یلماز ګونای؛ نه‌تسلیمیدونکی مبارز فلم‌جوړوونکی

یلماز گونای

په څو تیرو کلونو کې یو شمیر فلم جوړوونکو د نړۍ تر ټولو مافیایي او بیوزلي هیواد افغانستان کې فلمونه جوړ کړل چې تقریباً هغه ټول بې معنی، د هنر ضد، مبتذل او د پیښوري فلمونو څخه یې هم کچه ټیټه ده. د دې فلمونو مضمون په ټولیزه توګه د لاسپوڅي دولت، نیواکګرو او جنایتکارانو په درد خوري، نه زموږ د خلکو په درد چې د ظلم او بې نیاوۍ په ځنځیرونو تړلې دي. په خواشینۍ سره په افغانستان کې تراوسه هیڅ آزاد او د ستم پروړاندې هوډمن فلم جوړوونکی ندی پیدا شوی چې آثارو یې د «زوړ ښار» په ټپونو لاس کښلی وي، پداسې حال کې چې په نورو هیوادونو کې د استبدادي دولتونو سربیره بیا هم مبارز او شرافتمند شخصیتونه را ولاړ شوي او د خپلو فلمونو په رڼا کې جهالت او تیارو سره جنګیدلي او له بې نیاوۍ سره یې د مبارزې لار په ګوته کړې ده. د دې ډول سترو آزادي غوښتونکو له ډلې څخه چې کارونه يې د ستمګرانو پروړاندې د خلکو په بیدارۍ او جګړو کې مهم نقش لوبولی، یو یې یلماز ګونای دی.

یلمازګونای په ۱۹۳۷ کال د ترکې ادانای ښار ته نیږدې د یوې کلیوالې سیمې په کردي کورنۍ کې وزیږید. اصلي نوم یې یلمازپوتون و، خو وروسته یې د «ګونای» تخلص غوره کړ چې په دري کې «د نه تسلیمیدونکې جنوب» مانا لري. هغه د هیواد په سهیل کې د ترکې شونیستي دولت د سیاستونو پروړاندې د کردانو مقاومت څخه الهام اخیستی و. مور او پلار يې د پنبې په کرونده کې د کار لپاره د ادانا ښار ته مهاجرت وکړ. یلماز خپل ماشومتوب د پنبه کارانو منځ کې تیر کړ، دغه دوره د دې لامل شو چې د هغه په راتلونکي ژوند اغیزه وکړي او په فلمونو کې د خپلو خلکو له کړاونو ډک حقیقي ژوند انځور کړي.

یلماز خپلې زده کړې د حقوقو او اقتصاد په څانګه کې د انقرې او استانبول په پوهنتونو کې پیل کړې، خو په ۲۱ کلنۍ کې یې خپل استعداد په فلم جوړونه کې وموند او د ترکیې د نومیالي فلم جوړوونکي عاطف یلماز تر نظر لاندې چې د هیواد د ګڼ شمیر معاصر فلم جوړوونکو په تربیت کې یې نقش درلود په کار پیل وکړ.

تر دې وړاندی دولتي، فرمایشي، جنګي او کلاسیکې نندارې په پرده ښودل کیدې، خو یلمازګونای او د نوي نسل سینماګرانو د ترکیې د سینماګانو څیره د خلکو د درد او غم په ښکارندویه فلمونو انځورینه کړه. ویل کېږي چې یلماز به په کراتو کراتو د یو دوره ګرد نندارچي په توګه یواځې خپل پروجکټور سره د خیمو ناستو خلکو منځته تګ راتګ کاوه ترڅو پدې ډول وکولای شي د ټولو خلکو سلیقه کشف کړي.

یلماز گونای
د «لارې (yol)» فلم چې په ترکیه کې د واکمن فاشیست رژیم ظلم او استبدادي کړنې په ډاګه کوي، د یلماز ګونای د تل پاتي اثارو څخه شمیرل کېږي، که څه هم دغه فلم د نړیوالې جایزې ګټونکی هم شو، خو په ترکیه کې یې تر دوه کالو د نندارې اجازه ترلاسه نکړه.

لمړی سر کې یلماز د فلم لیکونکو او په فلم کې د لوبغاړي په توګه کار کاوه، چې په منځني ډول د یو کال په ترڅ کې یې تر ۲۰ زیات فلمونو کې کار ترسره کړ. په ۱۹۶۰ کال ترکیې کې په لمړي ځل نظامي کودتا وشوه او نظامي دیکتاتوري په ټول هیواد کې د خواشیني سیوری خپور کړ. د پخواني دولت ولسمشر او وزیران اعدام شول، هنرمندان او روڼ آندي زندان کې واچول شول یا تر ربړونو لاندې ووژل شول. په ۱۹۶۱ کال کې یلماز د یو رمان «درې مجهوله معادلې» د لیکلو په خاطر چې رژیم هغه کمونیستي او د اساسي قانون مخالف تعبیر کړ، د ۱۸ میاشتو په بند محکوم شو. له بند څخه تر آزادیدو وروسته د فلم جوړولو شرکتونه چې د ترکیې دولت پورې تړلي وو، نور یې ونه غوښتل چې یلماز صحنې ته راشي، له همدې کبله یې پخپله په فلم جوړولو پیل وکړ. په لمړي سر کې یې مستند فلمونه جوړول او وروسته یې د هنري فلمونو په جوړولو لاس پورې کړ.

بلاخره د ۱۹۶۸ کال په پای کې یې د فلم جوړولو شخصي شرکت تاسیس کړ، ترڅو وکولای شي پرته د سینمایي شرکتونو له ویرې او ډار څخه د خپلې خوښې فلمونه تولید کړای شي.

د څو فلمونو تر جوړولو وروسته په ۱۹۷۰ کال کې یلماز د خپلو جاویدانه فلمونو له ټولګي څخه د «امید» ((umut په نوم یو فلم جوړ کړ، چې کره کتونکو دغه فلم د ویتوریو دسیکا د«بایسیکل غله» فلم سره چې د ایټالیا د نیوریالیستې مشهور فلم دی سره پرتله کوي. پدې فلم او څو نورو وروستیو فلمونو لکه «مرثیه»، «درد» او «ناهیلیتوب» کې یلماز د ترکیې د خلکو احساسات د فقر او بیوسۍ پروړاندې چې د ټولنې زیات خلک ورسره لاس او ګریوان دي په ښه توګه انځور کوي. پدې فلم کې یلماز د یو کردي سړي د جبار په نوم مرکزي نقش لوبوي، هغه یو ګاډیوان دی چې له دغې لارې خپلې لوی کورنۍ ته په سختۍ سره ډوډۍ پیدا کوي او د لاټري سیالیو ګټلو په هیله ژوند کوي، د جبار ملا د پورونو تر درانه پیټي لاندې کړوپه کیږي، تر هغه چې یوه ورځ بنز موټر د هغه ګاډۍ سره ټکر کوي، آس یې مړ کېږي پرته له ګناه او ملامتۍ د ټرافیکو پولیس هغه ملامتوي او جبار خپله لږګۍ شتمني په پور کې دلاسه ورکوي. تر هغه وروسته جبار په صحرا کې د پټ ثروت لټه کې چې د خپل دوست څخه یې اوریدلي وو لټون کوي، خو هیڅ یې ترلاسه نشول. د فلم په پای کې جبار لیونی کېږي او لاسونه آسمان ته لپه کوي، یلماز هڅه کوي چې په فلم کې د ترکیې د خلکو ورځنی ژوند نندارې ته وړاندې کړي د دغه نیوریالیستي سینمایي فلم جوړولو کې یې د هیڅ مسلکي لوبغاړي او مصنوعی صحنو څخه چې ترمخه به په رنګارنګ رڼاګانو سمبال شوی وي کار ندی اخیستی، ترڅو هرڅه په رښتنې ډول وښودل شي. د «هیلي» فلم د ترکیې د سینما په تاریخ کې د عطف نقطه ګڼل کېږي. ترهغه وروسته زیاتو فلم جوړوونکو د سیاسي او اجتماعي فلمونو جوړولو ته مخه کړه. دغه فلم ترکیې څخه بهر ته قاچاق او د «کن ښار فلم» په جشنواره کې نندارې ته وړاندې شو. ترکیه کې یې هم په څو جشنوارو کې جایزې ترلاسه کړې.

یلماز گونای
یلمازګونای لکه د هر آزادي غوښتونکي هنرمند روڼ آندي په څیر څو څو ځله په زندان کې واچول شو، خو د وینا له مخې یې: «تاسې کولای شئ زما لاسونو کې ولچک واچوئ، جسم می د زندان تورو تیارو کوټو کې بندي کړئ، خو افکار مې اوس هم آزاد دي» د ترکیې فاشیست رژیم یې خوار او ذلیل کړ.

یلماز په ۱۹۷۴ کال کې انارشیستو شاګردانو ته د پناه ورکولو په جرم زندان ته ولیږدول شو، وروسته تر هغه د عمومي بخښې له مخې زندان څخه آزاد شو، خو په همدغه کال پر یو قاضي باندې د ډزو کولو په تور دوهم ځل زنداني شو. وروسته ترهغه د عمر زیاته برخه یې زندان کې تیره کړه، خو د زندان دیوالونو هم ونشو کړای چې یلماز د خپل وګړنیز هنر ته له دوام ورکولو په شا کړي. هغه پرته له ستړیا خپل کار ته دوام ورکړ او ویې ویل: «تاسې کولای شۍ زما لاسونو کې ولچک واچوئ، جسم مې د زندان تورو تیارو کوټو کې بند کړئ، خو افکار مې اوس هم آزاد دي».

یلماز به په زندان کې فلمونه لیکل او دوه ملګرو به یې شریف ګورین او ذکي اوکتن فلمونه جوړول. ویل کېږي چې یلماز به د فلمونو کیسې دومره په جزیاتو لیکلې چې کولای شو هغه د ترتیب کوونکي (ډایریکټر) نیږدې همکار وګڼو، له دې کبله زیاتره دغه فلمونه د هغه په خپل نوم بازار ته راتلل پدغه موده کې د هغه له مشهورو فلمونو څخه د «بدمرغه»، «ملګری»، «دښمن» او «رمه» نومونه واخلو.

یلماز خپلې وروستۍ مرکه کې د فرانسوي لیکوال او ژورنالیست «کریس کوچرای» سره چې د کردانو په هکله یې ډیر کتابونه لیکلي د «منځني ختیځ» مجله کې د «رمه» فلم په هکله دا ډول یادوونه کوي: «په حقیقت کې دغه فلم د کردانو د ژوند تودې، سړې او کړاونه په ګوته کوي، خو د [دولت له خوا] مې اجازه نه درلوده چې د فلم جوړولو کې له کردي ژبې ګټه واخلم، که مو داسې کړی وایی هغه ټول کسان چې د فلم جوړولو کې برخه اخیستی وه زنداني کیدل».

سره له دې چې یلماز په زندان کې بندي و، په کال۱۹۸۰ کې د ترکیې دولت هغه د ریالیستي فلمونو جوړولو په خاطر د سلو کلونو په بند محکوم کړ، فلمونه یې منع شول، له بازار نه راټول او له منځه یوړل شول. بالاخره د ۱۹۸۱کال د مئ په میاشت کې د یوې لنډې رخصتۍ په جریان کې له زندان څخه فرانسې ته وتښتید.

هغه وخت چې یلماز د «لارې» فلم په زندان کې لیکلی و او فلم د جوړیدو په حال کې و، د دې فلم رول یې ځان سره بهر ته یووړ او په سویس کې تر اصلاح وروسته د ۱۹۸۲کال د «کن ښار فلم» په جشنواره کې د «طلایي نخل» معتبره جایزه ترلاسه کړه. دغه فلم په امریکا کې د «ګولډن ګلوب» جشنواره کې هم د «غوره بهرنۍ فلم» په نوم منل شوی و. د «لارې» فلم د ۱۹۸۰کال نظامي کودتا وروسته د ترکیې ټول سیاسي او ټولنیز شرایط په ډاګه کول چې تر ۱۹۹۹کاله پورې ترکیه کې د نندارې لپاره اجازه ورته ورنکړل شوه. د یادولو وړ ده، د دې فلم موسیقي د زلفولوانیلی لخوا چې تکړه سندرغاړی، ترانه جوړوونکی، سیاستمدار او د ترکیې کین اړخی لیکوال دی جوړه شویده، پدې فلم کې یلماز د خلکو او د ترکیې د دولت وضعیت د پنځه زندانیانو له مخې چې په نیمه پرانیستي بند کې د یوې اونۍ لپاره رخصت شوي وو، څرګندوي. د «لارې» په فلم کې په ترکیه کې د بوږنونکی نظامي وضعیت، پر ښځو ستم او له هغوی سره آن تر حیواناتو بدرنګه چلند کیدل، بې وزلي، فحشاء او قاچاق په روښانه توګه لیدل کېږي. دغه فلم په ترکیه کې واکمن فاشیزم، د ټولنې عمومي وضعیت چې د زندانونو له ویروونکي وضعیت څخه توپیر نلري، په هنري ډول انځوروي.

یلماز خپل وروستنی فلم په ۱۹۸۳کال فرانسط کې جوړ کړ چې د ترکیې په زندانو کې د ماشومانو او تنکي ځوانانو غمجن او خواشینوونکی وضعیت په ګوته کوي. ماشومان او تنکي ځوانان له خپلو مشرانو زده کړه کوي، ترڅو د مشکلاتو پروړاندې ودریږي او وجنګیږي، یو د بل په ضد توطئه جوړه کړي، یو په بل باندې ظلم او ستم روا ګڼي. د یلماز دغه فلم هم د «کن ښار فلم» جشنوارې ته لار پیدا کړه خو په ترکیه کې د اوولس کلونو لپاره منع اعلان شو. د دې فلم په غبرګون کې د ترکیې دولت هغه څخه د تابعیت حق واخیست او د محکومیت موده یې ۲۲ کلونو ته نوره هم زیاته شوه. د دې فلم د جوړولو په وخت کې د «کریس کوچرای» د یوې پوښتنې ځواب کې چې ولې یې زندان د خپلو فلمونو لپاره سوژه ټاکلې؟ داسې وویل: «دوه دلیلونه وجود لري، لومړی دا چې د ترکیې اوسنیو شرایطو سره ډیر سمون لري. دویم دا چې اوس تیار نه یم اروپا کې فلم جوړ کړم.

آرامگاه یلماز گونای
د پاریس په «پرلاشز» هدیره کې د یلماز ګونای مقبره

یلماز د ۴۷ کلنۍ په عمر کې د ۱۹۸۴ کال په سپتمبر کې د معدې سرطان له کبله فرانسې کې ومړ او د «پرلاشز» په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو، د ترکیې یوې ورځپاڼې د هغه مرګ پدې ټکو کې اعلان کړ: «فلم پای ته ورسید». یلماز ګونای تر ۹۰ زیاتو فلمونو کې لوبیدلی او ۲۵ فلمونه یې لیکلي یا چلولي دي. په ۱۹۹۹کال کې «پرادیپ بیسواس» هندي ټبره انګلیس چې فلم جوړوونکی او کره کتونکی لیکوال دی د یلماز د ژوند په هکله «یلماز ګونای، د سینما جګړه مار» تر عنوان لاندې کتاب کې د هغه د ژوند لوړې او ژورې او د فلمونو په واسطه مبارزه کول رانغاړي.

خو زموږ د مافیا شوي هیواد په تلویزیونو کې د یلماز د فلمونو څرک هم نه لیدل کیږي، ترڅو د هغه په رڼا کې د افغانستان خلک پوهاوی ترلاسه او د کرد مبارز ملت په څیر د خپلو حقونو لاس ته راوړلو لپاره پاڅون او د فاسد دولت د منځه وړو لامل وګرځي. زموږ مافیایي تلویزیونونو کې زیاتره نیشه کوونکي او هنري ضد هندي فلمونه خپریږي، خو د پوهاوي او بیدارۍ لکه د شیام بنیګل، ساتیا جیت رای او داسی نورو فلمونو خپرولو څخه ځان ساتي.

کیدای شي د یلماز د هیبت ناکو او پرتمینو فلمونو لیدل د ترکیې فاسد رژیم پروړاندې د خلکو د اوسني پاڅون لامل وګڼل شي. د ترکیې د ملت په ځانګړې توګه د کردانو واقعي وضعیت د جنایتکاره او مستبد دولت تر واکمنۍ لاندې یوازې او یوازې د یلماز په فلمونو کې لیدل کیدای شي، نه په مبتذلو او بې معنی سریالونو کې لکه «عفت»، «پنځه خویندې»، «زمان»، «وداع»، «پنځم بعد»، «وجدان» او داسې نور چې د یوې ځانګړې کړنلارې له مخې د افغانستان، ایران، پاکستان او د منځني ختیځ تلویزیونونو کې خپریږي، ترڅو خلک نور هم درنو او اوږدو خوبونو ته راوکاږي او د پاڅون او مبارزې څخه یې د خیالاتو نړۍ کې ډوب وساتي. د بیلګې په توګه د «اسرار نړۍ» په ډرامه کې هڅه کېږي چې زموږ بدمرغه وګړي پدې باوري کړي چې د مبارزې او هڅې پرځای لاس تر زنې کښیني او له آسمان څخه د معجزې په تمه شي او خپل زړه تقدیر ته وسپاري، ځکه هر بد کار چې تاسو سره کيږي په هغه کې ستاسو خیر پټ وي. د ترکیې مبتذلې ډرامې په ټولیزه توګه د امریکا په مالي مرسته او د ترکیې دولت په همکارۍ جوړیږي او په مختلفو ژبو ژباړه او د منځني او جنوبي آسیا، عربي او د ختیځې اروپایي هیوادونو کې خپریږي. پدې ډرامو کې په درواغو کوښښ کېږي، څو وښایي چې د امریکا او ترکیې اسلامي هیواد ترمنځ همغږي د دې هیواد د دموکراسۍ، آزادۍ او ثروت بیلګه ده. پدې ډرامو کې د ګونای د فلمونو برعکس د زندانو پر ځای پنځه ستوري هوټلونه ښودل کېږي او د زندان د ساتونکو چلند لکه د هوټل د خدمتکارانو په ډول تاسو ته ښکاره کوي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 99 میلمانه آنلاین لرو