هنری کسینجر، د میلیونو انسانانو وژونکی د محاکمې پر ځاي ستایل کیږي

هنری کسینجر، د میلیونو انسانانو وژونکی د محاکمې پر ځاي ستایل کیږي

«هنری کسینجر یو جنګي جنایتکار دي. کلونه کیږي چې زه هغه د جنګي جنایتکار په ډول پیژنم. دغه یوه کنایه یا د بیان فن نه دي، د هغي د دندی ستاینه ده.»

کریستوفر هیچن د «هنری کسینجر محاکمې» کتاب لیکونکي
د ۲۰۱۶ کال د می په ۹ نیټه، اش کارتر، د امریکا د دفاع وزارت ډیر لوړ مډال د ۹۲ کلن هنری کسینجر پر خونړۍ سینه وټومبه.د ۲۰۱۶ کال د می په ۹ نیټه، اش کارتر، د امریکا د دفاع وزارت ډیر لوړ مډال د ۹۲ کلن هنری کسینجر پر خونړۍ سینه وټومبه.

د ۲۰۱۶ کال د می په ۹ نیټه، اش کارتر، د امریکا د دفاع وزارت ډیر لوړ مډال د ۹۲ کلن هنری کسینجر پر خونړۍ سینه وټومبه تر څو په نړۍ کی د امریکا ورځ تر بلی ډیریدونکي جګړه او د جنایتکارانه سیاستونو پر مخ وړلو کې د هغه د څو لسیزو ونډې څخه ستاینه وکړی.

د امریکا واکمنی دستګاه ته، د خپلو کرغیړنو موخو ته رسیدلو لپاره د میلیونو انسانانو ویني هیڅ ارزښت نه لری. هغه کسان چې د امریکا د چوپړ په لاره کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کی په ټول‎وژنو او نه‎بخښونکو جنایاتو لاس پوری کوی د پینټاګون له خوا ستایل کیږي. د همدغه سیاست پایله ده چې نن ورځ په افغانستان د تیرو ۴ لسیزو ټول دجالان چې ډیر ویرونکې ځناورتوبونه یي ترسره کړی دي د امریکا په پناه کې په لوړو څوکیو باندي غزیدلي او لوټماري ته ادامه ورکوي او په داسي حال کې چې ګلبدین، د زرګونو کابلیانو قصاب سره هم معامله په لاره کې ده چې د محاکمې پر ځاي، امتیازات او خودیتوب ورکړل شی.

په دغه ځاي کې هنری کسینجر چی د نړۍ د نامتو جلادانو، د امریکا نوم لرونکي استراتیژی جوړونکی او ډیپلماټانو څخه دي او د امریکا روڼ اندو له خوا د «سیاسی ډایناسور»، «جنګي جنایتکار»، «بلا»، «وینه څښونکې»... په نومونو یادیږی او د امریکا د ګټی په لاره کې په خپلو ویجاړونکو او وژونکو تیوری‎ګانو، د میلیونونو انسانانو ژوند په ویتنام، لائوس، کامبوج، اندونیزیا، شرقی تیمور او بنګلادیش کې اخیستی، په لنډ ډول درپیژنو:

وروسته له هغي څخه چې هنری کسینجر له آلمان څخه وتښتیده او امریکا ته یي پناه یوړه په هغه ځای کې په ګڼو پوستونو کی دنده ترسره کړه. د ۱۹۴۳ کال څخه تر ۱۹۴۶ کاله پوری د امریکایي ځواکونو ضد اصلاعاتو په برخه کې دنده وکړه او د ۱۹۴۶ کال څخه تر ۱۹۴۹ کاله پوری د « ځواکونو معلوماتو راټولولو» د کاپیټان په توګه دنده ترسره کړي ده. هغه همدارنګه د روان‎پوهنی استراتیژي په بورډ کې، د عملیاتو څیړنو اداره، د امریکا د پوځ وسلو لری کولو او کنټرول آژانس سلاکار، راندکارپوریشن، د ملي امنیت په شورا کې... دندې ترسره کړي.

د دوهمي نړیوالي جګړي څخه وروسته هنری په هارورد پوهنتون کې داخل شو. په دغه لړی کې د غوره محصل او په بهرني سیاست پوهه په توګه فعالیت وکړ او د دي لامل شو چې د نیلسون راکفلر پام یي، د امریکا ډیر لوي شتمن چې په هغه وخت کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند هم وه پام خپل ځان ته راواړوي. له دغه وخت څخه وروسته د راکفلر د سلاکار په توګه، هنری کسینجر لوی خیالونه په سر کې روزل.

تحسین کسینجر از سوی دولت امریکاد هنری کسینجر دغه ویني‎څښونکي ځناور جنایاتونه بي شمیره دي چې دهغي بي شمیره لاسوندونه خپاره شوي خو دغه ځناور نن ورځ هم پرته له محاکمې څخه د متحده ایالاتو په ملاتړ د پردي تر شاه دهغه هیواد ویجاړونکو سیاستونو کې ځاي لری او دغه ټولو جنایاتونو په بدل کی، د امریکا جنایات‎روزونکي دولت له هغه څخه د مډال په ورکولو ستاینه کوي.

د لیندون جانسون بریالیتوب وروسته، کسینجر چې د سپینې ماڼۍ او نورو ټولو دولتي چارو کې د ډیری تجربې خاوند وه، د هغه د امنیتي چارو مرستیال په توګه و ګمارل شو. په دغه وخت کې د ویتنام جګړه خپلې لوړی کچې ته رسیدلی او د ویت‏کنګ مبارزانو خپله خاوره د امریکایي سرترو لپاره په دوزخ بدله کړی وه. کسینجر جانسون ته چې د دغه وضعیت څخه ډیر مایوسه شوی وه وویل: «په ډیر ګمان د ویتنام په جګړه کې بریالیتوب نه شته خو د امریکایي ځواکونو راوستل د امریکا اعتبار ته زیان رسوي.»

جانسون د دوه اړخیز فشار (د امریکا د خلکو پاڅونونو او د ویتنام د خلکو بي ساري مقاومت) لپاره له خپلې دندې ګوښه شو او د هغه مرستیال هیوبرت هامفری د هغه ځای ناستی وټاکل شو. هامفری د امریکا له لاسه تللي عزت د بیرته ترلاسه کول لپاره او په راتلونکو ټاکنو کې بریالیتوب په موخه وغوښتل چی د خبرو له لاری د ویتنام جګړه پای ته ورسوي خو په دغه وخت کې هنری کسینجر د ریچارد نیکسون سره چې ټاکل شوی وه په راتلونکی ټاکنو کی خپل ځان نوماند کړی په اړیکه کې شو(هنری کسینجر له دواړو خواو سره اړیکه درلودله او هغوي ته یي معلومات ورکول). سره له دی چې هامفری د ویتنام سره د سولي خبرو اترو کې د امریکایانو په منځ کې ګرانښت ډیروالي وموند خو د کسینجر شیطاني پلانونه د هغې ډلې څخه سویلي ویتنام ته ګواښ او له خبرو د هغې لری کول، دغه خبرې اترې بي پایلی کړی چی په پایله کې په ټاکنو کې یي د ریچارد نیکسون ګټلو ته لاره هواره کړه. نیکسون سربیره پر دی چې له یهودانو څخه یي بد ګڼل خو کسینجر یي په خپله اداره کې په لومړیو کې د ملی امنیت د چارو سلاکار او وروسته د بهرنیو چارو وزیر په توګه وګماره. نوموړي تل د پنتاګون، دفاع وزارت او سیا سره نیږدي اړیکی لرلی.

ریچارد نیکسون خلکو سره ژمنه وکړه چی د ویتنام جګړه به پاي ته ورسوي خو په پټه کی د کسینجر د لیدلوري سره همغږی وه چې سولې ته د رسیدلو تر ټولو ښه لاره زور دی. نیکسون او کسینجر «احترامانه» سولې ته د رسیدلو په موخه په دي هڅه کې وه تر څو ویتنام ته وښايي چې نوي ولسمشر په غوسه او زور لاس پوری کړی دی. د ۱۹۶۹ کال د فبروری په میاشت کې د ریاست جمهوری په ځانکړی الوتکې کی د یوی جلسې په لړ کې، کسینجر او مرستیال یي الکساندر هیګ د هوایي ځواکونو رییس سره یوځای،د کامبوج په پټ ډول بمبارولو کړنلاره جوړه کړه.

بمباردمان کامبوجپه ۱۹۶۹ کال کې د کامبوج لومړی ځل بمبارول د «مینو عملیات»( کسینجر هڅه وکړه چې دهغې نقشه او لاسوندونه پټ وساتي) په نامه ونومول شول چې د هغې اصلي موخه په کامبوج کې د شمالي ویتنام مختلفو هډو له منځه وړل وو.

۱۹۶۹ کال کې د کامبوج لومړی ځل بمبارول «مینو عملیات» (کسینجر هڅه وکړه چې دهغې نقشه او لاسوندونه پټ وساتي) په نامه ونومول شول چې د هغې اصلي موخه په کامبوج کې د شمالي ویتنام مختلفو هډو له منځه وړل وو. که څه هم پیلوټانو د هر برید څخه وروسته راپور ورکاوه چې د ویتنام کومی سیمی یي په نښه کړی خو هیڅکله یی په راپورونو کې د کامبوج نوم نه اخیسته. د کسینجر تر څارني لاندي متحده ایالاتو په ۱۴ میاشتو کې د ۳۶۰۰ پټو الوتنو په ترڅ کی پر کامبوج، ۱۱۰ زره ټنه بمونه واچول. د ستر جنرال ستین له خولې، هنری کسینجر له نږدی څخه د بمبار پر لوري ورکولو او وخت تعینولو کې لاس درلود.

دانیال داوسن، په ملي امنیت کې د کسینجر د نږدی ملګرو او همکارانو څخه، د «هنری کسینجر محاکمی» په مستند کې وايي:

«کسینجر ۱۹۶۹ کال په سپتامبر کې پر ویتنام یو ځناوریز او بي رحمانه برید پیل کړ. هغه موږ ته د عملیاتو د کړنلاری جوړولو ډلې ته وویل: "زه باور نلرم چی د شمالی ویتنام په څیر یوه ډیر بی‎ځواکه پوځ د ماتې یوه لاره ونلری... "

ما د خپلو دو همکارانو تونی‏لیک او بیلی‏وایتر سره پریکړه وکړه چی د ملی امنیت شورا څخه ګوښه شو ځکه چې زما په اند پر کامبوج برید د ولسمشر هغې ژمنې سره چی په ویتنام کې د شرافتمندانه سولي ټینګول وو جنایت وه. زه پوهیدم چې سوله زموږ په لاس کې ده. زه له نږدی څخه په خبرو اترو کې ښکیل وم. زه پوهیدم چې زموږ خوا هوکړې ته چمتو ده او موږ هوکړې ته چمتو یو او پر کامبوج باندي بریدونه په ریښتیا سره تر کلونو ټولی هیلي یی له منځ یوړلي او لسګونو زره امریکایی او سلګونو زره ویتنامی سرتیرو د ځان په بیه پریوتل.»

د کامبوج په پټه بمبارول نه یواځي پایلی ته ونه رسیدل بلکه د ویت‏کنګ او کامبوج کمونیستانو تر منځ يي اړیکه نوره هم پیاوړی کړه او هغوي یي د امریکایی ځواکونو د بریدونو پر وړاندي یو ځاي کړل. د امریکا دولت د شهزاده نوردوم سیهانوک څخه په ویره کې وه ځکه چې خیال کیده هغه یواځی هغه څوک دی چې هیواد په یو موټي کولو باندي واکمن دی او په همدغه لامل د «سیا» په ملاتړ کودتا کې له منځه ولاړ.

د کسینجر شخصي کینه او سادیزم له منځه تلونکي نه دي. د ۱۹۷۰ کال د اپریل په ۳۰ نیټه امریکايي ځواکونو په خپل ټول ځواک باندي په کامبوج تیری وکړ تر څو د کامبوج په پولو کې د «دښمن» پټنځايونه له منځه یوسي.د کسینجر شخصي کینه او سادیزم له منځه تلونکي نه دي. د ۱۹۷۰ کال د اپریل په ۳۰ نیټه امریکايي ځواکونو په خپل ټول ځواک په کامبوج تیری وکړ تر څو د کامبوج په پولو کې د «دښمن» پټنځايونه له منځه یوسي.

د کسینجر شخصي کینه او سادیزم له منځه تلونکي نه دي. د ۱۹۷۰ کال د اپریل په ۳۰ نیټه امریکايي ځواکونو په خپل ټول ځواک په کامبوج تیری وکړ تر څو د کامبوج په پولو کې د «دښمن» پټنځايونه له منځه یوسي. د دغه برید خبر د آزاد‎آندو امریکایانو غوسه راوپاروله او د دغه عمل غندلو په خاطر د هغه هیواد نږدی ۵۰۰ پوهنتونونه رخصت شول. د ۱۹۷۰ د می په څلورمه نیټه د ملي ګارد ځواکونو د استیت کینت پرمحصلانو ډزې وکړې چې د هغې په پایله کې څلور تنو ژوند د لاسه ورکړ.

له لومړی بمبار څخه یوه اوونۍ وروسته، خبررسنیو ته لار ومونده او خپله کسینجر د اف.بی.آی سره په اړیکه کې شو حکم یي ورکړ تر څو د دغه خبر ورکولو د سرچیني موندلو لپاره د اوریدلو ثبت له دستګاه څخه ګټه واخلی. آن تر دي هغه د خپلو نږدی ملګرو ټلیفون او اړیکو ټینګولو ټول وسایل د څارنې لاندي ونیول او په هیڅ چا باندي باورمند نه وه.

د ۱۹۷۲ کال په دسامبر کې د ۱۱ پرلپسی ورځو لپاره د «کریسمس بمبارباران»، مشهورو بریدونو په لړ کې ۱۲۹ بی‏ـ۵۲ بمب‏اچونکې الوتکو ۴۰۰۰۰ ټنه بمبونه د هانوی او هایفام پر ښارونو وورول او د ښارونو مرکزونه او یو روغتون په پوره توګه ویجاړ شول، او د زرګونو ویتنامیانو ژوند او ژوند وسایل خاورو سره خاوری شول.

کسینجر د نایل فرګوسن سره د «هنری کسینجر محاکمې» په مستند کې په یوه مرکه کی ومنله: «ویتنام هغه بلا وه چې موږ خپله په خپل ځان راوړه، ویتنامیان ګرم نه وه.»

ویتنام جګرهپه ویتنام کې د امریکا جګړې پرمهال د ۱۹۵۷ څخه تر ۱۹۷۵ کلونو په لړ کې، د دری میلیونو څخه ډیر ویتنامیان ووژل شول او میلیونونه تنه نور معیوبه او ټپیان شول د امریکا له خوا «نارنجي عامل» په نوم د کیمیاوي توکو څخه ګته واخیستل شوه چی اغیز یی تر نن ورځې پوری له دغه ولس څخه قرباني اخلی.

په ویتنام کې د امریکا جګړې پرمهال د ۱۹۵۷ څخه تر ۱۹۷۵ کلونو په لړ کې، د دری میلیونو څخه ډیر ویتنامیان ووژل شول او میلیونونه تنه نور معیوبه او ټپیان شول د امریکا له خوا «نارنجي عامل» په نوم د کیمیاوي توکو څخه ګته واخیستل شوه چی اغیز یی تر نن ورځې پوری له دغه ولس څخه قرباني اخلی. امریکا د ویتنام، کامبوج او لائوس پر خلکو باندي ۷ میلیونه ټنه بمبونو په اچولو(په دوهمه نړیواله جګړه کارول شوي بمبونو دوه چنده) د تاریخ بی‎ساری جنایت تر سره کړی دی.

په بشری ضد جنایتونو او ویرجنو وژنو کې د کسینجر لاس شتون سربیره، د نوبل جایزی کمیټی په ۱۹۷۳ کال کې د سولی بریالیو خبرو اترو تر نوم لاندی، کسینجر یي د ویتنامی مذاکره‏کونکې ډیپلماټ ډاکټر لِ دوک سره یوځاي، د نوبل د سولي جایزی ګټونکې اعلان کړل. په داسی حال کې چې لِ دوک تو د جایزی د ترلاسه کولو څخه ډډه وکړه ځکه چې هغه باورمند وه چې ریښتیني سوله عملا پلی شوي نه ده، د دغي کمیټې دوه تنو د دغي پریکړي غندلو په موخه استعفا ورکړله.

بل هیواد چې کسینجر د ویجاړۍ په لور یووړ شیلیوه. په ۱۹۷۰ کال کې سالوادور آلنده، د شیلی ولسی او ملی مشر په ولسمشریزو ټاکنو کې په ګډون سره هڅه وکړه چی وضعیت ښه او روان ناورین ته د پای ټکی کیږدی. خو د امریکا دولت نه غوښتل د هغه په چارچاپیره کې خپلواک، آزاد او سوکاله هیواد شتون ولری، په لومړیو کې د آلنده د بریالیتوب خنډ شو او د هغه مخالفانو ته یی میلیونونه ډالر ورکړل خو وروسته له هغی چې دغه هڅې بي پایلي پاتی شوی د بلی لاری په لټه کې شول. کسینجر نیکسون ته په پټ‏ ډول یاداښت ولیږه چې په هغی کې یی ویلی وو:«آلنده د ولسمشرۍ په مقام کې، په دغه نیمه کره کی زموږ په مخ کې ډیره لویه ستونزه ده.»

کسینجر په پورته یاد شوی مستند کی وایی:

کسینجر دجنرال پینوشه سره، هغه وینه څښونکې دیکتاتور چی د سی.آی.ای په مرسته واکمني ته ورسیده شیلی یی ویجاړي ته راښکله.کسینجر دجنرال پینوشه سره، هغه وینه څښونکې دیکتاتور چی د سی.آی.ای په مرسته واکمني ته ورسیده شیلی یی ویجاړي ته راښکله.

«د ۱۹۷۰ کال په سپتامبر کې مارکسیست سالوادور آلنده د شیلی په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند شو. د موجوده لاسوندونو په ګواهی آلنده د شوروی سره ډیرې ژوری اړیکی لرلې او همدارنګه له کیوبا سره. موږ په سانتیاګو کې د پانګوالي دولت منځ ته راوړلو ته اړ وو....

ناڅاپه خبر راورسیده چی آلنده به د راتلونکو ټاکنو ګټونکی وی. په دغه منځ کې د سیا جاسوسی سازمان ته د ولسمشر مستقیم امر صادر شو او وویل چې "زموږ کره او بیرته نه ستنیدونکې سیاست د کودتا له لاری د آلنده له منځه وړل دي." زما او د نیکسون هڅه دغه وه چې په دغه اړوند ګامونه پورته شي خو په پای کې نقشه ناکامه پاتي شوه او آلنده بریالی شو. ددغه خبر له اوریدلو سره د نیکسون وینه په خوټیدلو راغلله.»

او د ۱۹۷۳کال د سپتامبر په ۱۱ نیټه، د ولسمشر سلوادور آلنده د شیلی دموکراتیک او ټاکل شوي دولت د یو نظامي وینه‎بهونکي کودتا په لړ کې د جنرال آګوستو پینوشه تر مشری لاندي چې په مستقیمه توګه د «سی.آی.ای» او کسینجر له خوا ملاتړ شوی وه، نسکور شو. د شیلی د پرمختللی دولت په نسکوریدلو سره، پوره دری لسیزی په شیلی باندی د توکم‏پالنی او ترهګرۍ او وژنې سوری خپور وو او په زرګونو آزادی‎غوښتونکي او روڼ‏اندي زندانیان او ورک شول.

کلنتن او سوهارتوبل کلنتن د امریکا ولسمشر له سوهارتو د اندونیزیا وینه‎څښونکې ډیکټاټور سره. سوهارتو د کسینجر د طرحې سره سم او د سپینی ماڼۍ په پوره ملاتړ، د احمد سوکارنو ملي‏غوښتونکې دولت له منځه یوړ. د سی.آی.ای یو پټ لاسوند پر بنسټ«د شلمي پیړۍ ډیره ویرونکې ټول‎وژنه» یي په هغه هیواد کې په لاره اچولي. د قربانیانو څخه زرګونه تنه، روڼ‏آندي او عدالت غوښتونکي شخصیتونه وو چې د هغوي لیست د سی.آی.ای له خوا تنظیم او سوهارتو ته ورکړل شوی وه.

هنری کسینجر په ۱۹۷۵ کال کې پر شرقی تیمور د سوهارتو په برید کې هم بنسټیزه ونده درلوده. هغه سوهارتو ته شین چراغ ورکړ تر څو ژر تر ژره په شرقی تیمور یرغل وکړي او د ولسی او ملی حکومت جوړولو مخه ونیسي چې د ویني‎بهونکې جګړي په پايله کې د دغه کوچني هیواد ۲۰۰ زره غریبو خلکو څخه ډیر ووژل شو. د غیر تقسیم‎بندی شویو لاسوندونو پر بنسټ، د فورد ادارې د کسینجر په مشورې د ۹۰ سلنې څخه ډیره هغه وسله چی په دغه جګړه کی کارول شوی د سوهارتو فاشستی دولت په واک کی ورکړه.

۱۹۷۱ کال کې چې کله بنګلادیش غوښتل له پاکستان څخه بیل شي د پاکستان فوځ د هغوی ټکولو په موخ لاس لویو بریدونو ته واچاوه چې د هغې په پایله کې ۳۰۰ زره بنګالیان ووژل او لس میلیونه نور بي ځايه شول. په دغه جګړه کې د نیکسون ادارې د کسینجر په مشوره پاکستان فوځ ته وسلې او مهمات ورکړل. په دغه ټول‎وژنه کې کسینجر زغرنده ونډه درلوده چې پټه ساتل شوي. نیکسون او دهغه سلاکار د هند د آزادي غوښتونکې غورځنګ څخه ویره درلوده او فکر یي کاو چې د بنګال په آزادیدلو دغه هیواد کمونیست کیږی نو په دی بنسټ باید په ځناوریز ډول وټکول شي ترڅو په آسیا او د نړۍ په نورو هیوادونو کی د کمونیزم د پرمختګ او خپریدلو مخه ونیول شي.

۱۹۷۴ کال کې د کسینجر سفر کابل ته  ۱۹۷۴ کال کې د کسینجر سفر کابل ته

د افغانستان د روسی ضد مقاومت جګړې په لړ کې د پاکستان د فوځ د ملاتړ کړنلاری تر شا او د آی.اس.آي په لاس خپلو افغان غلامانو ته د مسولیت سپارلو کې هم کسینجر اړینه ونډه درلودله.

نن هم هیلاری کلنتون او ډونالډ ټرامپ د امریکا ولسمشرۍ ته دوه نوماند له کسینجر نه سلا مشوره اخلی. جرج ګرانداین د نیویارک په پوهنتون کې تاریخ استاد او د کسینجر په اړوند د کتاب لیکونکې د امریکا په مشهور مجله «نیشن» کې د ۲۰۱۶ کال د فبروری په ۴ نیټه لیکلي: «هنری کسینجر په جنګ او سوله کې د هیلری کلنتن ښوونکې دي. کلنتن بیا ځلي له هغه سړی څخه ستاینه کړي چې لاسونه یي په ډیرو وینو ککړ دي.»

اعتراض علیه کسینجر۲۰۱۵ په جنوری کی، په داسی حال کې چې کسینجر د امریکا سنا یوې څیړونکې کمیټی په وړاندي حضور موندلي وه، یو شمیر اعتراض‎کونکو او عدالت غوښتونکو ښځو څیړنه ګډه وډه کړه او هغه یي جنګي جنایتکار ونوماوه د هغه د محاکمې غوښتونکې شوی.(سرچینه: )

له بلي خوا څخه د ولسمشري یو بل نوماند برنی ساندرز په ویوه ټلویزوني مرکه کې وویل: «زه په دی باور یم چې هنری کسینجر د هیواد دمعاصر تاریخ د بهرنیو چارو وزیرانو څخه یو تن ډیر ویجاړونکی دی. زه ویاړم چې کسینجر زما ملګری نه دی زه له هنری کسینجر څخه سلا مشوره نه اخلم.»

د هنری کسینجر دغه ویني‎څښونکي ځناور جنایاتونه بي شمیره دي چې دهغې بی‎شمیره لاسوندونه خپاره شوی خو دغه ځناور نن ورځ هم پرته له محاکمې څخه د متحده ایالاتو په ملاتړ د پردې تر شا دهغه هیواد ویجاړونکو سیاستونو کې ځاي لری او دغه ټولو جنایاتونو په بدل کی، د امریکا جنایات‎روزونکی دولت له هغه څخه د مډال په ورکولو ستاینه کوی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 455 میلمانه آنلاین لرو