د رسنیو انعکاس: د فرخندې وژونکو په اړه د محکمې ناعادلانه پریکړه د همبستګی ګوند له لوري وغندل شوه

یوځل بیا د فرخندې لپاره د عدالت غوښتنې غږ اوچت شو

سرچینه: آزادي راډیو، ۱۳۹۴ کال چنګاښ ۱۵

آزادي راډیو

د افغانستان د همبستګي ګوند لسګونو غړو او یو شمېر مدني فعالانو د فرخندې د قتل قضیې په تړاو د استېناف محکمې فیصلې غیر عادلانه وبللې.

د فرخندې له وژلو څخه څه کم څلور میاشتې تیریږي او تر اوسه په دې اړه دوه محکمو خپلې پریکړې کړي خو د عدالت غوښتنې غږ لا هم نه دی غلی شوی.

د همبستګي ګوند لسګونه دا غړي او مدني فعالان د دوشنبې په ورځ بیا سړکونو ته راوتلي وه چې د استېناف محکمې پریکړه وغندي او د عدالت غوښتنې غږ اوچت کړي.

د دغې ګوندې یوې غړي سیلۍ غفار له رسنیو سره په خبرو کې وویل؛ د خلکو د فشار له امله دولت مجبوره شو چې د فرخندې د قضیې په اړه محمکمې دایرې کړي؛ خو یوې او بلې محکمې د عدالت د پلی کېدو په ځای فرمایشي کار کړی دی.

هغه وايي، د استېناف محکمې وروستی پرېکړو دوی ته ټکان ورکړی دی.

«له دې سره چې ابتدایه ریشخندې محکمې څلور کسان په اعدام محکوم کړي وو؛ ولې استېناف محکمې د ارګ ناستو تر فرمایش لاندې هغه څلور اصلي قاتلین په شل کاله بند محکوم کړل او د ځنیو مجازات یې کم کړل؛ دا معاملې ښيي چې دولت د ښځو ضد خپلې دا ډول کړنې افغانانو ته ښکاره کړې.»

اغلې غفار وايي، اندېښنه لري چې د تمیز یا وروستی محکمې پرېکړې به له دې هم سپکې وي او ممکن د ډېرو دغو نیول شوو کسانو د خوشي کیدو حکم صادر شي.

دا په داسې حال کې ده چې د استېناف محکمې تېره اونۍ په یوه سري غونډه کې د ابتدایه محکمې پریکړې ماتې کړي او د هغو کسانو جزا یې په اوږده عمر بند اړولي چې په اعدام محکوم وو.



مظاهره کوونکي: د فرخندې په قضیه کې د استناف محکمې پریکړه غیرقانوني ده

سرچینه: شایق رسنیز مرکز، ۱۳۹۴ کال چنګاښ ۱۵

شایق رسنیز مرکز

د افغانستان د همبستګۍ ګوند لسګونو غړو او یو شمېرمدني فعالانو د فرخندې د وژلو په قضیې کې پرښکېلو کسانو د عدالت د نه پلي کېدو په تړاو مظاهره کړې.

مظاهره کوونکې وایي چې د فرخندې د قتل په قضیې کې د استناف محکمې پریکړې غیرقانوني دي.

دوی وایي، تر هغې به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي چې عدالت تامین شي او د فرخندې قاتلین اعدام شي.

د کابل استیناف محکمې په دې وروستیوکې د هغو څلوروکسانو د اعدام حکم چې د فرخندې د قتل په قضیه کې په لاس لرلو تورن دي شل کلن حبس ته راټیټ کړ او همدا رازد شاه دوشمشېره زیارت منجاور ته یې برائت ورکړ.

۲۷ کلنه فرخنده د نوي کال له پیل یوه ورځ مخکې د یو شمېر کسانوله خوا د قرانکریم د سوځولو په ګومان په وهلو- وهلو ووژل شوه او بیا یې مړی وسوځول شو.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 137 میلمانه آنلاین لرو