د دانگام ولسوالی

هغه څه چې لا تر اوسه یې رسنیو ته لار نه ده موندلې او یا هم خپله رسنیو د ګواښ یا تړلتیا له امله په خپلو خپرونو کې نه دي خپاره کړي په دی ګزارش کې هڅه شوې، چې تاسې ته د ړومبنې ځل لپاره په ریښتینې ډول وړاندې شي.

دانګام د کنړ ولایت ختیځ لور پاکستان سره په ګډه پوله پرته هغه سرحدي ولسوالۍ ده، چې تیرو دوو کالو راهیسې د پاکستاني ځواکونو او فاشیستي طالبانو د توغندیزو بریدونو شاهده ده، په تیرو دوو کلونو کې د پاکستاني ځواکونو په ړندو بریدونو کې د دانګام، ناړۍ، شیګل او سرکاڼو ولسوالیو ولسونو ته درانده زیانونه اړولې دي. په لسګونو بیګناه خلکو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او په سلګونه نور ټپیان شوې دي، د ځاني زیانونو سربیره یادو اغیزمنو خلکو خپل په سلګونه څاروي او کروندې هم له لاسه ورکړي او خپلو ټاټوبو څخه یا نورو سیمو ته کډوال شوي او یا هم د ځمکې لاندې سمڅو ته د پناه وړلو ته اړ شوي دي، چې ددی بریدونو اصلي لامل پاکستاني طالبان او کرزې دولت په ګوته شوي.

جمیع الله د طالبانو لخواه وژل شوی کس

ساو کلی چې د کنړ ولایت د ناړی ولسوالی جنوب لور ته په پنځه کیلومټری کې پروت دی ډیری وګړی یی په کرکیلی او مالداری بوخت دي، ددی کلی خلک زیاتره وخت د دولت او طالبانو تر منځ د جګړی ښکار شوي ولی دا ځل دا جنایت له نورو په پرتله ډیر دردونکې دي دا ځکه چې د یوی کورنۍ شپږ غړې چې یو تن متعلم او یو تن محصل هم په کې شامل دی په مرمیو غلبیل شول.

دا پیښه د لعل محمد چې په (کوسه لعل) شهرت لری سره دخپلو زامنو چې د وسلوالو طالبانو مهمه برخه جوړوي او بل لور ته د بزګر عین الله کورنۍ ده، سیمی د وګړو په وینا «دا یوه غریبه، آرامه او بی لوری کورنۍ وه چې خپلې ورځنې چاری به یی په کرکیلې تیرولې مګر څو واری د کوسه لعل په مشری د طالبانو لخوا ګواښل شوي و چې د طالبانو سره یو ځای شي او که نه نو خپل جایداد دی کوسه لعل (طالبانو) ته پریږدی، مګر عین الله د کورنۍ لخوا د طالبانو دغه غوښتنه ونه منل شوه».

د امریکایی یرغلګرو په وسیله وژل شوی کسان
د واده په مراسمو کی امریکایی یرغلګرو ناظر، محمد الله، مانو او جنت ګل ووژل.

د ۱۳۹۱ کال د لیندۍ میاشت په ۱۶ نیټه د جمعې ورځې په پنځو بجو د خوګیاڼیو ولسوالۍ په ترمي کلي کې د امریکایي څارګرې تیارې د سورلو پر یو موټر بم ورواچو، چې له امله یې یو تن شهید او د موټر نورې ټولې سپرلۍ ټپي شوې. د دې زړه بوږونکې پيښې ترڅنګ چې ټپیان په وینو کې لت پت د سړک پر سر پراته وو او دغه مهال سیمه ییزو خلکو هڅه کوله چې ټپیان روغتون ته ورسوي، ناڅاپي د خلکو غږ شو، چې دلته امریکایان د واده په کور ننوتي او یو شمیر خلک یې وژلي دي.

نیږدې ماښام و، چې امریکایان د واده کور ته ورننه وتل او د واده د کورنۍ پر غړو یې ډزې وکړې، چې له امله یې څلور تنه (ناظر، محمد الله، ماڼو او جنت ګل) شهیدان شول.

د چنګاښ د میاشتې په ۱۹ مه نیټه د کور څخه د دندې په لور د تلاشۍ چوک نه د تیریدو په حال کې ووم، و مې لیده چې په دغه سخته ګرمۍ کې یو ځلمی چې له تندي ېې خولې څڅیدې په خلکو باندې په ګڼه ګوڼه کې په ډیر ویاړ پاڼې ویشي یو تن چې د پاڼې د لوستلو په حال کې و ما ورځنې پوښتنه وکړه، وروره څه خبره ده؟ هغه راته پرته له ځنډه داسې وویل: " د زیاتې مودې راهیسې په دې اند وم چې زموږ په هیواد کې به هم داسې څوک وي چې په خپل هیواد او هیوادوالو باندې ېې زړه وسوځېږی او د دوې په ملاتړ پاڅیږي. خو اوس د افغانستان د همبستګۍ ګوند په دغه خبرتیا کې لیکلي چې غواړي د پاکستان د تروریستي او دوه مخي دولت د توغندي بریدونو د غندلو په موخه، د چنګاښ په ۲۰مه نیټه د سهار اته بجې د پاکستان د قونسلګرۍ په وړاندې د خپلو هیواد والو په ملاتړ لاریون وکړي.اودهېوادوالو څخه په کې د ګډون غوښتنه شوې و، دغه اندیښنه پر ځای شوه".

١٣٨٩ لمريزکال د کب ٢٧ نېټه دجمعى په شپه ١١بجي ، دکونړولايت شيګل ولسوالۍ دلاحسين کلي دامريکا يې ځواکونو لخوامحا صره کېږي او وروسته له درې ورځوکلابندۍ څخه دولسي وګړو په عام وژنه پيل کوي ،چي په پاى کې لاندې ١٠تنه شهېدان او ځلورتنه ټپيان پرځاى پريږدي:

شميره

       نوم

   د پلارنوم

   عمر

    دنده 

١

   حضرت على

   ظفرخان

    ٥١

  بزګر

٢

  احسان الله

  نورحميد

    ٣٧

  بزګر

٣

  دين محمد

   نوراحمد

    ٤٠

  بزګر

٤

   جان محمد

   هاشم خان

      ٣٥

  بزګر

٥

  عزيزرحمن

 فاتح محمد   

      ٢٨

  بزګر

٦

    مسيزى

   سيد عظيم

      ٣٠   

  بزګر

٧

  عزت الله

   محمداجان

      ٢٢

زده کوونکې

٨

  ذکرالله

   تورخان

       ١٩

زده کوونکې

٩

اسلام الدين

   سامان  

       ٢٥

زده کوونکې

١٠

محمدالله

   بحرالدين

       ٢٢

زده کوونکې

           لاندې څلورتنه سخت ټپيان دي

١

مسيح الله

   بارالدين

     ٢٥

 

٢

حسن ګل

  محمدرحمان

   ٢٧ 

 

٣

شفع الله

  منجورخان

    ٢٢

 

٤

 روح الله

     منجورخان

    ٢٤

 

د۱۳۸۹ لمریز هجری کال دسلواغې لسمه نیټه دسه شنبې ورځ دکونړ ولايت د ماڼوګى ولسوالۍ د ننګلام په سيمه کى په اصطلاح د يو نا معلوم ځاىڅخه د امريکايانو په پوځي قرارګاه مزايلي بريدوشو .

امریکایان پرته له دى چې کومه سيمه مشخص کړى د انتقام اوغچ په خاطر نوموړې سيمه په عمومی توګه بمباری کوى .

اودغه لاندى تنکى اوبى ګناه ماشومان په داسى حال کې وژنی چې د ورځنې ژوند د اړتياوو پوره کولوپه موخه دژمې په سړه هواکې د سون لرګولپاره غره ته پورته شوى واو بياستي يې ترملاتا وکړى وې:

د کونړ ولايت غازى آباد ولسوالۍ

دسلواغې په (٢٨) نيټه د پنجشبي دماښام پر لسو بجو د ايل ګل کلۍ دامریکایانوتر بمبارد لاندي ونیول شو .

دکلې ولسي وګړوهڅه وکړه چې دبمباری له وېرې خپلې ميرمنې او ماشومان په سمڅو کې ځای پرځاى کړى خوبمباری پیل شوه او په پایله کې (٢٤) ماشومان (٢٢) ميرمنې او(١٧) نارینه، ټول (٦٥) کسه ملکې وګړى په سرو وينو کې ولمبيدل .

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 197 میلمانه آنلاین لرو