نسرین ستوده، آخندي وژنځاې یې د مقاومت په مورچل بدل کړ

نسرین ستوده

د ایران اسلامې جمهوریت چې په سر کې یې انسان وژونکې آخندي افراطيان ځای لري په سیمه کې یو وتلې فاشیست، جنایتکاره، بنسټپاله او ښځو ضد رژیم دی او هڅه کوي چې خپلو آخندي او بنسټپاله اندونوته پراختیا ورکړي، او د نورو مترقې غورځنګونو لکه آزادي غوښتونکو، بشري حقونو او د ښځو چارو د فعالینو د مبارزی مخه ډب کړي. نو په دي موخه یې د یادو غورځنګونو ډیرې فعالین د زندانونو تر میلو شا اچولې دي، او په وار یو پسې بل اعداموي، چې هغې له ډلې یوه هم میرمن ستوده ده.

نسرین ستوده په کال ۱۳۴۲ د غبرګولی په نهمه نیټه د ایران په پلازمینه تهران کې په یوه مرفه او مذهبي کورنۍ کې د زبیښاک، بی نیاوې او ښکیلاک ډکی نړۍ ته خپلې سترګې پرانستې. نوموړی حقوق پوهه او په څارنوالې کې د مدني ټولنې او بشري حقونو فعالینو، د قربانیانو او کوچنیانو د وکالت دنده په غاړه لرله.

حقوق پوهه ستوده د خپل ژوند په اوږدو کې په ډیرو ټولنیزو، سیاسي او حقوقي بنسټونو کې غړیتوب لرو او تل لپاره یې هڅه دا وه چې د ښځو، ماشومانو او مظلومو خلکو ته د خدمت مصدر وګرځې. د مدافع وکالت سربیره د ټولنیزو چارو فعاله، د بشری حقونو د ملاتړ مرکز، د ښځو پر وړاندې توپیرپاله قانون پر ضد د یو میلیونو کسانو د امضاو کمپین او د ماشومانو نه د ملاتړ ټولنې غړی پاتی شویده.

د مسلکی او حقوقې کارونو تر څنګ مطبوعاتی کارونو سره یې ځانګړی لیوالتیا لرله، د۱۳۷۰ لمریز کال په اوږدو کې د "دریچه گفتگو" خپرونې سره همکاره پاتې شوی او نوری ګڼي مقالې یې په جامعه، توس، صبح امروز او د آبان په خپرونو کې خپری شوې.

وموړې په خپلو کارونو کې ډیره چابک، رښتینې او زیارکښه ده، د وطن پالنی ، خپلواکې، ټولنیز عدالت او د ریښتنی دموکراسی په ګاڼه یې ایډیالوجی سمبال ده. د کار شعار یې د آخندي رژیم پر وړاندې د ښځو، ماشومانو، بیوزلو او آزادی غوښتونکو له حقوقو نه دفاع کول دی. چې خپلو ډیرو مؤکلانو ته یې بریا هم ور په برخه کړې، چې له همدې کبله د۱۳۸۸ کال د بشري حقونو نړیواله جایزه یې هم تر لاسه کړې.

نسرین ستوده و رضا خاندان
نسرین ستوده او رضا خندان

د ۱۳۸۸ کال د غبرګولی د لانجمنو ټول ټاکنو ورسته کومی پیښې چې رامنځ ته شوې، چې په پایله کې د جنبش ډیری فعالین د مرګ ژوبلې او حتی آخندي رژیم تری خپل زندانونه ډک کړل. نو میرمن ستودی هوډ وکړو چې ددی پیښې د قربانیانو او بندیانو د دوسیو وکالت په غاړه واخلي او دی کار ته یې مټې بډ وهلې ډیر وخت په کې تیر نه و چې د مستبد رژیم چارواکو پر میرمن تور ولګاو ګواګې چې د "ملي امنیت او د موجوده نظام پر خلاف یې اقدام کړی او د بشرې حقونو د ملاتړ کونکو ټولنې غړیتوب لري" نو په دی اساس نوموړی ته پرته له کوم دلیل او منطق د ۱۳۸۹ کال د وږی د میاشتې په ۱۳ مه د شپږ کاله تعزیری بند، ۲۰ کاله د وکالت نه د محرومیت او تر ۲۰ کلونو پوری هیواد نه د وتلو په ممانعت او په ۵۰ زره تومانو نغدي جریمه د بې ستری په تور محکوم شوه.

میرمن ستوده چې خپل دونیم کاله عمر یې په کړاونو، ستونزو او ربړونو د جلادي او انسان وژونکې ایراني رژیم په زندان کې تیر کړ، هیڅ وخت یې آه او پښیمانتیا څرګنده نه کړه، تل یې د خپلو کړنو دفاع او مبارزو او مظلومه خلکو ته خدمت کول خپل ویاړ ګڼي او فاشیست رژیم پر وړاندې په خپل دریځ ټینګه ولاړه ده. او وایې "کله چي د خپلو مؤکلینو نه دفاع ونه کړم نو د هغوي سره یو ځای اعدام کیدل غوره ګڼم". چې دا خپله د خپلواکی غوښتونکو غورځنګونو د مقاومت سمبول دی، چې مونږ ته الهام او ځواک رابخښې.

ایران فاشیست رژیم چې ورځ تر بلې په سیاسي بندیانو باندې فشار او ربړونه زیاتوي او کوښښ کوي چې د ګواښ له لارې سیاسي زندانیان مبارزی پریښودلو ته اړباسي، چې ددی فشار یوه بیلګه هم د بندیانو د کورنیو مجازات کول دی. په اوسنۍ نړې کې دا ډول سزا ورکول بی ساری دي چې ګرم یو څوک وي او سزا بل چاته ورکول کیږی ، میرمن ستوده چې د ایران فاسد نظام هغه ګرمه پیژندلې د هغې په زندانی کولو سربیره د هغې په کورنۍ یعنی په خاوند رضا خندان او ۱۳کلنی لور مهراوه باندې د ممنوع الخروج یا له هیواده دنوتلو دوسیه پرانستې، ددی کار په غبرګون کې میرمن ستوده دوه میاشتی وړاندې د نه خوړلو اعتصاب وکړ او زیاته یې کړه:

"د کورنیو د مجازاتو قانون په غبرګون کې چې زما کورنۍ هم د دغی قانون ښکار شوي نن ما خپل د نه خوړلو اعتصاب پیل کړ تر څو دغه سزا د مستبد رژیم ګواښونکې او زورونکې سیاست څخه لری کړای شي"

د نوموړی دغه اعتصاب یوه ونۍ نه، یوه میاشت نه بلکه هاند تر دوه میاشتو (۴۹ورځې) دوام پیدا کړ، هغه زیاتوی:

"آیا د کورنیو سزا ورکول ناڅاپې کار دې؟ ۴۹ ورځې د بیلابیلو مسایلو په ځانګړی ډول د کورنیو دسزاورکولو په غبرګون کې چې ډیری اندیښنې یې هم د ځانه سره لرلې، ولې دغه ټولې د یو سپیڅلې او سرتاسري غوښتنه وه، چې د کورنیو مجازاتو ته باید "نه" ووایم او ځان په هغه آزادۍ باورمنده کړم چې پایله یې قانون، عدالت او ریښتیني دموکراسي ده."

مګر ۴۹ ورځې اعتصاب وږدول هم آسان کار نه دی ځانته حماسه او قربانی غواړي، چې په دې اړه آغلې داسی وایې:

"مګر زه ولی حاضر نه وم چې اعتصاب ته د پای ټکې کیږدم؟ زه د خپلو مؤکلینو او په سلګونو نورو سیاسې بندیانو سره يو ځای یواځې په خپلو سپیڅلو کړنو د میلو تر شا ترخې ولې با ارزښته ورځې شپې سبا کوم. د مدنې، سیاسي فعالینو او عقیدتي زندانیانو، بهایی او مسیحې هیواد والو چې د ځینو د وکالت ویاړ هم زما پر غاړه وه اوس هم د هغوې سره یو ځای په ویاړ حبس زغمم، هغه کسان چې یواځې د خپلو عقیدو په باور د ژوند کولو نه بی برخی او په غیرعادلانه توګه باندې محکوم شوي. مګر ددی ټولو زیاتیاو سره سره آخندي رژیم د هغوي د کورنیو سزا ور کولو ته ملا وتړله ړومبې یې زما خاوند وڅاره او وروسته یی ورته دوسیه جوړه کړه او زما د کورنۍ غړي یې ونیول او دویم ځل لپاره یې زما ۱۲ کلنې لور ته دوسیه پرانستله او ډیر په بیشرمانه توګه هغه ماشومه یې ممنوع الخروج اعلان کړه، نو په دې توګه ما خپل اعتصاب ته دوام ورکړ تر څو بالاخره دغه غوښتني ومنل شوي او ما هم خپل ۴۹ ورځنې اعتصاب پای ته ورساوه ."

د نسرین ستوده د اعتصاب پای ته رسیدل د هغې خاوند رضاخندان په خپل فیس بوک پاڼه کې تایید کړی او د ټولو هغو مدنې،بشري ټولنو، ښځو چارو فعالینو او د هیواد بهر او دننه کسانو چې د نسرین سره په دی قضیه کې مل وه مننه وکړه.

میرمن ستوده؛ چې پخپل کوټلې عظم او ارادی ؛ د فاشیست رژیم پر وړاندې په دی ترینګړو شرایطو کې چې هره ورځ د سیاسی زندانیانو د اعدام خبرونه خپریږی خپلې مبارزی ته یې پایښت ورکړ، چې د حماسی او مقاومت بیلګه ګرځیدلې، نو هر با احساسه او وجدان لرونکې انسان ته پکار ده چې د ستودی په شان کسانو څخه ملاتړ او د هغوي لار ټینګه کړي تر څو آخندې بنسټپاله مستبد رژیم رانسکور او یو ملې ډیموکراتیک نظام که کابل وي او که تهران رامنځ ته کړي او حق حقدار ته وسپاري.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 86 میلمانه آنلاین لرو