ایل ګلیان په سرووینوکي

د کونړ ولايت غازى آباد ولسوالۍ

دسلواغې په (٢٨) نيټه د پنجشبي دماښام پر لسو بجو د ايل ګل کلۍ دامریکایانوتر بمبارد لاندي ونیول شو .

دکلې ولسي وګړوهڅه وکړه چې دبمباری له وېرې خپلې ميرمنې او ماشومان په سمڅو کې ځای پرځاى کړى خوبمباری پیل شوه او په پایله کې (٢٤) ماشومان (٢٢) ميرمنې او(١٧) نارینه، ټول (٦٥) کسه ملکې وګړى په سرو وينو کې ولمبيدل .

دځینونومونه یې دادي:

١ـ قادرخان سره د خپلو څلورو زامنو هر يو ميرطلب ، شکور ، ضياالحق او نعمت . د ميرمنو او ماشومانو په ګډون ددې کورنۍ (١٦) تنه غړي وژل شوی دي .

٢ـ کاکا جمعه د ٣ زامنو ، دوه لمسو او يوې وړې لور په ګډون (٧) تنه.

٣ـ آصف خان سره د (٣) ماشومانو او ورسره اکبرخان د دوو ماشومانو.

٤ـ جمعه خان سره د يوي لوراو دوه زامنو هر يو رحمت الله او زاهدالله او نږور يې د دري لوڼو سره.

٥ـ ګلرحيم د شېرمحمدزوی په قوم ګوجر ، درې کلنه طاهره د عبداﻻمين لور ، او رحمت ولى د محمد ايوب زوی چې د څلورم ټولګې زده کونکى دى.

٦ـ ميرزمان ،عبدالباقى ، طاهر ، ولى ، هزارملک، سيدرسول ، د ريس يوه لور دشاحسين يو زوى او د کريم خان دري زامن.

٧ـ دعبدالحميد دوه تنه واړه ماشومان او د ګل شير دوه زامن چي ديوه نوم شيرجان دى .

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 108 میلمانه آنلاین لرو