په ننګرهار ښار کې د زیارکښانو ژوند څخه احوال

په ننګرهار ښار کې د زیارکښانو ژوند څخه احوال

ننګرهار ښار چې د ګڼ نفوس درلودونکې دی، میشت اوسیدونکې یی له ګڼ شمیر ستونزو او کړاونو سره مخ او د دولتی او غیر دولتی مافیا په منگلو کې ښکیل دي او ډیرۍ اوسیدونکی بی‎روزګاره دي، او دغه شمیره د پرمختګ په حال کې ده، او ورځ تربلې د خلکو د ژوند سطحه د ټیټیدلو په حال کې ده، چې بیکاری د ټولو ستونزو ژړه ده.

د بیکاری له امله ډیر ځوانان یا له اردو سره یو ځاې کیږی او یا له طالبانو او داعشو سره چې د فارمې چورګړو په څیر قربانې کیږي. اوسنی او پخواني نظام د دې سونزې له منځه وړلو لپاره کومه معلومه تګلاره نه لرله او نه یې لري او په قصدي توګه د بیکارانو دغه لښکر ته د کار زمینه نه برابروي ددې په خاطر که چیری بی‏کاري له منځه لاړه شې نو د جګړی میدان به څوک تود وساتې؟

په دی هیواد کې هر څه په ظاهره یوازې خپل رنګ بدلوی خو زیارکښان په واټونو کې د ډیر انتظار له امله په بی‏ساه او بی‏روحه رباتونو اوختی ورځ لا څه چې د شپې هم د کار په انتظار خوب په ویښه کوي. یو تن د زیارکښانو څخه چې صاحب نومیږی او د کونړ ولایت څخه دی د خپل روزګار په اړوند داسی څرګندونه کوی:

صاحب
صاحب

«ټول افغانستان خوارو زار دی کار او روزګار نشته زه ګیلکار یم دا مې اوومه اتمه ورځ ده چې کار په سی راوتی یم خو څوک نه پیدا کیږی چې کار ورسره وکړم هر سهار ۳ بجې دې چوک ته راځم او تر مازیګره ماښام پوری دې چوک کې د کار پیدا کول لپاره انتظار اوباسم خو کار نه وي ماښام چې کور ته لاړ شم بچیان مې لاسونو ته ګوري چې پلار به موه څه راوړي وي خو په لیدلو مې مایوسه کیږی. نورو ته چې ګورم د خپلو ماشومانو غوښتنې پوره کوي خو زه یی نه شم دخپلو ماشومانو په لیدلو سره مې له ځانه زړه توریږی، ځینې وخت وایم چې دا هر څه په حلالو پیسو دا شونې نه ده که وی نو موږ به هم د خپلو ماشومانو غوښتنی پوره کړی وې او څوک چې دا کار ترسره کوی حتما لاسونه یی زموږ په وینو سره دي.

تعلیم می ډیر خوښیږی خو د بی‎وسۍ له امله مې ماشومان د تعلیم څخه بې برخې دي. کشری ورور مې په هلمند کې عسکر دی خدای خبر چې هغه به په څه حال کې وي، پلار مې هم د شکر په رنځ اخته دی، په ننګرهار کې خپله ځمکه نه لرم او په کرایی کور کې اوسیږم، ټول ژوند مې له ستونزو څخه ډک دی. پورونه ورځ په ورځ لاپسی ډیریږی د دکاندارانو ۶۰۰۰۰ روپی پوروړی یم، دولت څخه کومه ځانګړی تمه نه لرم ځکه چې دا هر څه د دوی په لاس کې دي خو خپل غوږ نه ګروی دا ځکه چې په دی حالت کې د هغوی ګټې خوندی دي.»

باز محمد چې د لغمان ولایت څخه د کار موندلو لپاره ننګرهار ښار ته راغلې داسې وایي:

باز محمد
باز محمد

«موږ له لغمان څخه د کار موندلو لپاره ننګرهار ته راځو خو په اونیو اونیو دلته کار موندلو لپاره په تمه پاتی کیږو کله چې پیسی وي یو څه وخورو او په هوټل کې شپه کوو چې پیسی نه وي یوازی په اوبو ګوزاره کوو. هر ورځ د ګهیځ له ۴ څخه تر ماښام ۷ بجو پورې په تمه یو چې یو څوک به مو کار ته بوزی کله چې څوک موږ کار ته بوزی د ۸ ساعته کار په ځای ۱۰ ساعته کار را باندی کوي. په اتمه نهمه ورځ کار پیدا کیږی بل کوم روزګار مې هم یاد نه دی چې وی کړم نن سهار می یوه وچه ډوډی وخوړه ځکه چې د چای پیسی را سره نه پوره کیدلی. پرون یو کس پیدا شو چې ما کار ته بوزی ما ورسره په ۸۰۰ روپو د مزدوری خبره کوله یو بل کاریګر راغی او ویویل چې زه در سره په ۵۰۰ روپې ځم ما ته یی وویل چې زه ډیر مجبوره یم ما پریږده چې زه ورسره لاړشم ما وویل زه چې ستا ستونزه حل شی زموږ دې خدای مل شي! خپل زوی مې ایران د کار کولو لپاره لیږلی دی او د زدکړی مې په هغه باندی په یولسم ټولګې کې پريښودلی ځکه چې په دی روپو باندی کور نه چلیږی.»

په داسې حال کې چې په ننګرهار کې د یو ګیلکار ورځیانې ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ کلدارې ده خو دا چې د کاریګرو شمیر ډیر دی او کار هم لږ دی نو دی څخه په استفادی سره خلک دوی په ۵۰۰ یا ۳۰۰ کلدارو کار ته بیای او یو استاذ ته د کاریګر مزد ورکوي او دهغوی له مجبوریت څخه ناوړه ګټه پورته کوی. له دی سربیره د دوی له مزدورۍ څخه یوه اندازه پیسې د ټیکدرانو له خوا په بډه وهل کیږی. دغه ځاي ته هره ورځ په لسګونه کاریګر کار موندلو لپاره راځې خو په ۱۰۰ کې ۱۰ کار مومی او پاتې نور بیرته خپلو کورونو ته تش لاسونه ورګرځې. دا ډیره خواشینونکې ده افغانستان چې ۹۰ سلنه ویجاړ دی بیا هم زموږ کاریګر وزګار گرځی که چیری یو صحیح سیستم په کار واچول شی نو د بیکارۍ سونزی به حل شي.

لعل محمد چې د ننګرهار سرخرودو ولسوالې اوسیدونکې دی داسی وایي:

لعل‌محمد
لعل‌محمد

«زه هر سهار دلته راځم چې یوه مړی ډوډوۍ خپلو اولادنو ته برابره کړم کله کار وی او کله نه وی پخوا حالت ښه وو په دی روپو مو یو څه چاره کیدله خو نن د هر څه نرخ اوچت دی په لس روپی یو رومی کیږی د اوړو بیه ۲۶۰۰ کلدارې ده. کله د تورخم لاره بنده وی او کله د ایران، چارواکي د خپلو ګټو لپاره زموږ ګټې په پام کې نه نیسي. یو ورور مې په ارزګان کې سرباز وو هغه د ماین په چاودنه کې خپل ژوند د لاس ورکړ او د هغه اولادونو او ښځې ساتنه هم زما په غاړه ده. مخکې به مو یوه یوه ډوډۍ خوړه اوس هغه هم نیمایی کوم. د «فلمې کالتوس»(عبدالله عبدالله) او «خانم‏جانې»(اشرف غنی) څخه کومه تمه نه لرم یوازینې حل لاره دا ده چې موږ ټول کاریګر، بزګران، کسبګر او مالداران سره یو شو او د موجوده سیستم او ناغیړیو په وړاند سره په ګډه نه ستړی کیدونکې کلکې مبارزی لاس پوری کړو تر څو. به د بل په تمه یو.»

په ننګرهار ښار کې د زیارکښانو ژوند څخه احوال
په ننګرهار ښار کې د زیارکښانو ژوند څخه احوال
په ننګرهار ښار کې د زیارکښانو ژوند څخه احوال

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 223 میلمانه آنلاین لرو