جان لنون د عدالت او آزادې غوښتنی تل پاتی چیغه

جان لنون

ډيرې وخت داسی انګيرل کيږی چی د لويديځ هنرمندان او هنر پالونکی د ژوند په چړچو او سمبالولو اخته دی، پرته له عشق، سينګار، پېسو ټولولو او نوم‌ایستنی د بل څيز په فکر کی ندی. خو د لويديځ په ستورو کی داسی ځلانده بيلګې وجود لری چی د خپل هنری ځلا په څنګ کی ئی ټولنيزی ذمه واری هم په غاړه اخيستی او د ژوند په بيلا بيلو برخو کی ئی ځانونه د انسانی اوچتو ارمانونو لپاره مبارزی ته ځانګړی کړی دی.

په ځانګړی توګه زمونږ افغانانو پيژندګلونه د داسی شخصيتونو په هکله ډيره تنګه او لنډه ده. له يوی خوا د ډوډۍ پيدا کولو غم او له بلی خوا په هيواد کی مبتذل او شاته پاتی فرهنګ د دی لامل ګرځيدلی تر څو د افغانستان د وګړو، په ځانګړی توګه د ځوان نسل پیژندنه يواځی او يواځی د تجارتی او هنرضد هندی فلمونو به کچه پاتی شی. لدی کبله د ژمنو او انسان دوسته هنرمندانو پیژندنه او له هغو څخه زده کړه چی د حاکم فرهنګ پر ضد د مبارزی يوه برخه جوړوی ډيره مهمه او اړینه ده. د همدی ليد له مخی جان لنون چی د اويايمی لسيزی د ډيری مشهوری ډلی«بيتلانو Beatles» رهبری په غاړه درلوده د هغوی د ژوند او مبارزی پيژند ګلونه تر بحث لاندی نيسو.

جان لنون او یوکواونو په لاريون کی
جان لنون او یوکو اونو په هغه لاريون کی کوم چی په نيويارک کی د بريتانيا د هوايی کرخی د شرکت په مخکی تر سترګو کيږی، دغه لاريون د ۱۹۷۲کال د فبروری په پنځمه نيټه د ۵۰۰ کسانو په ګډون په لاره اچول شوی وه، موخه ئی له شمالی ايرلند څخه د بريتانياېي عسکرو چټک بيرون وتل وه.

جان لنون چی په ۱۹۴۰ کال د اکتوبر په نهمه نيټه زيږيدلی وه ځان ئی د شپيتمې لسيزی نسل ګاڼه، کومه لسيزه چی د هغه د وينا له مخی د انقلاب لسيزه وه او نسل ئی د پانګوال استعمار په وړاندی د مبارزی نوې لار غوره کړي وه. د جان لنون کورنۍ د انګلستان د ليورپول کارګری طبقی سره تړاؤ درلود، دغه کارګرې اړيکه د دی لامل شوه چی هغه د نړۍ د ټولو زيارکښانو درد او کړاونه کوم چه د پانګوال نظام ستم او ظلم سره لاس او ګريوان دی احساس کړی، همدغه احساس هغه ټولنیز او سیاسې کړنو ته وهڅوه. هغه لا ډير کمکی ځوان وه چی د ښوونځې د جريدی مسؤليت یی په غاړه واخيست، لنون به هغه نادودې او ناخوالی چی له خلکو سره کيدي ليکلی او ويل به ئی:

«ما هميشه سياسی هوډ درلود او د موجوده وضعی پر خلاف وم.»

د بيتلانو د ډلې بنسټ په ۱۹۶۰ کال کی د جان لنون او پاول مک کارتنی(Paul Mc Cartney) له خوا کيښودل شو، کولای شو د بيتلانو موسيقی او جان لنون په دوه پړاونو وويشو. لمړی پړاو د بيتلانو د شهرت پيل، د نوی عاشقانه شعرونو او خوشحالوونکی موسيقی سره يو ځای چی د خپل شهرت په هڅه کی وه. جان لنون له طارق علی او بلاکبرن سره د هغی دورې په هکله د يوی مرکي په ترڅ کی وايی:

«زه هيڅکله هم غير سياسی نه وم... ما له کوچنيوالې څخه په سيستم باندی نيش وهلی، زما اصلی موخه او هڅه همدا وه. خو د بيتليسم د سيلۍ به څپو کی له لاسه ووته. زه د لنډی مودی لپاره له واقعيت څخه ليری شوم، زه حتی د بيتلانو د اوج په دوره کی هم پدی نقش کی نغښتي وم، همدا ډول زه څو ځله جورج هاريسن سره يو ځای امريکا ته تللی يم، اپشتاين د توليد مدير هميشه کوښښ کاوه چی ما وهڅوی تر څو د ويتنام د جګړی په هکله چوپه خوله پاتی شم، داسی وخت راغی چی ما او جورج ځان سره وويل که چيری له مونږ څخه بيا پوښتنه وشی نو وايو به چی مونږ د ويتنام د جنګ مخالفين يو. زمونږ په لید هغوی (د امريکا نظامې ځواک) بايد پرته له ځنډ څخه هغه ځای پريږدي، مونږ همدا کار وکړ خو تر ډير فشار او کړاو لاندی وو، په سختې سره مونږ وخت ترلاسه کاوه چی خپل افکار بيان کړو».

په دوهمه دوره کی د جان لنون آثارو سياسی او ټولنیزه بڼه پيداکړی وه، د يو (راک) ویونکی په پرتله زياتره يو سياسی فعال وه. هغه په زرګونو کسان د ويتنام د جنګ پر ضد سړکونو او لارو کوڅو ته راوکښل او له خپلې پخوانۍ چوپتيا څخه ئی د شرم احساس کاوه.

البم پوښ «فکر وکړه»
د جان لنون تر ټولو ډیر پلورل شوی البم پوښ «فکر وکړه» تر نوم لاندی چی د رولنګ ستون مجلی په لیست کی، د نړۍ د ۵۰۰ غوره البمونو به منځ کی اتيايم ځای ورکړل شويدی.

د هغه ټولی وروستنې کړنې د وخت له پيچلو سياسی مسايلو څخه اغيزمنې وي. هغه په ریښتینی توګه خپل هنر د ټولی نړۍ د آزادی غوښتونکو له غږ سره يو ځای، د «بريتانيا د امپراتورې غړيتوب» نښه له يوی لیکنی سره يو ځای د انګلستان شهزادګی ته بيرته وسپارله. لنون پدی ياداشت کی ليکلی وه:

«علیاحضرت زه دغه نښه په نجيريه – بيافرا کی د بريتانيا د ګډون په غندنه، په ويتنام کی امريکا څخه زمونږ د ملاتړ په غندنه او همدارنګه د غوره سندرو په لیست کی د «سوړ پيل مرغ» د کښته کيدو په غندنه بيرته تاسو ته سپارم.
په مینی سره، جان لنون له کڅوړی»

جان لنون له جان سينکلاير (John Sinclair) «د سپينو پړانګانو» رهبر چی د امريکا د پرمخ تللی او چپ ګوندونو څخه وه، ټينګه دوستې درلوده. «سپين پړانګان» چی د «تورو پړانګانو» د نوميالي ګوند، ځواکمن او غښتلی ملاتړ وه په امريکا کی ئی د تور پوټکو له حقونو څخه د ملاتړ لپاره ارزښتناک نقش ولوبوه. سينکلاير د امريکا د نظاميګری نادودو او ناخوالو پر وړاندی په غوڅه توګه ټينګ ولاړ وو. د ريچارد نيکسون دولت د هغه بدنامولو لپاره، دوه له چرسو ډک سګرټو په تور په لس کالو بند محکوم کړ. لنون له يو شمير آزادي غوښتونکو سره يو ځای په ۱۹۷۱ کال د سپتمبر په لسمه نيټه د سينکلاير د خلاصون په ملاتړ يو ستر او پراخ کنسرت په مشيګان کی اجراکړ او تر ټولو غوره سندری ئی د دغه انقلابې شخصيت په وياړ وويل:

«که چيری هغه [جان سینکلایر] يو سر باز وی
که چيری ئی ويتناميان په ګوليو په نښه کولای
که چيری د سی آی ای يو غړی وی
که چيری ئی د نېشه يي توکو سوداګری کولای
هغه به آزاد وه او آزاد به ګرځيدای
لکه زما او ستا په شان به ئی ژوند کاوه»

لنون په ۱۹۷۰ کال کی له جاپانی اصله يوکو اونو سره چی د ويتنام د جنګ سرسخته مخالفه او په موسيقی کی هم بر لاسی وه واده وکړ. دغه همفکره او د ستم ضد مبارزی جوړی د واده لمانځلو په خاطر د اليزابت مونتريال هوټل ته ولاړل، هغوی د ژوند دغه ځانګړی خوږې شيبې د ويتنام د جنګ او په ټوليزه توګه په ټولی نړۍ کی د جګړی پر ضد په اعتراضی حرکتونو بدلی کړی. هغوی د «سولې بستر» (Bed Peace) تر عنوان لاندی يوه ستره تابلو، همدارنګه د سولی په پلوی او د جګړی پر ضد نور شعارونه د سټيج په سر وځړول. پداسی حال کی چی د رسنيو د طوفان په منځ کی محاصره شوي وه د يوې اونۍ په موده کی له خپلی خوني بهر نشول، دغه حرکت د يو نړيوال غبرګون بڼه ځان ته غوره کړه، جان لنون د نيکسون او د امريکا د نظاميګری سياست په وړاندی د رسنيو له لاری ډيری سختی نيوکې وکړی او له ممکني لاری ئی غوښتل چی د ټولی نړی په ځانګړی توګه د امريکا خلک د جنګ او ناخوالو پر وړاندی چی د هغوی دولت ئی تر سره کوی را وپاروي. د «فکر وکړه» سندره پداسی فضا کی خپره شوه چی وروسته تر هغه د جنګ د مخالفينو او غندونکو په ژبه ناسته زمزمه ده.

جان لنون او يوکو اونو «د سولې بستر» د هلو ځلو په حال کی
جان لنون او يوکو اونو «د سولې بستر» د هلو ځلو په حال کی

په رښتيا سره نشو کولای د جان لنونانو وجدان او شرف زمونږ د هيواد له ډيرۍ هنرمندانو سره پرتله کړو. د افغانستان ډیرۍ هنرمندانو هيڅکله هم ندی غوښتی چی د هغه زړه بوږنوونکو جنايتونو په هکله کوم چی زمونږ وطنی جنايتکارانو، روسی نیواکګرو او په همدی نژدی لسيزه کی د امريکايانو له خوا زمونږ په خلکو تر سره شويدی خپله خوله خلاصه کړی. په ډاګه وينو چی جان لنون د خپل ژوند له هري ګړۍ څخه ګټه تر لاسه کوی او هغه د زور او ظلم په وړاندی د خپلی مبارزی موخه ګرځوی، د ټولی نړۍ د آزادي غوښتونکو خلکو په زړونو کی د لنون تل پاتی ځای د همدی ټکۍ اصلی لامل دی.

د لنون هنرې ماشينداره ورځ تر بلی د سپينې ماڼۍ لپاره يو ستر خطر ګڼل کيده. لنون چی تر يوې اندازی د ويتنام د جګړی په وړاندی د يو رهبر بڼه غوره کړی وه په منظم ډول د امريکا د «اف.بی.آی» او «سيا» له خوا تر ټينګی څارنی لاندی نيول شوی وه او د هغه ټولې خبری او ويناوی ئی ضبط کولی.

«سولې ته موکه ورکړی» (Give Peace a Chance) سندره د جنګ پر وړاندی په یو غوڅ غبرګون بدله شوی وه چی يو ځل د سپينی ماڼی په مخ کی نژدی يو ميليون لاریون کونکو په يو آواز دغه سرود وغږاوه.

د امريکا دولت له يو داسی دښمن سره مخامخ شوی وه چی نه ئی د تروريست ټاپه ورباندی وهلی شوه او نه ئی د کمونيست تر نوم لاندی له منځه وړای شو. هغه يواځی خپل ګيتار او آواز خلکو ته د چوپړ په موخه کارولی وو چی نه اتمی بمب او نه د نړۍ ستر زبرځواک د هغه په وړاندی خنډ کيدای شو.

«امريکا د جان لنون پر وړاندی» (The US VS Johan Lennon) يو مستند فلم کی چی ديويد ليف (David Lif) او جان سچينفيلد (Johan Scheinfeld) جوړ کړی وه په خپرې شوی ويديو کی د امريکا د وخت جمهور رئيس ريچارد نيکسون نيغ په نيغه لنون ته ګواښ کوی:

«که چيری څوک د هنر پيشګې په صنعت کی بوخت وی او راولاړشی په يو سياسی لاريون کی ونډه واخلی د هغه دغه کار يوه قربانې او يو ستر شخصی خطر شميرل کيږی.»

د اف.بې.آی یو شمير بی نظمه اسناد د لنون په هکله د دی سازمان جاسوسی په ډاګه کوی.
د اف.بې.آی یو شمير بی نظمه اسناد د لنون په هکله د دی سازمان جاسوسی په ډاګه کوی.

د نيکسون دولت په يو جدی اقدام لاس پوری کړ. د ۱۹۷۲ کال په وروستيو کی د امريکا د کډوالو دفتر جان لنون او يوکو اونو ته يو ليک واستوه چی په هغه کی دوی ته ويل شوی وه ترڅو په ۴۰ ورځو کی امريکا پريږدي. د ايف.بې.آی په لاسوندونو کی په جان لنون او د هغه په دوستانو په کراتو د مخدره توکو د استعمال تورونه لګيدلی وه. د کډوالو دفتر د همدی تور له مخی امريکا څخه د هغوی شړل پلمه کړی وه. دهغه وخت پټوو لاسوندونو په ډاګه کړه چی پدې قضيه کی نيکسون مستقيم لاس درلود او د ايف.بې.آی يو شمير نورو لاسوندونو کی د لنون «جرم» د فعال انقلابی- امنيتی مسئله ذکر شويده.

د «جان ويکو لپاره ملی کميټې» او د «هنرمندانو د آزادې کميټې» د خپلو هلو ځلو په ترځ کی د کډوالو دفتر ته اعتراضی ليکونه استول، د څو ورځو په موده کی شاؤ خوا (۲۰۰) ليکونه د هنرمندانو او مخورو شخصيتونو له خوا «اجازه ورکړی چی په امريکا کی پاتی شی» ليږدول شوی وه د لنون او يوکو د پلويانو له خوا د پراخو نيوکو او اعتراضونو له کبله د امريکا دولت شاتګ ته اړ کړای شو. تر هغی وروسته د يو جنايتکارانه دايمی حل په فکر کی شول.

په پای کی د ۱۹۸۰ کال د دسمبر په اتمه نيټه کله چی جان لنون خپلی ميرمن سره په نيويارک کی خپل کور ته روان وه، د مارک ديويد چپمن په نوم د يو سړی له خوا تر بريد لاندی ونیول شول او ووژل شول. د امريکا دولت او ايف.بې.آی تر دوه مياشتو پوری د جان لنون د مړینی د لاسوندونو خپرولو اجازه ورنکړه، ادعائی کوله چی: «دا د ملی امنيت مسئله ده، د هغی خپرول له بهر څخه امريکا دغچ اخيستلو له خطر سره مخامخ کوی. له بلی خوا دهغه مرګ يوه ناڅاپی پيښه وه چی د يو ليونې سړي له خوا سر ته ورسيده». پداسی حال کی چی ډير زيات شواهد او مدارک د دی پخلې کوی چی قاتل ئی په هاوايی کی د «سيا» يو مامور وه او دغه جنايت د سې.آې.ای په لارښوونه تر سره شوی.

جان لنون چی د رښتېنولی او صداقت بيلګه ده، په انساني سترو ارزښتونو مېن وه، د آزادی او سولی دښمنانو د لنون د ژوند زغم له لاسه ورکړی وه، بالاخره د نړی دغه ويښ وجدان او روښانه ډيوه ئی مړه کړه. خو جان لنون د نړۍ په هر ګوټ کی د خلکو د نیواک ضد مبارزو څخه د خپل دوامداره او غوڅ ملاتړ په خاطرپه ځلانده ستوری بدل شوی ده چی هيڅکله هم توری وريځی د هغه د ځلا مخه ډب کولای نشی. لکه چی د هغه ميرمن د «امريکا د جان لنون په وړاندی» مستند فلم کی وايی: «هغوی هڅه وکړه چی جان لنون ووژنی، خو بريالی نشول، ځکه چی پيغام او هيلی ئی تر اوسه ژوندۍ دی» د کیوبا يو غښتلی سياست پوه ريکاردو الارکن (Ricardo Alarcon) وايی: «د دی سړي په هکله کولای شو هر څه ووايو خو پرته لدی چی ووايو هغه مړ دی»

له ناخوالو، تبعيض اوجګړې څخه د پاکی نړی لپاره لنون، د خپل کار او مبارزی په لړۍ کی د خپل ژوند په قربانولو سره ځان په ابدی انسان بدل کړ. د ويتنام د جګړی په وخت کی د لنون شتون د جنګ ضد غورځنګ کی ځانګړی ځای او ځلا تر لاسه کړي وه. د هغه تل پاتی «فکر وکړه» سندره چی له مالکيت، لوږې او ستم څخه د خلاصون، د نوي راتلونکی ورځی زيرې ورکوی تر نن ورځی پوری د ټولو غورځنګونو لپاره چی د پانګوالی جګړو په وړاندی مبارزه کوی په يو ابدی ځواک بدله شوی ده.

جان لنون او یوکو اونو په ديرش زره کسيزه لاريون کی
جان لنون ديرش زره کسيزه لاريون ته د وينا په حال کی کوم چی په ۱۹۷۲ کال د اپريل د مياشتی په ۲۲ نيټه د ويتنام د جګړی پر وړاندی په لاره اچول شوی وه.

د «امريکا د جان لنون پر وړاندی» فلم داونلود د تورنت شبکی څخه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 68 میلمانه آنلاین لرو