د ګلبدین د لمسي رسوایي؛ د ښځو پر وړاندې د اخوانیانو له سپکاوي ډک لید نښه

عبیدالله بهیر

څو ورځې کېږي چې په خواله رسنیو کې د عبیدالله بهیر، د ګلبدین لمسي او غیرت بهیر ځوی د اخلاقي رسوایي غږ پورته ده چې د سفلس په نوم جنسي ناروغۍ یې یوې ښځې ته لېږدولې او خپله ناروغۍ یې له هغې څخه پټه کړې وه. امریکایي ښځې سربیره پر دې چې د عبیدالله بهیر څو بربنډ عکسونه یې خپاره کړي، له دغه ټیټ‎سترګي هلک سره یې خپلې ټیلیفوني خبرې اترې هم خپرې کړي چې ستونی یې له ژړا ډک ده او له هغه څخه ګیله کوي.

له عبیدالله بهیر سره د امریکایي ښځې ټیلیفوني خبرې:

«-امریکایي ښځه: عبید، ماته ووایه، آیا هغه [د عبید ښځه] پوهېږي؟ آیا په سفلس (Syphilis) له اخته کېدو وروسته دې له هغې سره جنسي اړیکه لرله؟ آیا له هغې سره دې جنسي اړیکه لرله؟

-عبیدالله بهیر: آیا غواړې په دې بې‎منطقه جملو دې ماسره خبرې وکړې؟

- امریکایي ښځه: هو، ته ریښتیا وایې. نور نه غوړم دې خبرو ته ادامه ورکړم. پوهېږم ته هیڅکله خپله ګناه نه منې. ځه لعنتي، ورک شه!»

او وروسته غیرت بهیر ته د امریکایي ښځې لیک:

«- امریکایي ښځه: حقیقت! یواځنی شی مې چې ستا له ځوی څخه غوښتي هغه داده چې حقیقت ومني. دا یواځنی آبرومندانه کار ده چې ترسره یې کړي. ځوی دې په دې اړه ماته دروغ ویلي او تا زه بلاک کړې یم. زما ژوند ویجاړ شوی ده، زه به له دې رنځ څخه د ژوند تر پایه ځورېږم. دا رنځ به تا ونه نیسي خو اینګور [د ځوی ښځه] به دې ونیسي او زیان به وویني.

که زه ستا لور وای او راغلې وای تاته مې ویلي وای چې یو سړي زه اړایستلم چې مینه ورسروکړم او ژمنه یې راسره کړې چې د ژوند تر پایه راسره پاتې شي. له عبید څخه مې پوښتلي و چې آیا شونې ده مونږ خپل اولاد ولرو، ځکه تل مې په ژوند کې غوښتل خپله کورنۍ ولرم. هغه راځي او ماسره جنسي اړیکه نیسي، ما اړباسي چې درواغ ووایم. زما له عزت او وقار سره یې لوبې وکړې او د هغه لپاره اړه شوم چې درواغ ووایم...»

د راکټیار- د کابل او افغانستان قصاب دغه لمسی چې په خارجي زده‎کړو سره د اسلام‎آباد او آسترالیا «افغانستان امریکایی پوهنتون» کې د انتقالي عدالت مضمون محصلانو ته درس ورکوي او د «ګارډین» په څیر معتبرو ورځپاڼو ته مقالې لیکي، اوس یې د یو بې‎ګناه پسه په څیر په خپل ټویټر کې لیکلي چې دا تورونه د یو امریکایي-افغان له لوري په هغه پورې شوي او سربیره پر دې د هغه کورنۍ یې هم ګواښلې ده.

په یقین سره چې دا د اخوانيانو اولادونو لومړنۍ او وروستۍ اخلاقي او غیراخلاقي رسوایي نده. په داسې حال چې دوي خپله د دین دکان پر دخل ناست دي او پر نورو آیت او حدیث پلوري، خپله او اولادونه یې په ښکاره او پټه ناولي اخلاقي جنایتونه ترسره کوي چې يواځې د ګوتو په شمیر یې هغه هم د دننه‎ني سیالیو په پایله کې رسنیو ته راوځي. که څه هم، «حزب اسلامي» او «جمعیت اسلامي» د تنظیمي سپیتانه جګړو په لړ کې بې‎شمیر انسانان په دې ګناه چې سر یې لوڅ وو یا ښوونکي وو کافران بلل او سرونه یې ترینه پرې‎کول، خو وروسته مو ولیدل چې څرنګه د رباني «ځوانیمرګه» په دبې کې موډله شوه او ځوی یې د شرابو په نشه کې غرق په خواله رسنیو کې ژوندۍ خپرونې کوي. د ګلبدین ځوی په بهر کې په نیکر کې ګرځي او د مسعود نازولی له لندن او پاریس څخه له څو سوه‎اي یورو کرتۍ سره د «مقاومت جبهه» رهبري کوي.

عبیدالله بهیر
که څه هم دغه اخواني‎ګک اوس د ډموکراټ اکت کوي او ښایي د هغې امریکایي ښځې پر وړاندې جنایت یې د خلکو هیر شي خو د افغانستان خلک د هغه دغه عکس د کابل او افغانستان له قصاب سره هیڅکله هیر نکړي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 111 میلمانه آنلاین لرو