډلو هم لاتراوسه داسی لاره نده موندلی چی دومره ستر کار ترسره کړي. ستا کارکونکي او نور پوهیده چی د فلنت د سیند اوبه زهرجنی دی، ولی تا پریکړه وکړه چی"د لګښت بندول" او "د بودجې انډول"د خلکو روغتیا نه اړینه ده.»

یوازی د دغو ټولو لارینونو وروسته او د خلکو حقوقی داعوا وه چی د ۲۰۱۶ کال د جنوری په ۱۶ مرکزی دولت په دغه ښار کی فوق العاده وضعیت اعلان کړ او په زهرو د اوبو ککړیدل یی ومنل او پیښه دامریکا په اصلی رسنیو کی انعکاس وموند. په دغه ډول دې ښار پنځه میلونه ډالر سم‏لاسي مرسته ترلاسه کړی چی د څښاک د اوبو د ستونزی حلولو لپاره به بسنه ونکړي.

هغه دولت چی تر دی حده د خپلو خلکو برخلیک په اړه دومره بی تفاوته او ریاکارانه عمل کوی، آیا شونی ده چی نورو هیوادونو ته امنیت، خپلواکی او ښیرازی راوړی؟ آیا یوازی همدغه یو مورد کافی نه ده چی زمونږ په هیواد کی د امریکا په درواغجنو شعارونو په موسکا ملنډی ووهو او دهغوي افغانی خاین چوپړان چی د خپل بادار د «بشر دوستۍ» په برخه کی زړه راښکونکی تبلیغات کوی د لاړو باران پری وکړو؟

د امریکا د مشیګان ایالت په فلنت ښار کی د غیری صحی اوبو په اړوند د خلکو لاریون
د امریکا د مشیګان ایالت په فلنت ښار کی د غیری صحی اوبو په اړوند د خلکو لاریون

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 84 میلمانه آنلاین لرو