د پاکستان توغندیز بریدونو تر شا

د دانگام ولسوالی

هغه څه چې لا تر اوسه یې رسنیو ته لار نه ده موندلې او یا هم خپله رسنیو د ګواښ یا تړلتیا له امله په خپلو خپرونو کې نه دي خپاره کړي په دی ګزارش کې هڅه شوې، چې تاسې ته د ړومبنې ځل لپاره په ریښتینې ډول وړاندې شي.

دانګام د کنړ ولایت ختیځ لور پاکستان سره په ګډه پوله پرته هغه سرحدي ولسوالۍ ده، چې تیرو دوو کالو راهیسې د پاکستاني ځواکونو او فاشیستي طالبانو د توغندیزو بریدونو شاهده ده، په تیرو دوو کلونو کې د پاکستاني ځواکونو په ړندو بریدونو کې د دانګام، ناړۍ، شیګل او سرکاڼو ولسوالیو ولسونو ته درانده زیانونه اړولې دي. په لسګونو بیګناه خلکو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او په سلګونه نور ټپیان شوې دي، د ځاني زیانونو سربیره یادو اغیزمنو خلکو خپل په سلګونه څاروي او کروندې هم له لاسه ورکړي او خپلو ټاټوبو څخه یا نورو سیمو ته کډوال شوي او یا هم د ځمکې لاندې سمڅو ته د پناه وړلو ته اړ شوي دي، چې ددی بریدونو اصلي لامل پاکستاني طالبان او کرزې دولت په ګوته شوي.

پاکستاني طالبان «تحریک طالبان» وروسته له هغې افغانستان خاورې ته راننه وتل کله چې پاکستان د دغه ورانکارو پروړاندې په باجوړ، میدان، مهمندو، دیر او سوات کې چاڼیز عملیات ترسره کړل، د ډیورنډ له کرښې په راوختو سره سم د افغانستان ګوډاګي دولت استازي د کنړ والي «سید فضل الله واحیدی» یو پلاوي ته دنده وسپارله، څو دغه انسان وژونکي طالبانو ته ښه راغلاست او په سیمه کې د دوی اوسیدل ډاډه او قانوني کړي. نو په دې موخه د پاکستاني طالبانو سره د یو تړون له مخې هغوې ټولو غړو ته د کډوالو د نړیوال معیار پرته په پټه د کډوالیتوب کارتونه وویشل او د ناړۍ، آسمار، شیګل، سرکاڼو او دانګام په ولسوالیو کې یې ځای پر ځای کړل. دانګام د سیمې د اوسیدونکو په وینا تحریک طالبان؛ چې شمیر یې په دې سیمه کې ۳۰۰ تنو ته رسیږي او مشري یې مولوي امجد (مولوي امجد چې په پاکستان کې د «قاري امجد» په نوم شهرت لري د خیبر پښتونخوا د دیر ضلعې د معیارو په کلي کې زیږدلی دی، نوموړی د خپلو جنایتکاره او کرغیړنو کړنو له امله د پاکستان لخوا په تور لست کې شامل شو او په سر یې په لکونه کالدارې انعام ټاکلی دی) او کفرکش کوي، د هویت کارتونو پرته هغوی ته په منظم ډول راشن او مهمات ورکول کیږي او لږ تر لږ ه په میاشت کې یو وار د دولت د استازو سره لیدنې کتنې کوي.

د سیمه ییزو خلکو په وینا د پاکستاني طالبانو په راتګ سره له یو خوا زموږ کورونه او کروندې لوټ شوې او له بل پلوه په دغه ولسوالۍ کې امنیتي حالات ترینګړي شول.

خلک د توغندیز بریدونو له ډاره په سمڅو کی پټیږی
خلکو د توغندیز بریدونو له ویری ځمکی لاندی سمڅو ته پناه وړی.

انجونې ښونځیو ته تللی نشي، د دولتي دندو کارمندان خپلو کورونو ته را ستنیدلی نه شي. پاکستاني طالبانو تر دې مهاله په لسګونو بیګناه ځایي خلک وژلي دي. لکه څرنګه چې د افغانستان سیمه ییز دولت سره یې تړون کړی و، چې دوی باید له پولې هاخوا یعنې پاکستان کې خپلو ورانکارو کړنو ته دوام ورکړي نه په افغانستان کې، مګر اوسیدونکي سرټکوي او وايي، چې د دوی له راتګ وروسته موږ آرامه ژوند ندی لیدلی، پاکستاني ځواکونه ورځ تربلې خپلې پوستې مخکې راوړي او زموږ د عامو وګړو پرمخ یې خپله پوله تړلې او هیڅوک نشي کولای چې خپلو خپلوانو سره چې د پولې بل لور ته پراته دي، راشه درشه وکړي. برسیره پردې پاکستاني ځواکونه هره ورځ په سلګونو مرمۍ، راکټونه او توغندي زموږ په کورنو او کروندو را توغوي او هیڅوک نشي کولای چې خپلې ورځنۍ چارې تر سره کړي. هغه کورنۍ چې د غم یا ښادي له امله یې په کور کې ګڼه ګوڼه ډیره وي، د پاکستاني پوستو لخوا چې د افغانستان په حریم کې جوړې شوې دي، د داشکې او سل ډزو په وسیله په نښه کیږي، له دې امله ډیری هغه خلک چې اقتصادي توان لري، خپل کورونه او بانډې یې پریښې او امن ځایونو ته کډه شوي، لیکن هغه کورنۍ چې اقتصادي توان نلري، د پخوا په څیر «روسي یرغلګرو وخت» د ځمکې لاندې تیاره او ډارونکو سمڅو کې اوسیږي او لا تراوسه له دې بریدونو خوندیتوب نلري.

د دې کار په غبرګون کې د سیمې اوسیدونکي څو وار آسمار ولسوالۍ ته په لاریون راووتل او له دولت څخه یې وغوښتل چې پاکستاني طالبان له سیمې اوباسي او د پاکستاني ځواکونو توغندیز بریدونه ودروي.

پاکستان چې د تاریخ په اږدو کې یې زموږ په هیواد کې لاس وهنه، جنایت او بنسټپاله طالبان او انسان وژونکي جهادیان روزلي او ورڅخه یې د وسیلې په توګه کار اخیستی دی، تل یې هڅه کړې چې ژبني، مذهبي، سمتي او قومي توپیرپالنې په ذریعه افغان ملت د ملي نفاق او افغانستان د ټوټه کیدو پر لور بوځي. مګر د دې دومره کرغیړنو کړنو وروسته بیا هم د پاکستان زړه یخ نشو او اوس هڅه کوي، چې پولې ته نږدې افغان قبایل له خپلو استوګنځایونو څخه په شا کړي، څو پاکستاني طالبان او القاعده «تحریک طالبان» هلته ځای په ځای کړي، یو خوا خپل هیواد کې ټیکاو رامنځته او بل خوا د افغانستان په خاوره کې ګډوډیو او لاس وهنو ته لاره هواره کړي.

خلک د توغندیز بریدونو له ډاره په سمڅو کی پټیږی

مګر د افغانستان لاسپوڅی دولت چې خپله په دې جنایت کې شریک دی او نه غواړي چې دې کړکیچ ته د پای ټکې کیدي، د خپلو شومو سیاسي او ستراتیژیکو موخو ترلاسه کولو لپاره پاکستاني طالبانو ته یې پناه ورکړی او خپل ولس قرباني کوي.

دا ناورین چې له تیرو دوو کلونو راهیسې روان دی، د لاسپوڅې کرزي دولت پرته بادار یې «امریکا» هم د تیر په څیر د دې طالبانو ننګه کوي او په ښکاره توګه د دې پرځای چې مخه یې ونیسي ملاتړ یې کوي.

په هر حال په پای کې باید وویل شي چې د دې او دې ته ورته پیښو د ختمولو لپاره زموږ ولس ته یواځې یوه لار پاتیکیږي او هغه هم د نړیوالو او سیمه ییزو ښکیلاکګرو پروړاندې ملي یووالی او ملي پاڅون دی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 142 میلمانه آنلاین لرو