له دیارلس کلونو راپدیخوا چی افغانستان د امریکا له لوری نیول شوی، زمونږ هیواد د پنتاګون د رنګارنګ وسلو په لابراتوار بدل شوی دی. امریکا چی په نړۍ کی د وسلو تر ټولو لوی صادرونکی هیواد ګڼل کیږي، خپلې ټولې نوې وسلې په افغانستان پرته له کوم ډار څخه آزمایښت کوی چی په دغه جنایت سره د زرګونو ماشومانو او ښځو او سړو ژوند اخلي او زمونږ چاپیریال په بی‎ساری توګه ککړوی.

عربستان په سرې قالینې تروریستانو ته ښه راغلاست وایي

د ۲۰۱۵ کال د مارچ په ۱ نیټه د واشنګټن پوسټ ورڅپاڼې د عربستان د تروریسم پالنې او پر سرې قالینې د هغوی بدرګه کولو څخه پرده اوچته کړه. سعودي عربستان له کلونو راهیسې د تروریسم څخه د ملاتړ په نامه د ملي او دموکراتو عناصرو او سازمانونو تر نیوکې لاندې راغلی دی. د «آل – هیر» په زندان کې له تروریستانو څخه د دې هیواد کوربتوب هغه حقیقت دی چې اوس د نړۍ په رسنیو کې یې انعکاس موندلی دی.

د «آل هیر» زندان د عربستان د ۵ مهمو حساسو زندانونو له ډلې څخه دی چې هلته یوازې د «القاعدې» او «داعش» تروریستان ساتل کیږي. دغه زندان د ریاض په څو کیلومټرۍ کې موقیعت لري چې د شاندارو هوټلو سره ورته والی لري. د اوسپنیزو دروازو او ټوپک لرونکو ساتونکو سربیره یو آرام او شین چاپیریال لري. د القاعدې او داعش له تروریستانو څخه د ډیرو نژدې او عزیزو میلمنو په څیر ساتنه کیږي. د ګڼو خونو ترڅنګ، غټو او خطرناکو تروریستانو لپاره ۳۸ شخصي خونې په نظر کې نیول شوې چې هر یو د خوب شاهانه تخت، د تازه میوې څخه ډک یخچال، دیوالي لوی تلویزیون او د ښکلي حمام درلودونکي دي.

د پنتاګون یو پټ لاسوند د امریکا او داعش له اړیکو پرده پورته کړه

د پنتاګون (د امریکا دفاع وزارت) ۲۰۱۲ کال یو لاسوند چی د ۲۰۱۵ کال د می په میاشت که خپور شو دا په ډاګه کوی چی د امریکا دولت «داعش» سره د مبارزې پر ځای، دغې ترهګرې ډلې ته په مرسته رسولو، د ویجاړۍ او وژنی دغه لښکر منځ ته راوړ ترڅو د بشار اسد دولت پر وړاندې د استراتژیکې وسلې په توګه ترینه ګټه پورته کړې او ددی ترڅنګ عراق ته د امریکایی پوځیانو بیا راتګ زمینه برابره کړي.

اوباما و کرزی

د ۲۰ قرن وروستۍ لسیزې په پای کې ډیرې ګونګوسې را ولاړې شوې، چې ښایي د ۲۰۰۰ کال د جنوري میاشتې په لومړۍ نیټه کې پرته د فني ستونزو وړاندوینې ټولې کمپیوټري شبکې له ستونزو سره مخ کیږي او د پام وړ زیانونه به ولري: د اوبو او برښنا سیستمونو ویش، د اورګاډي پټلۍ، د تیارو هوایي کرښې، د لوړپوړو ودانیو لفټ، د پوسته خونو سیستم او داسې نور به له خپل عادي حالت څخه ووځي او دا امکان شته چې خلک سختو ستونزو سره لاس او ګریوان شي او آن تردې چې د یو شمیر خلکو د مړینې لامل وګرځي. دغه ستونزه چې د Y٢K په نوم پیژندل شوی و، تر دې بریده تبلیغ شو چې پرمختللو هیوادونو کې خلکو د خوراکي توکو زیرمه کول پیل کړل او په ټولو ځاینو کې ډار او ویره خپره شوې وه.

د کمپیوټري وسایلو تولید کوونکو غټو شرکتونو دغو بې بنسټو خبرو ته د نورو پرتله ډیره لمن وهله او تبلیغ یې کاوه چې د کمپیوټري نویو محصولاتو پیرلو سره چې هیڅ فني ستونزې نه لري، د ۲۰۰۰ کال پروړاندې ځانونه چمتو کړئ او پدې توګه پانګه والو بې ترڅه پانګه ترلاسه کوله. د ۲۰۰۰ کال د جنوري میاشتې په لومړئ نیټه د نا وړاندوینې پیښو د رامنځته کیدو له امله خلکو غوره وګڼله چې له خپلو کورونو دباندې ونه ووځي، لیکن له دغو علایمو څخه چې دمخه تبلیغ کیدل، ونه لیدل شول او دغه ورځ په خیر او خیریت سره تیره شوه او هیڅ ډول پیښه رامنځته نه شوه.

د لاسپوڅی دولت ښونیز نصاب

ښوونه او روزنه د هری ټولنې بنسټیزه اړتیا او د پرمختک ړومنې عنصر کڼل کیږي نو په کار ده، چې د نورو هیوادونو په شان په افغانستان کي هم دی ته د لومړیتوب او پاملرنی ځانګړی حق ورکړی شي. ښوونیز نصاب تل باید د سیاسي موخو او مبارزو څخه لری سوچه او آرام وساتل شې.

د پام وړ خبر خو دادی کله چې ما وغوښتل د خپل ماشوم زوی چې د شپږم ټولګې زده کوونکې دی درسی ارزونه وکړم نو د فاروق وردګ د پوهنې وزارت د شپږم ټولګې دغی «دروس علوم اجتماعی» کتاب زما پام ځانته واړو او زه یی د روسانو د لاسپوڅو د «سیاست» کتاب په یاد کې ډوب کړم.

قربانیان میهنفروشان خلقی و پرچمی

د هالنډ د شاهي دولت لویې څارنوالي د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر په ۱۹مه یو ۵۰۰۰ کسیز لیست چې د خلق او پرچم چوپړه رژیم لخوا وژل شوي وو، خپور کړ. نوموړي وګړي د ۱۳۵۷ لمریز د غوايي د میاشتې له کودتا وروسته د نورمحمد تره کي او حفیظ الله امین د حکومتونو په بهیر کې د دولت سره د مخالفت په تور زنداني او وژل شوي وو. یاد لیست ته په کتو او د هغه انسان وژونکي او افغان دښمنه حکومت د کړنلارې په پام کې نیولو سره، د پيښې منظرې د شاهد او لیدونکي په توګه د ذکر شوي لیست پر رښتینوالي په بشپړ ډول باوري یم، چې یادې وژنې ترسره شوي دي. تیر کال مې د اپریل په ۲۵ د خلق او پرچم حکومت لومړي لاس مجرمینو یو نوملړ د دعوت په ویب پاڼه کې خپور کړ، چې دلته یې یو وار بیا د دې لیکنې په وروستۍ برخه کې مظلومو او بې وزلو هیوادوالو ته وړاندې کووم.

تی پارتی

د امریکا د چای غورځنګ (Tea Party Movement)، د ۲۰۰۹ کال په پیل کې هغه مهال د جمهوریت ګوند پلویانو، محافظه کارو او لیبرالیستانو د نارضایته غړو لخوا رامنځته شو، کله چې ځواک د ډیموکرات ګوند پلوه بارک اوباما ترلاسه کړو، په دې کې راټول شوي ډیری سپین پوستکې لوی پانګوال او د جنګ د ماشین څرخونکې داړه ماران دي. په حقیقت کې دا یو ټولنیز او ولسیز خوځښت نه دی، بلکې د شخصي ګټو او ځواک د تامین لپاره یوه غولونکې دسیسه ده.

د چای غورځنګ یو ارتجاعي او فاشیستي غورځنګ دی، چې د اوسني اقتصادي کړکیچ په بهیر کې رامنځته شوی دی او کیدای شي، چې په ټولنه کې ارتجاعي ځواک ته وده ورکړي. د دې جنبش خطر په دې کې دی، چې د خلکو رښتینو اندیښنو څخه غلطه ګټه پورته کوي او هغوی توکمیز، نژادي، او بهرنیو ضد احساساتو باندې سمبالوي. کله چې خلک بې روزګاره شي او خپل کورونه او ژوند دلاسه ورکړي، نو ډیر زر په دې څیر شعارونو غولیږي او باور ورباندې کوي.

متحد خلک به هیڅکله ماته ونه خوري
وطن یو موټی کیږي، له شماله تر جنوبه راپاڅیږي
پاڅیږه او سرود ووایه، موږ بریالي کیږو
د پیوستون جنډې په څپیدو دي

متحد خلک

آزادي غوښتونکي سرودونه، د خلکو اعتراضي غورځنګونه د بی عدالتۍ او ستم پر وړاندې مبارزې ته پیاوړي کوي او هڅويي، چې د دغه سرودونو څخه یو «متحد خلک به هیڅکله ماته ونه خوري» (El pueblo unido jamás será vencido) هغه سرود دی چې د څلورو لسیزو په تیریدو سره بیا هم د آزادۍ او په وطن میینو مبارزینو په زړه کې ځانګړی ځای لري او د سیاسي مقاومت بڼه یې ځانته غوره کړې ده.

دا سرود د ړومبني ځل لپاره یو شیلیایي شاعر او سندرې جوړونکي «سرجیو اورتګا» (Sergio Ortega) لخوا په ۱۹۷۳ کال کې د سالوادور آلنده ډموکراتیکې واکمنۍ پر مهال د واټیز شعر څخه د الهام په اخیستلو جوړ شو. اورتګا؛ دا سندره د دوو ورځو په اوږدو کې جوړه کړه او د اول ځل لپاره د کیلاپایون ډلې؛ د نامتو سندرې جوړونکي او ترانه ویونکي ویکتور خارا په ملګرتیا په یو ستر کنسرت کې اجرا کړه.

نسرین ستوده

د ایران اسلامې جمهوریت چې په سر کې یې انسان وژونکې آخندي افراطيان ځای لري په سیمه کې یو وتلې فاشیست، جنایتکاره، بنسټپاله او ښځو ضد رژیم دی او هڅه کوي چې خپلو آخندي او بنسټپاله اندونوته پراختیا ورکړي، او د نورو مترقې غورځنګونو لکه آزادي غوښتونکو، بشري حقونو او د ښځو چارو د فعالینو د مبارزی مخه ډب کړي. نو په دي موخه یې د یادو غورځنګونو ډیرې فعالین د زندانونو تر میلو شا اچولې دي، او په وار یو پسې بل اعداموي، چې هغې له ډلې یوه هم میرمن ستوده ده.

نسرین ستوده په کال ۱۳۴۲ د غبرګولی په نهمه نیټه د ایران په پلازمینه تهران کې په یوه مرفه او مذهبي کورنۍ کې د زبیښاک، بی نیاوې او ښکیلاک ډکی نړۍ ته خپلې سترګې پرانستې. نوموړی حقوق پوهه او په څارنوالې کې د مدني ټولنې او بشري حقونو فعالینو، د قربانیانو او کوچنیانو د وکالت دنده په غاړه لرله.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 97 میلمانه آنلاین لرو