جلریز، د مرګ او تیښتې لاره

جلریز، د مرګ او تیښتې لاره

د هماغه کهیځ له پیل څخه مسافر د یو بل سره خبرې نه کوی او یوازې د یو سلام په کولو سره په ګاډی کې یوځاي کښیني. ټول له ویرې او سره سره خپل مقصد ته د رسیدلو په لور، باید د جلریز د لارې ګواښمن سفرـ د مرګ او تیښتې لارې ـ څخه تیر شې.

جلریز د کابل په ۴۰ کیلومترۍ کې او میدان‏وردکو ته یو د ډیرو نژدو ولسوالۍ څخه ده چې ناامنې او قربانې‏اخیستنه یی مشهوره ده خو هیچا یی کوکاری ندی اوریدلی. د بل لور څخه د جلریز لاره مرکزي ولایتونو (بامیان، غور، دایکندی) او د دای‏مرداد ولسوالۍ، د میدان‏وردک د بهسودو اولی او دویمې حصې ته تر ټولو نژدې لاره ده چې ښایی په راتلونکي کې د مرکزي افغانستان لویه لاره هم وي.

د جلریز ولسوالۍ د مختلفو قومونو جوړښت سره پښتون، تاجیک، هزاره او زیارکښان لکه بزګران، بڼ‎لرونکی او لږ شمیر هم شپنکي، د تړل شوي غرونو په اوږده دره کې مېشت دي، د میوه لرونکو او چنارونو دنګو ونو په واسطه پوښل شوي دي. د بامیان ولایت په لور د دغه اوبدل شوي ځنګل له منځ څخه د میدان‏وردک‏ـبامیان لوي لارې په نوم تنګ سړک تیر شوی، هغه لار چې څو ځله یي د بیلابیلو مرکزي سیمو او ټولو ولایاتونو خلکو څخه قربانې اخیستې ده. کله چې د بامیانو خلکو څخه ډک موتړ خطرناکې سیمې (د جلریز ولسوالۍ) ته ننوځي، د بدن ویښتان ودریدیږي او د انسان سترګو په وړاندی وار د مخه تېرې شوی ناوړه پیښي انځوریږي. دلته هره چړای او موړ زړه‎بوړنونکی خاطرې لری او هر ړنګ شوي کور او پُل یوه غمجنه کیسه لری.

د کورنو او باغونو ړنګ شوي او سوري سوري دیوالونه، د ګوتو په شمیر د لارویانو تګ راتګ، دا ټول د دغه جګرې‏ځپلې سیمې د څیرې شاهدي کوي؛ د جلریز سړک د ماینونو د چاودنو له کبله ویجاړ شوی دی؛ د لښتیو اوبه په سړک روانې دی ځکه چې ټول پلونه او پلچکونه ویجاړ شوي دی؛ نیمه‏سوځیدلې امنیتی پوستي چې په هغې کې یو سرتیري هم نه لیدل کیږی د امنیت احساس په ځاې، د مسافرو په زړه کې ډیره ویره او ډار را ژوندي کوي؛ او...

ویل کیږی چې دغه پوستي یو د بل څخه ډیر لریوالې نه لری د حکومت او طالبانو تر منځ لاس په لاس کیږی او طالبان د هغو په نیولو او د «پاټک» په اچولو، مسافر د سخټو پلټنو او پوښتنو لاندی نیسی او خپل په نښه شوی ښکار لاس ته راوړی.

ع.د هغه کس چې پخوا یې په دغه سیمه کې خدمت کاوو او دمګړۍ د پولیسو له دندې څخه لرې شوي دي زما د دوه پوښتنو په ځواب کې چې ولی د جلریز د لارې پوستې د دولت او طالبانو په منځ کې لاس په لاس کیږی او ولی په پوستو کې سرتیرې شتون نه لری، داسي وویل:

«ځکه چې دولت په هغه ځاي کې د بیوزلو پراتو عسکرو په کیسه کې نه دی؛ مرستندوي ځواکونه ناوخته رارسیږی؛ لوجستکی او نظامی اکمالات لږ دی او طالبان په ښه مورال او غښتلو وسلو سمبال دی؛ هڅول هیڅ نشته او آن قومندانان هم ښه چلند نه لری نو په دغه بنسټ سرتیرې هم د خپلو کورنېو لپاره تنخوا او ډوډۍ ته سترګې په لاره، اړ دي چې خپل ځان څخه ساتنه وکړی ترڅو ونه وژل شي. خو دا حقیقت نه لری چې هلته سرتیرې نه شته دي. سرتیرې د مورچل په منځ کې د طالبانو په کمین کې او طالبان د باغونو په منځ کې د سرتیرو په کمین کې ناست دي. تر ټولو کوچنې تیروتنه د دې لامل ګرځې چې د طالبانو د نښې لاندی راشي، په همدغه لامل باید له احتیاط څخه کار واخیستل شي او نه باید په آزاده توګه تګ راتګ وشي. هغه څه چې شتون نه لری پر طالبانو او یرغملو باندی برید دی چې ځايونه یی هم معلوم دي.»

د بامیانو سړک
د بامیانو سړک

د چاپیریال تاندتیا په طبیعی توګه، زرغونه دره او په شنو ونو پوښل شوی ځنګل، د جلریزه فضا او د هغې ښکته او پورته شوی سړک د هر لاروی په سترګو کې ډیره ښکلې منظره جوړوی او د نندارۍ لیوالتیا په زړه کې ژوندی کوی خو له بده‎مرغه چې واکمن ځناورتوب، د جنایتکارانو لپاره زمینه چمتو کړی ده چې په کمین کې ناست دي تر څو بدمرغه مسافر د خپلو شوکو او ځناورتوب قربانی کړی.(۱)

د مسافرانو څخه یو تن چې د خصوصي بنسټ کارکونکې دی ما ته وویل: «هر کله چې زه له دغې سیمې څخه تیریږم د بدن مې ساړه کیږی او فکر کوم چې د دغه دیوال او هغې سترې ونې ډډ تر شا یو طالب په مورچل کې ناست دی.»

د جلریز بازار د طالبانو رنګ او بوی لری خټینې هټۍ او زړی غرفی د خپلو لږو پیریدونکو سره د خلکو د بې‏وزلې او ناامنې شاهدی کوي. موټر‏چلوونکي هم د ډار او خطر په احساس سره هڅه کوي تر څو بې له ځنډ څخه په چټکې سره، له دغه سیمې څخه ډیر ژر تیر شي.

د جلریز په بازارګې کې ۵۵ کلن هټیوال زما پوښتنې ته په ځواب کې، اوسنې وضعیت یی دا ډول تشریح کړ:

«امنیتې حالت هیڅکله ښه نه وه، که چیری۱۰ ورځې ښه وی، ۱۵ ورځې نور جنګ دی او لارې تړلې وی. دولت ډیر بې‏کاره دی یوازې د کابل امنیتې حالت ته یی پام دی نه د کلیو خلکو ته. د دې ځای د خلکو وژل، برمته کول او د خلکو په ناموس تیری ارګ‏ناستو لپاره بې‏ارزښته دی او یا هیڅ نه خبریږي. هغه کسان چې لږ څه لری خپل ځانونه یې له دغه ځای څخه ویستلي دي او کابل ښار ته یا میدان‏شهر ته تللې دي، یوازې موږ بې‏وزله او تش‏لاسی خلک دلته پاتی یو ځکه چې بله کومه لاره نه لرو.»

د یو واټن له وهلو څخه وروسته د مسافرانو په منځ کې په ناڅاپي توګه چوپتیا له منځه ځي، د ګاډی ټیپ لګول کیږی، د خلکو په څیرو کې خوښې راڅرګندیږي، مسافران په هوساینې سره ساه اخلې کېسې او ټوکې پیلیږی او هر څوک یو څه وایي. یو ځوان چې د دولت کارکونکې دی په ورین تندي دا خبری کوی: «اوه په پیر دی رحمت شه! د اسټرالیا له اوبو څخه تیریدل ښه دي نه د جلریز څخه تیریدل».

د بامیانو سړک
د بامیانو سړک

یوازې د جلریز ګواښمنه لاره ټوله ستونزه نه ده. په اوسنې حالت کې آن په پلازمینه کې د خلکو ځان او مال خوندی نه دی او د ټول هیواد لوې‏لارې د ډیرو سترو ستونزو سره مخ دي چې د ارګ په دننه او بهر کې د یو موټی هیوادپلورونکو د خپلو بهرنیو خاوندانو په مشوره زموږ د بې‏وزله ولس ژوند کړۍ ورځ تر بلې راتنګوي او پخپله پنډیږي. نو ناامني، بې‏کاري، پراخ فساد، غوړه‎مالان، خلکو ضد او زرګونو نورو وژونکو ویروسونو، دولت په اصطلاح ملی وحدت په داسې ډول له خپل ځان سره رانغاړلې دي چې نه باید د هغوي څخه د خلکو د ځان او مال ساتلو هیله ولرو.

یوازې د ملي یووالي په رامنځ ته کولو او د ملی‏ـ‏ډموکراتیک نظام په رڼا کې د افغانستان ټولو قومونو د خلکو سراسری پاڅون سره کولای شو چې د امنیت، ټولنیزې سوکالۍ او اقتصادي پراختیا څخه خبری وکړو او سوله او ټیکاو منځ ته راوړو.


آوازه ده چې د جلریز او غوربند لارې برمته کونکې چې مرکزي ولایتونه سره نښلوي په کابل، بامیان او د ټولو سیمو کې په څانګو کې سیمیز جاسوسان ګماری او د نظر لاندي کس له حرکت سره سم، د هغه کس او د ګاډی ځانګړتیاوي نوموړو بانډونو ته چې له طالبانو سره یولاسی دی ورکوی. آن که چیری هغه کس د خپلې شتمنې او دندي څخه منکر شي، برمته‎کونکې د دغه جاسوسانو په مرسته، یا ډیر پیسې اخلې او یا یي په مردکې ولی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 128 میلمانه آنلاین لرو