کیوبا ته د اوباما د سپکاوی ډک سفر څخه زدکړه

کیوبا ته د اوباما تاریخی سفر د رسنیو او ټولنیزو رسنیو کارونکو له لوری د پاسنی انځور په پراخه خپراوی سره، په هغه هیواد کی د امریکا جمهور رییس ته وباله. د یو ګډی خبری ناستی په لړی کی، او باما وغوښتل چی د رائول کاسترو په اوږه لاس کیږدی، ولی هغه په بیړه لاس یی ورله پورته وواهه چی دغه صحنه خبریالانو ثبت او په لږه موده کی نړیواله شوه. او د فیدل کاسترو نه لیدل د اوباما سره ددی سفر د پام وړ بله پایڅوړ وه.

د ننګرهار دینی مدرسې، د ځناورتوب او ځانمرګو روزلو مرکز

د ننګرهار ولایت ۱میلون او ۳۳۴ زره نفوس لری. د دغه ولایت اوسیدونکی د فرهنګ له نظره وروسته ساتل شوی دی بی امنیتی او د بنسټپالی بانډونو واکمنی ددی لامل شوی چی ډیر شمیر کوچنیان او نوی ځوانان له زده کړی او درس څخه لری پاتی شی چی دغه امر د ارتجاعی، بنسټپالی، ښځه باندی زورواکی، فکری کلکوالی او نورو ټولو ټولنیزو ناروغیو ته لاری چاری برابروی او د منځنی پیړیو ډلو چی په پردیو پوری تړلی دی هم فرصت یی غنیمت وګاڼه او کوچنیانو او ځوانانو له منځ څخه یی په تیزی سره سرتیری نیول شروع کړل.

د جنایتکارو ډلو او د طالبانو او داعش په څیر د منځنیو پیړیو عناصرو لپاره، د سرتیرو نیولو وړ ځای دینی مدرسی دی. د ننګرهار په ۲۰ ولسوالیو کی۱۹۵ راجستر شوی او نه راجستر شوی مدرسی شته دی چی په هغی کی په زرګونو کوچنیانو او ځوانانو ماغز پریمنځل کیږی. دولت هم د طالبانو او داعشیانو دغه امن ځایونو سره کار نلری او د پوهنې وزارت د «یو.ایس.اید» او «بیات بنسټ» او د نورو پانګه‎والو ټولنو په مرسته د میلیونونو ډالرو په لګولو، د ښونځیو د پرمختګ پر ځای هر کال په لسګونه نوی مدرسی جوړوي.

«هغوی یواځی نه نڅیږي» مستند، له بچه‎بازۍ څخه د جهادی قومندانو خطرناکه میراث

«هغوی یواځی نه نڅیږی: د جنسی ناوړه‎ګټې لپاره د لږ عمر هلکانو ګمارل افغانی دود»، د «روسیه امروز – RT»‌ ټلویزون نیم ساعته مستند تولید دی چی د تیریو اونیو په لړی کی څو ځلی ددغې شبکې له لوري خپور شو. په دغه مستند کی د بچه‎بازۍ ناوړه دود د افغان جنګسالارانو له خوا انځور شوی دی.

«د نړۍ په سترې ډموکراسۍ» کی د محصلانو بندی‎کول او ربړول

د هند زورواکی دولت چی په خوابدیتوب سره په لویدیځو رسنیو کی «د نړۍ سترې ډموکراسۍ» په نامه یادیږي، له ډیرو کلونو راهیسی د دی خاوری د میلیونو انسانانو وینی او خولی یی څښکلی دي. په بی عدالتی او بی‎وزلۍ کی ډوب دغه هیواد کی که هر کس او یا ډلی په کره توګه دولت او دهغه فاسده او د خلکو ضد بڼه د نیوکی لاندی ونسی د «ترهګر» او د «ملی ضد عنصر» تر نوم لاندی بندي کیږي، ربړول کیږی او آن تردی چی په ډیرو چارو کی په مرګ محکوم کیږی.

پاکستان، اتمی ترهګر‎روزونکی ځواک چی خلک یی د خوړلو ډوډی نه لری

پاکستان په اداری فساد بی امنی او ساسی کړکیچ کی د ډوبیدو برسیره، د لوی اقتصادی ناورین سره لاس او ګریوان دی او خلک یی په ځانګړی توګه لری پرتو ایالتونو خلک یی سخت روزګار په مخ وړی. د څو کالو وروستی ناورینونو او طبیعی پیښو ددغه هیواد بیوزله او زیارکښه خلک د بی رحمه ځناور په ټوګه بدمرغۍ ته راکاږی. سیلابونه، زلزلی او په ځانګړی توګه لوږه او وچکالی هر کال په دغه هیواد کی په سلګونه زره انسانان د مرګ له ګواښ سره مخ کړی دی چی ډیرۍ قربانیان یی ښځی او ماشومان دی.

د څښاک د اوبو ناورین په هغه کی چی پر نړۍ د واکمنۍ تکل لری

د فلنت ښار د څښاک اوبو د نه پرتله کیدونکی ناورین سره مخ دی ځکه چی د اوبو نلونه دککړو سرچینو څخه چی په زهری موادو ککړ دی راغزول شوی دی او د اوبو شبکو خوسا کیدل د دی لامل شوی، چی تر اوسه لس تنو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی او د ډیر شمیر ماشومانو په وینه کی د سرب د مقدار ډیریدلو له امله په روغتونونو کی بستر دی. ویل کیږی چی د نه زره په شاوخوا کی کوچنیان له ناروغۍ سره مخ دی او بیړنۍ روغتیایی خدمتونو ته اړ دی تر څو د زړه ناروغۍ په اخته کیدلو، سرطان او په ځانګړی ډول د مغزو د ناقصی ودی څخه مخ نیوی وشی.

د افغانستان د اردو پرمختللې الوتکې څه شوې؟

د امریکا دولت څلور جنګی سوپرتوکانوی A-29 برازیلی ډوله الوتکی یی افغانستان ته خیرات ورکړی چی د هیواد دفاع وزارت هره ورځ په ټلویزونی اعلانونه خپرولو سره په دغی اړوند غوبل په لاره اچولی وه! د امریکا دولت په ۲۰۱۱ کال کی د ۴۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت یو هوکړه‎لیک لاسلیک کړی و چی د هغې په ترڅ کی یی ۲۰ الوتکو پیرل او افغانستان د هغو تسلیمولو ژمنه کړی وه خو څرګنده نه ده چی دغه روپی «وړیا مرسته» دی او یا زمونږ د ملت د پور په پیټی باندی ډیری شویده. ددغو الوتکو سپارلو د ځنډ یو لامل د دوو افغان پیلوټانو تیښیه چی د امریکا په خاوره کی د دغی جنګی الوتکو زده کړی لپاره د تربیت لاندی نیول شوی وه.

د ۶۲ لویو پانګوالانو شتمنۍ د نړۍ د درې‎نیم میلیونو خلکو انډول ده

د «آکسفام» انګریزي موسسې د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په نولسمه ګواښ ورکړی وو چی اقتصادی ناانډولتوب په تیزی سره مخ په ډیریدو دی او ټولنی یو په سلو کی خلک، ۴۸په سلو کی د نړۍ شتمنۍ کنټرول وی چی تر ۲۰۱۶ کاله پوری کیدای شی ۵۰ په سلو کی ډیرښت ومومی. هغه څه چی مخکی یی وړاند وینه شوی وه ډیر ژر پیښه شوه. د دغی موسیسې د نوی رپوټ په بنسټ چی د ۲۰۱۶ کال د جنوری په اتلسمه «اقتصاد د یو په سلو په چوپړ کی» د سرلیک لاندی خپور شو، همدا اوس یو په سلو کی د نړۍ پانګوالان، ۵۰ په سلو کی په پنجو کی لری.

«ملی ډمکراسی بنسټ» د امریکا د توکم‎پالنې د مخ پټولو پرده ده

یرغلګرهیوادونه چی ژوند یی په جګړی او یرغل پوری تړلی دی ددی دپاره چی پرمختللی او ټولنیز حکومتونه له منځه یوسی بیلابیل وسلو نه ګټه پورته کوی. دا هیوادونه کله د توکم‎پالنې سره مل کیږی او کله د ډموکراسۍ د نوم څخه ګټه پورته کوی. ددی نه وروسته چی د امریکا لغړه توکم‎پالنه د لاتینی امریکا په هیوادونو کی بدنامه شوه او د دیکتاتوری په زدکړی یی زرګونه تنه په هغه ځای کی ووژل، کوښښ کوی چی خپله خوړجنه څیره د ظاهری جامو په اغوستلو پته کړی. همدا لامل وه چی لسګونه ټولنی یی د «ډیموکراسۍ»، «خپلواکۍ» او «بشر حقونو» په ورستاړی او مختاړی جوړی کړی چی ددی د ډلی یوه هم «د ملی ډیمکراسی بنسټ»(national endowment for democracy) وه چی بنسټیزه او اصلی دنده یی د امریکا ضد دولتونو راپرځول او د امریکا مریانو ملاتړ دی.

د کابل موزیم د ګاډو ټولګه د شورا نظار له خوا لوټ شو

د کابل په موزیم کی تر ۱۳۷۱ کال پوری د سل‎زره په شاوخوا کی تاریخی ارزښتمندې ډبرې، دګاډو ټولګه د ډیرو کلونو په اوږدو کی د افغانستان واکمنانو ته د مختلفو هیوادونو له خوا ډالی ورکړل شوی وې ساتل کیدې. په دی ټولګې کی ګران بیه او د مردکی ضد ګاړی هم وه چی جوزف استالین د شوروی د وخت مشر او د دویمی نړیوالی جګړی ګټونکي ظاهر شاه ته یی سپارلی وه. اندریا برونو او سیون کنراد دو تنه د (یمی ویژن اژانس) انځورګرانو ددی ګاډونه راپور جوړ کړی چی په هغی پوهاوی دردونکی دی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 46 میلمانه آنلاین لرو