- توضیحات
- لیکونکی: احمر
- کټګوري : مقالی
د ۱۹۸۸ـ۱۹۹۴ کلونو ترمنځ د قره باغ علیا سیمې پر سر د اذربایجان او ارمنستان جګړه ونښته۰ اذربایجان د متحده ایالاتو، ترکیې، ایران او پاکستان څخه مرسته وغوښته، ارمنستان هم ځان روسيې پورې ونښلوه. دغه جګړه امریکا لپاره یوه پلمه شوه ترڅو ددې هیواد د نفتو په لویو زیرمو ولکه ومومي او ترڅنګ یې هلته روسيې ته ترهګر هم ولیږي. همدا وه چې د اذربایجان دولت د ۳۵ میلیارده ډالرو په اندازه د خپلو نفتو قراردادونه له ۸ غربي کمپنیو سره لاسلیک کړل او د ترهګرو لار یې قفقاز ته پرانیسته.
- توضیحات
- لیکونکی: سلسله
- کټګوري : مقالی
د «سوړ جنګ» په لړ کی امریکا د برژینسکی «شین کمربند» خاینانه تیوری پلی کړه چې له هغې څخه یی موخه د کمونیزم او پرمختللو جریانونو او عناصرو کنټرول او له منځه وړل وو. افغانستان د دغه غیرانساني سیاست اصلي مړۍ وګرځیده چې د میلیونونو ډالر په پمپ کولو سره د جنایتکاره بانډونو او د انسانیت دښمنانو لکه جهادیانو، طالبانو، القاعده او نورو په ځاله بدل شو، زمونږ هیواد یی د ویجاړۍ او ناپوهۍ او ډولاډول ناورینونو کندې ته وغورځاوه. نن امریکا دغه سیاست هو به هو په هماغه څیر د جهادیانو، طالبانو، داعش، حزبالتحریر، جمعیت اصلاح او لسګونو نورو منځنیو پیړیو او خیانتکونکو جریانونو په ملاتړ سره پر مخ بیایی. ټول افغانستان او په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا سره ګاونډي ولایتونو په سیستماتیک ډول او د کړنلارې له مخې خطرناکه بنسټپاله ډلو ته ورکول کیږی چې د افغانستان شمال پولو کې د زهرو په پیچکاري کولو سره، خپل اصلي سیالان روسیه او چین راګیر او بیځواکه کړي.
- توضیحات
- لیکونکی: سمیر
- کټګوري : مقالی
د تنظیمونو سپیره سیوری د کابل په خپور وو او بریښنا هم نه وه. آن زمونږ په سیمه کی د حزب اسلامی غړو د برق عمومی او شخصی مزی د ځمکی او دیوالونو څخه راښکل او له سوځولو وروسته به یی د هغوی المونیم او مس خرڅول او پاکستان ته به وړل کیدل. نور برق نه وو او د تیل اخیستلو توان مو هم نه درلود. له همدې کبله که څه هم اته کلن ماشوم وم خو له پلار سره به می له غره د سون لپاره لرګي او بوټي راوړل. سهار وخته باید په نهاره له خپل پلار سره څلور ساعته مزل کړی وای چی د کابل چکری غرونو لمن ته رسیدلی وی، او د څو ساعتونو لپاره مو په غره کی لرګي او غرني بوټي راټولول او پلار به می هغه پیټی په شا له غره نه را ښکته کاوه او بیا به مو پر لاسګاډي تړه او کور ته به راستنیدو. کومه ورځ به چی کور کی لږ اوړه ول نو وچه ډوډۍ به مو له ځانه سره وړله او هلته به مو د چینې له اوبو سره خوړله، که نه نو، تر مازیګره او کور ته تر رسیدو به له ډوډۍ خبر نه وو. هره ورځ به د خپل ښونځي تر څنګ تیریدم چی بشپړ ویجاړ شوی وو.
یوه ورځ چی لاسګاډي مو له بوټو ډک له غره څخه راستنیدو، د حزب اسلامی غړی زمونږ په سیمه کی د تیارسی په حالت کی ول او ګاډي یی «ډاټسن» په بیړه هاخوا او دیخوا تلل. زه ویریدلی وم، خو کله می چی پلاره له یو تن څخه وپوښتل چی څه خبره ده، هغه ورته په ځواب کی وویل چی «حکمتیار صیب له مسعود سره لیدنه لری او سوله کوی.» له ځان سره خوشحاله شوم او خیالی تصویر می په ذهن کی جوړ شو چی سوله راځي او نور به غره ته نه ځم، ښونځي ته به ولاړ شم او خپل ټولګیوال به ووینم. هماغه خیالی تصویر چی نن د ګلبدین په راتګ سره یی د هیوادوالو په ذهن کی پیچکاری کوی. هماغه ورځ مازیګر ګلبدین له مسعود سره زمونږ سیمې ته څیرمه د غونډۍ په سر ولیدل. خو ماښام د مردکیو او راکټونو د ډزو غږ پورته شو، نه پوهیدم چی د خوښۍ دی او که د جګړې؛ په هر صورت ځمکتل ته ولاړو. سوله رانغله او ښونځي ته هم لاړم نه.
د شهادت خپرونې په سرټکو کی، د حزب اسلامی مرکزی خپرندویه، (۱۳۷۱ کال د غبرګولي ۷مه) لولو چی د ۱۳۷۱ کال د غبرګولی په ۴مه د امیر تایف، اعجاز الحق (د ضیاالحق ځوی) او جنرال حمیدګل په شتون کی «د ورور حکمتیار د حزب اسلامی امیر او ورور احمد شاه مسعود تر منځ تاریخی هوکړه لاسلیک شوه.» خو ددغو داړونکو ورڼو ترمنځ د هرې «تاریخی هوکړې» په لاسلیک کولو سره د کابلیانو وینې لا زیاتی بهیدلی. البته دا وروستی ځل نه وو چی پاکستانی او عربی بادارانو یی ددوی پخلا کولو لپاره هڅه کړی وی، کله به په اسلامآباد کی او کله هم په مکه کی، خو په حقیقت کی دغو «تاریخي هوکړو» له ځانه سره نوره هم ډیره جګړه او وینې او ویجاړي راوړله. له شرمه ډکې هوکړې چی په هغوی به په ډهل او سورني سره د سولی او پخلاینی خبری کیدلی، خو ډیر ژر به دغو «جهادی ورونو» یو په بل دانګل او په خپل منځي اخوډب کی یی د کابل ښار داسی ویجاړ کړ چی ۷۰ زره کابلیان یی ووژل او ډیر شمیر نور یی ټپیان او در په در کړل.
«په کابل کی له سلو تنو څخه زیاتو د درنو وسلو په خونړي برید کی خپل ژوند له لاسه ورکړ» تر سرلیک لاندی یو ګزارش د پاکستان «دی نیوز انترنشنل»
له دغې «تاریخی هوکړې» څخه یوه میاشت وروسته د ۱۳۷۱ کال د زمري په ۱۵مه (۱۹۹۲ کال د جولای په ۶مه) د «په کابل کی له سلو تنو څخه زیاتو د درنو وسلو په خونړي برید کی خپل ژوند له لاسه ورکړ» تر سرلیک لاندی یو ګزارش د پاکستان «دی نیوز انترنشنل» ورځپاڼه کی چی له «فرانسې خبری آژانس» څخه یی راخیستی لولو:
«کابل: لږ تر لږه سل تنو پر کابل ښار د درنو وسلو په خونړي برید کی په تیر دوه میاشتو کی ژوند له لاسه ورکړ...
د شنبې په ورځ د څو ساعتونو لپاره د ښار په منځ کی د دولتپلوه ملیشو او د کابل په ۱۴ کیلومترۍ چهارآسیاب ولسوالی کی د ګلبدین حمکتیار حزب اسلامی ځواکونو تر منځ د درنو وسلو نښته وشوه. راکټونه په کورونو، مارکیټونو او میلمستونو او د کابل ښار په ګڼهګوڼو سیمو لکه شهر نو او وزیراکبر خان کی لګیدل.»
«اسلامآباد، د ۱۳۷۱ کال د وږی اوله – ۱۹۹۲ کال د اګست ۲۳مه: د شنبې په ورځ ملګرو ملتونو اعلان وکړ چی په تیرو دوه اونیو کی په کابل ښار کی د تنظیونو ترمنځ په خونړیو جګړو کی، لږ تر لږه ۱۸۰۰ تنه چی ډیری یی ښځې او ماشومان ول، وژل شوی دي.
او د ۱۳۷۱ کال د وږی په ۲مه نیټه (۱۹۹۲ کال د اګست ۲۴مه) له «رویټرز خبری آژانس» څخه راپور ورکوی:
«اسلامآباد، د ۱۳۷۱ کال د وږی اوله – ۱۹۹۲ کال د اګست ۲۳مه: د شنبې په ورځ ملګرو ملتونو اعلان وکړ چی په تیرو دوه اونیو کی په کابل ښار کی د تنظیونو ترمنځ په خونړیو جګړو کی، لږ تر لږه ۱۸۰۰ تنه چی ډیری یی ښځې او ماشومان ول، وژل شوی دي.
د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړی چارواکی وای چی په تیرو دوه اونیو کی د حزب اسلامی مجاهدینو او د ایتلافی دولت ځواکو تر منځ جګړو کی، څو زره تنه انسان ټپیان شوی دي.
سوتیرویس موسوریس (Sotirios Mousouris)، افغانستان او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی، په یوه اعلامیه کی وویل چی د کابل یونیم میلیونی ویجاړ شوی ښار څخه شاوخوا ۱۲۶ زره تنه تښتیدلی دي.
...
هغه وویل چی له ۱۸۰۰ تنو څخه زیان وژل شوی چی ډیری یی ښځې او ماشومان دي.
هغه وویل: "د کابل له ۱۷ روغتونونو څخه، یوازی ۸ په ډیرو لږ امکاناتو سره چی مجموعی ډول ۲۴۰۳ بستره لری، فعال دی." او زیاته یی کړه چی ډیری یی په راکټونو لګیدلی دی.
ډاکټران ډیر لږ پاتی او د بریښنا، اوبو او درملو او بیهوښۍ موادو د نشتون له کبله طبی خدمات او عملیات نشی ترسره کولای.
خوراکی توکی نشته او په دغو دوه اونیو کی بیې دو چنده شوی او ډیری هټۍ او پلورنځي بند دي.
...»
او په ادامه کی پلخمری، مزار، سروبی، جلالآباد او پاکستان ته د کابل ښاریانو د تیښتې په اړه راپور ورکوی.
د شهادت خپرونې په سرټکو کی، د حزب اسلامی مرکزی خپرندویه، (۱۳۷۱ کال د غبرګولي ۷مه) لولو چی د ۱۳۷۱ کال د غبرګولی په ۴مه د امیر تایف، اعجاز الحق (د ضیاالحق ځوی) او جنرال حمیدګل په شتون کی «د ورور حکمتیار د حزب اسلامی امیر او ورور احمد شاه مسعود تر منځ تاریخی هوکړه لاسلیک شوه.»
د اخوانی ګوندونو تور تاریخ او په ځانګړی توګه د ګلبدین ګوند دا ښودلی چی دوی په سوله اصلا باور نلری ځکه یوازی په جګړې او وژنو او ځناورتوب او د افغانستان بیثباته کولو سره کولای شی خپل باداران خوشحاله کړی او له هغوی څخه بیشمیره امکانات او واک او وسلې تر لاسه کړي. نن هم امریکا ظاهراْ غواړی خپله پښه له قضې څخه بهر کړی او د ګلبدین ریاکارانه امریکایی ضد څیره وساتی، د اروپایی ټولنې له لاری ډیر زیات مالی امکانات دغه کرغیړن امیر ته ورکوی او د سولې تر نامه لاندی هغه او د وژونکو قافله یی کابل ته راوړي، او غواړی چی په افغانستان د خپلو سیالانو لکه روسې، چین او ایران سره د مخامخ کیدو تیاری نیسی او بس. جګړهماران د سولې استازی نشی کیدلی ځکه دوی ښه پوهیږی چی د سولهایزه او آرامه فضا کی، دغه وینیڅښونکی او کرغیړن بانډونه د خلکو په منځ کی ځای نلری او بیارزښته ژوند یی پای ته رسیږی او آن وینېڅښونکی مشران به یی لکه د بنګلهدیشی ورونو په له محاکمې او سزا سره مخ شي.
له همدې کبله، میرمن پاتریشیا ګاسمن – په افغانستان کی د «بشر د حقونو د څار» سازمان سر څیړونکی په یوه لیکنه (۱۳۹۶ کال د غویی ۱۵مه) کی نظر ورکړی چی «حمکتیار د واک لپاره راغلی، نه د سولې لپاره»:
«[ګلبدین] د موټرونو له کاروان سره چی له وسلوالو سړیو ډک ول له راکټونو او مسلسل ټوپکونو سره بدرګه کیده.د حکمتیار کاروان د ښار له منځ څخه داسی تیره چی ګواکی یو اتل لیږدوی نه یو بدنامه او شړل شوی جګړهمار چی په جنګی جنایتونو تورن دی او د خپل پخوانی واک ترلاسه کولو په هڅه کی دی.»
- توضیحات
- لیکونکی: احمر
- کټګوري : مقالی
نن د امریکا نیواکګر دولت او شریکان یي په دي هڅه کې دی تر څو د اپینو او هیرویین کښت، تولید او قاچاق یوازې د طالبانو دورې پر بدمرغه کلونو او په اوسنې وضعیت کې د دغه ځناورو ډلو تر لاسلاندي سیمو پوری ځانګړې کړی، خو آیا همداسې ده او د سی آی ای په لاس نوري روزلشوي ډلې په دغه بشریضد پدیده کې ونډه نه لری؟ په دغه برخه کې ګڼ شمیر بربنډونې تر سره شوي چې په ټوله نړۍ کې د مخدره توکو په پراخه کچه قاچاق کې د سیآیای او امآی۶ ونډه په ډاګه کوي. د سړې جګړې په بهیر کې چې د هغوې د اړینو مرکزونو څخه یو یی افغانستان وه، دغه دوه استخباراتې سازمانونه او په ځانګړې توګه سیآیای د مخدره توکو له لاری د خپلو روسی سیالانو په وړاندې په ډیره کچه ګټه پورته کړه او له همدی کبله، په اوسنې وخت کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر سیوری لاندی د نړۍ ۹۰ سلنه څخه ډیر مخدره توکې تولیدیږی.
په افغانستان او پاکستان کې د سړې جګړې په بهیر کې د مخدره توکو په سوداګرۍ کې یو د اصلی لوبغاړو څخه، د ګلبدین حزب اسلامی وه چې د سیآیای د یو میلیارد ډالرو د ترلاسه کولو سربیره (اووه جهادی تنظیم ته د نوموړی سازمان د مرستو ۵۰٪) د آیاسآی له خوا، پر دی چې د امریکا دولت د دغې موضوع پر اوړند پوهیږی، دغه د انسانوژلو کاروبار د هغه د ګټې بله برخه جوړوله. ۱۳۷۰ کال د غویی په ۲۳ نیټه ـــ ۱۹۹۰ کال د می په ۱۳ نیټه د لومړی ځل لپاره، ستیف کول («د ارواحو جکړه» کتاب لیکونکې) او جیمز روپرت «واشنګتن پسټ» ورځپانې ته په یو راپور کې ولیکل:
- توضیحات
- لیکونکی: پویا
- کټګوري : مقالی
آریا ثابت، د جبار ثابت (د افغانستان مخکينې لوی څارنوال) ځوي چې په امریکا کې یي د جراحې ډاکټر په توګه دنده ترسره کوله، د خپل مسلک څخه د ناوړي ګټي پورته کولو په تور، په ۲۰ کاله بند محکوم شو. هغه به خپلو ناروغانو ته د جراحې غیراړینوعملیاتو وړاندیز کاوه تر څو له دي لاري ډیری پیسې خپل جیب کې واچوي. هغي په دغه چلول سره آن وکولی شو، یو کور د حوض، دالان او شانداره ځمکو سره د دوه میلیونو ډالرو په ارزښت واخلې. د امریکا حقوقي کارپوهانو څخه یو تن، نیل روکیند وایي: «هغه کارونه چې هغه ترسره کړی دي نشم کولې کوم بل وضاحت ورکړو پرته له حرص او تلوسې څخه.» آریا ثابت په خپل جرم اعتراف کړی او اوس مهال د خپلو مدعیانو په منځ کې د «حریص قصاب» په نامه یادیږي.
- توضیحات
- لیکونکی: کاوه عزم
- کټګوري : مقالی
«واشنګتن تر هر څه د مخه د هغه ریښتینو انسانانو څخه چې ځانپلورونکې نه دی، کرکه لری.»
د هوګو چاویز واک ته د رسیدلو له لومړیو ورځو څخه، امریکا د دغه ملی او ډموکراټیک دولت د راپرځولو په لټه کې و او د دغه کار لپاره یی میلیونونه ډالر د دولت ضد ډلو په حساب کې ورډیرې کړی تر څو د دولت ضد لاریونونو او بلواګانو په لاره اچولو سره د ونزویلا دولت شل کړی، خو د دغه هیواد د خلکو په ټینګه اراده او د چاویز هڅې د دي لامل شوي چې دغه ټولې دسیسې شنډی شي. کله چې دغه ټولې دسیسې ناکامي شوي، امریکا چاویز په سرطان اخته کړ چې په پای کې د دغه ناروغۍ له امله مړ شو.
خو، د امریکا دولت د ونزویلا دولت په وړاندی د دسیسو څخه لاس په سر نه شو او د چاویز مرګ څخه وروسته یي هم د هغه هیواد په داخلی چارو کې لاسوهنو ته ادامه ورکړه، ځکه چې د چاویز سنګرمل او ملګری، نیکلاس مادورو د ټاکنو په لړ کې واک په لاس کې ونیو تر څو د هغه ولسي لارې ته ادامه ورکړی. د امریکا دولت هڅه کوي تر څو په درغلیو، چل ول، دوکو، تورونو او لاس وهل شوي خبرونو باندي د دغه هیواد ملی-ډموکراتیک دولت له منځه یوسی. د امریکا امپریالیستی نیواکګر دولت د سترو رسنیو په ملاتړ د مادورو په وړاندی زهرجن پروپاګند په لاره واچاوه او میلیونونه ډالر یي هغه مخالفو ګوندونو ته چې د هغه پانګوالو څخه جوړ شوي و چې لاسونه یی د خلکو د لوټ او تالان څخه پرې شوي حساب کې واچول. خو د نړۍ مخکښې رسنیې په حیاتي برخو کې د ټولنې د بېوزلو طبقو د ژوند د بدلون په هکله د مادورو حکومت په پرمختګونو سترګې پټوی او په ټولو پرده اچوي.
د بیلګې په توګه، د دغه پرمختګونو څخه یو څو د مثال په راوړم تر څو د افغانستان ولس لپاره عبرت وي که چیری خلک د یو ولسی دولت ادارې لاندي کار او هڅې وکړی، هیڅ ځواک یی د لارې پر مخ خنډ نه شي ګرځیدلی:
- توضیحات
- لیکونکی: مریم مروه
- کټګوري : مقالی
«واشنګتن هر څه دمخه د هغه ریښتنې انسانانو څخه چې ځان پلورونکې نه دی، کرکه لري.»
د امریکا زورواکی دولت د دریمی نړۍ په هیوادونو کی خپلو موخو ته د رسیدلو لپاره یوازینې لاره د ملی او هیوادپالو ځواکونو او رهبرانو له شتون څخه د صحنې په تشول بلی ځکه په دې ښه پوهیدلی چې ملی او مبارز عناصر د اوسپنیز دیوال په څیر د هغوي د ویجاړونکو لاسوهنو خنډ ګرځي او په هوساینې سره نه شي کولي یو شمیر عزتمنده کسان د پیسو او چوپړتیاو په بدل کې وپیري. په همدې لامل، په هر هیواد کې چې هغوی د لوټ او لاسوهنې نیت ولری روڼاندو او ملی او آزادیغوښتونکې رهبرانو ترور د هغوي کړنلاره په سر کې ځاې لری خو برعکس، هغه څه چې په خپل هیواد کې هم تجربه کوو، له ځانپلورونکو او جاسوسو مشرانو څخه په بشپړو چوپړتیاو ملاتړ او پلوی کوی.
زه د بیلګې په توګه د نړۍ څو تنه سترو رهبرانو نومونه در په ګوته کوم چې د امریکا څارګر سازمان له خوا په بیلابیلو هیوادنو کی د ترور او توطئه لاندی راغلې دی.
- توضیحات
- لیکونکی: احمر
- کټګوري : مقالی
«د وژونکو ډله» (The Kill Team)، یو مستند دی چې د کندهار په میوند ولسوالی کې د امریکایی نیواکګرو ځواکونو له خوا د ورزشی سرگرمیو لپاره د بیګناه افغانانو وژل د او د جنګې غنیمت په توګه د هغوی د بدن د غړو ساتل یی انځور کړي او دا په ډاګه کوی چې دغه د امریکا واکمن سیستم دی چې د خپلو سرتیرو څخه ځناور او بیرحمه عناصر جوړوی. دغه فلم د امریکایی مستندجوړونکې، دن کراوس (Dsn Krauss) له خوا جوړ شوی چې تر اوسه دو ځله د اسکار جایزې ته نوماند شوی او تر ټوله غور مستند فلم ډالې یی د «ترایبکا فلم ننداره» کې د خپل ځان کړه. د یادونې وړ ده چې ښاغلې کروس څو نور د مفهوم څخه ډک مستندونه هم جوړ کړی دی چې د لیدلو ارزښت لری او له هغې ډلې څخه کولی شو د «کیون کارتر مرګ» (The Death of Kevin Carter)، «د ټولو لپاره ناانډول» (Inequality for All) و «وروستۍ پایله» (Extremis) څخه نوم یوسو.
- توضیحات
- لیکونکی: نوید نابدل
- کټګوري : مقالی
د ایران وینېڅښونکې رژیم، کلونه کیږی چې زموږ د هیوادوالو د کډوالې او کړاونو څخه ناوړه رذیلانه ګټه پورته کړی د هغوې څخه یی ډلې ډلې ویجاړونکې جګړو ته لیږلې دی. هغه جګړې چې یوازي د «ولایت فقیه» د توکمپالو رهبرانو د خزانې ډکولو او ویجاړی او وژلو څخه غیر کومه ګټه نه لری. که چیری نن ورځ زموږ هیوادوال په ډول ډول پلمو سوریې ته لیږدول کیږی، خو د ایران ــ عراق جګړی په لړ کې، زموږ نا پوهه ځوانان د ایران په لاس جوړ شوی اتهګونې ډلو له لاری ل(۱)لومړی لیکې ته ولیږدول شو چې د هغوی څخه زرګونه تنه ووژل شو.
«مجاهد»، «سازمان مجاهدین خلق ایران» خپرندوی په ۱۸۳ ګڼه (پنځم کال، ۱۳۶۲ کال د مرغومی په لومړی نیټه) کې هغه لاسوندونه خپاره کړل چې جوته کوې څه ډول جنګې جبهاتو ته د افغان ځوانانو لیږلو په بدل کې، په بی شرمې سره د رژیم څخه پیسې او امکانات لاس ته راوړی.
لومړنې لاسوند د «سپاه پاسدارن انقلاب اسلامی» له خوا څخه یو لیک دی چې د «نیروی اسلامی» سازمان (د اتهګونې ډلو څخه یو) څخه یی «د ایلام په جبهو کی د ځانګړی وضعیت له امله»، د «چابکو ځواکونه» چټک چمتو کولو غوښتنه کړی ده.
د «سازمان نیروی انقلاب اسلامی افغانستان» بل لاسوند د «سازمان مسئول او سرپرست» شاه محمد حسن کریمی لاسلیک سره، «سپاه پاسداران» ته لیږل شوی دی چې د «وروڼو» څخه یی د هغوی لپاره چې جبهاتو ته تللې دی د زیاتی تنخواه ترلاسه کول لپاره چانه وهل شوی ده.
وروستنې مکتوب بیا هم د «نیروی اسلامی» څخه دی چې د کرمانشاه - ایلام په جبهه کې د وژل شویو کسانو څخه د ۱۳ تنو لیست د هغوی د ځانګړتیاو سره «سپاه پاسداران» ته لیږلې تر څو د «شهیدانو بنسټ» له خوا د هغوی په نوم امکانات او پیسې ولیږدول شی.
د ایران دولت پوری تړلی « فارس خبری آژانس» ، ۱۳۹۳ کال د تلې په ۲ نیټه په یو راپور کې د عراق په جنګ کېد وژل شویو افغانانو شمیر د «۲۰۰۰۰ څخه ډیر» اټکل وهلې دی. (د ویکی پیډیا سایټ د ایرانی سرچینو پر بنسټ، دغه شمیر یی ۴۵۰۰ تنو په شاوخوا کې ذکر کړی دی) د ایرانی چوپړګرو ډلو مشران لکه خلیلی، محقق، محسنی، دانش، اکبری، عالمی بلخی او نور د افغان ځوانانو له وینو څخه هر یو تن یی میلیونر شول او د پاچاهی ژوند لری او تر دی چې د ډیرو ځامنو د نړۍ په غوره پوهنتونونو کې زدهکړی وکړی نن ورځ مرستیالان او دیپلماتان او سفیران دی خو هغه افغانانو چې د دوی خیانت په لامل وژل شوی کورنې یی لا تر نن ورځې په بدمرغۍ کې ژوند کوی. د ایران ځناور دولت د دغه جنګ نوم یی «سپیڅلې دفاع» ایښودی وه خو نه د رژیم د مشرانو د کورنې غړو په دغه «سپیڅلې دفاع» کې برخه اخیستی وه او نه یی افغانې چوپړانو او په پایله کې جلاد خمینی هم د ټولو لوړو شعارونو سره، د «زهرو جام په څښکلو» سره د تسلیمۍ سر ښکته کړ.
نن ورځ دغه جنایت په ځناوریزه او خاینانه توګه د سوریه جګړې ته په ایران کې د بیاسناده افغانانو په زوره لیږلو سره دوام لری، خو د ایران تاليڅټي او ملی ځناورتوب دولت د دغه ناورین په وړاندی چوپتیا غوره کړی ده. د «ولایت فقیه» بشری ضد او ناتاره کوونکې چوپړو روڼاندو یو شمیر لکه کاظم کاظمی، قنبر علی تابش، ابوطالب مظفری، فضلالله، قدسی، رهنوردزریاب، سرور رجایی او نور په ډیر سپین سترګېتوب سره په ایران کې د واکمنو جلادانو ښپي خکولوی او د فاشیست دولت له لوری ککړی ډالۍ تر لاسه کوی خو په ویده وجدان سره په ایران کې د افغان کډوالو د ناورین او رنځ او بدمرغیو څخه ډک ژوند څخه په بیتفاوتۍ سره تیریږی.
1)د روسی ضد جنګ په لړ کې، د خمینی رژیم د پاکستان سره په سیالي کې چې اوو تنظیمونو ته یی وسایل ورکړی وو، خپلې اته چوپړی ډلې یی رامنځ ته کړی چې په «اووګونې» او «اتهګونې» باندی وپیژندل شوی. د ایران په لاس روزل شوی اته ډلې عبارت دی له: «حرکت اسلامی افغانستان»، «سازمان نصر افغانستان»، «پاسداران جهاد اسلامی افغانستان» (سپاه)، «جبههی متحد انقلاب اسلامی افغانستان»، «سازمان حزبالله افغانستان»، «نهضت اسلامی افغانستان»، «حزب دعوت اسلامی افغانستان» او «سازمان نیروی اسلامی افغانستان» څخه. دغه مرتجع او ستمکاره ډلو چې د افغانستان په داخل کې یی په خپل منځ کې خونې ویجاړونکې جګړی درلودلې، په پای کې د خپلو ایرانی بادارانو د هڅو په پایله کی په «حزب وحدت اسلامی» کې سره یو شوې.
- توضیحات
- لیکونکی: نوید نابدل
- کټګوري : مقالی
د امریکا د بی۵۲ په زور د ځواک په کرسې د جهادیانو د بیاځلې کینول څخه وروسته، د ښځو سره د تربگنۍ سربیره، یوځل یی د ښځو ستاینې په اړوند غټې خبری پیل کړی تر څو لومړی خپل ځان د امریکا غولونکې شعار «د افغانو ښځو خلاصون» سره برابر کړی او د دی تر څنګ دا وښایی چې طالبانو څخه توپیر لری او پرمختللې دی.
خو د بنسټپالو تنظیمونو پرله پسې تورې کړنې ددې ګواه دی چې دغه ډلې یوازی سړیواکه دی او د ښځو سره ډیر کلک ضدیت لری. د دوی د جنایت او خیانت په ډک تاریخ کې له نیکهمرغه هیڅ یوې ښځې هم لاس نه درلود او اصلا دوی د خپلو طالبی همفکرانو څخه بدتره، د ټولنې نیمایی نفوس یی ګوښه کړی وو. حزب اسلامی، جمعیت اسلامی، اتحاد اسلامی او نوری جهادی ډلو حتا یوه ښځه یی د خپلې رهبری په پوړ کې څه چې په لیکه کې نه درلودله خو په تیره یو نیمه لسیزه کې د مجلس سینګار لپاره یو شمیر ښځې د پیسو او مقام په بدل کې په خپلو تبلیغاتی نانځکو بدلې کړی او د ښځو څخه د دفاع کولو اکټونه کوی.
مقالی
هنر او ادبیات
د تاریخ له پاڼو څخه
مونږ 128 میلمانه آنلاین لرو