قدرمنې سيلۍ غفار ته د مينې مجلې پوښتنې

همبستګي ګوند څنګه راپېژنې! دا ګوند له نورو ګوندونو سره څه توپير لري؟

د افغانستان د همبستګۍ ګوند د ۱۳۸۳ کال د وري په ۲۹مه نیټه د یو شمیر روڼ‎آندو له لوری په کابل کی رامنځته شو. د همبستګۍ ګوند توپیر له نورو ګوندونو سره دادی چی اول خو یی لاسونه د چا په وینو سره نه دی او دوهم دا چی په دې ګوند هیڅ داسی یو کس نشته چی د افغانستان په ویجاړۍ او یا د بیوزله خلکو په رټلو او زورولو کی لاس ولري. دریم توپیر یی دادی چی تل یی د جنایکارانو محاکمه غوښتی ده او په دې لار کی عملی ګامونه هم اخیستی دی، لکه د غویی اوومې او اتمې او امریکایی جنایتکارانو محاکمه کولو لپاره یی لاریونونه هم په لاره اچولی دی.

سیلۍ غفار او مدني فعالان
د «مینه» مجلې
د «مینه» مجلې

د «مینه» مجلې له مدیر مسئول ښاغلی عزت الله ځواب او نحیب الله نجیب الله څخه په مننې چی په ډیرو ښکلو ټکو یی د سیلې غفار، د همبستګۍ ګوند ویاندې سیاسي کړنو په اړه لیکی دي. د یادونی وړ ده چی ښاغلی ځواب څه موده وړاندی د کرغیړن اسلامی ګوند غړو په وسیله تښتول شوی او ربړول شوی وو، خو له خلاصون وروسته یی بیا هم لا په پیاوړتیا سره د مبارزې په لاره کی ګوټلي ګامونه پورته کړ او له ویرې پرته یی خپلې لارې ته دوام ورکړ. باید ددی خاوری له نجیبو انسانانو څخه د انسانیت درس زدکړو. لاندی د هغه لیکنه د همبستګۍ ګوند لوستونکو ته خپرو.

یوځل بیا د فرخندې لپاره د عدالت غوښتنې غږ اوچت شو

سرچینه: آزادي راډیو، ۱۳۹۴ کال چنګاښ ۱۵

آزادي راډیو

د افغانستان د همبستګي ګوند لسګونو غړو او یو شمېر مدني فعالانو د فرخندې د قتل قضیې په تړاو د استېناف محکمې فیصلې غیر عادلانه وبللې.

د فرخندې له وژلو څخه څه کم څلور میاشتې تیریږي او تر اوسه په دې اړه دوه محکمو خپلې پریکړې کړي خو د عدالت غوښتنې غږ لا هم نه دی غلی شوی.

د همبستګي ګوند لسګونه دا غړي او مدني فعالان د دوشنبې په ورځ بیا سړکونو ته راوتلي وه چې د استېناف محکمې پریکړه وغندي او د عدالت غوښتنې غږ اوچت کړي.

د دغې ګوندې یوې غړي سیلۍ غفار له رسنیو سره په خبرو کې وویل؛ د خلکو د فشار له امله دولت مجبوره شو چې د فرخندې د قضیې په اړه محمکمې دایرې کړي؛ خو یوې او بلې محکمې د عدالت د پلی کېدو په ځای فرمایشي کار کړی دی.

همبستګۍ ګوند د ثور د ٧ او ٨ د عاملینو محاکمه غواړي

سرچینه: د امریکا غږ آشنا، د ۱۳۹۴ کال د وری ۴مه نیټه

همبستګۍ ګوند د ثور د ٧ او ٨ د عاملینو محاکمه غواړي

د افغانستان د همبستګۍ ګوند د تیرو کلونو به څیر نن د جمعې په ورځ په یوه لویه غونډه کې د ثور اومه او اتمه د افغانستان تاریخ د دوه تورو ورځو په توګه وغندلې او د دغو ورځو وروسته واک ته د رسیدلو چارواکو د محاکمې غونډه یې وکړه.

د دغه ګوند غړو د خپلې نننۍ غونډې لپاره د دارالامان ماڼۍ چې د ۹۰ ومې لسیزې په کورنیو جګړو کې په کنډواله بدله شوه، غوره کړی وه.

د دغې غوندې یو تنظیموونکي حافظ راسخ امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې ترهغې چې د دغو ورځو عاملین محاکمه نه شي په افغانستان کې د افغانانو وژل به همداسې دوام ومومي.

ښاغلي راسخ وویل:

«په تیرو څه د پاڅه درې نیمو لسیزو کې چې کوم جنایات شوي د ثور په اومې ورځې پیل او د ثور تر اتمې ورځې ته یې دوام وموند او دا نن هم چې کوم جنایات دوام لري او داعش راروان دی اصلي عامل یې هغه دی چې د ثور له کودتا پیل په اتم د ثور تکمیل کیږي او اوس هم لا روان دی سره له دې چې دومره جنایات یې کړي دي هغوی لا هم د افغانستان په خلکو حاکمان دي».

د افغانستان د همبستګۍ ګوند غړو په دغه احتجاجیه غونډه کې په تیرو درې نیمو لسیزوکې د هغو پخوانیو او اوسنیو یو شمیر چارواکوعکسونه چې په سره خط پرې چلیپا راښکل شوې وې هم په لاسونو کې نیولي وو.

ننګرهار کې لاریون کوونکو د فرخندې وژنکو ته د سزا غوښتنه کړې

سرچینه: بی‌بی‌سی پښتو، ۱۵ وری ۱۳۹۴

راهپیمایی برای دادخواهی خون شهید فرخنده

دملي یو والي په نوم ګوند لسګونو غړیو چې میرمنې او نجونې هم پکې وې په ختیځ ښار جلال اباد کې د یوه لاریون پر مهال د فرخندې وژنه وغندله او د هغې د وژنکو د محاکمې غوښتنه یې وکړه.

فرخنده، څه باندې دوه اونۍ وړاندې قران کریم، ته د سپکاوي په تور، د یو شمېر خلکو له خوا په وهلو ټکولو ، ووژل شوه او اور ور واچول شو ، چې مړینې او سوزونې یې دخلکو پراخه احساسات او غبرګونو نه راوپارول لارو او کوڅو ته را ووتل او دهغې د وژونکو د محاکمې غوښتنه یې وکړه.

کونړ کې د پاکستاني بریدونو ضد د زلمو او نجونو مظاهره

منبع: بی‌بی‌سی پښتو، ۱۳۹۳ کال د غبرگولی ۱۶مه

تظاهرات همبستگی در تقبیح ۸ و ۷ ثور

د پاکستان د توغندیزو بریدونو پرضد مظاهره د همبستګۍ په نوم ګوند په اسد اباد کې جوړه کړې وه. لاریون ته تر ډیره له کابله نجونې او زلمي راغلي وو.

د همبستګۍ د ګوند ځوانې نجونې چې ماسکونه يې تړلي وو، له نارینه وو سره یوځای له نژدې یوه کیلومتر نه پلي تر اسد اباده راغله او د پاکستان پرضد يې نارې ووهلې.

په کونړ کې زموږ خبریال نعمت الله کریاب وايي، لاریونیانو پر کونړ د پاکستان له لوري شوي او کېدونکي بریدونه د یوې پروژې برخه بلله او افغان حکومت ېې لاسپوڅی باله، خو ترڅنګ يې امریکا ته هم د پړې ګوته نیوله چې د دوی په ټکو د بریدونه مخه نه نیسي.

بریده روزنامه خدمتگار

د مې مياشتې په دويمه نېټه په كابل كې د افغانستان د همبستګۍ ګوند د غړو او پلويانو له خوا په تر سره شوي لاريون كې د جنګي جنايتكارانو د محاكمې غوښتنه وشوه، خو دغه لاريون كوونكي د امنيتي ځواكونو له خوا وهل شوي او شكنجه شوي دي.

د حقوقي چارو شنونكي وايي چې په ديموكراتيكو ټولنو كې د جنګي جنايتكارانو پر وړاندې غږ اوچتوونكي كسان مجرمان نه، بلكې د هېواد قهرمانان دي.

د حقوقي چارو كارپوه عبدالستار سعادت خدمتګار ورځپاڼې ته وويل چې د هېواد هر وګړى قانوناً حق لري چې د جنګي جنايتكارانو پر ضد غږ اوچت كړي:

photo from DW

د بشري حقونو فعالینو د افغان حکومت له له خوا د یوه سیاسي گوند د فعالیتونو د ځنډولو له امله پر دولت نیوکې کړي دي او د بیان پر آزادۍ ئې د محدودیتونو د لگولو په اړه خبر داری ورکړی دئ.

امریکا میشته د بشري څار ټولنې (Human Rights Watch) ویلي دي چې د طالبانو د رژیم تر راپرځیدو وروسته په افغانستان کې دا لومړی وار دئ چې پر یوه گوند باندې د هغه د نظریو له امله بندیز لگول کیږي.

SPA protest on darkest day of Afghanistan history

مشرانو جرګه وايي، چې له لويې څارنوالۍ څخه يې ځکه د "حزب همبستگى افغانستان" ګوند د فعاليت د تعليق غوښتنه کړې، چې تېره مياشت يې په خپل لاريون کې د غويي اتمه د ملي ماتم ورځ وبلله.

"حزب همبستگى افغانستان" د تېرې مياشتې په ٨ مه په کابل کې لاريون وکړ او په خپلو شعارونو کې يې د غويي اوومه او اتمه شومې او د ملي ماتم ورځې يادې کړې وې.

د ١٣٥٧ کال د غويي مياشتې اوومه نېټه هغه ورځ ده، چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد ملاتړو کمونېست پلوه ډلو، د سردار محمد داوود خان حکومت د يوې کودتا په ترڅ کې ړنګ او د چارو واګې يې په خپل لاس کې واخيستل.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 126 میلمانه آنلاین لرو