د یوی ډوډې په بدل کې «د غوبګانو» یو ورځینې ستونزمن کار

د یوی ډوډې په بدل کې «د غوبګانو» یو ورځینې ستونزمن کار

غوبګان (یا ګوروانان) د افغانستان په ډیري ولایاتونو کې پيژندل شوي نوم دي غوبه هغه څوک دي چې باید د ګهیځ په خړه کې د کلي غواګاني او خره په ګډه سره څړځایونو ته بوځي او ماښام بیرته کلې ته را وګرځی چې البته ډیره ټیټ عایده دنده ده. د شمالی او شمال‏ختیځ ولایاتو په هر کلي کې په څرګنده توګه لږ تر لږه یوه یا دوه کورنې خپل ژوند په دغه کسب سره تامینوي.

عبدالقادر
عبدالقادر

عبدالقادر د بدخشان ارګو ولسوالۍ په قچی سیمه کې د غوبګانو څخه یو تن دي چې پنځه پنځوس کاله عمر لری او د وینا پر بنسټ یی د لس کلنې څخه په دغه دنده بوخت دي. خلک هغه د قادر غوبه په نوم پیژنې او هغه مزد چې د غوبه‏توب له لارې لاس ته راوړي د خپلې لس کسیزې کورنې لپاره یوازې د ورځنی ژوند چمتو کولو په موخه په لګښت رسوي. هغه کلي چې عبدالقادر په کې ژوند کوي شاوخوا ۱۵۰کورنۍ لری چې هر یوه یي هرومرو شیدی ورکونکې غوا لری او د دې لپاره چې هره ورځ هغوي څړځای ته واستوی هره کورنۍ د یوی یا دوه ډوډیو او یا ۱۵۰ منه غنمو ـ‏هر کورنې په کال کې یو من غنموـ په بدل کې ګمارلې دي. عبدالقادر او ځوي یی د هرې ورځ په پای کې کله چې رمه کلي ته راوړی د خپلې وچې ډوډۍ برخه د هغه کور څخه چې نوبت یی دي ترلاسه کوی او هغه په سړو یا تودو اوبو سره لمدوی او د خپلې کورنې له ټولو غړو سره یی په ګډه خوري.

د عبدالقادر ځوی
د عبدالقادر ځوی

د عبدالقادر ځوي چې د خپل پلار سره د رمې له یوې څنډي څخه ساتنه کوي. کله کله غوبګان د کلې څخه د رمې د څرولو تړون لاس ته راوړی خو لږ عمر هلکان هغې ته ګوماری او خپله په بل کسب باندی بوخت کیږی.

د غوبګانو شمیر د کلیو په شمیر پوری اړه لری. هر کلې یوه رمه لری او د هغوي څرولو او ساتنې لپاره په ورځ کې دوه یا دری غوبګان ګوماری. په دې ډول کله چیری په هره رمه کې دوه کسه په نظر کې ونیسو د بدخشان ۴ زره څخه ډیر کلې شاوخوا ۸ زره غوبګان لری. یا په بله وینا په بدخشان کې اته زره کورنې د خپل ژوند لګښت له دې لارې څخه لاس ته راوړی. د تخار، کندز، بغلان، بلخ، فاریاب، سمنګان او ټولو شمالی ولایاتونو په کلیو کې ګڼ شمیر کسان په غوبه‏توب بوخت دي. که چیری په سویلې او ختیځو او لویدیځو سیمو کې هم دا ډول کسب معمول وي په افغانستان کې په اټکلې ډول دوه میلیونه کورنې (لږ تر لږ شپږ تنه) غوبه دي.

که څه هم د هغوي د جامو او د کور وضعیت او ورځینې مزد څخه تقریبا د غوبګانو د ژوندانه په اړه په ټولو شیانو پوهیدلی شو، خو د هغوي سره په خبرو او په دي پوهیدل چې څه ډول په دغه عاید خپل ژوند پر مخ وړی، د هغوي د ژوند له ټیټی کچې، غریبۍ او بې وزلۍ سربیره د ګڼ شمیر کړاونو او رنځونو نور اړخونه باندی هم پوهیدلی شو.

غوبګان لږ خبرې‎کونکی، ساده او پاک نیته کسان دی چې د خپلې کورنۍ ټولو غړو تر څنګ یی خپل ټول عمر په بدمرغیو او ناکامو هیلو سره پاي ته رسولی دي.


د غوبګانو او نورو مظلومانو بدمرغۍ د افغانستان په سیاسی، اقتصادی، کلتوری او ټولنیزو شرایطو پوری تړاو لری. که څه هم یی د تاریخ په هیڅ لړۍ کې ښه وضعیت نه دي درلودلې خو اوسنې دولت او د امریکا چوپړانو او جهادی تنظیمونه، د غوبګانو د بدمرغېو او د افغانستان رنځیدلو خلکو د څو چنده کړاونو اصلي لاملین دي. او له هغه ځایه چې د دولت مشران او پرمخ وړونکی او کړنلاره جوړونکې په جهادی تنظیمونو پوری تړاو لری او لویدیځ‎پاله تکنوکراتانو دي نو د هغوي کړنلارې او اقتصادی پلانونه د ټولنې بې‏برخو خلک ته هیڅ ګټه نه رسوی او همدا راز دغه ټولګه خلک او د ټولنې قشرونه کال په کال د بې وزلۍ او بدمرغۍ په لور راښکل کیږی.

ځپل‎شوی خلک د اسکیرنې او بې وزلې څخه د خپل ځان خلاصون لپاره پرته له مبارزې څخه بله لاره نه لري. که چیرې دغه قشرونه په ګډه سره د سیاسی، اقتصادی، کلتورې او ټولنیزو شرایطو په وړاندی مبارزې ته پاڅیږی او د هغوی په بدلول سره د خپل بدمرغه ژوند وضعیت ته بدلون ورکړی نو بل هیڅ ژغورونکې هم شتون نه لری.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 213 میلمانه آنلاین لرو