- توضیحات
- لیکونکی: نوید نابدل
- کټګوري : مقالی

د ۱۹۷۵ کال د اکتوبر په ۲۴مه، له نن څخه پوره څلویښت کاله وړاندی، د آیسلند ښځو په یو سرتاسری او بیساری اعتصاب سره تاریخ جوړ کړ. په دغه ورځ نږدې پنځویشت زره ښځو (په هغه وخت د هیواد یو لسمه برخه نفوس) په یوه تنظیم شوی کړنلاری سره د جنسی توپیر پر وړاندی د اعتراض په موخه لاس له کاره واخسیت او کوڅو ته راووتلی. په هغه ورځ هیڅ یوه ښځه کار ته لاړه نه، د کور ښځو هم له اخلی پخلی او ماشومانو روزلو لاس واخیست د ټاټوبی په اصلی ډګر کی را غونډې شوې. هغوی د برابر مزد او د تبعیض لری کولو غوښتونکې شوې.
- توضیحات
- لیکونکی: کاوه عزم
- کټګوري : مقالی

د ۲۰۱۰ کال د اګست په ۹مه د امریکا «ټایم» مجلې د عایشې انځور (هغه نجلۍ چی د مینې او د کور څخه تیښتې په تور د ځناورو طالبانو له لوری یی پوزه او غوږ پری شول) خپور کړ او د هغې لاندی یی لیکلی و «که مونږ افغانستان پریږدو داسی پیښې ترسره کیږي» ترڅو د امریکا خلک دی ته وهڅوی چی په افغانستان کی د امریکایی قوتونو دایمی شتون څخه ملاتړ وکړي. او په همدی شکل لویدیځې رسنۍ او چارواکی د افغانو ښځو له بدمرغیو څخه ناوړه ګټه پورته کوی.
- توضیحات
- لیکونکی: هیله نوری
- کټګوري : مقالی

میاشتی کیږی چې د زرګونو پناهوړنکو د ټول وژنی او ډوبیدنی خبر چې د آسیا او افریقا د جنګ ځپلو سیمو څخه د اروپا په لوری په تیښته کې دی د نړی د رسنیو په سرلیک کی قرار لری.
د ۲۰۱۵ کال د اپریل د ۲۷می په شپه له ۲۰۰ څخه د ډیرو پناه غوښتونکو مړي چې د قاچاق په بڼه یې اروپا ته د رسیدو هڅه درلوده، د مدیترانی سیند ته نږدی دلیبا په څنډو کې ومندل شول، ماشومانو چې د ۵ نه تر ۷ کلونو پوری یې عمر درلود هم په دی قربانیانو کې لیدل کیږی.
- توضیحات
- لیکونکی: فرزاد؛ ژباړونکی: احمد فولاد
- کټګوري : مقالی

حمید گل چې د آی.اس.آی پخوانې رییس او د طالبانو او د اوګوني پیښوري ګوندونو د مشرانو د معنوي پلار حیثیت یې درلود، هغه په سیمه کې د تروریزم او ډار اچونکي بنسټپالنې د «ماسټر ماینډ- طراح» په نوم یادیدو، د ۲۰۱۵ کال د آګست په ۱۵ مه د جنایتونو او وژنو له پیټي سره د تاریخ ډیران ته ور ولویده.
که څه هم د دې پاکستاني جنرال د رذالت او خیانت په اړه، چې په کلنو کلنو یې زموږ هیواد ته تروریستان او ځان وژونکې راستولې او زموږ د ولس د تباهۍ ستر لامل و ډیر څه ویل شوي دي. د جنرال ضیاءالحق، جنرال اختر، عبدالرحمن، ډګروال یوسف، کرنل امام، مولانا فضل الرحمن، نصیر الله بابر، نواز شریف، مولانا سمیع الحق، اسد دراني او نورو، تر څنګ حمیدګل زموږ په هیواد کې تر ټولو نورو پاکستاني پوځي څارګرو مهرو څخه کرغیړن او وژونکی لاس درلود.
- توضیحات
- لیکونکی: پویا
- کټګوري : مقالی

د ۲۰۱۵ کال د جولای میاشتی په پای کې په عراق کې ډیرۍ لاریونونه د بی وزلۍ، نا امنۍ، چټل قضائي سیسټم، فساد او فرقه پالنی په وړاندی په لاره واچول شو. د لاریونونو تر څنګ له نیم میلیون څخه ډیرو تنو په بغداد کې او د سماوه، دیوانیه، بصره، ناصریه، نجف، عماره، سلیمانه، رانیه، قلادزه، چمچال، دربندیخانه او حلبجه ښارونه هم د پراخو غونډو شاهدان ول. ښځو هم په دی لاریونونو کې د لید وړ شتون درلود. د فساد او د دولت د بی کفایتۍ په وړاندی د سختو شعارونو تر څنګ تر پوزی رسیدلی خلک د دین او قوم د ټیکه دارانو د زنځیرونو څخه د خلاصون لاره سیکولاریزم او یو دموکرات دولت ګڼلۍ او فریاد یې کاوه چې (زموږ دیني سیسټم یې لوټ کړی دی)، (نه شیعه، نه سني، سیکولار ټولنه)، (مدنیت د ترهګرۍ ضد او دیکتاتورۍ ضد)، (مدنیت د فساد او وژني ضد)
- توضیحات
- لیکونکی: سمیر؛ ژباړونکی: احمد فولاد
- کټګوري : مقالی

د امریکا او ناټو په وسیله د افغانستان د نیولو وروسته د نړۍ ۴۰ هیوادونو د خپلو ګټو او بهرني نفوذ د پراختیا په موخه د امریکا سره ملګري شول او په دې ترتیب یې افغانستان د جنګ په ډګر کې د پاتې شونې په حیث په خپلو کې وویشو. آلمانیانو شمال خوښ کړ، انګلیسانو په هلمند کې د کوکنارو کرکیله خړوب کړه، ایټالویانو هرات ولکه کړ او په پایله کې د ارزګان برخلیک آسټرالیا لاس ته ولوید. د دوی په منځ کې برلاسه امریکایان وو، چې تل او په هر ګوټ کې حضور لري، ختیځ، لویدیځ، شمال او سهیل نه پیژني او خونړیو لاسونو یې تر دا دمه زموږ د لسګونو هیواد والو ژوند اخیستی دی.
هر یو نیواکګر هیواد خپل تر ولکې لاندې سیمو کې خلک د ویر په ټغر کښینول. هغوی د خلکو د غولولو په موخه وړې او مخبینايي پروژې پکار واچولې، لیکن په پټه یې تر ټولو په بیرحمه کسانو پانګه اچونه وکړه تر څو خپلو کورونو ته بیرته ستنیدو وروسته هم زموږ د کړیدلي ولس په سرنوشت لوبې وکړي. د ټوپکوالو څخه د ملاتړ په ترڅ کې د هر یو عطا، قومندان رزاق، اسدالله خالد، د حاجی قدیر کورنۍ او داسی نورو وینه څښونکو مهرو تر څنګ آسټرالیا هم له نورو څخه وروسته پاتې نشوه او د مطیع الله خان په نوم کس یې د خلکو په اوږو سور کړو. کیدای شي ځینې خلک هغه یوازې د ارزګان د امنیه قومندان په توګه وپیژني چې د ۲۰۱۵ ز کال د مارچ په ۱۹ مه په کابل کې ووژل شو. لیکن د هغه واک یوازې د هغه دغې څوکۍ پورې محدود نه و. هغه په ارزګان کې همه کاره او د خلکو په وینا د ارزګان امپراتور و. لیکن هغه څنګه او د چا په ملاتړ د غه مافیایي کړۍ رامنځ ته کړه؟ رښتیا هم مطیع الله څوک و؟
- توضیحات
- لیکونکی: لیکونکی: احمر؛ ژباړونکی: احمد فولاد
- کټګوري : مقالی

په افغانستان کې تیرو څلور لسیزو جګړو نه یواځې ددې خاورې ولسونه د غم او ویر په ټغر کښېنول بلکې په حیواناتو یې هم ترحم ونکړ. د جګړو په جریان کې ژوې او ځنګلونه له منځه ولاړ او د تنظیمې لوټمارو قوماندانانو په وسیله پاکستان ته قاچاق شول. که څه هم ددې بدمرغیو ذکر په هره څانګه کې کتاب لیکنې ته اړتیا لرې، لیکن یوازې د «مرجان» وژونکي ژوند داستان هیواد د ټولو معصومو حیواناتو حال را برسیره کولاې شي.
- توضیحات
- لیکونکی: نوید نابدل
- کټګوري : مقالی

د امریکا ۱۹۴۲ کال د «بهرنیو ښاریانو له لوری ماتنۍ غوښتنې» مصوبې پر بنسټ، هغه امریکایی قوتونه چی له پولو بهر میشته دی د هغو وژنو او ویجاړیو په بدل کی ماتنۍ (غرامت) ورکولو ته اړ دی چی په مخامخ جګړه کی نه وی رامنځ ته شوي. امریکایی پوځیانو په ډیرو لږو پیښو کی د «زغمزیاتي پیسو» په نامه ماتنۍ ورکړی ده. د یادونې وړ ده چی هغوی د هغو ملکی وکړو وژنه چی د بمباریو او جګړی علمیاتو په پایله کی رامنځ ته شوی پړه په غاړه نه اخلی او په دی اړه له پوره خوندیتوب برخمن دي. له همدی کبله په لسګونو هغو ټولوژنو کی چی په کلیو او باڼدو د بمبونو غورځولو له امله رامنځ ته شوي یواځې په «ساری» ویلو بسنه کړی ده.
- توضیحات
- لیکونکی: کاوه عزم
- کټګوري : مقالی
له دیارلس کلونو راپدیخوا چی افغانستان د امریکا له لوری نیول شوی، زمونږ هیواد د پنتاګون د رنګارنګ وسلو په لابراتوار بدل شوی دی. امریکا چی په نړۍ کی د وسلو تر ټولو لوی صادرونکی هیواد ګڼل کیږي، خپلې ټولې نوې وسلې په افغانستان پرته له کوم ډار څخه آزمایښت کوی چی په دغه جنایت سره د زرګونو ماشومانو او ښځو او سړو ژوند اخلي او زمونږ چاپیریال په بیساری توګه ککړوی.
- توضیحات
- لیکونکی: کاوه عزم
- کټګوري : مقالی

د ۲۰۱۵ کال د مارچ په ۱ نیټه د واشنګټن پوسټ ورڅپاڼې د عربستان د تروریسم پالنې او پر سرې قالینې د هغوی بدرګه کولو څخه پرده اوچته کړه. سعودي عربستان له کلونو راهیسې د تروریسم څخه د ملاتړ په نامه د ملي او دموکراتو عناصرو او سازمانونو تر نیوکې لاندې راغلی دی. د «آل – هیر» په زندان کې له تروریستانو څخه د دې هیواد کوربتوب هغه حقیقت دی چې اوس د نړۍ په رسنیو کې یې انعکاس موندلی دی.
د «آل هیر» زندان د عربستان د ۵ مهمو حساسو زندانونو له ډلې څخه دی چې هلته یوازې د «القاعدې» او «داعش» تروریستان ساتل کیږي. دغه زندان د ریاض په څو کیلومټرۍ کې موقیعت لري چې د شاندارو هوټلو سره ورته والی لري. د اوسپنیزو دروازو او ټوپک لرونکو ساتونکو سربیره یو آرام او شین چاپیریال لري. د القاعدې او داعش له تروریستانو څخه د ډیرو نژدې او عزیزو میلمنو په څیر ساتنه کیږي. د ګڼو خونو ترڅنګ، غټو او خطرناکو تروریستانو لپاره ۳۸ شخصي خونې په نظر کې نیول شوې چې هر یو د خوب شاهانه تخت، د تازه میوې څخه ډک یخچال، دیوالي لوی تلویزیون او د ښکلي حمام درلودونکي دي.
مقالی
هنر او ادبیات
د تاریخ له پاڼو څخه
مونږ 172 میلمانه آنلاین لرو