وحدت یوسفزی د امریکایی ځواکونو له لوری په شهادت ورسیده

وحدت یوسفزی د امریکایی ځواکونو له لوری په شهادت ورسیده

وحدت یوسفزی د معراج الدین ځوی په ۱۳۶۷ کال کی د لغمان ولایت په قلعه دامان کلی کی وزیږیده. هغه چی یوې زیارکښې کورنۍ پورې اړه لرله د کار ترڅنګ یی خپلو زده‎کړو ته هم دوام ورکړ او په ۱۳۸۸ کال کی د اسحاق ننګیالي له عالی لیسې څخه په ښه درجه فارغ شو. له فراغت وروسته وحدت تل هڅه کول چی ځوانان لیک لوست ته وهڅوي. هغه ډیر ښه او پرمختللی فکر درلود او تل به یی د کلی ځوانانو ته د روانو ناخوالو او د هغوی د عاملانو په اړه معلومات ورکول له همدې کبله د ټولو په مشوره هغه د کلی ځوانان د رییس په توګه وټاکل شو. ددې ترڅنګ هغه د سرې میاشتی سره هم د رضاکار په توګه کار کاوه.

وحدت یوسفزی به تل ځوانان وحدت او یووالی ته هڅول. هغه افغانستان یو اشغال شوی هیواد باله او د امریکا کرغیړنو کړنو او پلانونو، وطنی جنایتکارانو، فاسدانو او هیوادپلورنوکو په اړه یی له خلکو سره خپل نظر شریکاوه. هغه به ویل: «امریکا ریښتینی آزادی غوښتونکی او بانفوذه خلک چی د هغوی د موخو خنډ وی له منځه وړی.»

نو پر همدی اساس د امریکا جنایتکاره ځواکونو وحدت یوسفزی د ۱۳۹۶ کال د دلوی په ۲۸مه نیټه په داسی حال په شهادت ورساوه چی هغه د یو بادی ټوپک سره د ښکار په لور روان وو او د امریکایی پوځیانو له مرکز څخه یی ۲۰۰ متره واټن درلوده. له وحدت یوسفزی څخه ۳ کم‎عمره لوڼې پاتی چی مشره لور یی نجوا معلوله ده.

که یو موټی راولاړ نشو او په آګاهانه ډول د امریکایی ځناورو پوځيانو او د هغوی د چوپړانو پر وړاندی کلکه او نه ستړی کیدونکی مبارزه ونکړو د وحدت په څیر په هیواد او آزادۍ میئن ځوانان به نور هم تر خاورو لاندی شی.

وحدت یوسفزی د امریکایی ځواکونو له لوری په شهادت ورسیده

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 110 میلمانه آنلاین لرو