د حمید ګل په مړینه، د افغانستان اخواني مشران یتیمان شول

حمید گل با سران تنظیمی

حمید گل چې د آی.اس.آی پخوانې رییس او د طالبانو او د اوګوني پیښوري ګوندونو د مشرانو د معنوي پلار حیثیت یې درلود، هغه په سیمه کې د تروریزم او ډار اچونکي بنسټپالنې د «ماسټر ماینډ- طراح» په نوم یادیدو، د ۲۰۱۵ کال د آګست په ۱۵ مه د جنایتونو او وژنو له پیټي سره د تاریخ ډیران ته ور ولویده.

که څه هم د دې پاکستاني جنرال د رذالت او خیانت په اړه، چې په کلنو کلنو یې زموږ هیواد ته تروریستان او ځان وژونکې راستولې او زموږ د ولس د تباهۍ ستر لامل و ډیر څه ویل شوي دي. د جنرال ضیا‌ءالحق، جنرال اختر، عبدالرحمن، ډګروال یوسف، کرنل امام، مولانا فضل الرحمن، نصیر الله بابر، نواز شریف، مولانا سمیع الحق، اسد دراني او نورو، تر څنګ حمیدګل زموږ په هیواد کې تر ټولو نورو پاکستاني پوځي څارګرو مهرو څخه کرغیړن او وژونکی لاس درلود.

حمید گل و گلبدین
حمید گل و مسعود
حمید گل و سیاف
حمید گل و مجددی
جنرال حمیدګل د افغانستان تنظیمي مشرانو ته د معنوي پلار بڼه درلوده او د کلنو راهیسې هغوي ته د خپلو برده ګانو په سترګه کتل او حکم به یې پری چلو.

د حمیدګل په مړینه، د افغانستان رسنیزو «شننونکو» او «مبصرینو» د هغه په اړه داسې توندې څرګندونې وکړې، چې حتی یو تن خو د هغه د مړي د راوستلو او د جزا ورکولو غوښتونکې شو! په دې کې هیڅ شک نشته چې حمیدګل د افغانستان په ورانولو کې لوی لاس درلود، لیکن د افغانستان د ویجاړولو لپاره د هغې د نقشې اغیزناکتوب اصلي عامل باید د هیواد دننه ولټول شي. که چیرې کورنیو رذیلو خاینانو او د تنظیمونو مشرانو په آسانۍ د حمیدګل او ورته نورو، د مریتوب زنځیر په غاړه کړئ نه وایې، نو آیا هغه به بیا هم په دې توانیدلې وې چې زموږ په هیواد کې د وینو ویالې جاري او ویجاړۍ ته لمن ووهي؟ که رښتیا هم دغه «شننونکي» لږ شهامت او وجدان ولري نو تر هر څه وړاندې باید خپلو نیوکو لورې داخلې سپین سترګو خاینانو هر یو ګلبدین، رباني، سیاف، حقاني، مجددي، ملا عمر او ... داسې نور بی احساسه او خرڅ شوي افغانانو ته ور واړوي چې د پاکستان آی.اس.آی ته یې لار هواره کړې تر څو په افغانستان کې لاس وهنه وکړي. کله چې دغه ګوډاګي افغانان په خپل وطن او خلکو زړه سواندې نه کوي، د نړۍ تر ټولو بدنامه څارګر بنسټ د یو غړي نه دغه تمه بیځایه نه ده؟

ټولو ته دا یو څرګند حقیقت دي چې جهادي تنطیمونو مشرانو حمیدګل خپل آمر او معنوي پلار ګڼلو او هغه ته به یي ځانګړي بوټ پاکي او مریدي کوله په خاص توګه ګلبدین، سیاف او رباني. په همدې اساس کله چې په کابل کې د تنظیمي ورور وژنو په پایله کې رباني په اصطلاح د دولت واګي په لاس کې ونیول هغه پخپله د حمیدګل څخه وغوښتل چې کابل ته راشي او د هغه د سلاکار په توګه کار وکړي او بل لور ته احمدشاه مسعود د خاد محرم لاسوندونه ور ډالۍ کړه. آی.اس.آی ته د بنسټپالو دغه نوکري وه، چې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې حمیدګل د «دنیا نیوز» ټلویزیون سره په مرکه کې «عبدالله یي د افغانستان د سولې لپاره غوره هیله» وګڼله او زیاته کړه «د [۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۵] پوری مي د احمدشاه مسعود په میلمستون کې ژوند کاو او د عبدالله دنده زما څخه پالنه وه، نو له دې امله هره ورځ به مي د هغې سره لیدل».

گلبدین و ربانی با مقامات سیا
د ښی نه کیڼ اړخ ته: میلتن بیردن (په اسلام آباد کې د سي.آی.ای مسئول)، ریچارډ کر (د سي.آی.ای مرستیال)، روبرت اوکلي (په اسلام آباد کې د امریکا سفیر)، جنرال حمیدګل (د آی.اس.آی مشر)، ویلیام ویبستر (د سي. آی.اې مشر)، رباني او ګلبدین.
پاسنې انځور چې د سي.آی.اې او د آی.اس.آی د لوړ پوړو چارواکو سره د ګلبدین او رباني یوه پټه لیدنه په ډاګه کوي د «اصلي دښمن» تر عنوان لاندې کتاب چې میلتن بیردن لیکلې اخیستل شوې دی. میلتن د ۱۹۸۶ او ۱۹۸۹ کلنو تر منځ په آسیا کې د سي.آی.ای د یو مهم مرکز مسئول و چې په اسلام آباد کې موقعیت درلود. هغه به بنسټپاله افغانانو ته د امریکا مرستی تنظیمولې.
د سوړ جنګ په دوران کې د فغانستان بنسټپاله ګوندونه په ځانګړي ډول د ګلبدین اسلامي ګوند او د رباني جمعیت اسلامي د سي.آی.ای تر ټولو غوره لاسپوڅي ګوندونه بلل کیدل او د امریکا د مرستو لویه برخه یي لاسته راوړه. دوي د سي.آی.ای او د آی.اس.آی سره جورې اړیکی درلودی او د هغوي په خوښه یې کړنې ترسره کولې. دې خاینو او ملي ضد ګوندونو تر نن ورځې پوری خپلې اړیکې د بهرنیو څارګرو سره ساتلی دي.

که پرون د ملا عمر پلویانو او هم فکرانو لکه حکیم مجاهد، متوکل، عمر زاخیلوال او نورو په کابل کې د ناپوهۍ او شډلتیا دغه اتل ته لاس لپه کړل، اوس نو د عبدالله، صلاح الدین رباني، عطا، ګلبدین، قانوني، غیرت بهیر، سیاف، مجددي، محقق، ګیلاني او ورته نورو وار دې، چې پرته له خجالت او ویرې خپل د شاګردئ فرض پوره او خپل پاکستاني بادار ته د غمشریکئ مراتب وړاندې کړي.

حمید گل با دیگر بنیادگرایان پاکستانی
جنرال حمیدګل د پاکستان د تروریستي ډلو اصلي ملاتړې او کوپړۍ ده.
په دغه انځور کې تاسی د (کیڼ لوری څخه پنځم کس) حمیدګل وینۍ، چې د پاکستان د بنسټپاله ډلو مشرانو سره ناست دي. د دوي په منځ کې د (کیڼ لوری دویم کس) د «پاکستان د لشکر طیبه» مشر حافظ سعید دې، چې د نړۍ په وتلو تروریستانو کې شمیرل کیږي او امریکا یې په سر لس زره ډالر جایزه هم ټاکلي ده. «لشکر طیبه» په افغانستان کې هم د څو خونړیو بریدونو پړه په غاړه اخیستې ده.
بریده اخبار جنگ
د راولپنډۍ چاپ د جنګ ورځپاڼې یوه څنډه
د راولپنډۍ جنګ ورځپاڼه (۲۷ جون ۱۹۹۲): «د افغانستان جمهور رئیس، پروفیسور برهان الدین رباني، په اسلام اباد کې د جنرال حمیدګل سره په یوه کتنه کې د هغې له کارونو څخه ستاینه وکړه او د هغه څخه یي وغوښتل چې کابل ته راشي او د افغانستان اسلامي جمهوری دولت سره د سلاکار په حیث کار وکړي. په دې لړ کې جنرال حمیدګل د افغانستان جمهور رئیس څخه مننه وکړه او زیاته یي کړه چې هیڅ ډول حق الزحمه به و نه مني»...

حمیدګل د افغانستان په اړه د مهمو تخریبکاره پالیسي جوړونکو څخه یو و. کله چې د ۱۹۸۸ کال د جولای په میاشت کې د افغانستان څخه د شوروي اتحاد ځواکونه و وتل، هغه په یو لیک کې ضیا‌‌ءالحق ته د افغانستان په بشپړ ډول د ولکه کولو طرحه وړاندې او وي لیکل:

«په سیمه کې د کابل څخه د شوري ځواکونو د وتلو په ترڅ کې تشه رامنځته کیدونکې ده، چې موږ باید هغه ډګه کړو... اړتیا ده چې پاکستان د افغانستان سره یو کنفدراسیون جوړ کړي. دا کار د اسلامي هیوادونو د یووالي تر عنوان لاندې په سیمه کې د سولی او ټیکاو په خاطر تر سره شي تر څو د کمونیزم د پراختیا مخنیوې وشي.

اوس مهال زموږ ستره موخه دا ده چې د افغانستان راتلونکې اسلامي حکومت لپاره پاکستان پلوه قوي تنظیمونه رامنځته شي او په خپله خوښه د پاکستان، افغانستان کنفدراسیون د رامنځ ته کولو سره هوکړه وکړي تر څو پاکستان په کې برلاسه وي. یوازی داسې اقدام کولای شي چې په سیمه کې یو ستراتیژیک توازن راولي. د دې کنفدراسیون په چوکاټ کې پولې باید ختمي شي او یو شریک اقتصادي جوړښت را منځ ته شي. په دې سره به موږ وتوانیږو چې په افغانستان کې یورانیمي سیمو ته لاسرسې پیدا او خپل هستوي برنامه د بهرنیو سرچینو څخه عملا خلاص او مستقل کړو.

د اوګوني ګوندونو د اتحاد مشران په ټوله کې له موږ سره تړلي دي. ځینو یې له موږ سره کار کړی او د خپل غوڅ ملاتړ ډاډ یې هم راکړی دې. موږ باید تر هر اړخیز بریالیتوب پوری مجاهدین پیاوړي کړو.» (را نقل د «سال های جهاد او مقاومت» کتاب څخه چې جمعیتي، محمد اکرام اندشمند لیکلي).

معاهد میان رهبران تنظیمی با وساطت پاکستان و عربستان

آی.اس.آی او جنرال حمیدګل ته د اوګوني پیښوري ګوندونو د مشرانو د سرسامۍ او پټواري کچې د مالومولو لپاره مهمه نده چې د آی.اس.آی آرشیف وپلټو، خپله تنظیمي خپرونو په کراتو دا په ډاګه کړي دي. د ۲۰۱۳ کال د جنوری میاشت په ۱۷ تاریخ د « جمعیت اسلامي» خبر پاڼي «مجاهد» ولیکل:

«۱۹۸۹ کال د مجاهدینو لپاره په بیړني خبر پیل شو. په پیښور کې استوګن ټولو جهادي تنظیمونو ته خبر ور کړې شو تر څو خپلو اجرائیه شورای غړو سره یو ځای په پیښور کې جلوزو کیمپ ته ځانونه ورسوي. دغه ناسته د جنورۍ میاشت په لومړۍ ورځ د افغانستان څخه د روسي ځواکونو د وتلو یوازی شپږ میاشت وړاندې، د پاکستان د فوځ د څارګری اداری آی.اس.آی د مشر جنرال حمیدګل لخوا ترتیب شوي وه. په دغه غونډه کې د اوه ګوندونو د مشرانو پرته د هر تنظیم د اجرائیه شورا ۲۰ غړو چې ټول شمیر یي یو سلو څلویښت تنو ته رسید ګډون کړي و. حمیدګل د خپلو څرګندونو په لړ کې جهادي مشران د خپل منځي اختلاف له امله په سختو ټکو وغندل او د تنظیمونو د اجرائیه شورای غړو څخه یي وغوښتل چې وروسته له دی دي د خپلو مشرانو د وحدت په تمه نه کښیني او د دریو ورځو په موده کې دي د افغانستان د راتلونکي دولت طرحه جوړه او وړاندي کړي. پریکړه وشوه چې باید یو ۴۲۰ کسیزه شورای چې د هر تنظیم څخه په کې ۶۰ کسان شامل وي جوړه شي.

جهادي مشرانو په خپل وار سره هر یو دغې غونډې ته لنډې ویناوي وکړې. د حمیدګل وینا د مجاهدینو د اختلافاتو څخه سرچشمه اخیسته، چې وې ویل پاکستان نور د دغه اختلافاتو څخه په تنګ راغلې دی. هغه د افغانستان د مجاهدینو د اسلامي اتحاد لخوا د افغانستان د راتلونکې لپاره د طرحی د نه لرلو په وجه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه.»

که څه هم په ښکاره د حمیدګل طبیعي مړینې د هغه خونړي لاسونه زموږ د هیواد څخه لنډ کړل، لیکن دا د خوشالۍ ځای نه دی ځکه چې د حمیدګل په څیر په سلګونو نور په کمین کې دي تر څو زموږ په هیواد کې د نفاق، جنایت، ویری او ځان‎وژنې تخم وشیندي. یوازی او یوازی د هیواد څخه د حمیدګل او د هغوي وطني ګوډاګیانو په رټلو او شړلو د دې امکان شته چې د تل لپاره د پاکستان د آی.اس.آی او ورته نورو هیوادونو څارګرو او غوړه مالانو لاس د هیواد او د مظلوم ولس د برخلیک څخه لنډ کړو.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 152 میلمانه آنلاین لرو