د کابل موزیم د ګاډو ټولګه د شورا نظار له خوا لوټ شو

د کابل موزیم د ګاډو ټولګه د شورا نظار له خوا لوټ شو

د کابل په موزیم کی تر ۱۳۷۱ کال پوری د سل‎زره په شاوخوا کی تاریخی ارزښتمندې ډبرې، دګاډو ټولګه د ډیرو کلونو په اوږدو کی د افغانستان واکمنانو ته د مختلفو هیوادونو له خوا ډالی ورکړل شوی وې ساتل کیدې. په دی ټولګې کی ګران بیه او د مردکی ضد ګاړی هم وه چی جوزف استالین د شوروی د وخت مشر او د دویمی نړیوالی جګړی ګټونکي ظاهر شاه ته یی سپارلی وه. اندریا برونو او سیون کنراد دو تنه د (یمی ویژن اژانس) انځورګرانو ددی ګاډونه راپور جوړ کړی چی په هغی پوهاوی دردونکی دی.

د کابل موزیم د ګاډو ټولګه د شورا نظار له خوا لوټ شو
ګران بیه ګاړی ZIZ-110
د کابل موزیم د ګاډو ټولګه د شورا نظار له خوا لوټ شو
هغه ځای چی په هغی کی ګاډي ساتل کیدل د تنظیمی سپوو د اخوډب له امله په ویجاړی اووختیدلی

د روسانو د تیري په موده کی، ددی ګاډو د ساتل کیدو ځای ویجاړ شوی وه له همدی امله په ۱۹۹۱ کال کی (یونسکو) د طبعی پیښو څخه ددی تاریخی اثارو ساتلو لپاره یو نوی ځای جوړ کړو. په کابل کی د جهادی تنظیمونو واکمنۍ څخه وړاندی د افغانستان په ملی موزیم کی سل زره مختلف ډوله آثارو شتون درلود چی له هغې ډلی څخه ددوی د واکمنۍ پر مهال ددغو آثارو اویا سلن لوټ شول. د ظاهر د ټولګې اکثر ګاډی غلا او یا د وسپنو په ټوټو بدل شول او پاکستان ته واوښتیدل.

د کابل موزیم د ګاډو ټولګه د شورا نظار له خوا لوټ شو
قومندان عیدی ترک په پنجشیر کی د هغه ګاډی سره چی په تالان کی یی وړی

قومندان عیدی عبدل ترک ډریور او د مسعود د باور وړ کس و چی یو ډول Austin-A135 انګلیسی ګاډی د غنیمت مال په بڼه د خپل ځان سره پنجشیر ته وړی چی د۲۰۰۱ کال تر منی پوری د هغه په کور کی وه خو نن ورځ د هغه د برخلیک څخه کوم خبر په لاس کی نشته. هیڅ څوک نه پوهیږی چی کوم شمیر ګران بیه د موزیم آثار اوس هم په پنجشیر او د شورای نظار د قومندانانو سره شته دی.

د کابل موزیم د ګاډو ټولګه د شورا نظار له خوا لوټ شو

نصیرالله بابر د پاکستان دکورنیو چارو پخوانی وزیر یوه موده منلی وه چی د کابل موزیم یو شمیر آثار له هغه سره شته دی د اطلاعاتو له مخی، ګلبدین هم په ځانګړی بڼه د شاه امان الله خان تفنګچه د ضیاالحق ځوی اعجازالحق د پاکستان فوځی دیکتاتور او د افغانستان د وینی څښونکو بانډونو ملاتړ کونکی ته ډالۍ کړی ده. نو څرنګه چی په تیرو ۱۵ کلونو کی یو فاسد او نوکر دولت په هیواد کی واک درلود، هیڅکله یی ددی آثارو بیرته لاسته راوړو لپاره د هغه دواړو او د ټولو پاکستانی ناولو جنرالانو څخه کوم کوښښ نه دی شوی.

د کابل موزیم د ګاډو ټولګه د شورا نظار له خوا لوټ شو
د کابل موزیم د ګاډو ټولګه د شورا نظار له خوا لوټ شو
د کابل موزیم د ګاډو ټولګه د شورا نظار له خوا لوټ شو
د کابل موزیم د ګاډو ټولګه د شورا نظار له خوا لوټ شو
د کابل موزیم د ګاډو ټولګه د شورا نظار له خوا لوټ شو
د کابل موزیم د ګاډو ټولګه د شورا نظار له خوا لوټ شو
د کابل موزیم د ګاډو ټولګه د شورا نظار له خوا لوټ شو

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 56 میلمانه آنلاین لرو