په افغانستان کې د آسټرالیا خونړي لاسونه

په افغانستان کې د آسټرالیا خونړي لاسونه

د امریکا او ناټو په وسیله د افغانستان د نیولو وروسته د نړۍ ۴۰ هیوادونو د خپلو ګټو او بهرني نفوذ د پراختیا په موخه د امریکا سره ملګري شول او په دې ترتیب یې افغانستان د جنګ په ډګر کې د پاتې شونې په حیث په خپلو کې وویشو. آلمانیانو شمال خوښ کړ، انګلیسانو په هلمند کې د کوکنارو کرکیله خړوب کړه، ایټالویانو هرات ولکه کړ او په پایله کې د ارزګان برخلیک آسټرالیا لاس ته ولوید. د دوی په منځ کې برلاسه امریکایان وو، چې تل او په هر ګوټ کې حضور لري، ختیځ، لویدیځ، شمال او سهیل نه پیژني او خونړیو لاسونو یې تر دا دمه زموږ د لسګونو هیواد والو ژوند اخیستی دی.

هر یو نیواکګر هیواد خپل تر ولکې لاندې سیمو کې خلک د ویر په ټغر کښینول. هغوی د خلکو د غولولو په موخه وړې او مخبینايي پروژې پکار واچولې، لیکن په پټه یې تر ټولو په بیرحمه کسانو پانګه اچونه وکړه تر څو خپلو کورونو ته بیرته ستنیدو وروسته هم زموږ د کړیدلي ولس په سرنوشت لوبې وکړي. د ټوپکوالو څخه د ملاتړ په ترڅ کې د هر یو عطا، قومندان رزاق، اسدالله خالد، د حاجی قدیر کورنۍ او داسی نورو وینه څښونکو مهرو تر څنګ آسټرالیا هم له نورو څخه وروسته پاتې نشوه او د مطیع الله خان په نوم کس یې د خلکو په اوږو سور کړو. کیدای شي ځینې خلک هغه یوازې د ارزګان د امنیه قومندان په توګه وپیژني چې د ۲۰۱۵ ز کال د مارچ په ۱۹ مه په کابل کې ووژل شو. لیکن د هغه واک یوازې د هغه دغې څوکۍ پورې محدود نه و. هغه په ارزګان کې همه کاره او د خلکو په وینا د ارزګان امپراتور و. لیکن هغه څنګه او د چا په ملاتړ د غه مافیایي کړۍ رامنځ ته کړه؟ رښتیا هم مطیع الله څوک و؟

مطیع‌الله
مطیع‌الله

مطیع الله په ۲۰۰۱ ز کال کې یو ټکسي چلوونکی و. هغه وروسته له دې چې د بهرنیو ځواکونو په ځانکړي ډول د امریکایي او آسټرالیایي ځواکونو سره آشنا شو، نو په دې وتوانید ترڅو د هغوی ملاتړ ترلاسه او د وسلوالې ډلې په جوړلولو لاس پورې کړي. آسټرالیایي ځواکونو به پریمانه پیسې د هغې په واک کې ورکولې تر څو په سهیل کې په یو ځواکمن جګړه مار بدل شي. د ۲۰۱۵ ز کال د اپریل په ۱۵ مه د آسټرالیا د «د ایم نیټورک» ورځپاڼې د «لیونتوب ساتنه: آسټرالیا څرنګه په افغانستان کې د جنګسالار څخه ملاتړ وکړ» تر عنوان لاندې لیکي:

«په ډیره لږه موده کې هغه د یو عادي ټکسي چلونکي څخه په میلیونر بدل شو، چې د ناټو د کاروانونو د امنیت مسوولیت یې پر غاړه درلود. برسیره پر دې چې هغه د بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن و، هغه د ارزګان د امنیه قومندان په توګه وټاکل شو. موږ د هغه شخصي ځواک ته چې د ارزګان د امنیت کنډک په نوم یادیدو قرار دادونه ورکړل تر څو زموږ اډو ته امنیتي خدمات وړاندې کړي».

د «نیویارک ټایمز» ورځپاڼه د ۲۰۱۰ ز کال د جون په ۵ مه د دیګسټر فلکنز په قلم لیکي:

«مطیع الله به د لویو لارو د ساتنې په پلمه پیسې لاسته راوړې. د هغې کسانو به د هر لوی موټر څخه ۱۲۰۰ ډالر او د کوچني موټر څخه به یې ۸۰۰ ډالر تر لاسه کول. هغه د یو ملګري په وینا میاشتنې عاید یې دونیم میلیونه ډالر دی. دا یو ملا ماتونکی رقم دی د هغه هیواد لپاره چې د بیوزلی سره لاس او ګریوان دی.»

د امریکا او آسټرالیا تر څنګ د افغانستان دولت هم د مطیع الله د مالي ملاتړ کوونکو څخه و. په لاندنې مطلب کې به یې ولولو:

«د افغانستان دولت هم د مطیع الله پورې تړلي ځینې کسانو لګښتونه ورکوي. د هغه هوکړه لیک په اساس چې د هغې او د کورنیو چارو وزارت تر منځ شوی، دولت د ۱۵۰۰ کسانو څخه د ۶۰۰ کسانو لګښت په غاړه لري، سره له دې چې د هغه ځواکونه د د دولت په ولکه کې نه دي.»

که څه هم «نیویارک ټایمز» هغې پورې تړلي وسلوالو کسانو شمیر ۱۵۰۰ کسان ښودلي، لیکن د هغې د مرګ نه وروسته دا جوته شوه چې لږ تر لږ ۳۰۰۰ په وسلو سنبال کسان یي په واک کې لرل. د خپلو ټوپکوالو جنایتکارو په وسیله هغه به په میاشت کې دوه نیم میلیونه ډالر د لویو لارو په شکولو، سړي تښتونې، غلا او د مخدره توکو د لیږد رالیږد څخه لاسته راوړې. یو وار هغه خپلو مخالفینو ته په ګواښ کې وویل چې کولای شي په هغه پیسو چې د آسټرالیایي ځواکونه یې دې ته ورکوي ځان وژونکې راونیسي او هغوي به له منځه یوسي. د «ویکي لیکس» ویب پاڼې لخوا په رابرسیره شوي لاسوندونو کې مطیع الله د مخدره توکو قاچاق وړونکې او جنګسالار یاد شوی. د آسټرالیا استخبارات په دې ښه خبر و، چې هغه د فاسدو جنګي جنایکارانو څخه یو دی، سره له دې د اسټرالیا د پوځ او د استخباراتو په هڅه او هاند هغه د ارزګان ولایت د امنیه قوماندان په توګه وګمارل شو.

مطیع‌الله

مطیع الله سره له دې چې د آسټرالیایي ځواکونو باوري متحد و، د طالبانو سره یې هم پټې اړیکې لرلې. په حقیقت کې هغه د طالبانو، امریکا او آسټرالیا تر منځ د منځګړي نقش لوباوه. آسټرالیانو پرته له دې چې د افغانستان دولت خبر کړي، د مطیع الله خواخوږي کسان یې د نظامي زده کړو لپاره سیډني ښار ته ولیږدول. آسټرالیانو هغه چا ته اړتیا درلوده چې په سیمه کې یې ګټې خوندي وساتي. ربړونه، بی ګناه وژنو، لوټمار او په لسګونو نور جنایاتو هغوي ته هیڅ ارزښت نه درلود. بهرنیو ځواکونو هغه ته دا ډاډ ورکړی و، چې په هره مسله کې لاسوهنه او څه چې خوښ وي هغه وکړي. سره له دې چې هغه خپله د لویو لارو قومندان و، لیکن والي او د ولایت نورو چارواکو ته به یې سرخوګي جوړوله. والیان به د ده په خوښه ټاکل کیده، پرته د دې له خوښې هیڅ چا دا جر‌ت نه درلود چې په ولایت کې شپه سبا کړي.

د بي بي سي خبریال ملیار صادق زاده چې له نږدې څخه یې د هغه سره لیدنه کړې په خپله هغه مقاله کې چې د ۲۰۱۵ ز کال د مارچ په ۲۱ مه د بي بي سي په ویب پاڼه کې خپره شوه، راغلي:

«مطیع الله دا ومنله چې د والیانو په ګمارلو کې د مرکزي حکومت سره ستونزه لري. د هغه په باور حکومت په ډیری مواردو کې د سیمه ییزو مشرانو مشورې پرته فاسد کسان ټاکي. عبدالحکیم منیب او اسدالله همدم دوه تنه هغه والیان چې په وروستیو کې یو په بل پسې د دغه ولایت مقام څخه ګوښه کړای شول. په ۲۰۰۹ ز کال کې مې د مطیع الله سره د هغه په کور د والي اسدالله همدم په اړه وپوښتل، چې هغه چیرته دی؟ غواړم د هغه سره مرکه وکړم مطیع الله وویل: "هغه کمونیسټ و دلته یې کار ونشو کړای او وتښتیدو. ما د هغه پرځای د ولایت مرستیال حاجي خدای رحیم د سرپرست په توګه ټاکلی دی".

ما د ولایت د سرپرست سره د مرکې لپاره د قوماندان مطیع الله څخه د مرستې غوښتنه وکړه. هغه خپل ورور ته لار ښوونه وکړه تر څو د ولایت سرپرست د کروندې څخه میلمستون ته را وبولي. د ولایت مرستیال او سرپرست حاجي خدای رحیم څخه می تپوس وکړو چې آیا دا رښتیا دي چې تاسې یو بزګر یاست او اوس هم د خپلې کروندې څخه راغلي یې؟ وې ویل: "هو زه بزګر یم. سږ کال مې غنم، جوار او مۍ کرلي دي. څه موده وړاندې مې خپل د بادامو حاصلات هم ټول کړل. "د هغه څخه مې د قوماندان مطیع الله د کړنو په اړه وپوښتل نو وې ویل: "مطیع الله خان خو د ارزګان د امنیت د ملا تیر دی"».

هغه د احمد ولي خان کرزي سره هم ښې اړیکې درلودې. دې اړیکو هغه ته دا وړتیا ورکوله تر څو هر جنایت ته لاس واچوي. ځکه چې هغه سیمه ییز، دولتي او نړیوال ملاتړ له ځان سره درلود. د ۲۰۱۰ ز کال د نوامبر په میاشت کې د «ګرین لیف ویکي» ورځ پاڼه «مطیع الله خان: زموږ سړی په ارزګان کې» تر عنوان لاندې یوه پیښه راخلي چې څرنګه د مطیع الله کسان په قندهار کې د مشرانو په یوه غونډه یرغل کوي او ځینې کسان ورته وژني.

« د مطیع الله د بیرحمۍ کچه هغه مهال په ډاګه شوه کله چې په ۲۰۱۰ ز کال د جولای په ۱۸ د ټول وژنې پیښه رامنځ ته شوه. د آلمانۍ ورځپاڼې «دی پیرس» د راپور په اساس د مطیع الله ځواکونو د قندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې په یوه ۸۰ کسیزه غونډه ناڅاپي برید وکړ چې ۵ تنه یې د برید په پیل کې چرماري او پاتې ۷۵ کسان یې د چاکوانو په وسیله له منځه وېوړل.

د چوره ولسوال محمد داود په وینا، هغوي دغه کسان ربړولي په اوږه او په پښو یې په چاکوانو وهلي. وروسته بیا کیمیاوي مواد یې ورته په جسدونو شیندلي ترڅو هویت یی ونه پیژندل شي».

مطیع‌الله

د مطیع الله ځینې هغه کسان چې د آسټرالیایي ځواکونو لخوا یې روزنه لیدلې وه، د هغوي سره اوږه په اوږه د جګړې ډګر ته تلل آن تر دې چې هغوی به د آسټرالیایي ځواکونو یونیفورم په تن او بیرغ به یې په لاس و.

آسټرالیا هم د نورو نیواکګرو ځواکونو په شان د « تروریزم پر وړاندې مبارزه» او «بشري حقونو» تر نامه لاندې پر افغانستان یرغل وکړ. لیکن په رزیله جنایتکارانو باندې د پانګه اچونې په وسیله یې زموږ د ولس پر حق تر ټولو لوی تیری وکړو.

د جان محمد خان د ترور کیدو وروسته، د هغه وراره او زوم مطیع الله واک ته ورسید. د ګټو اختلاف او کورنۍ شخړو په پایله کې اوس هغه هم له منځه ولاړ او ورور یي رحیم الله د هغه ځای ناستی شو. داسې جنایتکاران پرته له دې چې د تیر حساب ترې واخیستل شي یو په بل پسې د تاریخ تورې کندې ته لیږل کیږي، لیکن د مړینې وروسته ورته د اتل لقب ورکول کیږي او د کورنۍ سټه او ریښي نورې هم ور غوړوي. په دې هیله چې یوه ورځ دغه ټول وینه څښونکي د خپلو کړو اعمال په خاطر ولسي محمکې ته راکش او پاتې نورو جنایتکارانو ته سبق شي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 126 میلمانه آنلاین لرو