د ګلبدیني بشیر قانت یو بل وحشت

د ګلبدیني بشیر قانت یو بل وحشت

کلونه کیږي چې د راکټیار د اسلامي ګوند یو تر ټولو داړونکی ځناور او جنایتکار قومندان د بشیر قانت په نوم د تخار ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې ددې سیمي بې دفاع ملکیان یرغمل کړي، او د خپلو وحشیانو سر یوځای یې د مخدره توکو په قاچاق، د تاریخي آثارو په لوټلو، د خلکو د مالونو د چور او تالان سربیره د یادې سیمې نجیب او پاک اشخاص په ډیر وحشت سره په قتل رسوي.

په ترټولو نوې پيښه کې فاضل استوار د نجیب الله زوی د چاه آب ولسوالۍ د نورابه کلي یو تن اوسیدونکی چې د سیمې پیاوړی ورزشکار او د نیکو اخلاقو خاوند ځوان وه، او په ټولو ځایونو کې به یې په ډيرې میړانې د یاد وحشي له جنایاتو پرده پورته کوله. د ۱۳۹۸ه ل د غبرګولې په لومړۍ نیټه د فرید حفیظ په نوم د بشیر قانت وراره، د کرغیړن ګلبدیني بشیر قانت د خوریه نعیم په همکارۍ سره ووژل شوه. د فاضل د کورنۍ یو تن غړی وایي چې بشیر قانت ددوي کورنۍ ته پخوا ګواښ کړی وه چې د زوی کړنو ته مو پام اوسي، چې په راتلونکې کې ورته خطر پيښولی شي. خو شهید فاضل ددوي له ګواښه نه ویریږي او چوپتیا نه غوره کوي. د سیمې یو بل تن اوسیدونکې چې د قانت له ویرې نه غواړې نوم یې واخیستل شي وایي:

«فرید او نعیم په یوه پلمه فاضل له کوره بهر کوي او لږ لرې یې په مرمیو تیرباران کوي»

فرید حفیظ او نعیم
له ښي کيڼ اړخ ته: فرید حفیظ او نعیم د بشیر قانت وراره او خوریه او د فاضل استوار قاتلین

یو بل راپور راښایې چې د نورابه سیمې اوسیدونکي د بشیر قانت د لنډه غرو لخوا ګواښل کیږي او د سیمې اوسیدونکي هم د ځان له ویرې وحشي بشیر قانت ته پیسۍ ورکوي. د ځینو هغو اوسیدونکو نومونه چې بشیر قانت ته پیسۍ ورکوي په لاندې ډول دي:

۱ – عبدالفتاح ولد بیګل، ۳۰ زره افغانۍ
۲ – عبدالجمیل ولد جمعه ګل، ۳۰ زره افغانۍ
۳- محب‌الله ولد بابه‌ مراد؛ ۳۰ زره افغانی
۴- خلیفه امان ولد بابه مراد؛ ۳۰ زره افغانی
۵- حکمت‌الله ولد بابه مراد؛ ۳۰ زره افغانی
۶- ویس‌الدین؛ ۳۰ زره افغانی
۷- محمد ذاکر ولد عبدالقهار؛ ۱۰۰ زره افغانی
۸- بسم‌الله ولد صاحب نظر؛ ۱۰۰ زره افغانی
۹- مزراب ولد امیر محمد؛ ۳۰ زره افغانی
۱۰- ضمیر ولد غلام جان؛ ۳۰ زره افغانی
۱۱- ناصر ولد بوری بای؛ ۳۰ زره افغانی

بشیر قانت د رمې په منځ کې داړونکی لیوه.
بشیر قانت د رمې په منځ کې داړونکی لیوه.

دا لومړی ځل ندی چې دا وینې‎څښونکی قاتل د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره پداسې جنایتونو لاس پورې کوي. که څه هم د سیمې اوسیدونکو په کراتو د بشیر قانت محاکمې ته د راکښلو لپاره په لاریونونو لاس پورې کړی، خو د ملي وحشت حکومت چې د همدې خونخوارانو او غلو څخه جوړ شوی، هیڅ ډول غبرګون ندی ښودلی.

هیوادواله: تر څو چې خپله ددې داړونکي‎وینه‎څښونکي او جنایتکارانو د لمنځه وړلو لپاره چې له کلونو راهیسې لکه د ژوې زموږ پر ځان نښتي او وینه مو زبیښي، لاس په کار نشوه. لدې خلکو ضد نظام څخه دا تمه نشي کیدای چې زموږ غږ ته دې لبیک ووایي. هیوادواله راولاړ شه، کنه سبا زما او ستا وار دی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 214 میلمانه آنلاین لرو