له مینې مجلې سره د سیلۍ غفار مرکه

قدرمنې سيلۍ غفار ته د مينې مجلې پوښتنې

همبستګي ګوند څنګه راپېژنې! دا ګوند له نورو ګوندونو سره څه توپير لري؟

د افغانستان د همبستګۍ ګوند د ۱۳۸۳ کال د وري په ۲۹مه نیټه د یو شمیر روڼ‎آندو له لوری په کابل کی رامنځته شو. د همبستګۍ ګوند توپیر له نورو ګوندونو سره دادی چی اول خو یی لاسونه د چا په وینو سره نه دی او دوهم دا چی په دې ګوند هیڅ داسی یو کس نشته چی د افغانستان په ویجاړۍ او یا د بیوزله خلکو په رټلو او زورولو کی لاس ولري. دریم توپیر یی دادی چی تل یی د جنایکارانو محاکمه غوښتی ده او په دې لار کی عملی ګامونه هم اخیستی دی، لکه د غویی اوومې او اتمې او امریکایی جنایتکارانو محاکمه کولو لپاره یی لاریونونه هم په لاره اچولی دی.

له نورو ګوندونو سره زمونږ بنسټیز توپیر دادی چی کوم ځانګړي قوم او لوري پوری تړاو نلری او د ټولنې ټول قومونه پکی ګډون لری او په ګڼو مسئالو کی پرته له معاملې او محافظه‎کارۍ خپل لیدلوری بیانوی او هیڅ بیروني قوت پوری ندی تړی. د افغانستان سیاست په ډګر کی ډیری ګوندونه د ډلو او کسانو د غوښتنو او یا د مافیایی تړاونو په اساس رامنځ ته شوی، خو زمونږ ګوند ددې لپاره چی ټولنې یو ولسې، پرمخ‎تللي او عدالت‎غوښتونکي او بنسټ‎پالۍ او نیواک ضد ګوند ته اړتیا لرله، رامنځ ته شو.

تاسو څه وخت سياسي مبارزه پيل کړه او د افغانستان غوندې په يوه نرواکه ټولنه کې، ښځه څومره د خطر احساس کوي؟

زه په کال ۲۰۱۳ کی د همبستګۍ ګوند سره یوځای شوم. مخکې می هم د یوې مدني فعالې په توګه کار کاوه خو د کار په اوږدو کی می پام شو چی په یواځي ځان مبارزه کومه پایله نلری نو له همدې کبله می وغوښتل خپله مبارزه د یو سیاسي ګوند په چوکاټ کی پر مخ یوسم. د همبستګۍ ګوند راته یواځنی ریښتینی ګوند ښکاره شو چی په عمل کی انسانی ارزښتونو ته درناوی درلود او د یوې خپلواکې او ډموکراتی ټولنې چی په هغې کی ټول انسان پرته له قوم، مذهب، نژاد، لوري...برابر ژوند ولری؛ مبارزه کوي.

له ګڼو ان.جی.اوګانو او نورو بنسټونو سره د کار په لړ کی په دې وپوهیدم چی د هغوی اصلی موخه خلکو ته کار بلکه تجارت او د پیسو لاسته راوړل و. دې حقیقت ته ورسیدم چی د افغانستان بیارغونې او انسان‎دوستانه مرستو په نامه د امریکا او لویدیځ له لوری د ټولنې انجیویزه کول، ددې پر ځای چی د هیواد او خلکو ټپونو ته مرهم وي په عمل افغانستان د مرګ کندې ته غورځاوه. د انجیوګانو له لاری نیواکګرو وکولای شو چی د روڼ‎اند او پرمختللو انسانانو یو نسل د هغوی جیبونو ته د ډالرو اچولو په واسطه، د هغوی وجدان واخلی او په خپلو چوپړانو یی بدل کړي.

دغو او ورته نورو تجروبو راته دا پوهاوی راکړ چی د ناپوهۍ، ارتجاع، نیواکګرو او ناتار څخه د خلکو ژغورلو یواځنۍ لاره د یو پرمخ‎تللی او ولسي ګوند په چوکاټ کی فعال سیاسي مبارزه ده او بس.

دا سمه ده چی په یوه نرواکه ټولنه کی ښځۍ له ګڼو ستونزو سره مخ وی، خو که ښځۍ په خپل توان وپوهیږي او د خلاصون لپاره په آګانه ډول مبارزه وکړي نو دا خنډونه به یوه ورځ له منځه ولاړ شي ځکه پرته له دې بله لاره نشته. آزادی چاته په خیرات کی نه ورکول کیږي، د هغې لاسته راوړلو لپاره باید جدی مبارزه وشی او تر هغې چی ښځې په خپله د خلاصون لپاره لاس په کار نشي، دا ستونزي په پای ته ونه رسیږي.

د ډيورنډ کرښې په اړه ستاسو د ګوند پاليسي څه ده؟

د ډیورنډ کرښې په اړه زمونږ پالیسي ډیره روښانه ده. د ډیورنډ لیکه د کشمیر د مسئلې په څیر د انګلیس د نیواک ناولي میراث دي چې تر اوسه پوری یی د دښمنۍ تخم پاتي دي. زموږ خلک او تاریخ پرته له شکه د ډیورنډ تړون چې د هیوادپلورونکي امیر له لوري لاسلیک شو، یو ملی خیانت شمیری. خو په ورته وخت کی باید ومنو چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان خلکو برخلیک چی د افغانستان خلکو پرتله نسبتاْ د ښه اقتصادي او ټولنیز حالت څخه برښمند دي، باید د یوې آزادې او عادلانه ټول‎پوښتنې له لارې وټاکل شي. دغه امر په طبیعی ډول هغه وخت د پلې کیدو وړ دی چې په ډواړو هیوادونو کی خپلواک او ولسي دولتونه واکمن وي.

په اوسني وخت کې د افغانستان متحد کوم قدرت کېدلای شي، تاسو ولې د امريکا په اړه ډېر بد نظر لرئ.؟

مونږ په دې باور یو او تاریخ هم دا په ډاګه کړی تر هغې چی یو ولس خپله په خپل لاس له دغه کړکیچن حالت څخه ځان خلاص نکړي، هیڅ یو بهرنۍ ځواک نشی‎کولای زمونږ خلکو ته نیکمرغي راولی.

زما په آند سمه به دا وی چی ووایو مونږ د نیواکګرې امریکا په اړه ډیر ښه نظر لرو. په تیر ۱۶ کلونو کی که مونږ د امریکا کړنو ته وګورو نو پرته له خیانت او جنایت او وینې‎بهونې بل کار ندی کړی. کله یی زمونږ د خلکو جنازې بمبار کړي او کله ودونه، کله یی پر مړو میتیازې کړي او کله یی ترینه د لاس ګوتې د یادګار په څیر پرې کړي دي. دوی د «دموکراسۍ، ښځو حقونو او ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې» په پلمه پر افغانستان یرغل وکړ خو په پایله کی د ښځو او دموکراسۍ ضد عناصر لکه سیاف، خلیلی، عبدالله، اسماعیل خان، محقق، رباني، قانوني، فهیم، ملا تره‎خیل... د افغانستان خلکو او په ځانګړی توګه د کړیدلو ښځو په برخلیک واکمن کړل. ترهګرۍ ورځ تر بلی په ډیریدو ده. ځناوره ډله لکه داعش منځ ته راغله چی جنایتونه یی مونږ هره ورځ ګورو. نو د امریکا دې تورو کارنامو ته په لیدو سره باید ووایو چی زمونږ د ګوند لید ددغه جنایتکاره او جنایت‎روزونکي هیواد په اړه په واقعیتونو ولاړ دی. هغه خلک چی نن امریکا ته سجده کوی او د په افغانستان د امریکا پاتې‎کیدو سوالونه کوی دوی تاریخ او زمونږ رنځیدولو خلکو ته مخ‎توری دي. مونږ د خپلو خلکو په ځواک پوره باور لرو او پوهیږو چی یوه ورځ به امریکا زمونږ په هیواد کی ماته خوری لکه په ویتنام او کوریا او لاتینی امریکا کی چی ماته وخوړه.

په افغانستان کې نږدې هر ګوند د پلويانو موندلو لپاره اسلامي ټکی له ځان سره تړلی، په داسې سياسي چاپېريال کې يو سيکولر ګوند څنګه پلويان پيدا کولای شي؟

ښه به دا وی چی ستاسو درندو لوستونکو ته دا روښانه کړم چی ولی زمونږ ګوند اسلامی پیشوند او پسوند نلری. په افغانستان ډیری او که ووایو چی نږدې ټول ګوندونه اسلامی پیشوند او پسوند لری او د اسلام په نوم یی په زرګونو خلک وواژل، پر ښځو یی جنسي تیري وکړ، د خلکو کورونه یی لوټ کړل... او نن هم کله چی د ستیج سر ته پورته کیږي نو په اوږدو آیتونو خلک غولوی. نو ددې لپاره مونږ نه غواړو د اسلام په نوم خلک وغولو.

دوهم خبره د سیکولایزم، په افغانستان لا تر اوسه هم خلک د سیوکولاریزم نه د کفر برداشت لری چی دا ناسمه ده. په یوه سیکولار ټولنه کی د دیني تاجرانو دکانونه بندیږي او بس. له همدې کبله همدغه تاجران چی کلونه – کلونه یی د خلکو له عقایدو ناوړه ګټه پورته کړی د سیکولاریزم مخالفت کوي. مونږ په دې پوره باور لرو چی د خلکو پوهې په لوړیدو سره سیکولاریزم ته هم لاره هواریږي.

په اکثرو لويو ښارونو کې نا مسوله وسله وال او ټوپک سالاران په قدرت کې دي، ايا د دې هيله شته، چې ځای به يې يوخت سيکولر او د زور له لارې د قدرت نيولو دود به پای ته ورسيږي؟

پرته له شکه چی دا کار به کیږي. مونږ په بدلون باور لرو او که چیرې مو پدې باور نه درلودې نو مبارزه مو هم نه کوله. ناهیلي د ماتې په مانا ده او مونږ هیڅکله هم ماته نه منو. لکه څنګه چی مخکی می وویل یوه ورځ به د افغانستان خلک په آګاهانه ډول راپاڅیږي او دې ټولو ناخوالو ته به د پای ټکی کیږدي.

د حکمتيار او نورو جهادي رهبرانو څه ډول محاکمه غواړئ؟

د ګلبدین په شمول د تیرو څلور لسیزو ټولو جنایتکارانو علنی ملی او بین‎المللي محاکمه غواړو. داسی یوه محاکمه چی پکی ریښتینی عدالت پلی شی او قربانیانو ته د قناعت وړ وي. ځکه مونږ په دې باور یو چی د یو روښانه راتلونکی لپاره باید له تیر سره حساب پاک کړو. او دا په داسی یو حکومت کی شونې ده چی هغه د خلکو رأی په واسطه منځ ته راغلی وی نه د جان کیري له لوري.

په افغانستان کې د نا امنۍ پېښې او مرګونه ډېر دي، خو په ټولنيزو شبکو کې ډېری خلک د وژنو تصويرونه خپرول ښه نه ګڼي او استدلال کوي، چې پر خلکو ناوړه رواني اغېز کوي او د وحشتونو پر وړاندې حساسيت له منځه وړي، خو ستاسو په مجله او ويبسايټ کې داسې تصويران ډېر خپريږي، په دې اړه تاسو څه نظر لرئ؟

دا ریښتیا ده چی په افغانستان کی هره ورځ ډیرې زړه‎بوږنونکی پیښې ترسره کیږي چی لیدل او اوریدل یی ډیر ستونزمن کار دی خو له بده‎مرغه همدا د افغانستان واقعیت او دا زمونږ دنده ده چی خلکو ته دا واقعیت څرګند کړو. ځکه تلویزیونونه او راډیوګانې ټوله ورځ لګیا دی خلک په درواغجنو انځورونو او ویډیوګانو غولوي. که چیری یو دولت یا امریکا یو وړوکی پُل هم جوړ کړی نو دا رسنۍ هغه په کراتو ښایی خو که د امریکا په بمبار کی په لسګونو خلک هم ووژل شي په هغې پرده اچوی او یا یی په ناسمه توګه خپروي. نو دا زمونږ دنده ده چی دا تریخ واقعیت خلکو ته ووایو او خپور کړو.

او له بل پلوه د یو تاریخی سند په توګه هم ددی انځورونو خپرول اړین دي. که چیرې د امریکا او طالبانو او داعشیانو ځناورو کړنو انځورونه خپاره نشی نو راتلونکی نسل په تیاره کی پاتی کیږي. هغوی بیا په دې نه پوهیږي چی زمونږ په هیواد کی څه تیر شوی او دغه هیوادونه چی د دموکراسۍ او بشر حقونو نغاره وهی کوم جنایتونه یی زمونږ د خلکو پر وړاندې ترسره کړي دي.

ستاسو غږ په نړۍ کې څومره ملاتړ لري؟

نږدي ټول دموکرات او دموکراسی پلوه خلک او ګوندونه مونږ پیژني. او مونږ هم په نړي کی له دموکراسی‎پلوه او روڼ‎آندو څخه تل پلوي کړی ده. مونږ د جلال‎آباد په ښار کی د ایران روڼ‎آندو لکه فرزاد کمانګر، شاهرخ زماني، شیرین علم هولی... او کوبانی ِغښتلو او مبارزو ښځو په پلوی لاریونونه کړی او له هغوی څخه مو ملاتړ اعلان کړی دی.

د جنګسالارانو پر وړاندې له مبارزې پرته د يووالي(همبستګی) نور کوم ټکي دي، چې خلک پرې راټولېدای شي؟

ډیر ټکی دې خو په لنډه توګه باید ووایم چی زمونږ د ګوند موخې چی عبارت دی له (خپلواک، آزاد، دموکراتیک او یو موټی افغانستان / د سیکولاریزم او دیموکراسۍ پر ستنو ولاړ ملی یووالی / د ښځو او نارینه او د هیواد ټولو پرګنو مساوی حقوق / د هر ډول بنسټ پالنې او بهرنۍ لاسوهنې پر وړاندې مبارزه / د امریکایی او ناتو نیواکګرو قوتونو سم لاسي وتنه.)داسی روښانه ټکی دي چی د هر ملی او مبارزه کس د زړه خبري دي.

د شخصي ژوند او کورنۍ په اړه مو معلومات راکړئ؟

د امنیتي ستونزو له امله ډیر څه نشم ویلی خو دومره به درته ووایم له یوې روڼ‎آندې کورنۍ څخه یم او تل به د خپلو خلکو تر څنګ ولاړه یم.

په پای کی د «مینه» مجلې له ټولو کارکونکو څخه د زړه له کومی مننه کوم چی د امنیتی ستونزو او ګواښونو او مالي ستونزو سربیره تاسو زمونږ خلکو ریښتینی غږ یاست او د هیواد تراخه واقعیتونه خپروۍ، او زورواکو او بنسټ‎پالانو ته غوړه‎مالی نه کوۍ. تاریخ به تاسو د باوجدانه او پر هیواد مین انسانانو په توګه په یاد ولري. تاسو می د مینې ډک سلامونه ومنئ.

مننه
عزت الله ځواب

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 199 میلمانه آنلاین لرو