د روسي یرغل او د ثور د اوومې او اتمې ځناوریز جنایتونه نه بخښو او نه یې هیروو!

د روسي یرغل او د ثور د اوومې او اتمې ځناوریز جنایتونه نه بخښو او نه یې هیروو!

د ثور د اوومې کودتا وروسته فراه هم د نورو ولایتونو په څیر د خلقي او تنظیمي جلادانو لخوا قرباني شوه. خلقي جلادانو د اشرارو او انقلاب ضد په نومونو په زور د کلیوالو کورونو ته دننه کیدل، ټول شته مالونه یې کوڅو ته غورځول او په اور یې سیځل. دغو وینې څښونکو زموږ په کلي د یوه ستر برید په ترڅ کې ۱۵ تنه بیګناه د کلي مخور ونیول او پرته له هیڅ ډول محاکمې یې ژوندي خښ کړل.

په لاندې لیست کې د هغو خلکو نومونه دي چې یوازې د دو قلعه سیمې څخه په ډلیز ډول پرته له هیڅ کوم ډول جرمي مدارکو په یوه ورځ د خلقي او پرچمي جلادانو د ثور د مقدس انقلاب د خرمستۍ قرباني شول.

شمیره      نوم                    د پلار نوم
۱- حاجی اسماعیل             شیرمحمد
۲- معلم عبدالقدوس             ملامحمد
۳- عبدالظاهر                 حاجی عبدالوهاب
۴- عبدالغفور                 ملا حسین
۵- عبدالرحمن                 ملا محمد عمر
۶- ملک شاه                 محمد ملا غفور
۷- ملا رشید                امیر محمد
۸- مفتی فقیر احمد             ملا رووف
۹- صوفی رحیم             داد محمد
۱۰- ملا عبدالسلام             شریف
۱۱- عبدالجلیل             ملامحمد
۱۲- عبدالبصیر             عبدالرحمن
۱۳- عبدالواسع             عبدالرحمن
۱۴- عبدالرقیب             ملا عثمان
۱۵- عبدالعزیز             ملا رشید

د روسي یرغل او د ثور د اوومې او اتمې ځناوریز جنایتونه نه بخښو او نه یې هیروو!

د روسانو په تیري سره دغې لړۍ نورې خواووې پیدا او پراختیا یې وکړه. ځینو خلقي او پرچمي ځناورو چې ځانونه یې د میدان یکه تازان بلل په ملنډو سره یې د خلکو ځورول پيل کړل. د سیمو د حالاتو په اړه خبرې کول یا د بي‎بي‎سي خبرونو اوریدل جرم بلل کیده، او د نظام مخالفت او یا بلوا کولو سزا زندان او اعدامول وه.

د روسي یرغل او د ثور د اوومې او اتمې ځناوریز جنایتونه نه بخښو او نه یې هیروو!

د یو تن خپلواکۍ غوښتونکي معلم مور چې په کراتو د خلقیانو لخوا پدې جرم چې زوی یې د رژیم مخالف دی، وهل ټکول شوې ده کیسه کوي:

«د کور تر شا مو د ګاونډیانو پالان وه. ما د بام له سره غږ کړه، محمد امینه لږ ترک (د فراهیانو په عامه اصطلاح تره ته ترک وایي) راکړه. محمد امین راته وکتل ویې ویل د معلم صیب مورې نور ترک مه وایه، د خټکي بچی وایه. که خلقیان پوه شي چې بیا د ترک (موخه یې تره کی) پریښودل په ذهن کې لرې، تا به ووژني.

د روسې یرغلګر پوځ او د هغوي خادي رژیم چې زموږ د خلکو د مقاومت پر وړاندې ماته خوړلې وه، له ۱۳۶۱ ه ل کال وروسته یې په ټول افغانستان کې ځناوریز هوایي بریدونه څو چنده کړل. د بیلګې په توګه د ۱۳۶۳ ه ل په پسرلي کې په دو قلعه سیمه د روسي او هغوي داخلي جاسوسانو لخوا وحشیانه بریدونه ترسره کړې چې ځینې یې ټپيان او ځینې یې د خپلو اولادونو غم ته کینول.

د روسي یرغل او د ثور د اوومې او اتمې ځناوریز جنایتونه نه بخښو او نه یې هیروو!

لا ماشومه نه وم، د ژوند په ښه او بد نه پوهیدم. نه پوهیدم چې د ژوند سپرلی به مو خزان شي. یوه ورځ چې باد هم لګیده، د خپلو همزولو سره د کلي په یوه کونج کې په ساعتیرۍ بوخت وم. چورلکو د فیشنګونو په خپرولو سره یې ځینې نښې وویشتې. لږ وروسته جیټ الوتکې راغلې او کلی یې له خاورو سره خاورې کړ. یوه عجیبه د وحشت فضاء خپره وه. فکر مې وکړو زموږ حویلۍ اور اخیستی دی او اور ترې پورته کیږي. د هر بم په غورځیدو سره مې لړزه په وجود راتله او ځان مې راغونډوه. د ونو ښاخونو د هر بم د چاودنې او د بم د پرخچو په لګیدو سره یو وحشتناکه غږ رامنځته کاوه.

د بمبارد وحشت تقریباً نیم ساعت دوام وکړ. غم او درد هرې خواته خپور وه، هر چا به همدا چیغې وهلې: زوی مې، ورور مې، خور مې، مور مې......... کلیوال په بیل او ګلنګ سره د خپلو ورکو خلکو په لټه کې ووتل، شهیدان او ټپیان یې د خاورو راوویستل. په هغه شیبه کې نه ډاکټر وه، نه روغتون او نه هم دوا...»

د روسي یرغل او د ثور د اوومې او اتمې ځناوریز جنایتونه نه بخښو او نه یې هیروو!

د قربانیانو یو تن نږدې خپلوان کیسه کوي:

«همدا چې هغه بده ورځ په یادوم، اوښکې مې په سترګو کې ډندې شي. په ځانګړې توګه کله چې د طاهر جان او یو نیم کلن واسع جان مړي مو د هغوي له مور سره یوځای وروسته له یونیم ساعته له خاورو راوویستل. واسع جان ژوندی وه، نفس یې ویسته، موږ خپل لاس او پښې ورکې کړې وي، د ویالې له اوبو مو څو څاڅکې اوبه په خوله کې ورته واچولې. له بده‎مرغه د صحي خدماتو نشتون ددې لامل وګرځيد چې زموږ په مخ کې ساه ورکړي. لس کلنه ګلدسته چې بام ته ختلې وه د چورلکې د راکټ د لګیدو له امله یې سر له تنې بیل شوی وه. وروسته له دوو ورځو پلټنې څخه مو جمجمه پیداکړه. د دریو اولادونو په غم کې د مظلومې مور چیغې د هر با وجدانه انسان په بدن کې ویښتان ودرول. هغه وحشتونه مې تر اوسه په ذهن کې غوغا کوي او زه هم پخپل نوبت دغه جنایات هیڅکله نه بخښم او نه یې هیروم.»

محمد سرور چې یو شریف، نکته دانه او ښه‎خویه انسان وه چې اوسمهال وفات شوی دی، کیسه کوله: «د غونډۍ په سر کې وم چې بمبارد پيل شوه، لومړنی او دوهم توپ زموږ په حویلۍ کې ولګیدل او زموږ حویلۍ یې داسې هواره کړه چې یوه شیبه مې فکر وکړو زموږ کور ندی. کله چې بمبارد پای ته ورسید په منډه مې ځان زاړه سرای ته ورسوه، هلته مې دوه لورګانې وي چې ژوندۍ پاتې وي. د مور په اړه مې ترې پوښتنه وکړه، ويې ویل مور مې او ورور مې هلته حویلۍ کې وه.. کله مې چې صحنه ولیده پښې مې شلې شوې او پرځای ودریدم. د هغوی د ژوندي پاتې کیدو هیله مې له لاسه ورکړې وه ځکه هلته یوازې یوه خټینه تیږه پاتې وه. ګاونډی مو ژر ماته ځان راورساوه ویې ویل اولادونه دې ژوندي دي پريښانه کیږه مه... ومې ویل د کور او مال غم راسره نسته. شکر چې ژوندي دي. کله چې مې میرمن ولیده، داسې وه لکه تازه چې له قبره راویستې وي. سر او مخ یې په ګردونو پوښلي وه او په عجیبه انداز یې را کتل»

پدې توره ورځ کې ۱۲ تنو هیوادوالو مو خپل خوږ ژوند د لاسه ورکړ چې نومونه یې په لاندې ډول دي.

شمیره      نوم                    د پلار نوم
۱- عبدالظاهر             محمد ظریف
۲- عبدالواسع             محمد ظریف
۳- گلدسته               محمد ظریف
۴- عبدالحفیظ           شمس‌الدین
۵- سیداحمد             نصرالدین
۶- درویش             محمد عمر
۷- عبدالله             باقی
۸- محمد هاشم          ملا قاسم
۹- غلام                 عزیز
۱۰- رقیه             عزیز عبدالله
۱۱- محمد عظیم       موسی
۱۲- ملنگ            موسی

د روسي یرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅو د جنایاتو له امله د فراه شیب کوه ولسوالۍ اوسیدونکي په وحشت کې ولویدلي وه، د سیمي اوسیدونکي هره ورځ د جنګي الوتکو د برید له ویرې خپل کورونه پریښودل او په باغونو او پټيو کې به پټیدل. تردې چې اجباري کډوالۍ یې غوره وګڼله او ایران یې د زرګونو بې احترامیو سره سره مهاجرت لپاره غوره کړ.

کریم احمد د دو قلعه سیمې یو تن اوسیدونکی وایي:

«دا سمه ده چې روسانو او د هغو لاسپوڅو حتا په شپونکیو او بزګرانو هم رحم ونکړ او د عبدالحمید، لطیف علم، نوراحمد او په لسګونه نورو پشان مظلوم خلک د همدې سیمې څخه په بې هویته توګه تر خاورو لاندې کړل. خو د قضیې بل اړخ چې د جهادي تنظیمیانو په اړه دی هم ډیرې کیسې لري.»

د روسي یرغل او د ثور د اوومې او اتمې ځناوریز جنایتونه نه بخښو او نه یې هیروو!

د ثور انقلاب په همغه لومړیو وختونو کې یوه شپه څو تنه چې ځانونه یې مجاهدین بلل، د کلي په پورتنۍ برخې حمله وکړه او د کلي څو تنه بې ګناه خلک پدې ګمان چې تاسې د دولت همکاران یاستئ، او خپل خپلوان مو خلقیان دي. له خپلو کورونو وویستل او د غرب په لور یې یوړل. دوي په حقیقت کې بې ګناه او د کلي بزګران وه، په لیک او لوست نه پوهیده. حتا له خپل کلي هم نه وو بهر شوي او هیڅ ګناه یې نه درلوده. د شپې نږدې یوه بجه وه چې دغه اووه تنه یې له وهل ټکول او ښکنځلو وروسته د دغال کچُلګر په سیمه کې قطار ودرول او د شا لخوا یې په مرمیو وویشتل. میر احمد ولد رسول، ملا اعظم ولد حسین، فضل احمد ولد عبدالله، حبیب ولد حسن یې شهیدان کړل. او حبیب محمد اکبر، ذهین الدین، جلال او حلیم رحیم ټپیان کیږي او د شپې له تیارې څخه په ګټنې یې ځان د نورو په وینو ولړل او ځانونه یې وژغورل. انسان وژونکي مجاهدنمایانو سیمه پریږدې او تیښته کوي، بلاخره یو تن ټپې ځان کلي ته رسوي او نور کلیوال خبروي.

د کلي یو بل تن اوسیدونکی د یو بل مثال په راوړلو سره موضوع پدې شان روښانه کوي:

کله چې محجاهدینو معلم صیب محیي الدین د معلمۍ په جرم له ځان سره یوړه. د امر الدین په نوم کوچنی ورور یې چې د شپږم ټولګي زده کوونکی وه د هغه په تعقیب پسې لاړ، ترڅو مور او پلار ته یې چې ؤیر زیات غمجن او ژړغوني وه احوال راوړي. دغو وحشیانو حتا پر دغه کوچني ماشوم هم رحم ونکړ او د خپل ورور سره یو ځای یې سر ترې پرې کړ. د عبدالحفیظ په نوم ددې کورنۍ ترټولو کوچنی او وروستی پاتي شونی د روسانو په بمبارد کې ژوند وبایللو، چې دا کورنۍ یې له یوه سره تباه کړه.

په تیرو څلورو لسیزو کې د خلکو ضد زیات رژیمونه ښکته پورته شول. خو هیڅ یوه رژیم ونشوه کړای چې خلکو ته نسبي امنیت او کور او ډوډۍ برابره کړي. په اوس وخت کې هم د دو قلعه سیمې اوسیدونکي اوسمهال د طالبانو په تر سلطې لاندې د سختي ژوند کويؤ د کلي اکثریت خلکو سیمه پریښې او نورو سیمو ته کډوال شويدي، یا هم په ایران کې د مجبوریت شپې سبا کوي.

د روسي یرغل او د ثور د اوومې او اتمې ځناوریز جنایتونه نه بخښو او نه یې هیروو!

د خوشحالۍ خای دی چې زموږ آزادېخواه او غیوره ملت په هغه مهال کې د سوسیال امپریالیزم د لوې امپراتورۍ پر وړاندې په خالي لاسونو ځانونه سپر کول او هغوي یې زموږ له خپلې پاکې خاورې وشړل. خو بدبختانه چې تیرې کوونکو پر وړاندې د ملت دغه سترې قربانۍ او ستر پاڅون او احساسات د یو تعداد تنظیمي جنایتکارانو لخوا لوټ شوه. د خپل ځان بخښلو او بویناکه عمومي عفوې په کولو سره یې یو بل په غیږ کې ونیول او ملت یې د پخوانیو ټپونو په لرلو سره یې په یو بل خونکاره ارباب وپلورل. خلک باید پوه شي د جنایت سرلارې چې نن یې لباس بدل کړی او د سولې په نوم د وطن په پلورلو کې ډوب دي، د تیرو جانیانو دوام دی. نو ترڅو چې خلک پروره رژیم د ملت په سرنوشت حاکم نشي او دغه هیټلري قصابان څه ژوندي او څه مړه د محاکمې میز ته کش نشي، د کونډو، یتیمانو اه مو ارام نشي، دا وطن به بیا وطن نشي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 169 میلمانه آنلاین لرو