په هند کې د بیوزلۍ او ناتارۍ په وړاندي د نړۍ ستر کارګري اعتصاب

په هند کې د بیوزلۍ او ناتارۍ په وړاندي د نړۍ ستر کارګري اعتصاب

د ۱۳۹۵ کال د وږی میاشت په ۱۲مه نیټه (۲۰۱۶ د سپتامبر ۲)، ۱۵۰ میلیون هندی کارګرانو د هند دولت نئولیبرالیستی سیاستونو پر وړاندی په بی ساری اعتصاب باندی لاس پوری کړ چې د کمیت له لید څخه د نړی تر ټولو لوی کارګری اعتصاب وو. دغی اعتراضی خوځښت هیواد شنډ او د دغه هیواد دولت یی ۲،۶ میلیارد ډالره زیانمن کړ. کارګری اتحادیی ۱۲ غوښتنې درلودلی چې د هغې ډیر مهمی غوښتنې یی ورځنې معاش لږ تر لږ ۶۹۲ هند کلداری، روغتیایی بیمه، د اورګاړی پټلی، بیمې او دفاعی صنعت کی د بهرنې پانګوالې بندیز شاملیدل.

جایاتی گوش، د جواهر لعل نهرو په پوهنتون کې د پرختیایی اقتصاد پروفیسر د «ګاردین» ورځپاڼی ته (۱۳۹۵ د وږی په ۱۲) وویل:

د هند ۴٪ څخه لږ کارګران د کاری ساتنې تر قانون لاندی ځای لری او هغه ساتنې هم ورځ په ورځ خوسا کیږی. عامه پوهاوی همدغه دی چې دولت د غریبی پر ځاي، غریبان د نښی لاندی نیسی او د عامه اړتیایو خدماتو لګښت لږوالی مومی.

په ځینو ایالتونو کې، د روغتیایی څانکو کارکونکو د څو میاشتو را په دی خوا معاش نه دی تر لاسه کړی او هغه شمیر خصوصی کارخانو څښتنان چې د کارګری اتحادییو سره مخالفت کوی، په فعاله بڼه د مرکزی دولت له خوا یی ملاتړ کیږی.»

په هند کې د بیوزلۍ او ناتارۍ په وړاندي د نړۍ ستر کارګري اعتصاب

هند د نړۍ یو دریمه برخه بیوزله لری، دهغی ۳۷٪ نفوس د فقر تر لیکې لاندی ژوند کوی. کیدای شی دا عجیبه وی خو د یوې څیړنې پر بنسټ، د لوړی اقتصادی ودې برسیره، په هند کې غریبی د افریقایی هیوادونو دو چند ده. بله څیړنه د «ملی خوراک ورکولو څیړنې اداری» په وسیله دغه هیواد کی ښایی چې د مخکینی ۴۰ کالو په کچه (۱۹۷۵–۱۹۷۹)، نن ورځ کلیوال هندیان لږو خواړو ته لاس رسی لری.

په هند کې د بیوزلۍ او ناتارۍ په وړاندي د نړۍ ستر کارګري اعتصاب

له بل پلوه د مودی دولت په رامنځ ته کیدلو سره په هغه هیواد کې چې په خندنۍ توګه «د نړۍ تر ټولو ستره دموکراسۍ» په نوم یادیږي، د محصلانو زندانی کیدل او ربړول بی ځنډه دوام لری. تیر کال د څو تنو نوښتګرو او مخکښو روڼ‏اندو له وژلو وروسته، د نوموړو قضایی څارنو په اړوند د دولت د بی‏پروایی په عکس‎العمل، د دغه هیواد د څو تنو فلم‏جوړونکو سربیره، آرونداتی روی د خپله جایزه چې د دولت له خوا یی په ۱۹۸۹ کال کې د ډیر ښه فلم لیکلو لپاره لاس ته راوړی وه، بیرته ورکړه او د «دی اندین اکسپریس» په ورځياڼه کې (۲۰۱۵ د نوامبر په ۵)ولیکل:

«...دغه ویرونکې وژنې یواځې د دننې تبی نښی دي. ژوند د ژوندیو لپاره لکه دوزخ دي. ټول خلک ــ میلیونونه دالیت [کرغیړن قشر]، بومی، مسلمان او عیسوی ــ د ویری څخه پر ډک ژوند اړ دي، خبر ندی چې څه وخت او له کوم ځایه به پر هغوی برید وشی.

که چیری حق ونلرو په آزاده توګه خبری وکړو، په داسی ولس باندی به بدل شو چې د روڼ‏اندو له نه شتون څخه به سر وټکو، یعنی د بی‎عقلانو ولس. د هند په ټوله ټاپوزمه کې دټیټوالی سیالې دوام لری او "نوی هندوستان" هم په هیله‎مندۍ له هغی سره یوځای شوی دي. په دغه ځاي کې سانسور ترسره کولو جمعیت «ځناورو سړو» ته سپارل شوی دي.»

خو په هغه ځاي کې چې ظلم شته، مقاومت هم شته. د دغه ناانډول په وړاندی، د هند پوه خلکو برخه په هر شونی سطح او لاره نیوکه کوی: عملی مبارزه کوی؛ نیوکه‏کونکې هنری آثار جوړوی؛ په یوازی او عمومی بڼه اعتصاب کوی او د هند ځینی سیمی د کیڼ‎لاسو مائوئیستی ډلو د وسلوالې مبارزی په پایله کې د دولت له کنټرول څخه آزادې شوی دی.

په هند کې د روانې ټولې غریبۍ او بی‏وزلۍ او بدمرغۍ سره، د مودی دولت د افغانستان مرستی ته لاس په کار شوی تر څو زموږ هیواد د پاکستان لپاره د جګړی ډګر جوړ کړی. د ۱۳۹۵ د وږی په ۲۶مه (۲۰۱۶ د سپتامبر په ۱۶) هند ته د اشرف غنی دو ورځنې سفر لړ کې، نارندرا مودیافغانستان ته د یو میلیارد ډالرو مرستی ژمنه ورکړ په داسی حال کې چې سلګونه میلیونه هندیان په واټونو کې زیږیدلی دی او په واټونو کې مړه کیږی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 33 میلمانه آنلاین لرو