له امان الله خان څخه زدکړه: واړه عملی ګامونه له لوړو باټو ښه دي

له امان الله خان څخه زدکړه: واړه عملی ګامونه له لوړو باټو ښه دي

امان الله خان پر هیواد او پرمختګ مین پادشاه په توګه، د هیواد پرمختګ او ویاړ لپاره له کوچنیو لارو ګټه پورته کوله. په کال ۱۳۰۳ کی د پغمان په لویه جرګه کی برسیره پر دی چی د انګلیس روزل شوی ملایانو له لوری تر سخت فشار لاندی و ترڅو د هغه ولسی‎حکومت کمزوری کړی ولی هغه جدی هڅه وکړه چی استازي دی ته وهڅوی ترڅو د هیواد پرمختګ لپاره ګامونه پورته کړي. ددې جرګې لاسوندونه د «دارالسلطنه لوی جرګې پیښې» په نامه خپاره شول چی یوه نسخه یی د افغانستان په ملی آرشیف کی موجوده ده. یوه برخه یی چی د «وطنی پوښاک اغوستلو باندی ټینګار» تر نامه لاندی ده زما توجه ځان ته راوګرځوله چی دلته یی راوړم:

وطنی پوښاک اغوستلو باندی ټینګار
وطنی پوښاک اغوستلو باندی ټینګار

«اعلحضرت: پدی جرګه کی می ستاسو ډیر لحاظ وکړ: ځکه چی تاسو هر یو بهرني ټوکر اغوستی او دلته راغلی یاست دا په داسی حال کی ده چی له ډیرې مودی راپدیخوا د هیواد تولید ودی لپاره ما دا لاره غوره کړی چی هر څوک می که ولیده چی بهرني ټوکر یی په ځان وی په خپلو لاسونو هغه څیری کوم. تاسو وګوری چی نن د دولت مامورین پرته د وطن له پاک او ستره ټوکر بل څه نه آغوندي. پدی لړ کی له هراتی او ترکستانی هیوادوالو چی وطنی ټوکر یی اغوستی او غونډی ته راغلی مننه کوم. که ستاسو هر یو له هر ځای څخه چی راغلی یاست و هماغه ځای ټوکُر مو آغوستی وای څومره په ښه ښکاریدلی چی د هر ولایت ټوکُر مو مونږ ته راښودلی وای او څومره به درڅخه خوښ شوي وای.

باید په راتلونکی لویه جرګه کی خپل وطنی پوښاک واغوندی او دلته راشی. بیا هم وایم چی په دی اړه می ستاسو ډیر لحاظ کړی چی تر اوسه می د هیڅ چا لحاظ ندی کړی.»

کورنیو تولیداتو ته د امان الله خان پام

د اماني دورې «رشدیه ښوونځي لومړي ټولګي لپاره ادبي منتخبات» کتاب کی، یوه لیکنه چی له «امان افغان» څخه را نقل شوی په یوه برخه کی کورنیو تولیداتو ته د امان الله خان پام په اړه راغلي:

« امیر له خولۍ نیولی تر بوټانو او ټولوي جامې له کورنیو او وطني تولیداتو اخلي - ډیره هڅه کوی چی کورني تولیدات د خلکو تر منځ رواج کړي. که د وزیرانو او یا د افغانستان اوسیدونکي او یا ترکانو پر تن اروپایی جامې وویني سم دستي هغه شلوي او همدی کار لپاره تل خپل جیب کی بیتي ګرځوي. په کابل کی هم که د پردیو هیوادونو سفیران وطني ګوګرد و نه کاروی په ډیر مهارت سره پر هغوي نیوکه کوي...»

د امان الله خان له دی ټینګار څخه پوهیدلی شو چی هغه د افغانستان پرمختګ او کورني تولیداتو ودی ته څومره لیواله وه. او که هغه د اوسني ملی ځناورتوب حکومت له مشرانو سره چی د کور لومړني وسایل هم له دوبی څخه راوړی پرتله کړو، هغه وخت کولای شو ددغه پرمخ‎تللی شاه پرهیواد مین‎توب پوه شو.

امان الله خان

هغه واکمن چی د زړه له کومی د هیواد پرمختګ وغواړي، د اشرف غنی په څیر له لوړو باټو او هیڅ عمل څخه پیل نه کوی. د ټاکنو په بهیر کی اشرف غنی او عبدالله د خلکو غولولو په خاطر، په ګڼو ولایتونو کی غوړي ژمنې وکړې چی خپله هم پوهیدل هغه نشی پوره کولای. د مثال په توګه اشرف غنی د یوې وینا په ترڅ کی د جوزجان خلکو ته وویل «جوزجان به نه یوازی ټول افغانستان ته بریښنا ورکړي بلکه بهر ته به هم بریښنا صادره کړي» هغه څو ورځې وړاندی هم یوه بله باټه ووهله چی «افغانستان به په راتلونکی لسو کلونو کی د نړۍ تر ټولو ستر د اوسپنې او مسو صادرونکی هیواد وي». البته د ټاکنیز کمپاین په لړ کی له ع او غ څخه دارنګه باټې او سره او شنه باغونو ښکاره‎کول ډیر ولیدل چی یوه سلنه به یی هم عملی نکړي ځکه چی دوی دواړه نه د هیواد او خلکو سره د مینی پر بنسټ بلکه د بهرنیو نیواکګرو په مرسته او شخصی موخو ته رسیدو لپاره ارګ ته راغلی دي.

ولی شاه امان الله خان د هیواد ودانولو او پرمختګ لپاره واړه ګامونه پورته کړل چی لس کلن حکومت یی د نن په تاریخ کی له لاسته‎راوړنو ډک ګڼل کیږي. هغه د هیواد پرمختګ او سرلوړۍ سره داسی مینه درلوده چی په ځنی برخو کی یی ګړندي ګامونه پورته کړل چی یو شمیر مزدورو او بهرنیو روزل شو ملایانو ترینه ګټه پورته کړه او پاڅونونه یی په لاره واچول او هیواد یی ګړنګینی کندې ته وغورځوه.

دارالسلطنه لوی جرګې پیښې
دارالسلطنه لوی جرګې پیښې

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 124 میلمانه آنلاین لرو