«ملی ډمکراسی بنسټ» د امریکا د توکم‎پالنې د مخ پټولو پرده ده

«ملی ډمکراسی بنسټ» د امریکا د توکم‎پالنې د مخ پټولو پرده ده

یرغلګرهیوادونه چی ژوند یی په جګړی او یرغل پوری تړلی دی ددی دپاره چی پرمختللی او ټولنیز حکومتونه له منځه یوسی بیلابیل وسلو نه ګټه پورته کوی. دا هیوادونه کله د توکم‎پالنې سره مل کیږی او کله د ډموکراسۍ د نوم څخه ګټه پورته کوی. ددی نه وروسته چی د امریکا لغړه توکم‎پالنه د لاتینی امریکا په هیوادونو کی بدنامه شوه او د دیکتاتوری په زدکړی یی زرګونه تنه په هغه ځای کی ووژل، کوښښ کوی چی خپله خوړجنه څیره د ظاهری جامو په اغوستلو پته کړی. همدا لامل وه چی لسګونه ټولنی یی د «ډیموکراسۍ»، «خپلواکۍ» او «بشر حقونو» په ورستاړی او مختاړی جوړی کړی چی ددی د ډلی یوه هم «د ملی ډیمکراسی بنسټ»(national endowment for democracy) وه چی بنسټیزه او اصلی دنده یی د امریکا ضد دولتونو راپرځول او د امریکا مریانو ملاتړ دی.

«ملی ډموکراسۍ بنسټ» د څلورو نورو ټولنو له خوا مشرتابه کیږی چی دهغی تر شا بډایان او یا د هغوی دلالان ځای لری
«ملی ډموکراسۍ بنسټ» د څلورو نورو ټولنو له خوا مشرتابه کیږی چی دهغی تر شا بډایان او یا د هغوی دلالان ځای لری

د ساړه جنګ په پړاو کی او ددی نه مخکی سی.آی.ای خپل ځینی مامورین د مالوماتو لاس ته راوړو او ویجاړۍ لپاره د نړی بیلابیلو هیوادونو ته واستول چی په ګڼو دغه ماموران وپیژندل شول او دی سی.آی.ای موخو پرمخ وړل ورته ګران شول. د کارونو اسنتیا او د څارګرو سازمانونو مامورینو پوښښ په موخه، امریکا د «ملی ډیموکراسۍ بنسټ» جوړ کړ چی په مستقیم ډول د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت بودیجی څخه د «یو.ایس.اید» پوری تړلی بودیجی یوی برخی په توګه ډیریدلی. دا بویجه چی په پیل کی ۵۰ میلیونه ډالره وه په ۲۰۱۰ کال کی د انسانی ضد کړنو په ډیریدو یو میلیارد ډالرو ته ورسیده. ددی ټولنی جوړښت له مخکی نه څرګند وه ولی په کال ۱۹۸۳ کی په رسمی بڼه د ریګان د امریکا دوخت رییس جمهور له خوا اعلان شو. د «ملی ډموکراسۍ بنسټ» د پردی تر شا د څلورو نورو ټولنو له خوا رهبری کیږي چی د هغې په سر کی بډایان او د هغوی دلالان ځای درلود چی عبارت دی له :۱- «د امریکایی کارګرانو نړیواله ټولنی مرکز» چی دغه ټولنه د جان جی سوینی (john j. Sweeney) له خوا اداره کیده چی همدغه مهال کی د سوداګری ټولنی رییس هم وه. ۲- «د نړیوال اقتصاد خپلواک مرکز» چی د توماس جي دونهو (Thomas J. Donohue) تر مشرتابه لاندی دی او د امریکا د سوداګرۍ خونو ریاست په غاړه درلود. ۳- «د جمهوري غوښتونکو نړیوال بنسټ» چی سناتور جان مک کین د هغی په مشرتابه کی ځای درلود. ۴- «په نړیوالو چارو کی د ملی ډیمکراسی بنسټ» مادلين آلبرايت د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، د هغی ریاست په غاړه لری.

د «ملی ډموکراسۍ بنسټ» ددی په خوا کی چی لوړه بودیجه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نه تر لاسه کوی د دری نورو ټولنو څخه هم پیسې تر لاسه کوی تر څو وښایی چی یو خصوصی او خپلواک بنسټ دی. د این.ای.ډي دری ملاتړکونکی بنسټونه: «اسمیت ریچاردسون بنسټ»، «جان ام ولین بنسټ» او «ليند او هري برادلي بنسټ» دی. تیر میسان، فرانسوی لیکونکی له سی.آی.ای سره ددی بنسټ مرستو په اړوند داسی لیکی:

«ډیری وخت پیژندل شوی کسانو چی د سی.آی.ای په پټو عملیاتو کی ګډون درلود، ددغه بنسټ د اجرای شورا غړی او یا مدیره استازی وو، ددی ډلی کسانو څخه کولی شو اوتو رايخ (Otto Reich)، جان نگروپونت (John Negroponte)، هنري سينسنروس (Henry Cinsneros) و اليوت آبرامز (Elliot Abrams) ته اشاره وکړو.... په دوامداره توګه، دملی ډموکراسۍ بنسټ د وين وبر (Vin Weber)، چی د مینسوتا ایالت پخوانی جمهوری غوښتونکی استازی و، د شدید محافظه کاری ټولنی "امريكا امپاور" بنسټ ایښودونکی او په ۲۰۰۰ کال کی د جورج بوش د مالی ملاتړکونکو تبلیغاتی ارګان مسئول له لوری رهبری کیده، په همدغه حال کی ددی سازمان اجرایی مدیر هم كارل گشمن (Carl Geshman)، د امریکا د پخوانی سوسیال دموکراتانو مسئول او یو تروتسکیست او د نویو محافظه کارانو د نظام غړی دی ... په ساده وینا ، د ملی ډموکراسۍ بنسټ د پټو عملیاتو دوام دی.»

د «آر.ټی» سایټ په ۲۰۱۰ کال د نوامبر په ۱۷مه نیټه د «د ډموکراسۍ تبلیغ: د رژیم بدلون لپاره د امریکا نوی فارمول » تر سرلیک لاندی مطلب کی لیکلی:

«آلن وین‌تین، د ملی ډموکراسۍ یو تن بنسټ ایښودونکي "واشنگتن پست" ورځپاڼی ته په ۱۹۹۱ کال کی څرګنده کړه، ډیر کارونه چی موږ یی اوس ترسره کو په پټه بڼه د سی.آی.ای سازمان له خوا ۲۵ کاله مخکی ترسره کیدل.» دغه ټولنه د خپلو تورو موخو پر مخ بویلو لپاره هغه کسان چی لږه پیژندګلی ولری په ډموکراسۍ سینګار وی ترڅو په آسانۍ سره څوک پری شکمن نشی. لارنس ویکرسون د کولن پاول ستاد رئیس «آر.ټی » سره په مرکه کی د ۲۰۱۰ کال د نوامبر په۱۷ نیټه کی وایی: «مونږ دا کارونه د عملیاتی عناصرو له لاری او غیر دولتی سازمانونو او د هغه کسانو په مرسته چی د پردی تر شا مخکی خپلو کارونو له امله لږ بدګمانه دی تر سره کوو. ولی پوښتنه په دی کی ده چی ایا موږ څه درس تری زده کړی؟ آیا خپلو کړنو ته مو ښه‏والی وربخښلی؟ او آیا کولی شو د هغی کرغیړن اړخ ته زیرتره بڼه ورکړو؟»

دا یوازی « دملی ډموکراسی بنسټ» نه دی چی بدمرغه او تورې موخې پلی کوی بلکی دغه ټولنه ډیرۍ شمیر انجوګانی او سازمانونه د خپل سیوري لاندی لری. هر کله چی امریکا د خپلو سترګو لاندی په کوم هیواد باندی د تیري قصد ولری، این.ای.ډی د هر څه تر مخه ټول کسان، موسیسې، رسنۍ او د دولت د مخالفو ډلو پیژندنه کوی او د هغوی ملاتړ کوی. چی د خلکو د ذهنونو د بی لاری کولو دپاره لسګونه ډلی د «مدنی ټولنی» او د « بشری حقونو ساتونوکو سازمانونه» په نامه په لاره اچوی تر څو د هغه هیواد موخو ته د رسیدلو سره مل وی. ډاکټر ویلیام رابینسون، د «څو ګوني واکمنۍ رواجول» په کتاب کی لیکی:

«د امریکا د خلکو پیسی یوازی ددی پاره چی د امریکا دولت غواړی داسی کارونه تر سره کړی بربادیږی. هغوی هغه هیوادنو ته چی د تیری قصد لری ځی او د دولت ضد ډلې د پیسو لاسته راوړو لپاره په نښه کوی او د پیسو ورکولو ترڅنګ خپل تیری‎کونکی سیاستونه پری پلی کوی. کله چی امریکا غواړي خپله لاس‎وهنه پیل کړی مختلفې څانګی چی په هغو کی د بدلون غوښتونکی وی پیژندنه کوی. او په پایله کی معامله کونکی غورځنګونه او ګوندونو او د هغوی منځ‎دریځه څانګی د سخت دریځه ګوندونوله منځه وړلو او محافظه کاره ګوندونو ځواکمنولو په موخه د معامله کولو لپاره ټاکی.هغوی د سخت دریځه غورځنګونه ګوښه کولو او د هغوی سخت‎دریځه عناصرو لمسولو په موخه د ښځو غورځنګونه منځ ته رواړي او د ښځو محافظه کاره غورځنګونو پیژندنه کوی. هغوی دا کارونه د ځوانانو د څانګی سره او د مدنی ټولنو ټولو نورو څانګو سره کوی تر څو هغه کسان چی کولای شی چی د امریکا په تیری کونکی پلان جوړولو کی مرسته وکړی وپیژندل شی او ملاتړ یی وشی.»

ددی ټولنی د اطلاعاتو پر بنسټ، په افغانستان کی هم یو شمیر سازمانونه، موسیسې او رسنۍ د پوښښ لاندی لری چی هغوی ته سلګونه زره ډالرو په ورکولو، د امریکا په ګټه تبلیغ کوی چی ددی ډلې څخه کولای شو «فانوس مجله»، «هشت صبح ورځپاڼه »، «چکاد ټلویزون» په هرات ، «د کابل نشرستان»، «د عروج ښونیز مرکز»، «خلکو راډیو»، «شهر به شهر راډیو»، «د افغانانو لپاره د استراتیژکو مطالعاتو مرکز»، «د افغانستان بشر حقونو سازمان»، «د افغانستان لیدونکی» او نورو نوم واخلو. په ۲۰۰۵ کال کی «ملی ډموکراسی بنسټ» دری تنه په اصطلاح د افغانستان مدنی ټولنی فعالان هر یو تن محمد نصیب، سکینه یعقوبی او سرور حسینی د «د ډموکراسی خپرولو، د سولی ودانول، د ښځو حقونو څخه دفاع...» په مډالونو او ډالیو په بخښلو ونازول.

تیر میسان په کال ۲۰۰۴ د جنوری په ۲۲مه نیټه «ولترنت» په سایت کی لیکی:

«د ملی ډموکراسۍ بنسټ په شلمه کلیزه، د هغه سازمان ارزښت لاسته راوړو او کړنو په موخه څیړنی تر سره کړی چی د هغې په پایلی کی ویل شوی دی چی دغه سازمان د نړی په ګوټ ګوټ کی ۶۰۰۰ نه ډیر ټولنی او سیاسی سازمانونه د خپل سیوری لاندی لری او له هغوی څخه مالی ملاتړ کوی. په داسی ډول دغه سازمان ښکاره کوی: سوداګریز ټولنی "سوليدارنوسك" په لهستان "چارتر۷۷" په چک سلواکی او "اوتپور" په صبرستان کی یی په خپله په یوازی بڼه جوړې کړی دی، د "۲۹ راډیو" په جوړښت او "اسلوبدجنج" ورځپاڼه په پخوانی یوګوسلاوی کی هم ونډه درلوده. همدارنګه دغه سازمان په عراق کی، ګڼه شمیر "خپلواکو" رسنیو کی هم ونډه درلوده. د ګټی پورته کونی په لور د ملی ډموکراسی بنسټ د رسنیو، دهغه سازمان "ژورنال آف دموكراسي" خپرونه هم خپروی چی د نړی په ګوټ ګوټ کی ویشی، همدارنګه "انكوينترو" (ملاقات) مجله، هم د ټولیزو کتابونو په شان، په ځانګړی توګه د کیوبا لپاره خپریږی. په همدی موده کی، د ملی ډمکراسی بنسټ ځنی کنفرانسونه هم چی د روڼ‏اندو پلاوو مالی ملاتړ کوی (د بیلګی لپاره "فرانسويس فورت"، فرانسوی پیښلیک پوه او "جين دنيل" د فرانسوی رسانی څانګو رییس) په لاره اچوی. د ملی ډمکراسی بنسټ همدارنګه د نړی په ګوټ ګوټ کی په ټولو چارو کی چی هلته د ډموکراسی تمرین‎ول غواړی، د سوداګری بنسټونو او د لوړپوړو سیاسی څیرو د جوړښت تکل کوی.»

د «ملی ډموکراسی بنسټ» یو بلی دندی څخه په ټاکنو کی لاسوهنه او دامریکا د نظر وړ کس واکمنی ته رسول دی. نوموړی بنسټ ددی دپار چی خپلو موخوته ورسیږی میلونونه ډالره لګوی تر څو هغه کسان چی ددغه هیواد ګټو ته ژمن وی بریالی شی. این.ای.ډی «کار پوهانو» او رسنیو ته روپی ورکوی تر څو د خلکو فکرونه اندیښمن وساتی او په یو ډول دخپل نظروړ نوماند ته کمپاین وکړی. دغه کمپاین په ځینو برخو پټه ولی په اکثر ځایونو کی په ښکار وی. د بیلګی په ډول د افغانستان ورستنی ټاکنی لویدیځو رسنیو اشرف غنی «دویم فکرکونکی دماغ » په نړی کی اعلان ګړ او ددی نوم څخه یی دخپل نظروړ نوماند په ګټی پریمانه سود یووړ.

ران پال د امریکا د کنګری غړی د یوی مناظری په لړ کی د «ملی ډمکراسی بنسټ» د کارکړنو په ګوته نیولو سره د ۲۰۰۳ کال د اکتوبر په ۲۷ نیټه وویل:

«دغه لاسوهنی د نورو هیوادونو په ټاکنو کی د ډموکراسی د خپراوی په بهانه یوازی د توکم‎پالنې د ډول بدلون دی. مونږ امریکایان به څرنګه احساس ولرو که د بیلګی په توګه چینایان زمونږ په هیواد کی میلیونونه ډالره د یو ځانګړی نوماند په ملاتړ چی د چین پلوی وی په لګښت ورسوی؟... زه ګمان کوم چی دا ډارونکی ده، مونږ د باړورکونکو پیسی د فوځی ځواکونو استولو او د سی.آی.ای کړنلارې ته په لګښت رسو ترڅو د نورو هیوادونو په چارو کی لاسوهنه وکړو او هغوی ته ووایی چی دا هغه کار وه چی تاسو پخپله باید ترسره کړی وای. مونږ حق نلرو چی دارنګه کارونه وکړو، دهغه کار له مونږ نه د ډیرو خلکو د کرکی لامل کیږی.»

یوازی په ونزویلا کی د امریکا دولت د هوګوچاویز راپرځولو لپاره ۶۲۰ کړنلاری په لاره اچولی چی زیات شمیر ددغه بنسټ له خوا تر سره کیدلی. این.ای.ډی لسګونه انجوګانی جوړی کړی چی د دولت په خلاف دندی تر سره کړی عاطلی او باطلی نظر‎پوښتنې خپرولی تر څو ولس د حکومت څخه کرکجن شی. ماریا کورینا ماچادو، د مشرانو جرګې غړې او د چاویز مخالفه ده، دهغه د «سوماته» په نامه انجیو رییسه ده چی د «ملی ډموکراسی بنسټ» له خوا مالی ملاتړ کیږی. ماچادو په ۲۰۰۴ کال کی یوه پروژه واخیسته چی غوښتل یی د ټول‎پوښتنې په مرسته د بولیوی ټاکل شوی رئیس جمهور لری ګړي خو بریالۍ نشوه. ماچادو پخپله اقرار کوی: «زمونږ په اړه، مونږ هم د لسګونو نورو فعاله سازمانونو په توګه په ونزویلا کی دملی بنسټ څخه بودجه تر لاسه کوو.»

دملی ډموکراسی بنسټ د لاسوهنو او شرجوړونې نوم‎لړ ډیر اوږد دی چی د هندوراس نه نیولی تر هائیتی او اوکراین، ونزویلا، افغانستان او عراق او...ته رسیږی چی هغوی ټولو په اړه لیکل خورا سخت کار دی. ولی هغه څه چی روښانه او ښکاره دی د امریکا یرغلګره او ښکیلاکګره څیره ده چی په یو هیواد کی وکم‎پالنې په جامه کی ولی په بل هیواد کی د «ډموکراسۍ» په څیر راښکاره کیږي. زموتږ اولس باید په دی پوه شی چی د نومونو په ظاهری ښکلا تیر نه وځی تر څو د امریکا او بی شمیره تالي‎څټو په لومو کی راښکیل نشي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 162 میلمانه آنلاین لرو