په ننګرهار کې، د واټونو په پر مخ رنځیدلی کارګران شپې سبا کوی!

په  ننګرهار کې، د واټونو په پر مخ  رنځیدلی کارګران  شپې سبا کوی!

د شپې لس بجې وی د یو چا له کور څخه را روان وم چی د مخابراتو له چوک څخه نیولی تر پښتونستان واټ پوری د سړک پر منځ ګلدانونو کی لسګونه ځوانان او سپین‎ږیری پراته ول. په لومړی لید کی می فکر وکړ چی د کابل پُل سوخته په څیر دلته هم په نشه‎یی توکو روږدي خلک راټول شوی خو چی لږ پام وی وکړ ومی لیدل چی دوی نه سګرټ لری او نه هم د یو څادر لاندی درې څلور کس راټول شوی. د یو تن خواته چی عمر یی هم پوخ وو ورنیږدې شوم او له روغبړ وروسته می ترې د نوم پوښتنه وکړه. نوم یی محاکم او د کنړ ولایت مرکز اوسیدونکی وو. پوښتنه می ترې وکړه چی دلته څه کوې، هغه وویل:

«په دی توره شپه کې د دې په تمه ناست یم چې یو څوک پیدا شی او ما مزدوۍ ته بوځی چې په دی تمه می دا دریمه ورځ ده. مزدوی هم داسی شی دی چې کله وی او کله نه وی. کوم کس چې راشی او یو دوه تنه مزدورانو یی په کار وی نو شاوخوا یی شل دیرش تنه چاپیر وی چې هریو دغه کارته ضرورت وی خو د قسمت خبره وی چې څوک یی له ځان سره بوتلل زه د کونړ څخه د کار موندلو لپاره راغلی یم. ښار وړوکی ده او کلی ناامنه دي. دلته هم مزدوری ډیره ټیټه وی کله څلور سوه پاکستانۍ کلدارې د ورځې راکوی او کله پنځه سوه، زما د کورنې د غړو شمیر دولس کسه دی نو په دی روپیو ګوزاره ګرانه ده. د نورو بچي ښوونځې ته ځې خو زه خپل بچي په خیټه ماړه ساتلی نه شم تل د خپل زړه غوښی خورم. الله دی دا دولت نسکور کړی، دوی ویل چې موږ به د خلکو دسترخوانونه ډکو کړو خو دا یی ریښتیا ویلی وو د هغه چا دسترخوان یی ډک کړل چې د خلکو په وژنو او لوټلو کې لاس لری. خو خواره خواري زموږ ده چې زموږ نه یی یوه مړۍ ډوډۍ هم واخیسته. کور ته هم تللی نه شم ځکه ټول به په تمه وی چې پلار به می موږ ته د خوړو لپاره څه راوړی. خبر نه چې زما دریمه ورځ ده چې په دی روژه کې په دغه سړک کې شپه او ورځ تیروم.»

محاکم د کنړ ولایت مرکز اوسیدونکی

ما خپرونو او اخبارونو کی لوستی ول چی په ایران او هند کی خلک د واټونو په سر ویده کیږی خو دا لومړی ځل وو چی ما په خپلړ سترګو ولیدل. داکارګران چې ډیری وخت بیکاره وی په همدی سړکونو کې شپې سبا کوی، په دی واټونو کې یی هم څوک په کرار نه پریږی او له ډولا ډول ننګونو سره مخ دي، ډیری وختونه په ولږه او تنده تیروی. پولیس هم دوی د خوب لپاره په کراره نه پریږدی یو خوا او بل خوا یی شړی. د دی کړیدلو کارګرانو په سترګو کې د دولت څخه ژوره کرکه لیدل کیږی هغه ځکه چې د دي په ځای چې دوی دپاره د کار کولو آسانتیاوی برابری کړی، دوی د سړکو پیاده‏لارو پر مخ خوب کولو ته هم نه پریږدی.

یو بل تن چې نوم یی سردار خان دی او د ګمبری د چهار باغ څخه مزدورۍ لپاره راغلی دی د خپل حالتو په اړه داسی وای:

سردار خان دی چی د ګمبری د چهار باغ څخه مزدورۍ لپاره راغلی دی

«د ګمبیری په دښته کې په یوه خیمه کې اوسیږم او د کورنۍ شمیر می لس کسه دی زما یوازی په خپلو حالتو زړه نه سوزی شاوخوا ټولو مزدورانو باندی می زړه سوزی. کار هم په دویمه دریمه ورځ پیدا کیږی په کومو ورځو چې کار پیدا نه شی د دوکاندارانو سره په ډیرو لږو روپو کار کو چې د ورځې مزد ۲۰۰ یا ۳۰۰ سوه کلداری وی. خو کله چې د چا سره په دیاړی باندی لاړ شو د ۸ ساعته کار په ځای په موږ باندی ۹ او یا لس ساعته کار کوی او دیاړی هماغه ۵۰۰ کلدارو څخه نه ډیریږی، ډیری وخت د ډوډۍ خوړلو لپاره روپی نه لرو نو د دوکاندارانو څخه چې څه پاتی شی موږ ته یی راکوی چې بیا په دغه پاتی شوی ډوډۍ خپل وخت تیرو د کور حالت می ډیر خراب دی د جلال آباد په دی ګرمۍ کې د خیمې لاندی ژوند تیرول ستونزمن دي په اوومه اتمه ورځ کور ته ځم هغه هم ځکه چې ګمبیري ته د تګ راتګ کرایه ۳۰۰ کالداری کیږی نو زه څنګه هره ورځ کور ته لاړ شم.»

د سردار خواته بل تن عبدالستار د لغمان اوسیدونکی ناست وو چی وای:

عبدالستار د لغمان اوسیدونکی

«د لغمان څخه په مزدورۍ پسی راغلی یم خو مزدوری ښتکه منډی وهی او زه پورته، دوه ورځې مزدوری وی او دری ورځې نه وی. ډیری شپې د سړکونو په سر پاتې کیږو مزدوی ته مو څوګ نه بوځی. سپین‏ږری یم په دی خاطر می هم څوک کار ته نه بیای چې کار نه شی کولی خو دوی زما د کورنې له ستونزو څخه خبر نه دی اته کسیزه کورنۍ لرم هغوی رانه ډوډۍ غواړی، چې مزدوری ونه کړم نو څه وکړم همیشه کار پیدا کولو لپاره سترګې په لاره یم خو ډیر وختونه نه وی. ډیرې لږی روپې کټم او خپل کور پرې چلوم او په دی باندی ویاړم ځکه چې د چا حق می نه دی خوړی، نه د زورواکو، قومندانانو او وکیلانو په څیر د چا په وژلو او ترور باندی مې روپۍ نه دی پیدا کړی. نو له دې کبله د خپل ضمیر په وړاندی ملامت نه یم.»

د کارګرانو څخه یو تن نقیب الله چې د خپل ژوند څخه ډیر ناهیلی دی داسې وایی:

« په درونټه کې اوسیږم پخوا په یوه مووسسه کې ساتونکی وم خو هغه مووسسه ختمه شو او اوس مزدوری کوم د شپې تر دې وخته دې ته ناست یم چې خپلو بچو ته یو مړۍ رزق پیدا کړم. په اونۍ کې په ټیله باندی دوه یا دری ځله کار ته ځو او دا غټه تور ده چې څوک دوه ځله په اونۍ کې کار ته لاړ شی.

نقیب الله

اشړف‏غنې د بریا څخه مخکې ډیړی ډوزی وشتلې چې زه په د غریبو لپاره به دا کوم او هغه به کوم، کار به خلکو ته پیدا کوم خو ټول درواغ وو. زموږ ژوند ورځ تر بلی خرابیږی او اوس هم دوې د ملت په سترګو کې خاورې شیندې او بیا ټاکنې کوی. په ټاکنو کې به هغه څوک بریا تر لاس کوی چې د نورو څخه یی لاس وژلو،غلا او لوټ کې اوږد وی. ډیر مې زړه خپه دی هغه له دې امله چې کله به د دی بدمرغیو څخه خلاصون مومو. د خلکو زامن مکتب ته ځې د غریب بچې به څه تعلیم وکړی زما بچې هم له ما څخه ډیر لالهانده دی یوازی د هغوی له سترګو ځان پټوم په دی هم پوهیږم چې کار نه شته خپل بچې وږی لیدلی نه شم نو یوازی د هغوی له مخې می ځان پناه کړی او په دی واټونو کې شپې او ورځې تیروم.»

د کارګرانو له ویر او درد نه ډکې کیسې ډیرې وی. هر یو غوښتل د خپل زړه بړاس وباسی، په وار وار یی پر دولت او خاینو چارواکو لعنت ویلو. او ددې کارګرانو د کیسو اوریدلو وروسته دا خبره می په ایمان بدله شوه چی خاین او لاسپوڅي چارواکی د ولس په غم کی نه دي. هغو د پردیو چوپړان دی او یواځینۍ هڅه یی داده چی بهرنیو یرغلګرو ته د هیواد د لوټ او تالان لاره هواره کړي. ددې خاینو هره ژمنه د درواغ او غولونکی ده. تر هغې چی بهرني یرغلګر له هیواد څخه بیرون او ټول هیوادپلورونکی او جنایتکاران او خاینان د ولس په محکمه کی محاکمه نشی او یو ملی دموکراتیک دولت رامنځته نشی زمونږ ټولو حالت به ورځ تر بلې د خرابۍ په لور روان وي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 84 میلمانه آنلاین لرو