عبدالرحمن لودین، د افغانستان په روڼ‎آندی خوځښت کی بلیدونکی «اورلګیت»

عبدالرحمن لودین

د «افغانستان همبستګې ګوند» زموږ د هیواد د تاریخ ریښتینو اتلانو او انقلابی څیرو معرفی کول د خپلو اړینو دندو څخه ګڼی، د خپلواکۍ د لارې زړورو مبارزانو څخه عبدالرحمن لودین درپیژنو چې د خپل ژوند په اوه دیرشتم پسرلې کې د بې رحمه نادرخان له خوا په دار وځړول شو هغه د سپیڅلو او زړورو روڼ‏اندو یوه څرګنده بیلګه وه، چې خپل سر یې د خپلو هیلو په لاره کې قربان کړ او د ریښتینې مبارزی تګلاره یې موږ ته وښودله.

له همدې امله د مشروطیت دوران د پام وړ میړانو مبارزانو تاریخ بیاکتنه د نن ورځې نسل لپاره اړینه ده چې بهرني یرغلګر او د هغوي کورنې چوپړګر هڅه کوی چې د جګرو څخه دغه ستړی ولس په ګواښونکو پلمو سره لکه تسلیم‎طلبی، له سیاست څخه تیښته، سیاست ضد او مدنی ټولنو له لاری هغو په کراره-کراره له ملی‎هویت څخه خلاص او نیواک او زورواکی منلو باندی روږدي کړي.

عبدالرحمن لودین، د افغانستان په روڼ‎آندی خوځښت کی بلیدونکی «اورلګیت»

عبدالرحمن لودین (۱۲۷۲ــ ۱۳۰۹) چې د یوی مودی لپاره یی تخلص «کبریت» وه د مشروطیت غورځنګ نامتو شخصیت، لیکوال، باجذبه شاعر، سیاستوال او د بریتانویانو او د هغوی لاسپوڅو په وړاندی نه تسلیمیدونکی مبارز وه. هغه په ۱۲۷۲ لمریز (۱۸۹۳م) کال کې په کابل کې زیږیدلی خپلې زده‏کړې یې د رشدیه (ثانوي) تر کچې د حبیبې په لېسه کې بشپړې کړې. نوموړي چې د پښتو او فارسی په ژبو لاسبری درلوده د اردو، ترکی او لږی انګلیسی او عربی سره هم بلد وه. هغه لومړنی ځوان وو چې د محمود طرزی تر څارنې لاندی یې په «سراج‏الاخبار افغانیه» کی لیکنې او ژباړې کولی او شعرونه یې خپریدل. عبدالحی حبیببی «په افغانستان کی د مشروطیت غورځنګ» په کتاب کې د لودین له خولې لیکی چې مولوی سرور واصف، د لومړي مشروطیت له نامتو او ویاړلو څیرو څخه وو او د حبیبې په لېسه کې د هغه د ادبیاتو ښوونکې وه.

د لودین له ځانګړتیاوو څخه یوه دا وه چې په څه باندې به یې فکر کاوه په هغه باندې به یې عمل کاوه، هاغه څه چې په خواشینې سره د نن ورځې په روڼ‏اندو کې نه څرګندیږي. هغه په سپینو خبرو کولو او جدیت باندې مشهور وه او د حقایقو څخه یې سترګې نه پټولې او د هغه له بیانولو څخه یې په خپل زړه کې ویری ته ځاي نه ورکاوه او کولای شو چې د هغه دغه ځانګړتیا د هغه څخه د پاتی شویو شعرونو په ټولګه کې په څرګنده توګه ومومو. د حبیب‏الله واکمنۍ پر مهال، هغه د سیاسي لیدلوری او انقلابی زړورتیا سره د دویم مشروطیت د پټو تشکیلاتو کیڼ اړخ د مشر په توګه وټاکه.

کله چې امیر حبیب‏الله خان لومړنی روڼ‎آندی غورځنګ چی د «جمعیت سری ملی» (لومړی مشروطیت) په نوم یو ګوند کې جوړ شوي وه په خونړۍ توګه وځاپه او د هغې څخه ۴۵ تنه غړي ونیول شو، ۷ تنه په دار وځړول، ۳۶ تنه یی بندیان او ۲ تنو چې د ګوند سره یی خیانت او له دربار سره یی مرسته کړی وه ډالۍ ورکړې، د ناتارۍ او ځناورتوب په دغه ډول کړکیچن وضعیت کې د مبارزې د دوام مسئولیت د لودین او د هغه د یارانو په غاړه شو، هغه ځوانان چې د افغانستان د خپلواکۍ او پرمختګ مینه‏وال ول، امیر حبیب‏الله یې د انګلیس استازی او د افغانستان وروسته پاتی کیدلو لامل ګڼلو.


په «سراج‏الاخبار افغانیه» کې خپور شوي انځور، ۱۲۹۲ کال د زمري ۱۳، دویم کال، ۲۲ ګڼه

په ټولنه کې د واکمنی ناتارۍ او زورزیاتی له امله دغو ځوانانو نه شو کولی چې په یو ګوند کې سره راټول شي، د نړیوالو انقلابونو او غورځنکونو لکه د شوروی جمهوریتونو اتحادیه، ترکیه، هندوستان، عربی هیوادونه او نور څخه په الهام اخیستنې سره، د یوی پټی او کوچنې ډلې په توګه یی په مطالعه پیل وکړ او خپلې جګړې ته یی ادامه ورکړه. یوه له ډیرو بنسټیزو ډولو څخه د لودین له خوا څخه رهبری کیدله. دوی په یوه پټه ناسته کې پریکړه وکړه، پاچا چې پرته له عیاشۍ او انګریزانو ته د خدمت کولو څخه کومه بله دنده نه لری، له منځه یوسئ او دغه دنده یې د لودین په غاړه واچوله.هغه د ۱۲۹۷ کال د چنګاښ په ۱۲ (۱۹۱۸ جولای ۴) په پاچا باندی په توفنچې سره برید وکړ.

میر غلام محمد غبار، مبارز تاریخ‏لیکونکې «افغانستان د تاریخ په اوږدو کې» (لومړی ټوک، ۷۲۰ او ۷۲۱ پانو کې» د دې پیښې شرح داسې کوي:

په ۱۹۱۸ کال کې (د مشروطه‏غوښتونکو له ځپلو څخه ۹ کال وروسته) د سراج‏الاخبار لیکونکې عبدالرحمن خان لودین (سیداحمد خان د تره زوی(۱)) چې یو رادیکال او ګرم‎طبعیته ځوان وه، د امیرحبیب‏الله خان د زوکړی جشن په شپه د "شوربازار" قاضی کوڅې تر څنګ د هټې په بلۍ کې د هغه ګاډی په تمه ناست وه چې امیر په کې سپور وه ( په هغه وخت کې د یو پادشاه لپاره دا یو عام کار و چې د جشن او د کابل په روښانه شپو کې د ارګ له بازارونو او څلورلارو او شوربازار څخه به تیریده). همدا چې د امیر ګاډی د نوموړی هټې تر څنګ راورسیده. عبدالرحمن خان په هغه باندی ډز وکړ او مردکی د ګاډی په باډی ولګیدلی، خو ګاډی په چټکې سره تیر شو او امیر روغ پاتی شو. سهار ته د کابل ښار د جاسوسانو څخه ډک شوي و او مرزامحمد حسین خان مستوفی‏الممالک { خلیل‌الله خلیلی مرتجع پلار} له بل لوری د قضې کشف په موخه راووت. د نامتو جاسوسانو له ټولګې څخه یو تن د "سرور د کونډی ځوی" وه چې په همدې بازار کې یی د سمیساری هټې درلودله او د مخه یې عبدالرحمن خان څارنه کوله (د عبدالرحمن خان کور د هغه له هټې څخه لږ پورته د تیږو توږلو په کوڅه کې پروت وه.)

په هر حال عبدالرحمن خان په زنځیر او غاړکۍ سره د دولتی ارګ په زندان کې بندی شو. د دی څخه وروسته یو ډله نور روڼ‏اندی چې د عبدالرحمن خان له دغه چاری سره یی تړاو نه درلود د هغه تر شا د ارګ زندان ته ولیږل شول لکه عبدالهادی خان داوی چې "پریشان" یی تخلص کاوه، عبدالحمید خان کمیدان، محمد اسحق خان قزلباش د محمد اکبرخان چنداولی زوی، شمس‏الدین خان د حربی ښوونځی پخوانې زده‏کونکی او شیر محمد خان په "افغان بیگ" مشهور د حربی ښوونځی محصل.»

لودین نه یواځې د پادشاه د ترور په ناکامه پلان او له زندان څخه د لومړی مشروطیت بندیانو په خوشې کولو کی پاتې راغی، بلکه خپله هم زندان ته واچول شو او په اعدام محکومه شو. د لومړی مشروطیت زندانیانو او د پادشاه د وژنې د تورنو ډلې (دویم مشروطیت) ژوند د ویښتانو په تار تړل شوی وو هره شیبه یی شونتیا درلودله چې اعدام شی خو پر هر لامل چې وو، امیر د دغه زندانیانو له ډلې څخه هیڅ یو تن اعدام نه کړ او د لغمان د کله‏ګوش په ښکار‏ځاي کې د هغه تر وژلو کیدلو په زندان کې پاتې شول.

عبدالرحمن لودین د افغان روڼتیا غورځنګ افتخار
«په افغانستان کې د مشروطیت غورځنګ» له کتاب څخه اخیستل شوي انځور، د عبدالحی حبیبی لیکنه

د ۱۲۹۷ کال د سلواغې په ۳۰ (د ۱۹۱۹ کال د فبروری په ۲۰) د حبیب‏الله له وژنې سره سم، امان‏الله چې ځوان او روڼ‏اندی شهزاده وو واک ته ورسیده او د خپل پلار د دوران ټول سیاسی زندانیان یې خوشې کړل او مهمې چارې یی وروسپارلی.

تر خوشې کیدلو وروسته، لودین یوه موده په «امان افغان» جریده کې کار کاوه. په ۱۳۰۰ش کال کی د قانون‎جوړونی پلاوی غړی شو او په ۱۳۰۲ کال کې، بخارا ته د سفر کول ځانګړی پلاوي په توګه وټاکل شو. د شوروی جمهوریتونو اتحاد کې د سیاسي پلاوي غړی او په هغه هیواد کې د سفارت ځانکړی غړی وه. او یوه موده یې هم «مرکه دپښتو» علمی او څیړنیز ټولنې رئیس په توګه کار کړی دی.

په ۱۳۰۳ کال کې د شاه امان‏الله د سرمنشی مرستیال شو خو د امان‏الله خان سره یې د اصلاحاتو په چارو کې اختلاف نظر له امله، هغه ژر تر ژره استعفا ورکړه او کندهار ته راغی او په کور کې کیناست.

په ۱۳۰۳ کال کې د پغمان لویی جرګې له غړو څخه وه چې په خپل وار سره یې د هغه ملایانو په غلی کول کې چې نه یې غوښتل امانی اصلاحات ومنی په میړانې سره یی استدلال کاوه او خپل نظرونه یې څرګندول:

«دینی علما باید په هر کار کې لاسوهنه ونکړی او په هغه کارونو کې چې خدای ولس او حکومت خپلواکه کړی دی، باید لاسوهنه ونکړی. دا خبری دی ته ورته دی چې حکومت یوځای ته د سړک او یا پښیابله لارې غزول غواړی، نو په دغه وخت کې باید له علماو پوښتنه وشي چې په کوم ځاې کې پولچک کیښودل شي، او د ملا له اجازی څخه پرته دا کار ونه شي...» («د دارلسلطنه د لوې جرګې یوه پیښه»، ۱۳۰۳، ۲۸۵ او ۲۸۶ پاڼه)

صفحاتی از کتاب رویداد لویه جرگه دارالسلطنه در ۱۳۰۳ نوشته برهان‌الدین کشککی

شاه امان الله خان کندهار ته د سفر په مهال (۱۳۰۵) د شاروالې ریاست فعال کړ او لودین یې دی ته اړباسته چې اداره یې کړی. نوموړی په صداقت او پاک لمنې شهرت درلود، د یو کال څخه وروسته یې د کابل ګمرکاتو په ریاست کې مقرر کړ ځکه چې د کابل ګمرکاتو ریاست د فساد مرکز وو تر څو هغه د فساد څخه پاک کړی.

لودین د هغه ټولکې روڼ‏اندو څخه نه وه چې د دربار سره یې اړیکې او د دولت لوړو او حساسو پوسټونو کې کار کولو هغه د خپلو خلکو او هیواد سره له مینې څخه بې برخې کړی وای، او د جوړجاړی او معامله کولو لاره یې خپله کړی وای. هغه د ۱۳۰۶ کال په لویه جرګه د شاه امان الله په بیړنۍ توګه د ځنیو اصلاحاتو په پلې کول کې لکه د ښځو حجاب لری کول د نیوکې لاندی ونیول، او ټینګار یې کاوه چې دغه اصلاحات ښه او اړین دی خو په هغه وخت کې نه چې انګریزان د زرګونو چال او دوکو سره د توطیې په حال کې دی او په بشپړه توګه د نوی دولت نسکورول غواړی. او همدا شان هم وشو. لودین استعفا ورکړه او د لږ وخت په تیریدلو سره د داخلې او بهرنیو توطئو په پایله کې د ۳۰۰ تنو وسلوالو له خوا چې سپکو وسلو څخه یې پرته څه نه درلودل د یو ډاکو په مشرۍ یې د امانې دولت نسکور نکړ.

لودین له هغو لومړنېو کسانو څخه وو چې د حبیب‏الله کلکانی واکمنۍ پر مهال زندان ته واچول شو. آوازه شوه چې اعدام شوی دی. میر غلام محمد غبار «افغانستان د تاریخ په اوږدو کې» کتاب (د لومړی ټوک، ۷۲۳ پاڼه) کې لیکې: «دغه خبر د روڼ‏اندو په ټولګه کې د تندر په شان اغیز وکړ آن د میمنه‏ګې ځوانانو څخه یو تن د دې پیښې په تاثیر سره یوه شعر ولیکه او ماته یې راکړ». خو دغه آوازې ریښتیا نه وی او له یو څه مودې وروسته خوشی شو. په طبیعې توګه د دغه پادشاه په دوران کې چې د پوهې او پرمختګ دښمن او د انګلیس ګوډاکی وه د لودین په شان مبارزانو او روڼ‏اندو ته شرایط سخت شوی وه.

د نادرخان په منځته راتګ سره، د نوموړی رژیم په وړاندی د روڼ‏اندو بی‏باوری، شک او ګواښونه بې لوری نه وو، هغه د خپل لومړی کرښې مخالفانو په له منځه وړلو سره خپله واکمنې ټینګه کړه، او ډیر ژر د دغه جلاد ریښتینې څیره بربنډه شوه او پر هیواد مینو او د انګریزانو ضد روڼ‏اندو په ځپلو یی پيل وکړ. تاج محمد خان پروانې یې په شیرپور کې توپ ته وتاړه؛ فیض محمد خان باروت‏ساز چې یوه پښه یی درلودله او له بلې پښې څخه په زولانو تړل شوی وه په توب باندی ټوټی ټوټی شو او ویل کیږی چې هغه د اعدام په وخت کې نادر شاه ته ډیری سپکې سپورې وویلی؛ غلام محی‏الدین خان آرتی یې په پیښور کې ترور کړ؛ د غلام محمد غبار سره بخت یاری وکړه او اعدام نه شو، زندانې او تبعید شو. برسیره پر دی مرزا عبدالرحمن خان، سعدالدین خان وکیل، انور خان بسمل او نور زندان ته واچول شول.

جلاد نادرخان، عبدالرحمن خان لودین چې په هغه وخت کې د کابل ښاروال وو په دوکې سره د دلکشا ماڼۍ ته راوغوښت او په بشپړی آرامی یې هغه سره خبری وکړی د ډوډۍ خوړلو څخه وروسته یې په پټه خپلو پوځي ساتونکو ته امر وکړ چې هغه په ډزو ووژنې، په دغه ډول زموږ د تاریخ دغه ستر شخصیت په داسې حالت کې چې ۳۷ کاله عمر یې درلوده د ۱۳۰۹ کال د زمري په ۳ (۱۹۳۰ کال د جولای په ۲۵) د ارګ ساعت برج تر څنګ د خپلو سترو آرمانونو په لاره کې سر ورکړ او د ټولو په زړونو کې تل پاتې شو.

پرته له محاکمی څخه د لودین په اعدام کولو کې د نادر خان بیړه سید قاسم رشتیا د نادرخان د سرمنشی، میرزا محمد خان او حافظ نورمحمد خان کهگدای له خولی داسی بیانوي:

«لکه څرنګه چې د شمالی لور ته د بلوا دویمه پیښه تر سره شوه، عبدالرحمن خان د کابل ښاروالی رئیس د کابل خلکو مسلح کولو لپاره د یو شمیر وسلو غوښتنه وکړ. نادرخان په هغه شکمن شو او په هغه وخت کې چې عبدالرحمن خان د پادشاه اوامر په خپله کتابچه کې نوټ کول نادر شاه د هغه د لاس څخه کتابچه واخیستله او شپه یې ولوستله. د هغه ټول یاداشتونه او انقلابی شعرونه یی ولوستل. سهار ته یې نوموړی د وزیرانو غونډې کې خپل حضور ته راوغوښته او د نوموړی د یاداشتونو له مخې یې د خپل ځان په وړاندی د هغه مخالفت د هغه مخ ته راوویستل نو دغې مجلس امر وکړ چې هغه اعدام کړی.»

د لودین څخه د نادر ویری کوم بل لامل نه درلوده: لودین هغه څوک وه چې په ټینګې اراده سره یې پریکړه کړی وه تر څو امیر حبیب‏الله خان په خپلو لاسونو باندی له منځه یوسی؛ د نادرخان له خوا د شاه امان‏الله خان د سلطنت وکیل ولی خان دروازی د فرمایشی محاکمې په لړ کې، لودین نارې سورې وکړی چې «په نړۍ کې له دغې محاکمې څخه بله زلنده محاکمه نه ده تر سره شوی چې د ولی خان په شان کس د محاکمه کولو لپاره د بچه سقاو په پلوی چې کوم تورونه او شاهدان د ولی خان په وړاندی راوړل شوي وه، ټول د بچه سقاو ملګری او پلویان دي. له ګیدړ څخه وپوښتل شول چې شاهد دی څوک دی؟ په ځواب کې یی خپله لکۍ وخوځوله او ویویل دا زما شاهد...». د لودین میړانی، پاک‏لمنی او ریښتینوالی څخه پرته بل څه نه وو چې د نادر خان په خپل زړه کې له هغې څخه ویره وکړی.

آرامگاه عبدالرحمن لودین در دامنه پنجه شاه شهدای صالحین
ویل کیږی چې د عبدالرحمن لودین مقبره د شهدای صالحین «پنجه شاه» په غاړو څنډو کې موقعیت لری. په خواشینې سره «همبستګۍ ګوند» د پراخو هڅو په کولو سره تر اوسه ونه کولې شو چې د هغه سمه پته ومومې تر څو د هغې په بیاجوړولو لاس پوری کړی. هغه ملګری چې په دغه برخه کې لا ډير معلومات لری له موږ سره دی په اړیکه کې شی.

د انګریزانو خوشحالولو او هغوی ته د خپلې مزدورۍ ثابتولو لپاره نادر یوازې د انقلابی روڼ‏اند په له منځه وړلو یې بسنه ونکړه، د نورو مبارزانو د سپکاوی او ویرولو لپاره یې د لودین مړی په خر باندی د هغه ښځې خواته ته شوربازار ته ولیږه او د هغه کورنې یې دې ته اړباستله چې سم د لاسه د شهدای صالحین په هدیره کې پرته له کوم نوم او نښان او پرته له هیڅ ډول مراسمو خاورو ته وسپارل شی.

د نادر زلنده رژیم چې د مخالفانو په وړاندی یې د مکیز او دوکې په سپک سیاست لاس پوری کاوه، د لودین په وړاندی یی هم د هغه د شهادت څخه وروسته د درواغو تورونه په هغه پوری کړل. دولتی مجلې «اصلاح» د ۱۳۰۹ کال د زمرې په ۳ نیټه کې په ۶۷ ګڼه کې زموږ د تاریخ د دغه ځلانده شخصیت د اعدام یو لنډ او دردونکې خبر خپور کړ:


د «اصلاح» ۶۸ ګڼه (۱۳۰۹ کال د زمرې په ۷) یوه بشپړه پاڼه د لودین په وړاندی د درواغو او سپکاوی‏ تورونو ته ځانکړی شوی وه تر څو د هغه د شهادت څخه وروسته بدنومې کړی او د هغه اعدام کول ښه ښکاره کړی. په دغه لیکنه کې لودین یو «فطرتاً فاسد او په جوړښت کې خیانت نغښتی» کس نومول شوی دی، د حبیب‏الله کلکانی سره په مرستې تورن او د «شمالی اشرار» و نومول شو. د جرم لاسوند هم د یاداښت یو کتابچه عنوان شوی چې «په تاریخ‎وار ډول ټوله د هغه په خاینانه قلم په مختلفو وختونو کی لیکل شوی وه د حکومت لاس ته ولویده چی ددې کتابچې ټول مواد د هغه د کرغیړنو او منافقانه افکارو ښکارندوی وه.» او ددې ترڅنګ د هغه د دفتر او کور لټون په هکله هم لیکل شوی چی «څو بوتله شراب هم د هغه له کور څخه لاس ته راغلل او د بی‎دینۍ او کفر هغه لاسوندونه چی هغه د اسلام او عالمانو او روحانیت سپکاوی په اړه لیکلی وو هم کشف شول.»

په داسې حال کې چې د لودین د قتل حکم پرته له محکمې څخه خپله نادرخان ورکړی وه، د درواغو په دغه لیکنه کې دا هم لیکل شوی وه چې د زمرې په دریمه، «په یوی ځانکړی غونډه کې چې د وزیرانو او یو شمیر علماو او سلاکارانو پلاوی په کې ګډون درلوده» او د «محکمې پلاوی» په وړاندی ګواکی د «ملی خیانت او هیواد ته خیانت پر هغه ثابت شو» او د اعدام حکم یې په یو «لنډه محکمه» کی اعلان شو او هماغه ورځ «د هغه د اعدام چارې هم تر سره شوی.»


د کرغیړن نادرخان د داخلی چارو وزیر ګل محمد خان مهمند دا دنده په غاړه واخیسته تر څو لودین چې د خلکو او روڼ‏اند په منځ کی یې ځانګړی ځاي درلود بد نومی کړی. هغه د کابل چوب‏فروشی جومات پر منبر پورته شو او لودین یی لومړی کافر، مرتد او ملحد وباله، وروسته یی خلکو ته د شرابو یو بوتل ښکاره کړ ترڅو دا جوته کړی چې دا یې د هغه کور څخه د تفتیش په وخت کې موندلې دی. په داسې حال کې چې د تفتیش په مهال کې په اصل کې هغوی د لودین د ټولو لیکنو په لټه کې ول تر څو آزادی‏غوښتونکی او آزاد فکره آثارو خپرول مخه ونیسی. په همدغه ډول هغه شعرونه او مقالی، د پښتو بشپړ قاموس په دوه ټوکه کې، د ژوندانه خاطرات، د معاصر رجال تذکره، د ترکې او نورو ژبو څخه د مختلفو نظامنامو ژباړی چی لا تر هغه مهاله نه وو چاپ شوی ټول ونیول شول او له منځه یی یوړل.

د مثال په توګه که چیری... ملایانو او شیخانو او ږیرورو راشی او حکومت ونیسی، نو ږیره‎خرونکو ژوند ته دی خیر وی تر ټولو د مخه مولوی صاحبان خپل ځان په دغه بالعموم ډلی باندی غازی ګنی.
د ۱۳۰۲ کال د لیندۍ ۲ د لودین لیک شاه امان‎الله ته

ویل کیږی چې د امانی رژیم په کړکیچنو ورځو کې لودین یو اوږد لیک د «معروضات عاجزانه» تر سرلیک لاندی خپل وړاندیزونه او لیدلورې د ولی‏خان دروازی په لاس شاه امان‏الله ته ولیږه چې د معلومات پر بنسټ هغه په لاس لیکل شوی متن چې احمدولی سروش، د ولی‏خان دروازی ځوی سره وو هیڅ کله یې هغه خپور نکړ.

نادر فکر کاوه چې د ولس په وژلو لو ربړولو سره کولی شي د خپلې زلنده واکمنۍ لپاره شرایط چمتو کړی او یو څو ورځې ډیر حکومت وکړی. خو هغه په ریښتیا سره تیروتی وو. شهید سیدکمال د نادر خان ورور یې په برلین کې له منځه ویوړ او تر هغه وروسته عبدالخالق خان قهرمان د محمود او نورو په ملتیا سره په ځوانه ځوانۍ کې د هیواد آزاد‏غوښتونکو مبارزانو څخه په الهام اخیستنې سره، د عدالت پلې کول یې په خپل لاس کې واخیستل، او په خپلو لاسونو یې دغه تاریخې ننګ ته د پای ټکې کیښوده.

د لودین شعر «نعره»، د هغه د ټولو انقلابی افکارو آیینه ده چې د لومړی نړیوالې جګړې په دوران کې ویل شوی دی:

نعره



ای ملت از برای خدا زود‌تر شوید
از شر و مکر و حیله دشمن خبر شوید
تا از صدای صاعقه‌اش گنگ و کر شوید
وانگه چو رعد نعره‌زنان دربدر شوید
                  مانند برق جلوه‌کنان در نظر شوید

از یک طرف نهنگ و ز دیگر طرف پلنگ
هر دو بخون ما دهن خویش کرده رنگ
اکنون که گشته اند بخود مبتلا ز جنگ
جهدی کنید بهر چه هست این درنگ
                  در حفظ راه حق همه تیغ و سپر شوید

این وقت فرصت است نهنگام جشن و سور
هر کس که فوت میکندش میشود کفور
بس در همین خلال و چنین حال و این فتور
تیزی و سعی و همت تان اینقدر ضرور
                  تا از برای چشم عدو نیشتر شوید

امروز در تمامی عالم چه شور و شر
برپا و ما نشسته از آنجمله بیخبر
نی فکر سود نی سر سود ایمان بسر
افسوس بر فلاکت حال چنین بشر
                  باید ز شرم آب ز پا تا بسر شوید

الله عالم است که این خصم بدسرشت
اینحب حب خویش چسان کرده است کشت
تا هیچ فرق کرده نیاید ز خوب و زشت
نقشی چنین بساط ببایست در نوشت
                  ترسم خدا نخواسته زیر و زبر شوید

خصم بزرگ خویش شناسید انگلیز
زان پس عدوی دیگرتان است روس نیز
در این زمانه عهد نیر زد بیک پشیز
دارید ملت و وطن خویشتن عزیز
                  با اتحاد جمله چو شیر و شکر شوید

حاضر کنید اسلحه کوبید طبل و کوس
آرید روبجنگ چو عثمانی و پروس
تا حلق انگلیز فشارید و نای روس
در جاغر تفنگ گذارید کارتوس
                  چون شیر راست سوی مخالف بدر شوید

باری بسیر سوزن ساعت نظر بدوز
در لمحه‌ها و لحظه و ساعت گذشت روز
همواره در تلف گذرد عمر ما چو یوز
افتاده ز بهر چه استاده‌گی هنوز
                  چیزی شوید یا کم و یا بیشتر شوید

ای غافل از زمانه و شاغل به لهو و گلف(۲)
با دشمن خبیث کسی کرده است حلف؟
خود فکر کن عدو نکند چون ز عهد خلف
باید گریست بر سر این احمقی و جلف
                  تا چند برای دیدن حق کور و کر شوید

زینسان که در کلاه و فراکوت و بوت نو
از رشک میبرید یکی از دگر گرو
ترسید ز انگلیز چو اطفال از ببو
تا کی پس از دریژ نگویید زیر زو
                  یکبار لازم است بعزم سفر شوید

این کرچ راست در کمر و جیغه در کلاه
بس وضع خوب و فیشن روز است واه واه
اما چه عیب روشن و بی‌همتیست اه
کین هر دو محض بهر نمایش شود نگاه
                  باید برین حمیت خود نوحه‌گر شوید

از حال پر تاسف این ملت نجیب
خواهم بیان کنم بحضور تو ای ادیب
تا کی که بشنوی یاالله و یا نصیب
زین داستان نغز چنین قصه‌ی عجیب
                  بهر شنیدن سخنم گوش اگر شوید

کردند خائنان جفاکیش بیفروغ
آقایی زمانه همه بهر خود قروغ
جهل و نفاق و بیخبری غفلت و دروغ
انداخته بگردن ما حلقه چو یوغ
                  گویند در اطاعت ما گاو و خر شوید

گر مستبدی ز روی جهالت عتاب کرد
یا غیر حق کدام کسی را عذاب کرد
یا بهر نفع خویش جهانی را خراب کرد
ناچارش عقل عالم و آدم خطاب کرد
                  تا کی بکشف حال چنین خیره سر شوید

هر کجا که جاهلیست پر از جهل و ابلهی
تفتیش در معارف ما میکند زهی!
چشمش پر از حرام دلی از خرد تهی
پس ای برادران چو چنین است گمرهی
                  بهر خدا از حال وطن باخبر شوید

بر نقد و جنس مالی ما خائنان امین
در مجلس سیاسی ما جاهلان مکین
نی فکر و هوش و قلب نه وجدان عقل و دین
تا بهر انتباه صدائی کشد چنین
                  کی غافلان زخواب تنعم بدر شوید

هر یک نشسته است به زین آنچنان تلک
کس نیست غم ز ملت و پرواش از ملک
با صد غرور و کبر همیتازد اسپ دک
کس نیست تا بسینه ایشان کند شلک
                  خوب ای خران چرید که تا چاغتر شوید

هر لحظه چون خیال چنین حال غم فزا
آید بسر ز جوش شود فرق من جدا
دایم بآه و ناله و افغان کنم نگاه
اندر هجوم اشک همیگویم این دعا
                  کی ظالمان خاک بسر دربدر شوید

د عبدالرحمن لودین د لیکنو یو بیلګه چې «د ولس د اتفاق سپیڅلې غورځنګ» تر سرلیک لاندی د «سراج‏الاخبار افغانیه»، ۲۳ ګڼی، په څلورم کال کې، ۱۲۹۴ کال د زمرې په ۵ نیټه خپره شوی
د عبدالرحمن لودین د لیکنو یو بیلګه چې «د ولس د اتفاق سپیڅلې غورځنګ» تر سرلیک لاندی د «سراج‏الاخبار افغانیه»، ۲۳ ګڼی، په څلورم کال کې، ۱۲۹۴ کال د زمرې په ۵ نیټه خپره شوی



کاکا سیداحمد خان لودین
کاکا سیداحمد خان لودین




(۱) کاکا سیداحمد خان (۱۳۰۶ کال د کب په ۱۴ مړ شوی) د لودین پلار، چې په کندهار کې زیږیدلی هم د لومړی مشروطیت یو له فعالو مبارزانو له ټولګې څخه و چې یولس کاله یې د امیرحبیب‏الله په زندان کې تیر کړی. د شیرعلی خان په وخت کې یې حربی ښوونځې ولوست، د سیمې د ریاضی‏پوهانو له ټولګې څخه وو او ناچاپه کتاب «خلاصه الحساب» یې ولیکه او څرنګه چې د سواد زده‏کړی سره یې مینه درلودله، د پاخه عمر لرونکو کسانو لپاره یې د سواد زده‏کړی لومړنی کتاب د « کاکا اصول» په نامه ولیکه چې په هند او پاکستان کی هم د هغه اصول په کار وړل کیدل.

(۲) امیر حبیب‏الله خان د ګلف لوبې سره مینه درلودله او هر ورځ یې په چمن حضوری کې د ګلف لوبه کوله.







مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 162 میلمانه آنلاین لرو