رُزا پارکس، میړانه ښځه چې د تور پوټکو د عدالت‏‌غوښتنی یوه بیلګه شوه

رُزا پارکس، میړانه ښځه چې د تور پوټکو د عدالت‏غوښتنی یو بیلګه شو

د امریکا د تور پوټکو د مبارزاتو په تاریخ کې، د دسامبر لومړی ارزښتناکه ورځ شمیرل کیږی. په ۱۹۵۵ کال کې یو ښځه د رُزا پارکس (Rosa Parks) په نوم په همدغه ورځ یو حرکت سره چې ظاهر کې ساده وو د ودریدنې او مبارزی تخم وکاره چې د مارتین لوتر کینګ تر مشرۍ لاندی د تورپوټکو د مدنی حقوقو غورځنګ پیلونکې شو او ډیری توکمپالنې قوانینو ته یی د پاي ټکې کیښود.

د ۱۹۵۵ کال د دسامبر په لومړی ورځ د امریکا آلابامای ایالت په مونتګمری ښار کې، رُزا د خپل کار څخه ستړی راګرځیدله او ښاری بس ته ختله. د هغه وخت د قوانینو پر بنسټ، د سپین پوټکو او تور پوټکو څوکۍګانې بیلی وی. تور پوټکي اړ وو چی د ښاري بسونو په وروستۍ برخه کی کښیني.، رزا په لومړی قطار کې د تورپوټکو په برخه کی کښینې، څو تمځایه وروسته یو سپین پوټکې سړی راخیژی خو څرنګه چې د سپین پوټکو ټولې کرسې‏ګانې ډکې وي، ډریور د تورپوټکو څخه غوښتنه کوي چې لومړی قطار د هغه سړی لپاره پریږدی. دوتنه چې د رزا به خوا کې ناست وو، له ځاېه څخه پاڅیږی، خو هغه د دغه انسانې ضد دستور په وړاندی ودریدنه کوی د ډریور په وار وار غوښتنې هم خپل ځاي نه پریږدی. د هغې دغه کړنه پولیسو ته راپور ورکول کیږې چې هماغه ورځ نیول کیږی او جریمه کیږی.

۲۸۵۷ شمیره ښاریی بس چې د رزا ودریدنه له هغه ځاي څخه پیل کیږی نن ورځ د هنری فورد په موزیم کې ساتل کیږی.۲۸۵۷ شمیره ښاریی بس چې د رزا ودریدنه له هغه ځاي څخه پیل کیږی نن ورځ د هنری فورد په موزیم کې ساتل کیږی.

خو د هغې میړانه حرکت په چټکې سره رسنیو ته لاره پیدا کوی او ویده وجدانونه را ویښوی او په پایله کې په امریکا کې لاریونونه ډیریږی. تورپوټکې د یو کال مودی لپاره د ښاریی بسونو د بندیز غورځنګ په لاره اچوی چې په پایله کې، محاکمه د څوکیو د بیلولو قانون غیرقانونی اعلانوی.

د امریکا په تګزاس ایالت د یو رسټورانټ لوحه چې د مدنی حقونو په ملی موزیم کې ساتل کیږی: «د سپو، رنګین‏پوټکو او مکسیکویانو ننوتل منع دی»د امریکا په تګزاس ایالت د یو رسټورانټ لوحه چې د مدنی حقونو په ملی موزیم کې ساتل کیږی: «د سپو، رنګین‏پوټکو او مکسیکویانو ننوتل منع دی»

دغه د تورپوټکو د مبارزاتو لومړنۍ لاس ته راوړنه وه چې وروسته د مارتین لوتر کینګ تر مشرۍ لاندی په پراخه او لوی غورځنګ باندی بدلون ومونده. د تورپوټکو ودریدنې په پایله کې، په ۱۹۶۴ کال کې د مدنی حقونو قانون تصویب او هر ډول توکم‏پالنې تبعیض په امریکا کې ممنوع اعلان شو.

د دغه غورځنګ د بریا څخه مخکې، د امریکا په ډیرو ایالاتونو کې، د رنګین‏پوټکو په وړانډی سخت او ظالمانه قوانین پلی وو. ټورپوټکو په جلا ښوونځیو کې درس لوسته، هغه پارکونه چې یواځې سپین پوټوکو ته ځانګړی وو هغوی په کې د تګ راتګ حق نه درلود، د سپین‏پوټکو رسټورانټونو ته یی د ننوتلو حق نه درلود، تر دی چې په ډیری ځایونو کې د تورپوټکو پوړۍ او د اوبو نلونه جلا وو.

۱۹۵۰: د امریکا په شمالي کارولینا ایالت کې د تورپوټکو او سپین پوټکو د لاس‎وینځلو جلا ځایونه.۱۹۵۰: د امریکا په شمالي کارولینا ایالت کې د تورپوټکو او سپین پوټکو د لاس‎وینځلو جلا ځایونه.

رُزا چې د تورپوټکو لپاره د عدالت‏غوښتنې پیلونکې څپه شوی وو، نړیوال شهرت یی ومونده او د توکم‏پالنې ضد مبارزې بیلګه شوه. په وروستیو کلونو کې د امریکا د کنګرې له خوا ورته رسما « د آزادې غورځنګ مور» لقب ورکړل شو او ډیری ډالۍ یی لاس ته راوړی. هغې چې په ۲۰۰۵ کال سترګې له نړۍ څخه پټې کړی، د امریکا په تاریخ کې لومړی تورپوټکې ښځه وه چې د واشنګتن د کپیټل په ماڼۍ کې ښخه شوه.

که څه هم امریکا په خپل تاریخ کې تورپوټکې ولسمشر درلود، خو د رنګین‏پوټکو په وړاندی ناتاري او بی‏عدالتی لا تر اوسه په خپل ځاې ده چې د تیرو کلونو په لړ کې موږ د امریکا په مختلفو ښارونو کې د هغوې د غوسه‏ناکو پاڅونونو شاهدان وو.

په شپیتمه او اویایمه میلادی لسیزه کې د امریکا د تورپوټکو عدالت‏غوښتنې مبارزه د «تورو پړانګانو ګوند» د وسله‎والو حرکتونو سره یو نوې پوړ ته ورننوته چې واکمن سیستم یی سرګردان او معینو شاتګونو ته اړیست.په شپیتمه او اویایمه میلادی لسیزه کې د امریکا د تورپوټکو عدالت‏غوښتنې مبارزه د «تورو پړانګانو ګوند» د وسله‎والو حرکتونو سره یو نوې پوړ ته ورننوته چې واکمن سیستم یی سرګردان او معینو شاتګونو ته اړیست.
په ۲۰۱۳ کال کې، د رُزا پارکس مجسمه د واشنتګتن د کپیټل هال د مجسمو په تالار کې ولګول شوه.په ۲۰۱۳ کال کې، د رُزا پارکس مجسمه د واشنتګتن د کپیټل هال د مجسمو په تالار کې ولګول شوه.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 106 میلمانه آنلاین لرو