د غویی اوومې او اتمې د غندلو په موخه د «همبستګې ګوند» غونډه


ښه کیفیت


کابل – ۱۳۹۷ کال د غویی ۶مه: نن د همبستګۍ ګوند غړو او پلویانو د غویی ۷مې او ۸مې تورو ورځو غندلو په موخه غونډه وکړه. مونږ داسی هوډ درلو چی پروګرام د لاریون په څیر د کابل په یوه جګړه‎ځپلې سیمه کی لکه جاده یا زوړ ښار کی په لاره واچوو، خو دولت په هغه ځایونو کی د نیولو اجازه رانکړه او ګوند یو وار بیا د ښار په یو بند ځای کی راګیر شو.

د غونډې ګډونوالو له ځانه سره پلاکارتونه لرل چی د کابل د ویجاړیو د څلور لسیزو په ځانګړې توګه او غویی اتمې قربانیانو انځورونه په کی له دې شعارونو سره ول: «د غویی اوومه او اتمه، د ملی ویر دوه ورځې دي!»، «زمونږ خلک با د غويي اوومې او اتمې جنایتکاران محاکمه کړي!» «د غویی اوومې او اتمې جنایتکارانو له محاکمې پرته، افغانستان سولې او نیکمرغۍ ته نشی رسیدلی!»

آغلې سیلۍ غفار، د «افغانستان همبستګۍ ګوند» ویاندې په پیل کی وویل:

«د غویی ۷مه په هیواد کی جنایتونو او هیوادپلورنې پیل وو چی په میلیونونو مړي، ټپیان او در په دره انسان یی پر ځای پریښودل. په خواشینۍ سره چی د افغانستان لوټماران او وژونکی چی زمونږ ویرجن ولس یی وواژه، نن د امریکا تر بیرغ لاندی د انسان‎وژنې او خیانت او لوټ په دوهم پړاو کی بوخت دي. دوی یو بل په غیږه کی نیسي او د افغانستان د خلکو پر وینو او جسدونو په کړس خاندي. امریکا او لویدیځ هم پر همدوی پانګونه کوی او پوهیږي چی همدغه جنایتکاران حاضر دی چی د څو پيسو په بدل کی له هیواد او ناموس څخه تیریږي.»

د خپلو خبرو په لړ کی د نوم‎لیکنې په مرکز برید کی د قربانیانو کورنیو ته په ډاډورکولو سره، زیاته یی کړه:

«په اوسنیو حالاتو کې تر هغې چی ولس د ملی خاینانو او د هغو بهرنیو بادارانو پر وړاندې په پاڅون او مبارزه لاس پوری نکړي، که ټاکنې ترسره شی او که نه، همدغه هیوادپلورونکی ناتارکونکی، ټوپک‎سالاران، هیرویین‎سالاران او څوتنه چټلي‎خوړونکی روڼ‎آندی به د بهرنیو نیواکګرو په مټ زمونږ پر برخلیک واکمن وی. د ۲۰۱۴ له ملنډو ډکو ټاکنو هیڅ شي ته د ولس په ګټه بدلون ورنکړ، یوازی یی طالبی او داعشی انسان‎وژونکو ته زمینه برابره کړه چی په دې پلمه پرلپسې زمونږ په بی‎ګناه خلکو بریدونه کوی او ډلې ډلې وژني. له همدې موقعې څخه په ګټه اخیستنې د برچې دښتې د پیښې قربانیانو کورنیو ته ډاډګیرنه ورکوم. وګورئ هیوادوالو! دوی څومره بی‎شرمه او خلک زوروي. تر پرونه پورې چی زمونږ خلک د یوې پیژندپاڼۍ اخیستلو لپاره په اونیو د دولتی ادارو شاته سرګردانه ول، خو نن چی دوی پیژندپاڼو او د خلکو رای ته اړتیا لری، ګورو چی څرنګه یی د پیژندپاڼو مرکزونه پرانیستي او خلک هڅوي.»

سربیره پردې، د غونډې په یوه برخه کی، یو شمیر ځوانان د غویی اوومې او اتمې جنایتکارانو څیرو سره چی تر نن ورځې د خلکو په ټپي بډوډو سپاره دي، لیدل کیدل چی لاسونه یی په ځنځیرونه تړل شوی او ولسي محکمه کی ولاړ ول.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 174 میلمانه آنلاین لرو