د عبدالله عزام اپلتې، زموږ د خلکو د تېرایستلو هڅه

عبدالله عزام

«هغه څوک چې وکولی شي تاسو د اپلتو په منلو باوري کړي، کولی شي تاسو د ځناوریزه کارونو ترسره کولو ته اړباسي.»

ولتر

په دې وروستیو کې مې د عبدالله عزام لیکلی کتاب «په افغان جهاد کې د رحمان نښې» تر لاسه کړ. دا کتاب چې له اپلتو ډک دی، پرته له دې چې زموږ خلک کاڼه، ړانده او احمق کړي، بله موخه نه لري. عبدالله عزام په سريزه کې ليکي چې يو شمېر کسانو ده ته وویل چې د دې کتاب له خپرولو ډډه وکړي ځکه چې د دې کيسو په لوستلو سره به خلک پر دوی ملنډې ووهي، خو هغه په دې باور و چې د افغانستان خلک له شلو کلونو څخه زيات په جګړو او بدمرغیو کې ډوب دي، له علم او پوهې څخه لیرې پاتی، په اسانۍ سره به دا چټیات ومني. خو بیا یې هم د ٤٥ مخونو افسانوي او هاليووډي کيسو ثابتولو لپاره ٢٢٠ پاڼې شواهد وړاندې کړي، چې پخپله ددې کیسو پر درواغ‎والي دلالت کوي.

د رحمن نښو کتاب ځینې برخې
د رحمن نښو کتاب ځینې برخې
د رحمن نښو کتاب ځینې برخې
د رحمن نښو کتاب ځینې برخې
د رحمن نښو کتاب ځینې برخې

د علم او ټیکنالوژۍ په پرمختګ سره، نه کومه معجزه چا لیدلی ده او نه د «رحمان نښې» څرګندېږي. همدا لامل دی چې بنسټپالان له ښوونځیو او پوهنتونونو او هر هغه ځای سره چې خلک د رڼا پر لور وړي، نه پخلاکېدونکې دښمني لري. طالبانو هم کابل ته د راتګ په لومړیو ورځو کې د عصري علومو زده‎کړه «مباح» وبلله. دا بهرني غلامان په دې ښه پوهيږي که چېرې خلک په علم او پوهې سمبال شول نو د دوی د کاڼي د دورې حکومت به دوام ونه کړي، نو دوی د خپل مذهبي فاشیزم د دوام لاره په دې کې ویني چې خلک په ناپوهۍ، توهماتو او تیارو کې ډوب کړي.

البته، له علم او پوهې سره د طالبانو دښمني کومه نوې پدیده نه ده. جهادیان چې د امریکا، پاکستان، سعودي عربستان او ایران غلامان دي، له طالبانو څخه زیات یې زموږ ولس په تیاره او جهالت کې ډوب کړی وو.

د دې کتاب د ځینو کیسو په لوستلو سره پوهېږو چې یا د «رامبو» او «ټالي ووډ» ریشخند فلمونه د دې کتاب پر بنسټ جوړ شوي او یا هم دا کتاب د همدغو فلمونو له کیسو څخه اخیستل شوی دی. عبدالله عزام یوه کیسه داسې بیانوي:

«عمر حنيف چې له ما سره يې خبرې کولې وی ويل: د (عمر يعقوب) په نوم يو مجاهد چې د جهاد ډېر مينه‎وال و، شهيد شو، موږ د هغه د شهادت ځاى ته ورغلو، چې ناڅاپه مو وليدل ټوپک يې کلک نيولى و. هڅه مو وکړه چې ټوپک ترې واخلو، خو ونه توانېدو، له لږ ځنډ وروسته مو هغه ته وویل: یعقوبه! موږ ستا وروڼه یو، هغه و چې ناڅاپه یې ټوپک موږ ته پرېښود.»

یوازې یو ناروغ او د «افیمو» په نشه کې غرق ذهن کولی شي پدې اپلتو باور وکړي!

او بیا د سراج الدین حقاني پلار جلال الدین حقاني له ژبې روایت کوي:

«جلال الدین حقاني راته وویل: مجاهد ته مې څو مرمۍ ورکړې، هغه له دې سره د جګړې ډګر ته ننوت او ډېرې مرمۍ یې وډزولې خو پرته له دې چې یوه مرمۍ یې هم کمه شوي وي، بېرته زما خواته راغی.»

موږ ډېر ځله په فلمونو کې لیدلي چې هیرو په یوه تمانچه ټول تولي او کنډک له منځه وړي، خو مرمۍ یې نه ختمېږي، اوس پوه شوم چې دا په فلمونو کې د «رحمان نښې» دي!!!

هغه زیاتوي:

«جلال الدین حقاني راته وویل: ډیر مجاهدین چې ماسره ول، کله به چې د جګړې له سیمې څخه رابهر شول، جامې به یې په مرمیو غوڅې شوې او شلیدلې وې، خو هیڅ مرمۍ به یې بدن ته نه وه ننوتلې.

جلال الدین حقاني راته وویل: زما پښه په ماین ولګیده او ماین وچاودید، خو زه ټپي نه شوم.

جلال الدین حقاني راته وویل: د تره‎کي په دوره کې به موږ په هغه غره کې چې قرارګاه مو وه، اور نشو لګولی، ځکه جاسوسانو به چې کله د اور لوګی ولید نو حکومت ته به یې خبر ورکولو، نو د کال په اوږدو کې به خدای به هلته ورېځې او غبار راوستلو او په دې توګه د اور لوګی به د ورېځو او غبار په منځ کې نه ښکارېدو.»

او دا اپلتې له پلاره څخه ځوی ته هم په میراث کې پاتي دي. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته سراج الدین حقاني په یوه مجلس کې وویل:

«کله چې ما حافظ کریم الله [په ۲۰۱۸ کال کې په کانټیننټل هوټل د برید یو تن ځانمرګي بریدګر ته چې ۵۰ تنه پکې ووژل شول] ته سلام وکړ، حافظ کریم الله راته وویل: «خلیفه صاحب، په خدای قسم چې حضرت پاک زمونږ د عملیاتو مشري کوي او په دروازه کې راته ولاړ دی. د زړونو ارمان مو پوره کړ، دومره کافران مو ووژل چې اوس یوازې د شهادت انتظار باسو.» د دوی له شهادت وروسته زموږ د یوه ملګري خور خوب ولیده او ویې ویل چې حضرت محمد (ص) زموږ د جومات په چت ناست دی او د کانټیننټل هوټل ځانمرګو ته یې د جنت د تګ سند لیکلو.»

زما په اند اصلي لامل چې د عزام د ملګرو نه غوښتل دا کتاب دې خپور شي دا لاندې کيسې وې، ځکه دوی پوهېدل چې دومره هوایي او بې‎بنسټه دي چې هيڅوک به پرې باور و نه کړي:

«محمد منګل (غزني- شلګر) په خبرو کې راته وویل:

ما په خپلو سترګو وليدل چې ټانک پر اخترمحمد له پاسه تېر شو او هغه ژوندی پاتې شو، کله چې يې وليدل هغه مړ نه دی، نو شاته شول او ټانګ يې بيا پر هغه تېر کړو، دا ځل هم ژوندی پاتې شو، بيا يې له دوو نورو مجاهدينو سره پر هغه د ټوپک ډزې وکړې، درې واړه پر ځمکه ولوېدل، هغه دوه تنه شهيدان شول او دا بیا هم ژوندی پاتې شو، هغوی راغلل او دا یې د خاورو لاندې ښخ کړو او کله چې کمونیستان له هغه ځایه ولاړل هغه راپاڅېدو او د مجاهدینو خواته راغی، تر اوسه ژوندی دی او جهاد کوي.»

محمد منګل د نصرالله له خولې راته وويل چې په غزني کې مجاهد و، بيا دوه مرمۍ پر هغه ولګیدلې او پرته له دې چې هغه ټپي کړي، مرمۍ د هغه په جیب کې ولوېدې، بيا يې مجاهدينو ته وښودلې او ټولو ولېدلې.

ارسلان راته وویل: د دهشکې مرمۍ د هغه په سترګه ولګېده، پرته له دې چې سترګه یې لږ سره شوه، نور کوم زیان یې نه دی رسولی.

فتح الله راته وویل: مرمۍ د زرغون شاه په جیب ولګېده، د جیب ښیښه یې مات شوه، کتابچې یې اور داخیست او هغه ته زیان و نه رسېدو.»

دا ډول صحنې یوازې د بدر منیر په پېښوري فلمونو کې موندل کیدی شي. ځکه نن سبا په سوداګریزو فلمونو کې هم ډایرکټر هڅه کوي صحنې په داسې ډول انځور کړي چې له واقعیت سره سمون ولري. خو خاین مذهبیان د ځینې خلکو غولولو لپاره د دې ډول چټیاتو له خپرولو څخه نه شرمېږي. د خندا وړ خبره دا ده چې عبدالله عزام په دومره خوسا مغز سره اوس هم د جهادیانو، طالبانو او ټولو مذهبي فاشیستانو اتل دی او د شمالي ټلوالې یو شمیر پلویان اوس هم له دغه مرتجع سر د "امرصاحب" عکسونه خپروي او پر هغې ویاړي!!

دا د دې کتاب د اپلتو څو بېلګې وې. د دې کیسیو په لوستلو سره به تاسو ته معلومه شي چې بنسټپالان څنګه خلک غولوي او د هغوی پر شعور ملنډې وهي، هغوی په خطرناکو مخلوقاتو بدلوي چې د جنت او ۷۲ حورو ترلاسه کولو لپاره وژنې او ځانمرګي بریدونه کوي.

طالبان او د هغوی باداران هڅه کوي چې د مدرسو جوړولو په ګډون په هره طریقه افغانستان په جهالت او خرافاتو کې ډوب کړي، ځکه دوی پوهیږي چې د استعمار، بنسټ‎پالنې، ترهګرۍ او ترور تخم یوازې د جهالت په مکتب کې وده کولای شي، او له دې سره د مقابلې یواځنۍ لاره د علم، معارف او سیاسي پوهې وده او د خلکو يوځای کول او په غورځنګ راوستل دي او بس.

د رحمن نښو کتاب ځینې برخې

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 56 میلمانه آنلاین لرو