د حزب اسلامی خوروړی قومندان په نامه د تلاشی چوک او یو ښوونځې ککړیدل

د حزب اسلامی خوروړی قومندان په نامه د تلاشی چوک او یو ښوونځې ککړیدل

د ګلبدین حزب اسلامی د وينې څښونکو او زلنده قومندانانو څخه یو تن، عطا ګل چې په آدم خان مشهور دی، له هغه لومړنیو کسانو څخه و چې د داوود خان حکومت راپرځولو لپاره یي د مسعود او نورو سره یوځاي له پاکستان څخه وسله راوړه، خو د هغې کرغیړنه کړنلاره د سیمې د خلکو له خوا بربنډه شو او د محاکمې له ویری پاکستان ته وتښتیدل.

د پیښور اووګونو ګوندونو له یرغل څخه وروسته، آدم خان د هیواد ویجاړولو لپاره افغانستان ته راستون شو او خپله جبهه یې د ننګرهار په تورغر کې جوړه کړه. په لومړیو کې، آدم خان یو نوم ورکی کس وه. د بنسټپالو ګوند ماهیت پر بنسټ، دغه ناتارکونکی قومندان د یو لیک په لړ کې خلکو ته امر وکړ تر څو د تورغر جبهې ته پسونه او غواګانې او غنم واستوي، خو د سرخرود خلکو په سپورو ستغو سره د هغه لیک ته ځواب ورکړ. کله چې آدم خان د خلکو له ځواب څخه خبر شو، د خپلو څو تنو قومندانانو سره یی د سرخرودو په ولسوالۍ یرغل وکړ او د دې ولسوالۍ ګڼ شمېره اوسیدونکې یی په ډله‏یزه توګه ووژل چې له هغې ورځې وروسته د هغه ناتاري او بیرحمي مشهوره شوه.

یو بل مسولیت چې آی‏اس‏آی هغه ته سپارلې وه، له درونټې څخه تر جلال‏آباد پوری د برښنا ستنو ویجاړول وه. هغه څو ځله د دې لارې ستنو ته چاودنه ورکړه او د برق کیبلونه یی غوڅ کړل. د هغه ټولو چاودنو نښې تر نن ورځې پوری د بریښنا پر ستنو پاتي دي.

د آدم خان او د هغه د ډلې د دغه ټولو ځناورتوبونو او ناتارۍ ترڅنګ، د هغه یو بل نه بخښونکې جنایت، د ننګرهار د لیلې د انجونو تښتول دی. په ۱۳۵۸ کال کې، آدم خان د خپلې جبهې د لنډغرانو یوی ټولګې سره د ننګرها لیلې پر انجونو یرغل وکړ او شپږ انجونې یې برمته کړې. بیا یي، یوه ورځ انجونې په خپله پوسته کې وساتلې او په بله ورځ یې پریښودلې. د محصلانو او عینی شاهدانو په وینا، دغه شپږ انجونې تر هغې ورځې وروسته پوهنتون ته رانه غللی.

خو له هغه ځایه چې د افغانستان کرغیړن دولت د آدم خان همفکرانو او هم‎اندو څخه ډک دی، د دغه ټولو جنایتو او ځناورتوبونو په بدل کې، د جلال‏آباد ښار تلاشی څلورلارې او یو ښوونځې یي د دغه ځناور په نوم ولړل. د ښار اوسیدونکې پر دغه څلورلارې او ښوونځې باندی د هغه نوم په لیدلو سره خپل زړه خورئ خو په ټولو دولتی پوسټونو کې د ستروجنایتکارانو واکمنې پر بنسټ نه شي کولې خپل غږ پورته کړی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 138 میلمانه آنلاین لرو