کله چې د کرزی ژغورونکی د هغه د امریکایی ساتونکو له خوا ووژل شو

کله چې د کرزی ژغورونکی د هغه د امریکایی ساتونکو له خوا ووژل شو

شاید په یاد به مو وی چی په ۲۰۰۲ کال کی پر کرزي د کندهار سفر په لړ کی د طالبانو لخوا برید وشو. ویل شوی چې برید کونکې دهغې د امریکایی ساتونکو له خوا ووژل شو. دغه یوازی د قضیه یو اړخ دی چې ډیرۍ لویدیځو رسنیو هغه جوته کړه. خو هغه ورځ څه پیښ شول؟ آیا یوازی یو ترهګر له منځه ولاړ، نه، د کرزی ځناور ساتونکو هغه کس په سړه سینه په ډزو وویشت چې په میړانه یی ویشتونکې په ځمکه راګوزار کړ.

دغه دردونکې پيښه چې د یو بهرني خبریال له خوا هم په ناڅاپي ډول فلمبرداری شوی ده بیاځلی ګورو:

د ۲۰۰۲ کال د سپتامبر ۵مه: کرزی قندهار ته د احمد ولی کرزی د واده په مراسمو کی ګډون ته تللی دی، د موټرونو کاروان یی د ګل‏آغا شیرزوی د هغه ولایت والی له ماڼۍ څخه بهر راوځې. یو شمیر لارویان د موټرو تر شا منډی وهی او کوښښ کوی له کرزی سره خبری وکړی. یو له هغوې څخه د حامد کرزی د موټر ښیښی خوا ته ودریږی او له کرزی سره په روغبړ باندی بوختیږی، څو تنه نور هم خپل ځانونه هغه ته رسوی. څو ثانیې وروسته د ډزو آواز اوریدل کیږی. دغه ډزې څو ګامه لری د ګل‏آغا شیرزوی د ساتونکو څخه یو تن له خوا تر سره کیږی چې د ملی اردو جامې یی پر تن او د کرزی د وژلو هوډ یی درلود. دوه په لارویان چې د کرزی ګاډی خواته ودریدلې وو، د برید‎کونکې مخې ته وردانګې تر څو دهغه مخه ډب کړي، بریالی کیږی هم، هغه په ځمکه غورځوی. خو ناڅاپه د کرزی امریکایی ساتونکو څخه یو تن د پنتاګون ځانګړی ځواکونو پوری تړلی له شاته ګاډی څخه ښکته کیږی پر ټولو ډزې کوی چې په پایله کې برید‎کونکې د هغو هیوادوالو سره چې د کرزي د ژغورلو په هڅه وو ټول ووژل شو او د کرزي او د څارګرو موټر د هغوی د جنازو له پاسه تیر شول. دغې وژنې نه د کرزی وجدان ته خوځاوه او نه هم د هغې شاوخواو چې د دغې صحنې شاهدان وو.

یوازی (PBS: Frontline World)سایت ددغې پیښې د راپور په څنډه کې لیکلی:

«راپور مو تر لاسه کړ چې په کندهار کې ولسمشر حامد کرزی د خپل ورور د واده محفل د ګډون په ترڅ کې د یو ترهګریز برید څخه ځان روغ ژغورلی دی. یو ځوان سړي د وسله‎وال سړی پر سر ورودنګل او د ولسمشر ځان یی وژغوره، خو د ځانګړی امریکایی ځواکونو له خوا ووژل شو.»

په دغه ویډیو کې د کرزی د امریکایی ساتونکو له خوا زموږ د هیوادوالو ویشتل لیدلی شی:

د بی.بی.سی نوم‏لرونکې خبریال، لیزدوسیت هغه ورځ قندهار ته د کرزي سفر د صحنې په ثبتولو بوخت وو. خو د هغه په راپور کې له دغه جنایت څخه پرده پورته شوی نه ده ځکه چې د انګلیس درواغوخپرونکی بنسټ دنده درلوده چې امریکا او ملاتړي یی د آزادی‎ورکونی او د افغانستان خلکو ته د نیکمرغی راوړلو په قالب کې تبلیغ کړی او د دغه خبر خپریدل د دغه سیاست سره انډول نه وو.

د کرزی امریکایی ساتونکې څخه یو تن د کرزی امریکایی ساتونکې څخه یو تن د پیښې څخه څه وخت وروسته.هغه د پنتاګون(DEVGRU SEAL Team 6) واحد پوری تړلی وو چې د خلیلزاد غوښتنی پر بنسټ یوازی د کرزی د ۲۴ ساعته ساتنی لپاره په افغانستان کې ګومارل شوی وو.

دغه ډول بی درده وژنی کلونه کیږی چې د ناټو او امریکایی ځواکونو له خوا په ټول افغانستان کې تر سره کیږی. آن تردی داسی موقعې هم منځ ته راغللی چې امریکایي ځواکونو د څو طالبو د سنګر له منځه وړلو لپاره، ټول کلي یی د اوسیدونکو سره په کنډواله بدل کړی. نه دا چې تیروتنه ترسره شوی او یا په هغه پرمختللو تجهیزاتو په سمه توګه نښه ونه شی نیولی، بلکه فکر کوی د افغانستان خلک د لوبو د وسایلو په ډول د هغوی د وسلو د آزمایښت لپاره جوړ شوی دی. په قصدي توګه د بی‏گناه خلکو وژنه دومره ډیره شوی او ددي لامل شوی چی د دغو ځواکونو څخه یو شمیر د جګړې څخه راګرځیدو وروسته، روانی ستونزې پیدا کوی، خپسه وینی او په پای کی ځانونه وژني.

آيا د کرزي په یاد دي چې ولی نن ورځ ژوندی دی؟ آیا په یاد لری هغه چا چی دده ځان ژغورلی دی د امریکایی ساتونکو له خوا یی ویشتل شوی؟ دغه امریکایی غلام که چیرې لږ وجدان هم درلودی باید له دغې پيښې سم‎لاسی وروسته د امریکا چوپړتیا یی ننګ بللی وی او د امریکا د غلامۍ ځنځیر یی له غاړې لری کړی وای!

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 99 میلمانه آنلاین لرو