د طالبي زورواکۍ دوه کاله، د امریکايي نیواکګرو او د هغوی د ګوډاګیانو د شل کلنو جنایتونو دوام!

د طالبي زورواکۍ دوه کاله، د امریکايي نیواکګرو او د هغوی د ګوډاګیانو د شل کلنو جنایتونو دوام!

د پېړۍ د تورفکرونو له بیا واکمنېدو دوه کاله تېر شول او لکه څرنګه چې پرون ددوي جهادي ورونه زمونږ د خلکو په تور برخلیک واکمن شول، نن دا د سی‎آی‎ای-آی‎اس‎آی پیداوار د امریکا او د هغوي د ملاتړو د اونیزو ښکاره او پټو ډالرو په زور په پښو درول شوي دي. د طالبي فاشیزم تر واکمنۍ لاندې افغانستان په ځانګړې توګه د ښځو لپاره په یو لوی زندان بدل شوی دی.

په ۲۰۰۱ کال کې امریکايي/ناټو جنایتکارانو زموږ خاوره په درواغو او دوکې سره ونیوله او له «ترهګرۍ» سره د مبارزه نغاره یې وغږوله، خو هغوی هر ډول جهادي، طالبي او داعشي ترهګرۍ ته په بې ساري ډول وده ورکړه؛ د «ښځو د آزادۍ» په اړه یې وویل، خو په پای کې یې د هېواد دغه نیم وګړي د لیوانو او ښځو ضد ناروغانو په وینو لړلو منګولو کې ورکړل؛ د «ډیموکراسۍ» په اړه یې وویل، خو دوی لوټماران او مافیا وروزله، د فاسدو او جنایتکارانو پوځ یې جوړ کړ او په هېوادپلورونکي او ګوډاګي رژیم کې یې زموږ پر خلکو واکمن کړل او له طالبانو سره یې هم جوړجاړی وکړ.

دوه کاله وړاندې امریکا او ملاتړو یې خپل جهادي او «جمهوریتي» غلامان د تشناب کاغذ په څېر وغورځول او پر ځای یې طالبي چوپړان د واک پر ګدۍ کېنول. په دې موده کې موږ په ټول هیواد کې د خورا ځناوریزو جنایتونو شاهدان یو چې نړۍ پرې سترګې پټې کړې دي: د بشریت سره د دې پردۍ ډلې د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې دوی د دولتي دفترونو دروازې د ښځو پر مخ وتړلې؛ له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د زده‎کړې مخه يې ونيوله او لا څه موده تېره نه وه چې ښځې یې په پوهنتونونو کې له زده‎کړو او د کانکور په ازموينو کې د ګډون له حقه هم بې برخې کړې؛ په کونړ او خوست کې یې ځوانان د موسیقۍ اورېدو او د هېواد د بیرغ د دفاع په جرم په ډزو ووژل؛ په پنجشېر، بلخاب او اندرابونو کې يې د ملکي وګړو ټول وژنه پیل کړه؛ د مظاهره‎کوونکو ښځو په بندي کولو سره، هغوی وربړول شوې، سپکاوی ورته وشو او جنسي ځورونه یې ولیدله او په زوره اعتراف کولو ته اړ شوې؛ ډیری مظاهره‎کوونکې ښځې یا پخواني سرتیري ورک او ووژل شول؛ دوی بې‎وزلي او لوږه اوج ته ورسوله او تر ۹۰ سلنې زیات نفوس یې د بې‎وزلۍ تر کرښې لاندې کړ؛ د شريعت تر نامه لاندې په بېلابېلو سېمو کې ښځې او نارينه په دُرو وهلو، سنګسارولو او د قصاص په سزا محکوم کړل؛ د تور حجاب په زوره پلي‎ کولو سربېره، ښځې له تفریحي او سپورټي مرکزونو یا روزنیزو کورسونو ته له ورتګ څخه منع شوي دي؛ د رسنیو پر وړاندې د زور او ګواښ تر څنګ یې د ښځو د راڅرګندېدو مخه هم ونیوله؛ د آرایشګاګانو او د ودونو تالارونه کړنې، او د موسیقي غږول یې حرام وګڼل؛ او.... لنډه داچې، طالبانو د پرمختګ او سوکالۍ د ټولو بڼو پر وړاندې جګړې ته مخه کړه او زموږ بې وزله ولس یې په سلګونو ناورینونو او مصیبتونو سره مخ کړ.

د امریکا خونړی نظام د سقوط شوي اقتصاد، ژور بنسټیز بحران، د خپلو نویو سیالانو چین او روسیې د راڅرګندېدو، د کورنیو غورځنګونو د اعتراضونو او سختو شخړو له امله د پرځېدو په درشل کې دی. له همدې امله یې افغانستان خپلې «طالبي واګنر ډلې» ته وسپاره تر څو د خپلو منځنیو پېړیو مخلوقاتو له لارې او په کمه بیه خپلو ناوړه سیاستونو ته دوام ورکړي. د امریکا او ناټو پوځیان له افغانستانه ووتل، خو زموږ ویجاړ هېواد لا هم د امپریالیزم او هغوي د بنسټپالو اولادونو په منګولو کې ګیر دی. امریکا خپل طالبي غلامان په داسې لوري رهبري کوي، چې دا سیمه له هر ډول سولې او پرمختګ څخه بې برخې او د خرافاتو په یوه ویجاړه خونه بدله کړي، ترڅو د «آسیا زړه» له حرکته ولوېږي او د ترهګرۍ او وحشت په مرکز بدل شي چې د آسيا د نوي راټوکېدلو قدرتونو لپاره په سرخوږي بدل شي او صادرات يې ناپوهي، ترهګري او نشه‎يي توکي وي او بس. د همدې شیطاني تګلارې له مخې له یوې خوا د تعلیمي ادارو دروازې تړل شوي او علم، کلتور او پوهه له منځه ځي او له بلې خوا د ځانمرګو او ترهګرو د تولید فابریکې په توګه د مدرسو جوړول په پراخه کچه زیاتوالی موندلی دی.

دا کومه تصادفي خبره نه ده چې په ښکاره او پټه توګه طالبانو ته په زیاته اندازه د ډالرو بوجۍ راځي او د امپریالیستي هېوادونو او ملګرو ملتونو استازي هره ورځ د طالبانو د وینځلو په هڅه کې دي او د دوی په رسمیت پېژندنۍ او عمر زیاتوالي د حل په لټه کې دي. آن ومو لیدل چې د محبوبې سراج او فاطمې ګیلاني په څیر نانځکې او په دې ورځو کې د مدینې محبوبې په نوم یوه نوې نانځکه بازار ته وړاندې کوي چې د طالب وینې او خیانت ومینځي. ټام ویسټ او رینا امیري – د ذلیلزاد دوهم نسل – له طالبانو وغوښتل چې دوحې ته ورشي او ګواکې په افغانستان کې یې د بشري حقونو او ښځو د وضعیت په اړه خپله «اندیښنه» څرګنده کړه! خو اوس ټولو ته څرګنده ده چې د دې غونډو د پردې شاته او خاینانه موخو په اړه به هیڅکله رسنیو ته ونه ویل شي.

طالبان دغه څو قاته چوپړان د ځان خپلواکه ښودلو لپاره کله له ایران سره او کله له پاکستان سره د ښځې او میړه جګړه پیل کوي، خو نن د دې خاورې بچیانو ته هم څرګنده ده چې د دې جنایتکارې او ښځې ضد ډلې نوم د پاکستان په مدرسو او کمپونو کې پرې شوې. د ایران رژیم – دا د دوی بنسټپاله او وینې‎تویونکي وروڼه- د دوی اصلي ملاتړي دي. طالبان د يوې استخباراتي پروژې په توګه چې زموږ په خاوره کې ريښې نه لري، که په تېرو شلو کلونو کې يې د امريکا او لوېدیځو ملاتړ او وسله نه واى ترلاسه کړی، نه يې په افغانستان کې د پښې ځای پیدا کړی وای او نه به يې په دومره آسانۍ واک ترلاسه کړى واى.

د امریکا او ملاتړو کرغیړنه دستګاه یې، اوس هم له خپلو جهادي چوپړانو څخه لاس په سر نده او د بدې ورځې لپاره کله کله د هغوي پر سر هم د مهربانۍ لاس راکاږي. جهادیان چې اکثره یې جمعیتیان ول، کابل ته د طالبانو د راتګ په ورځ په یوې ځانګړې پاکستانۍ الوتکه کې هغه هېواد ته ورغلل، تر څو خپل پخواني بادار ته په سجدې کولو سره هغه له لاسه ورنکړي او د طالبانو ترڅنګ دوي هم د بادار له مهربانۍ څخه بې‎برخې پاتې نشي. خو له هغه ځایه چې د دوی تاریخ پای ته رسېدلی او د فساد او له دوي څخه د خلکو د کرکې بوی آسمان ته رسېدلی دی، بادار هم پرې رحم ونکړ. د احمد مسعود تر مشرۍ لاندې ځینې کسان په اروپا کې میشت شول او له هغه ځایه د مقاومت لاپې وهي، خو دوی په دې لټه کې دي چې د امریکا یا بل ځواک په ملاتړ د کابل د ارګ په ګدۍ کېنول شي! زموږ ولس له وینې‎څښونکو جهادیانو او د جهادیانو اولادونو دومره خيانت، جنایت او ظلمونه ليدلي دي، چې د دواړو تر منځ هیڅ توپیر نه کوي. جهادیان او طالبان د ښځو له حقونو، عدالت او پرمختګ سره په دښمنۍ کې یو شان دي او په ځانګړې توګه د دین د سوداګرو په توګه خپل مرګ د ډیموکراسۍ او سیکولریزم په راتګ کې ویني. جهادیان په آسانۍ سره له طالبانو سره یوځای کیږي، ځکه چې د دوی زوال سره مخ فکرونه ډیر توپیر نلري. څرنګه چې کرغېړن جهادیان لکه صدیق چکري، الله ګل مجاهد، ګلبدین، ودود پیمان، جواد بلخابي، کرام الدین کریم، طاهر زهیر او نورو د طالبانو په غېږه کې ځای نیولی، نور جهادي مشران هم د دې فرصت په تمه دي چې خپل بهرني باداران یې د «ټول شموله حکومت» تر نوم لاندې د طالبانو په تور حکومت کې ځای پر ځای کړي.

دردمنو هیوادوالو!

له لسیزو راهیسې، موږ لاسپوڅي او جنایتکاره رژیمونه تجربه کړل چې واک ته ورسیدل او په یوه شپه کې راوپرځېدل. هغه دولت چې د بهرنیانو له خوا تپل شوی وي، د بادار د ګټو د ساتنې پرته بله دنده نه لري، نو باید د بهرنیو قدرتونو په ملاتړ له دې تیارو او تاریخي ذلت څخه د خلاصون تمه ونه کړو. یوازې د پوه مغزونو او متحد او پیاوړي لاسونو سره موږ کولی شو خپله خاوره آزاده کړو. موږ باید له کوچنیو فرصتونو څخه ګټه واخلو او د آزادۍ او ډیموکراسۍ غږ پورته کړو. که غلی پاتې شو، امپریالیزم او ارتجاع به په خپلو خونړیو سیاستونو سره زموږ له برخلیک سره د پخوا څخه بدتره لوبې وکړي او یوه خونړۍ او ویجاړونکې ډله به واکمنه کړي. موږ یو چې د دوی په لاره کې خنډ جوړولای شو او خپل برخلیک پخپله ټاکلی شو. دا دننه په هېواد کې زمونږ او په بهر کې زموږ د هیوادوالو دنده ده چې د ښه راتلونکي لپاره په یووالي او دوامداره توګه مبارزه وکړو او د خپل بې‎وزله ولس ټپونه درمان کړو.

د افغانستان همبستګۍ ګوند

۱۴۰۲ کال د زمري ۲۴مه – ۲۰۲۳ کال د اګست ۱۵مه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 133 میلمانه آنلاین لرو