- توضیحات
- لیکونکی: نوید نابدل
- کټګوري : مقالی

په تیرو سلو کلونو کې د امریکا هیچ ولسمشر نه وو چې لږ تر لږه یی په یو یا څو هیوادنو کې په لاسوهني او نظامی تیري لاس نه وی پوری کړی او ددی تر څنګه یی وژنې او ویرونکی جنایاتونو نه وی ترسره کړی. پورتني انځور، پخواني پنځه ولسمشران د هغو هیوادنو لیست سره چې خپلي ولسمشری په لړ کې یي د بمبار، لاسوهني او وینوبهولو لاندي نیولي وه ښکاره کوي. اوباما چې په ښایسته شعارونو سره واک ترلاسه کړ او په خندنۍ توګه د نوبل د سولي جایزې ګټونکې شو، د په عمل کی د نورو څخه یی ډیره نړۍ په خاورو او وینو ولړله.
- توضیحات
- لیکونکی: احمر
- کټګوري : مقالی

د ۱۳۹۵ کال د چنګاښ په ۳ نیټه، بیبیسی فارسی راپور خپور کړ چې په هغه کې ویل شوي دي داعش د کوچنیانو د زدهکړو لپاره د تاوتریخوالی او ځناورتوب څخه ګټه پورته کوی. د دغه راپور پر بنسټ داعش د موبایل پر مخ د زدهکړنیزو پروګرامونو په لاره اچولو، د ماشومانو د جلبولو تکل لری چې په هغوي کې په اگاهانه ډول د ټانګ او توغندیو او نور پوځي وسایلو انځورونه څخه د الفبا زدهکولو لپاره ګټه پورته کیږي.
- توضیحات
- لیکونکی: کاوه عزم
- کټګوري : مقالی

«هنری کسینجر یو جنګي جنایتکار دي. کلونه کیږي چې زه هغه د جنګي جنایتکار په ډول پیژنم. دغه یوه کنایه یا د بیان فن نه دي، د هغي د دندی ستاینه ده.»

د ۲۰۱۶ کال د می په ۹ نیټه، اش کارتر، د امریکا د دفاع وزارت ډیر لوړ مډال د ۹۲ کلن هنری کسینجر پر خونړۍ سینه وټومبه تر څو په نړۍ کی د امریکا ورځ تر بلی ډیریدونکي جګړه او د جنایتکارانه سیاستونو پر مخ وړلو کې د هغه د څو لسیزو ونډې څخه ستاینه وکړی.
د امریکا واکمنی دستګاه ته، د خپلو کرغیړنو موخو ته رسیدلو لپاره د میلیونو انسانانو ویني هیڅ ارزښت نه لری. هغه کسان چې د امریکا د چوپړ په لاره کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کی په ټولوژنو او نهبخښونکو جنایاتو لاس پوری کوی د پینټاګون له خوا ستایل کیږي. د همدغه سیاست پایله ده چې نن ورځ په افغانستان د تیرو ۴ لسیزو ټول دجالان چې ډیر ویرونکې ځناورتوبونه یي ترسره کړی دي د امریکا په پناه کې په لوړو څوکیو باندي غزیدلي او لوټماري ته ادامه ورکوي او په داسي حال کې چې ګلبدین، د زرګونو کابلیانو قصاب سره هم معامله په لاره کې ده چې د محاکمې پر ځاي، امتیازات او خودیتوب ورکړل شی.
په دغه ځاي کې هنری کسینجر چی د نړۍ د نامتو جلادانو، د امریکا نوم لرونکي استراتیژی جوړونکی او ډیپلماټانو څخه دي او د امریکا روڼ اندو له خوا د «سیاسی ډایناسور»، «جنګي جنایتکار»، «بلا»، «وینه څښونکې»... په نومونو یادیږی او د امریکا د ګټی په لاره کې په خپلو ویجاړونکو او وژونکو تیوریګانو، د میلیونونو انسانانو ژوند په ویتنام، لائوس، کامبوج، اندونیزیا، شرقی تیمور او بنګلادیش کې اخیستی، په لنډ ډول درپیژنو:
- توضیحات
- لیکونکی: واحد منصوری
- کټګوري : مقالی

د څو ورځو را په دي خوا د امریکا یو شمیر لوی ښارونه د تور پوټکو د پاڅون نوي څپي شاهدان دي. هغوی د بیعدالتۍ او د پولیس غیر انسانی چلند او له تورپوټکو سرهد توپیر پالنې له امله قهریدلی دي. زرګونو تنو د پولیسو په لاس د دوه تنو وژلو په انګازه کی څو ورځي کیږي چې د دالاس، نیویارک، شیکاګو، واشنګټن، او نورو ښارونو کی لاس په پراخه لاریون وهلی. التون استرالینک او فیلاندوکاستیل په د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۶ او ۵ نیټه د لوئیزیانا او مینهسوتا ایالت کې د پولیسو له خوا ووژل شول.
- توضیحات
- لیکونکی: توفان
- کټګوري : مقالی

د بي پیلوټه اولوتکو بریدونه په افغانستان کې د امریکا د تورو کړنلارو څخه دي چی د ۲۰۰۱ کال څخه تر اوسه پوری ادامه لری او د «ترهګرۍ پر وړاندی مبارزی» د نوم لاندي، د زرګونو ټنو ویرونکو او وژونکو توکو درلودونکې بمونو په اچولو، په ځانګړي توګه د افغانستان کلي يي د ویجاړي په لور راښکلي دي. د «څیړنیزئ لیکوالۍ ادارې» د موندل شویو له نظره ۲۰۰۸ څخه تر۲۰۱۲ کلونو په منځ کې، زموږ هیواد د ۱۰۰۰ ځلي څخه ډیر د دغه ډول بریدونو لاندي نیول شوي دي. یوازي په ۲۰۱۵ کال کې، ۴۱۱ په شاوخوا کې بریدونه ترسره شوي چې دهغي له امله ۱۴۴۱ تنه چې په هغي کې ماشومان هم ګډون لری، وژل شوي دي. د دغي ادارې وروستي څیړني ۲۰۱۶ کال څخه هم ښکاره کوي چې تر اوسه پوری ۱۷۸ بریدونه ترسره شوي چې دهغي په پایله کې د ۶۰۰ څخه پورته وژل شوي دي.
- توضیحات
- لیکونکی: هیله نوری
- کټګوري : مقالی

د فلم د هلکانو په څیر ښایسته جامو اغوستل او د عبدالله ډبلي پیسی لګول هرکله د خلکو او ټولنیزو شبکو د خبرو اترو موضوع او له هغه څخه د ولس ژورې کرکې یو لامل دي. خو کیداي شي لږ شمیر خلک په دغه چارو وپوهیږي چې هغه د عربي او هالیودي میلیونرانو په ډول د نړۍ د ډیر قیمتي هټۍګانو پیریدونکو څخه دي.
په دی ورستیو کې د «اطلاعات روز» ورځپاڼۍ په دغه اړوند اعتباری راپور خپرو کړ او بربنډه یي کړه چې د عبدالله نوم د نړۍ په خورا ګرانې هټۍ کی د همیشني پيردونکي په ډول د سرو زرو په اوبو حک شوي دي. سربیره پردې، دغه مسلهء د اسپانوي ژبي سایت له خوا notiver.com.mx او په کانادا د میشتو تاجکیانو ټولنه هم هم خپره شوي ده.
د گزارشونه «اطلاعات روز» په راپور کې لولو:
- توضیحات
- لیکونکی: فرزاد
- کټګوري : مقالی

د ګلبدین خوسا شوی مړی ته ساه ورکولو په نوی لوبه کی، امریکا او چوپړان یی د خلکو په ناپوهی کی ساتلو سره هڅه کوی چی د سیآیای دغه وفادار چوپړ په څیره کی د وینو ټکی د «سولې فریښتې» په جامو کی پټې کړي، او یو ځل بیا یی زموږ په ملت راوتپي. په افغانستان کی امریکایی سلاکارانو او د سپینی ماڼۍ کورني چوپړانو د ټولو پام د «توتاپ» شخړې او د ملا منصور وژلو ته راواړوه تر څو د تیرو څلورو لسیزو یوی وینی څښونکی څیری ته د «ښه راغلاست» لاره هواره کړي. ګلبدین، د امریکا دغه نازولی ځوی چی په تیرو ۱۵ کالونو کی په ظاهري بڼه «مرور» بلل کیده خو عملآ یی د کابینی نیمایی برخه په لاس کی درلودله، کیدای شی چی په نژدی راتلونکی کی د ارګ میلمه شي. خو له وړاندې ټولی هڅی ددی لپاره وی چی په څه چل باندی دغه رټل شوی او بویناک جنایتکار سپین کړی او د ملی ځناورتوب له دو سری حکومت سره یوځای شي. په دغه خاینانه لوبه کی، زلمی خلیلزاد هم پیڅی بډووهلی وې.
- توضیحات
- لیکونکی: پویا
- کټګوري : مقالی

څارګر سازمانونه د دولت د امنیتی نظام جوړښتونو له برخو څخه دی چی د هیواد دننه او بهر، اقتصادی شرکتونه، خلک او هر ډول نور اطلاعات چی د دولت د غوښتنی وړ دی د راټولولو دنده په غاړه لری. په هماغه ډول چی په یو هیواد کی ټول رسمی بنسټونه لکه اقتصادی، فرهنګی، سیاسی او نور د واکمن نظام په چوپړ کی دي، نو له همدې کبله د څارګرو ادارو ماهیت هم ددوی له لوری تعریف کیږی، هرکله چی ددغه ډول سازمانونو ژرړه د خلکو ضد دولت په لاس کی وی، ظلم او زبیښاک زیږوي او د هغوی د کنټرول او ملاتړ نه برخمن کیږی، او هر ډول انسانوژنی او ځناورتوب ته لاس اچوی تر څو واکمن نظام وساتل شی.
- توضیحات
- لیکونکی: نوید نابدل
- کټګوري : مقالی

کیوبا ته د اوباما تاریخی سفر د رسنیو او ټولنیزو رسنیو کارونکو له لوری د پاسنی انځور په پراخه خپراوی سره، په هغه هیواد کی د امریکا جمهور رییس ته وباله. د یو ګډی خبری ناستی په لړی کی، او باما وغوښتل چی د رائول کاسترو په اوږه لاس کیږدی، ولی هغه په بیړه لاس یی ورله پورته وواهه چی دغه صحنه خبریالانو ثبت او په لږه موده کی نړیواله شوه. او د فیدل کاسترو نه لیدل د اوباما سره ددی سفر د پام وړ بله پایڅوړ وه.
- توضیحات
- لیکونکی: کاوه عزم
- کټګوري : مقالی

د ننګرهار ولایت ۱میلون او ۳۳۴ زره نفوس لری. د دغه ولایت اوسیدونکی د فرهنګ له نظره وروسته ساتل شوی دی بی امنیتی او د بنسټپالی بانډونو واکمنی ددی لامل شوی چی ډیر شمیر کوچنیان او نوی ځوانان له زده کړی او درس څخه لری پاتی شی چی دغه امر د ارتجاعی، بنسټپالی، ښځه باندی زورواکی، فکری کلکوالی او نورو ټولو ټولنیزو ناروغیو ته لاری چاری برابروی او د منځنی پیړیو ډلو چی په پردیو پوری تړلی دی هم فرصت یی غنیمت وګاڼه او کوچنیانو او ځوانانو له منځ څخه یی په تیزی سره سرتیری نیول شروع کړل.
د جنایتکارو ډلو او د طالبانو او داعش په څیر د منځنیو پیړیو عناصرو لپاره، د سرتیرو نیولو وړ ځای دینی مدرسی دی. د ننګرهار په ۲۰ ولسوالیو کی۱۹۵ راجستر شوی او نه راجستر شوی مدرسی شته دی چی په هغی کی په زرګونو کوچنیانو او ځوانانو ماغز پریمنځل کیږی. دولت هم د طالبانو او داعشیانو دغه امن ځایونو سره کار نلری او د پوهنې وزارت د «یو.ایس.اید» او «بیات بنسټ» او د نورو پانګهوالو ټولنو په مرسته د میلیونونو ډالرو په لګولو، د ښونځیو د پرمختګ پر ځای هر کال په لسګونه نوی مدرسی جوړوي.
مقالی
هنر او ادبیات
د تاریخ له پاڼو څخه
مونږ 138 میلمانه آنلاین لرو