د «القاعدې» په جوړولو او پالنه کې د امریکا پټ لاس

عبدالله عزام

«متحده ایالاتو د بهرنیو جنګیالیو د ګمارنۍ د محدودولو لپاره هیڅ هم ونکړل. عبدالله عزام او نور استخدامونکي او تمویلونکي په متحده ایالاتو کې له بشپړې ازادۍ څخه برخمن وو. دوی پرته له کومې ستونزې د متحده ایالاتو او پاکستان تر منځ تګ راتګ کاوه، په سراسر متحده ایالاتو کې یې د ګمارلو غوڼدې نیولی، بانکي حسابونه یې جوړ کړل او پیسې یې د خپلې خوښې سره سم لېږلې.»

د «کاروان: عبدالله عزام او د نړیوال جهاد پیدایښت» له کتاب څخه

ځوان عبدالله عزام
عبدالله عزام جوان

د امریکا د حکومت له ارشیف څخه د ګڼو محرم اسنادو په خپریدو سره دا خبره نوره پټه نه ده چې سپینه ماڼۍ له القاعدې، جهادیانو او طالبانو او په ټوله نړۍ کې له نورو اسلامي بنسټپالو ډلو سره نږدې او د مینې اړیکې لري، خو دغه هیواد د پروپاګند په کچه د عامه افکارو غولولو لپاره ځان په نړۍ کې د تروریزم ضد مبارزې یواځنی ځواک ګڼي. په دې لیکنه کې هڅه کوم چې په لنډه توګه د امریکا لخوا د القاعدې د رامینځته کولو او پیاوړتیا په اړه له اسنادو او مدرکونو سره ولیکم ترڅو هغه کسان چې د بنسټپالانو د «امریکا ضد» درواغجن شعارونو په واسطه تیروتي دي راویښ شي. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د نړۍ تاریخ ښیي چې د ټولو وینو‎تویونکو او د تمدن ضد ډلو ملاتړی همدا د «دیموکراسۍ لېږدونکی» هیواد دی چې د دغو منځنیو پیړیو ځناورو له واکمنۍ وروسته یې د قربانیانو پر حال د تمساح اوښکې تویولې او د بشردوستۍ اکت یې کولو.

د امریکا له اوربلوونکې دستګاه سره د جنایتکاره اسلامي ډلو ټپلو پټو او ښکاره اړیکو په اړه پوهېدل ډیر اړین دي تر څو د امریکا او طالبانو ځناورې ډلې تر منځ د اوسني جوړجاړي او د پردې ترشا معاملو په ماهیت پوه شو. د امریکا لپاره، اسلامي ترهګري لا تر اوسه د خپلو سیالانو د ځپلو لپاره غوره وسله ګڼل کیږي. امریکا د څو لسیزو تجربو په پایله کې موندلې ده چې بنسټپالان په جوړجاړي او ځان پلورنه کې تر ټولو ارزانه توکي دي چې کولای شي د غلامۍ زنځیر یې په غاړه کې واچوي او په هر لوري یې چې خوښه وي ځان پسې راکاږلی شي.

عبدالله عزام او گلبدین
عبدالله عزام او گلبدین

عبدالله عزام او احمدشاه مسعود
عبدالله عزام وا احمدشاه مسعود

«د همدې کال په دوبي کې عبدالله عزام د ځمکې له لارې تخار ته لاړ چې له مسعود سره وګوري. هغه مسعود له ناپلیون سره پرتله کړ. کله چې عبدالله عزام مسعود ته نږدې شو، حکمتیار پر هغه باور له لاسه ورکړ. عبدالله عزام غوښتل چې د حکمتیار او مسعود تر منځ اوربند وکړي؛ خو حکمتیار د مسعود پر ضد تبلیغاتو ته دوام ورکړ. دا په داسې حال کې و چې اسامه بن لادن د حکمتیار ملاتړ کاوه. په پایله کې یې له عبدالله عزام سره اړیکې نورې هم ترینګلې شوې.» (سټیو کول "د پیریانو جګړه")

توماس هګ‏همر، لیکوال او د ناروې سیاسي علوم استاذ، په یوه لیکنه کې «ولې جهادیانو په ۱۹۸۰ کې له امریکا سره مینه درلوده؟» (د ۲۰۲۰ کال مارچ ۶مه) لیکي:

«د ۱۹۷۸ کال د نوي کال په ورځ په انډیاناپولیس کې هوا سړه او باد و. پداسې حال کې چې د ښار ډیره برخه ښایي په نشه کې ډوب و، د اسلامي زده‏کړو مرکز د منځني ختیځ د مشهورو مبلغینو کوربه و. یو یې ۳۶ کلن عبدالله عزام، د اردن د اخوان المسلمین نوی راختلی ستوری و. په انډیاناپولیس کې، عزام د یو ځوان سعودي زده‎کونکي سره کتنه کوي چې اوس مشهور نوم لري: اسامه بن لادن. دا یوه تاریخي شیبه وه، هغه شیبه چې په متحده ایالاتو کې د یوې پراخې جهادي شبکې د راڅرګندېدو نښه وه.»

عزام امریکا ته تر تګ مخکې په پاکستان کې د سي آی اې او MI6 کارکوونکو سره منظمې ناستې درلودې. نوموړی له افغان جهادیانو سره د امریکا، برتانیې او اسرائیلو د مرستو همغږي کوونکی و. د دې غونډو په جریان کې، هغه د CIA افسر او د MI6 اجنټ الیسټیر کروک سره د عربو جنګیالو د پوځي روزنې او مرستو راټولولو په اړه مشورې کولې. جان کولي په «کرغېړنه جګړه» کتاب کې لیکي چې«سي‎آی‎اې» په افغانستان کې د عربو رضاکارانو د استخدام او روزنې چارې همغږي کولې.

اسامه بن لادن د سعودي عربستان له استخباراتو سره نږدې همکاري درلوده. د شهزاده ترکي مرستیال احمد بدیب وویل: «موږ له هغه څخه خوښ یو. هغه زموږ سړی و. هغه هر هغه څه وکړل چې موږ ترې وغوښتل.» بدیب، د بن لادن د ماشومتوب ملګري، وویل: «په افغانستان کې د بن لادن رول ... په هیواد کې د سړکونو جوړول وو ترڅو مجاهدینو ته د وسلو رسولو آسانتیاوې برابرې کړي.»

«کاروان: عبدالله عزام او د نړیوال جهاد پیدایښت»

د USAID د بشردوستانه مرستو د پروګرام مشر، لاري کرنډال وايي، «بریتانویان هم په کې شامل وو، خو زیاتره یې وسلې ورکولې.» او انګلیسي لیکوال مارک کورټیس هم له عزام سره د CIA او MI6 د همکارۍ پخلی کوي او لیکي چې برتانیې له CIA سره په یو شمیر پروژو کې له نژدې کار کړی، د انګلستان په شمال کې افغان مجاهدینو ته روزنه ورکوله او د (Blowpipe) توغندي چې د فاکلینډ د جګړې څخه پاتې شوي وو، هغوی ته لېږل.

په امریکا کې له بن لادن سره د عزام لیدنه تصادفي نه وه. امریکا یوازینی هیواد و چې بنسټپالو ته یې اجازه ورکړه چې پرته له لاسوهنې او څارنې خپل افکار تبلیغ کړي او په افغانستان کې د روسانو پر وړاندې د جګړې لپاره مالي مرستې راټولې او د نړۍ په نورو برخو کې ملي او سوسیالیستي مشران له منځه یوسي. په ۱۹۸۷ کال کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر رونالډ ریګن د یونس خالص په مشرۍ د مجاهدینو شپږ کسیزی پلاوی امریکا ته راغوښتی وو او هغوی یې د ازادۍ د مبارزینو په توګه یاد کړل. په ۱۹۸۸ کال کې هالیووډ «ریمبو ۳» فلم جوړ کړ او په سرلیک یې لیکل شوي و چې دا فلم د افغانستان زړورو مجاهدینو ته وړاندې کېږي. توماس هګ‎همر لیکي چې دا ډول حرکت متحدو دولتونو او غیردولتي فعالینو ته یو څرګند سیګنال و چې د مجاهدینو ملاتړ په بشپړ ډول مشروع او اړین دی.

توماس هګ‎همر په خپل کتاب «کاروان: عبدالله عزام او د نړیوال جهاد پیدایښت» کې لیکي:

«که څه هم اعزام له ۱۹۸۱ کال راهیسې په پاکستان کې اوسېده، خو په کال کې لږ تر لږه یو ځل د اتلانتیک له سمندره تېرېده او د لسیزې تر پایه یې نیویارک، ټکساس، کلیفورنیا، سیټل او په منځ کې څو نورو ایالتونو ته سفرونه کول. پیغام تل همدا وو: په امریکا کې مسلمانان باید په افغانستان کې جګړه وکړي او یا لږ تر لږه له جهاد سره مرسته وکړي. هغه په ځمک‎تلونو کې نه، بلکې په لویو او سر خلاصو ځایونو کې خبرې کولې، لکه د عربو مسلمان ځوانانو ټولنې کلنۍ غونډه چې معمولا په سلګونو خلک پکې راټولېدل.»

ځوان عبدالله عزام
امریکا یو له هغو څو هیوادونو څخه و چې عبدالله عزام ته یې د فعالیت اجازه ورکړه او په هغه هیواد کې یې د «الجهاد» مجله خپره کړه او له هغه ځایه یې ډیرې مالی مرستې راټولې کړې. که څه هم سعودي عربستان له عزام سره نږدې اړیکې درلودې، خو هغه ته یې د کار کولو اجازه ورنکړه او حتی دوه ځله یې د هغه وینا هم لغوه کړه.

عزام د ۱۹۸۴ کال په ډسمبر کې د خپلو سخت‎دریځو او منځنیو پیړیو افکار خپرولو لپاره د «الجهاد» مجله په لاره واچوله چې په میاشت کې یو ځل په رنګینو انځورونو سره خپریده. د پیل په اتو میاشتو کې، مجلې په متحده ایالاتو کې یو ویشوونکی درلود، خو د اتیایمې لسیزې په وروستیو کې، د استازو یوه سراسري شبکه درلوده چې هره میاشت یې په زرګونو نسخې پلورلې، چې امریکا یې د مجلې یو له مهمو بازارونو څخه وه. د مجلې په خپرېدو سره هغه د شوروي اتحاد پر ضد جګړې ته ډېر امريکايان جلب کړل. نیویارک ټایمز په خپله مقاله کې «له چاودنې وروسته، په بروکلین کې د سپيڅلي جګړې سرتیرو سره نوې مینه» (د ۱۹۹۳ کال، اپریل ۱۱مه) کې لیکي:

«جنګیالي په دریو یا څلور کسیزو ډلو کې لیږل شوي وو. د بروکلین د یوه کډوال په وینا چې د دوی په لیږلو کې یې مرسته کړې، دوی ته امر شوی چې خپله د لارې کرایه ورکړي، دغو رضاکارانو پېښور ته یو طرفه ټکټونه په ۵۰۰ او ۶۰۰ ډالرو اخیستي دي. له تلو دمخه، ګمارل شویو سرتیرو د ټوپکونو، بریدګرو وسلو، او لاسي ټوپکونو په اړه روزنه ترلاسه کړه. یو له دغو سرتیرو څخه السید ع. نصیر و چې وروسته د خاخام مایر کاهانه د وژنې په تړاو د برید او وسلې درلودلو په تور محکوم شو. د محکمې اسنادو ښودلې چې هغه د ۱۹۸۹ کال په اوړي کې د ناگاتاک، کان په های‎راک ډګر کې د وسلو روزنه ترلاسه کړې وه.»

د عبدالله عزام بانکي شمېرې اعلان
د الجهاد مجلې د اعلاناتو یوه پاڼه چې په کې د امریکا په بروکسل کې یو بانکي حساب ورکړل شوی او له ځوانانو غوښتل کیږي چې افغانستان ته د جهاد لپاره لاړ شي او د کمونیزم پر ضد جګړه وکړي.
له بلې خوا، USAID د افغانستان درسي کتابونه د جهادي محتوا او تاوتریخوالی هڅولو سره تمویل او فرمایش ورکړ. همدا راز په ۱۹۸۴ کال کې سي‎آی‎اې له آی‎اس‎آی سره په ګډه په ازبکستان کې په روسي ژبه د قرآن کریم ۱۰ زره نسخې وویشل. دا پروژه د ISI لخوا پیل او CIA ورسره لیوالتیا وښودله. د راپورونو له مخې سي‎آی‎اې هم د قران کاپي او ربړي کښتۍ چمتو کړې ترڅو د امو سیند له لارې هغه ازبکستان ته ولیږدوي.

«کاروان: عبدالله عزام او د نړیوال جهاد پیدایښت»

له هغه وروسته عزام د امریکا د حکومت د مرستو د قانوني کولو په موخه د «الکفا کډوالو مرکز» په نوم یوه موسسه جوړه کړه، چې په پایله کې یې ګڼو هېوادونو له دغې موسسې سره په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړه او د ټولو مالي مرستو کچه نږدې ۱۰ میلیاردو ډالرو ته ورسېده. عزام په شخصي توګه د دې انجیو لپاره په «استقلال سپما بانک» کې بانکي حساب پرانیست چې په اړه یې په «الجهاد» مجله کې لیکي:

«زه خوشحاله یم چې [وروڼو] د چوپړتیاوو دفتر پرانیست، وکیل یې وټاکه، دولتي جواز یې ترلاسه کړ او افغانستان ته یې د سفرونو همغږي کول پیل کړل... ما په بروکلین کې په خپل نوم یو حساب پرانیست او د حساب شمیره یې ۰۱۶۷۱۴۴۴۶، په استقلال سپما بانک کې ده... هرڅوک چې غواړي چک واستوي کولی شي دې پتې ته یې واستوي: په بروکلین کې د الخدماتو ښوونځي (552 Atlantic Ave, Brooklyn NY; tel. 718-797-9207)) او په چیک دې زما نوم "ډاکټر عبدالله عزام" ولیکی.»

عبدالله عزام او ربانی
عبدالله عزام او ربانی

الکیفا په اتلانتا، بوسټن، شیکاګو او توسان کې ډیری ادارې جوړې کړې. حتی په شیکاګو کې د جهادي فعالیتونو په اړه د ملي تلیفون په کرښه کې یو ثبت شوی پیغام و چې خلکو د تلیفوني اړیکې په لړ کې اوریدو. په امریکا کې د عبدالله عزام فعالیتونه د دې سبب شول چې یو شمیر پانګه‎وال له القاعدې سره یوځای شي. وائل جوليدان په پيښور کې د خدمت د دفتر يو له مهمو پانګه‎والو څخه شو، محمد بايزيد د القاعدې له بنسټ ايښودونکو څخه شو او ودیح الحجه هم له القاعدې سره يو ځای شو. هغه وروسته په ۱۹۹۸ کال کې د ختیځې افریقا پر سفارت په بمب‎اېښوودنه کې د لاس لرلو په تور محکوم شو.

عبدالله عزام چې په فلسطین کې زیږیدلی و، «فلسطین د ازادۍ‎بخښنې سازمان» چې یو کیڼ اړخی سازمان و او د اسراییلو د سترګو اغزی و؛ کمزوري کولو لپاره د حماس بنسټ کېښود. هغه د يوه فلسطيني د پوښتنې په ځواب کې چې ولې په فلسطين کې جهاد نه کوي، وويل:
«زما وروره. آیا جهاد چمتووالي ته اړتیا نه لری؟ فلسطیني هلکان چې جهاد غواړي - آیا تاسو نه غواړئ روزنه ترلاسه کړئ؟ چیرته به روزنه ترلاسه کړئ؟ په اردن کې؟ ترڅو تا ووژني؟ آیا تاسو په اردن کې د مرمیو لیږدولو اجازه لرئ؟ یا په سوریه کې له حافظ اسد سره؟ یا له حسني مبارک سره؟... ته په ریښتینې نړۍ کې ژوند نه کوې؟ جهاد ته د چمتووالي لپاره تر ټولو ښه ځای افغانستان دی.»

«کاروان: عبدالله عزام او د نړیوال جهاد پیدایښت»

خو ددې کلونو په لړ کې چې عبدالله عزام او د القاعدې نورو مشرانو په امریکا کې فعالیت او جلب او جذب کولو، اف‎بی‎آی او یا بل هیڅ امنیتی بنسټ ددوی پر وړاندې کوم ګام پورته نکړ. سټیون ایمرسن، د «امریکایي جهاد: ترهګر چې زموږ په منځ کې ژوند کوي» کتاب لیکوال او د CNN خبریال لیکي:

«ژمی و، له کار څخه خلاص شوم، ما غوښتل د ښار شاوخوا وګرځم. ومی لیدل چې د اوکلاهوما په ښار کې ډیری خلک د مینځني ختیځ په محلي جامو کې راټول شوي وو. کله چې سیمې ته نږدې شوم، ومې لیدل چې جهادي کتابونه او مجلې پلورل کېدې، چې پری لیکل شوي وو «څرنګه یهود او نصار له منځه یوسئ». په لارښوود کتابونو کې رنګین عکسونه وو چې ماشومانو ته یې ورزده کول څرنګه کافران ووژني. لکه څنګه چې ما له FBI سره پېژندګلوي لرله، سمدلاسه مې دوی ته خبر ورکړ، مګر هیچا اقدام ونه کړ. دوی راته وویل چې دوی لا تر اوسه لاس په کار شوي ندي او موږ نه شو کولای هغوی یوازې د کتابونو او ویناوو پر بنسټ ونیسو.»

یوازې په ۱۹۸۹ کال کې، د یو ښوونځي د ۱۷ کلن زده کونکي د والدینو د شکایت پر بنسټ چې هغه د عزام له لوري جذب او د افغانستان جګړې ته یې لیږلی و، اف‎بی‎آي د هغه په اړه څېړنه وکړه او د څېړنې سند چې له طبقه‎بندۍ څخه بهر شوی پکې راغلي:

«د دفتر د شاخصونو پلټنې داسې معلومات نه دي په ډاګه کړي چې [عزم]، اسلامي جهاد او یا هم مجاهدین دې د افغانستان د جګړې لپاره د اجیرانو په ګمارلو کې ښکیل وي.»

خو د عبدالله عزام او امریکا ملګرتیا زیات دوام ونکړ. کله چې امريکا وليدل چې اعزام د هغوی له واکه بهر شوی د نورو نوکرانو او چوپړانو په څېر یې د ۱۹۸۹ کال په ډسمبر کې له خپل زوی سره يو ځای د پاکستان په پېښور ښار کې وواژه، د الکفا مرکز له منځه لاړ او ظاهراً د القاعدې متفکر مغر له منځه یوړل شو، خو اسامه بن لادن، چې د عزام وفادار زده‎کوونکی و، د امریکا نیمګړی ماموریت په غاړه واخیست او د سپټمبر د یوولسمې له برید وروسته، امریکا هغه ته ډېر تبلیغ وکړ او هغه یې د مذهبي سخت‎دریځو په اتل بدل کړ.

سیاف او عبدالله عزام
د عبدالله عزام پر جسد د سیاف ویر
په جهادي ګوندونو کې عزام له سياف سره ډېره مينه درلوده او له هغه سره يې ډېره مرسته کوله، ځکه چې له هغه سره یې له پخوا ملګرتیا لرله او په عربي ژبه پوهېده. خو کله چې عبدالله عزام پوه شو چې د سیاف وهابیت د خلکو په منځ کې پېرودونکي نه لري، نو له سخت دریځو جهادي مشرانو ګلبدین او رباني سره یې مرستې زیاتې کړې.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 55 میلمانه آنلاین لرو