د همبستګی لاریون په رسنیو کې

کونړ کې د پاکستاني بریدونو ضد د زلمو او نجونو مظاهره

منبع: بی‌بی‌سی پښتو، ۱۳۹۳ کال د غبرگولی ۱۶مه

تظاهرات همبستگی در تقبیح ۸ و ۷ ثور

د پاکستان د توغندیزو بریدونو پرضد مظاهره د همبستګۍ په نوم ګوند په اسد اباد کې جوړه کړې وه. لاریون ته تر ډیره له کابله نجونې او زلمي راغلي وو.

د همبستګۍ د ګوند ځوانې نجونې چې ماسکونه يې تړلي وو، له نارینه وو سره یوځای له نژدې یوه کیلومتر نه پلي تر اسد اباده راغله او د پاکستان پرضد يې نارې ووهلې.

په کونړ کې زموږ خبریال نعمت الله کریاب وايي، لاریونیانو پر کونړ د پاکستان له لوري شوي او کېدونکي بریدونه د یوې پروژې برخه بلله او افغان حکومت ېې لاسپوڅی باله، خو ترڅنګ يې امریکا ته هم د پړې ګوته نیوله چې د دوی په ټکو د بریدونه مخه نه نیسي.

لاریونیانو په پښتو، دري او انګلیسي ژبو لیکل شوې غندن پاڼې خورولي چې پکې د بریدونو ددرولو غوښتنه او پاکستان غلیم بلل شوی وو.

دا څو پرلپسې کلونه پر کونر او نورو سیمو د پاکستان له لوري بریدونه کیږي چې د چارواکو په وینا لسګونه ولسي وګړي يې وژلي او همدومره نور يې ټپیان کړي.

دا دویمه اونۍ ده چې د کونړ پر دانګام او شیګل ولسوالیو له حساب وتي بریدونه شوي چې د چارواکو په وینا له چورلکو پکې هم کار اخیستل شوی.

د کونړ امنیتي چارواکي وايي د لاریون پر وخت هم بریدونه نه وو ولاړ.

د افغانستان د کلېکاږل دفاع وزارت ویلي وو که بریدونه دوام وکړي، دوی به هم ورته ګام واخلي.

د پاکستان پوځ ویلي وو له افغان خاورې يې پر پوستو بریدونه شوي او یو شمېر پوځیان ېې زیانېدلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه وینا پاڼه کې له پاکستان غوښتي چې د افغانستان پر ختیځو سیمو بریدونه ودروي.

لاریونیانو
لاریونیانو په پښتو، دري او انګلیسي ژبو لیکل شوې غندن پاڼې خورولي چې پکې د بریدونو ددرولو غوښتنه او پاکستان غلیم بلل شوی وو.



افغانستان: پاکستان دې ژر پر سرحدي سيمو بريدونه بند کړي

منبع: پژواک خبري اژانس، ۱۳۹۳ کال د غبرگولی ۱۶مه

تظاهرات همبستگی در تقبیح ۸ و ۷ ثور

کابل (پژواک ١٦ غبرګولى ٩٣): د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان له لوري د افغانستان پر سرحدي سيمو د تازه بريدونو په اړه اندېښنه ښودلې او له پاکستان څخه يې ژر ددغو بريدونو د بندېدو غوښتنه کړې ده.

د بهرنيو چارو وزارت له خوا پژواک اژانس ته په ليږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې پاکستان يوځل بيا پر کونړ او ننګرهار کې د افغانستان پر سرحدي سيمو بريدونه کړي، چې ځاني او مالي زيانونه يې اړولي دي.

خبرپاڼې د پاکستانيو پوځيانو دا ډول کړنې غير انساني عمل بللى او له پاکستان څخه يې ددغو بريدونو د ژر بندېدو غوښتنه کړې ده.

دغه راز نن د غبرګولي په ١٦مه، په کونړ کې د افغانستان د همبستګۍ د ګوند غړو پر افـــغــانستان د پاکستان د توغندويي بريدونو پر وړاندې لاريون وکړ.

لاريون کونکو چې سلګونو مېرمنواو ځوانانو په کــې ګډون درلود او له ننګرهــار او کابل څخه راغــلي و، د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو پرضد شعارونه ورکړل.

له دې کسانو سره د کونړ په مرکز اسعد اباد کې نورو ځوانانو هم ملګرتيا وکړه.

دوى خپل شعارونه داسې ليکلي و: «پر کونړ د پاکستان د دولت يرغل د امريکا شيطاني دسيسه ده، مړه دې وي د پاکستان او ايران سپي، زموږ په هېواد کې پاکستاني پوځيان په امريکا يي وسلو بې‌ګناه افغانان وژني.»

د يادونې ده ، چی د روان کال د وري له څلورمې نيټې راهيسې د پاکستان د پوځ له لوري پر کونړ يوځل بيا سلګونه توغندي توغول شوي ، چې په دې بريدونو کې شاوخوا ٥٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 146 میلمانه آنلاین لرو