زمونږ تور برخلیک یواځې د مبارزو ښځو او سړيو سرښندنې بدلولی شي، نه سرکاري جایزه‎اخیستونکی!

زمونږ تور برخلیک یواځې د مبارزو ښځو او سړيو سرښندنې بدلولی شي، نه سرکاري جایزه‎اخیستونکی!

په داسې حال کې چې د ښځوضد بلا په ځناوریزه توګه، زمونږ د هېواد ښځې د سی‎آی‎ای حرمونو بچیانو په خونړیو منګولو کې راګیر او تار تار کوي، د ښځې نړیوالې ورځ په درشل کې یو. طالبان د هرې ورځې په تېرېدو سره په بند کې راګېر ښځو پر وړاندې غاپي او داړي: ښځې ورک‏کېږي او وژل کېږي؛ په ورزشي ډګرونو کې په دُرو وهل کېږي؛ ښځې د کار حق نلري؛ د اعتراض هر ډول غږ په رذالت سره ځپل کېږي؛ له ښځو څخه د تګ راتګ او ورزش او حمام تلو حق اخیستل شوی ده؛ ښځې له سړیو څخه بدتره له بېوزلۍ او بې‎کارۍ او تور برخلیک سره مخ دي چې آن د خپل زړه ټوټو پلورلو ته چمتو کېږي او... او ددې ټولو بدمرغیو او غمیزو پر وړاندې، امپریالیستي دولتونه، ملګري ملتونه او ددوي اړوند نور سازمانونه چُپ دي او یا په هماغه کانګې‎راوړونکو جملو سره «اندیښنه ښایي» او آن په ډیرو برخو کې ددغې ویجاړونکې ډلې په ګټه تبلیغ کوي او ددې په سینګارولو بوخت دي.

که له یوې خوا د نړۍ په تر ټولو خوارو خلکو د ناتارکوونکو لخوا ظلم او ځپل زیات شوي، ددې ټولو فشارونو پر وړاندې دا ښځې دي چې د ارتجاع پر وړاندې د مبارزې پر لومړۍ کرښه کې ولاړې دي: د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته افغانو ښځو په هره شونې لاره او د ګواښونو په منلو سره یې مقاومت او مبارزه وکړه، د مکسیکو ښځو د چیاپاس په ځنګلونو کې وسلوالې مبارزې ته مخه کړه؛ د کوردستان ښځو پر داعشیانو او د هغوي پر ملاتړو په ځانګړې توګه د اردوغان پر فاشیستي دولت خوب حرام کړ؛ د هند ښځې په مرکزي ځنګلونو کې له خپلو نارینه ملګرو سره اوږه په اوږه د یوې برابرې ټولنې لپاره جنګېږي؛ په ایران کې د آخوند او شاه پر ضد غورځنګ له «ښځه، ژوند، آزادي» شعار سره، خونړی رژیم په لړزه راوست او د ژینا امیني، نیکا شاکرمی، مینو مجیدی، سارینا اسماعیل‎زاده، غزاله چلاوي، حدیث نجفی، حنانه کیا او په زرګونو نورو نه ډارېدونکو مبارزو ښځو او سړیو وینې ددې خاورې د آزادۍ‎غوښتنې بیرغ لا ځلانده کړ؛ د آلیشیا گارزا، پاریس کالرز او آیو تومتی په څیر تورپوټکو ښځو د توکم‎پالنې پر وړاندې د عدالت‎غوښتنې غورځنګ په لاره واچوه او د امریکا خوسا امپریالیزم ستنې نورې هم سستې کړې؛ پریسیلیا لودوسکی، فرانسوي موټرچلونکې ښځې «ژیړو واسکټونو غورځنګ» پیل کړ چې اوس نورو هېوادونو ته هم غځېدلی ده، او نورې ډېرې بېلګې.

په داسې حال چې افغانې ښځې په لاریونونو کې ګډون کولو سره له ربړونې او بندخونې او ورکېدو سره مخ دي، د امریکا خاین‎روزونکی دولت او ملاتړي یې«ښځینه طالبانو» ته ډولاډول جایزې ډالۍ کوي، جوړجاړۍ‎کوونکې او ځان‎پلورونکې ښځې چې له کلونو راهېسې جګړه‎مارانو او بنسټ‎پالانو سره په راکړه ورکړه کې بوختې وې اوس د طالبانو «بدلوون او ښه پلانونو» لپاره دلالي کوي. له بل پلوه امپریالیزم پورې تړلي هېوادونه هم تر ننه پورې له دغو نانځکو ندي لاس په سر شوي او هیله لري چې په راتلونکو برنامو کې ترینه ګټه واخلي. د آنا پولیتکوفسکایا جایزه فوزیه کوفی ته «په افغانستان کې د سولې او بشر حقونو لپاره د مبارزې او ارادې زړورتیا لپاره» ورکول کېږي چې د فساد او قاچاق لمن یې آن د غني دولت ته اوچته وه، هغه ښځه چې د شمالي ټلوالې جګړه‎مارانو هم‎لاسي او د طالبانو راوړلو لپاره د هغې ځغاسته ټولو ته ښکاره ده. مګر د «طالبانو همدا خور» نه وه چې له طالبانو سره د مسکو له ناستې وروسته یې ویلي و: «د ښځو پر وړاندې د طالبانو فکر بدلون موندلی او ښځو لپاره ښې برنامې لري»؟ کله چې حبیبه سرابی د طالبانو په ویاندې بدله شوې وه، «جنسیتي برابري لپاره د فرانسې جمهوری سیمون وی» جایزه هغې ته ورکړل شوه. جمیله افغاني چې د «دوحې سولې خبرو اترو» بله ګډونواله ده، د «آرورا- د بشریت ویښوولو لپاره» جایزه ترلاسه کوي؛ هغه ښځه چې سربیره پر دې چې ګلبدیني ده د یو ښځه‎لرونکي سړي دویمې ښځې ویاړ هم لري او د «الجزیره انګلیسي» سایت سره په مرکه کې یې د طالبانو راتګ ته زمینه برابروله. ظریفه غفاري چې په هالیووډي شکل د طالبانو له منګولو وتښتیدله او بېرته د طالبانو د راستنیدو کمیسیون په بلنه راغله ترڅو د «امریکا بهرنیو چارو وزات د زړورو ښځو» او «فوربز مجلې» جایزې واخلي، ناهید فرید د عبدالله نانځکه چې په بې‎شرمۍ سره د طالبانو پښو ښکلولو لپاره تللې وه، هم جایزه اخلي. شهرزاد اکبر، د جنایتکارانو سینګارونکې او د بشر حقونو په ناخپلواکه کمیسیون کې د امریکا نانځکې ته د «فرانسې-آلمان بشر حقونو جایزه» ورکول کېږي. ماري اکرمي، چې د ګلبدین او طالبانو پښو ښکلولو شرم په تندي لري، سخاروف جایزې ته نوماندېږي. محبوبه سراج، د طالبانو اوسنۍ ویانده چې د ملا برادر څخه د طواف شوق لري، هم د سولې نوبل جایزې ته وړاندیز شوې ده.

دردېدلو او رنځېدلو هېوادوالو!

د نړې د ټولو هېوادونو پرګنو تاریخ دا ثابته کړې ده چې د خلکو ناهیلي، ویره او تېښته د دردونو دوا نده. زمونږ د خپلو مټو زور پرته هیڅ ځواک نشي کولای د افغانستان خلکو ته خلاصون او هوساینه ورپه برخه کړي. ښکیلاکګر دولتونه کله د خپلو جهادي چوپړانو ځای طالبي چوپړانو ته ورکوي او سبا ښايي دوي له داعشیانو سره بدل کړي او خپلو له سره تېر جاسوسانو ته د هېواد‎پلورنې او جوړجاړۍ مډالونه او جایزې هم ورکوي، خو دا زمونږ دنده ده چې په انقلابي سرښيندنې سره له دغو هیله‎وژونکو تیارو څخه تیر شو او خپل هېواد د آزادۍ، دموکراسۍ او ټولنیز عدالت او هوساینې او نیکمرغې پر لور بوځو. په بند کې راګیر د هېواد سړي او ښځې له هر قوم، مذهب، ژبې او سمت څخه چې وي باید یو لاس او په یووالي د بنسټ‎پالۍ او غیربنسټ‎پالۍ ارتجاع پر وړاندې راولاړ شي او پرېنږدي چې زمونږ برخلیک امپریالیست ښکیلاکګر هېوادونه د خپلو طالبي-جهادي-داعشي چوپړانو په لاس وټاکي.

د افغانستان همبستګۍ ګوند

۱۴۰۱ کال د کب ۱۷مه – ۲۰۲۳ کال د مارچ ۸مه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 98 میلمانه آنلاین لرو