خویندو، په یوې منظمې مبارزې سره د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی له ریښې راوباسو!

خویندو، په یوې منظمې مبارزې سره د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی له ریښې راوباسو!

د ۱۹۹۹ کال د اکتوبر په ۱۷مه، ملګرو ملتونو، د نوامبر ۲۵مه چی د دومینکین میشتو درې مبارزو خویندو چی د «میرابال خویندو» په نوم یادیږي ځناوریزه وژنه پکی ترسره شوه، دغه ورځ یی «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی منع‎کیدو ورځ» باندی ونوموله.

ښایی د نړۍ په هیڅ ګوټ کی د افغانستان په کچه د «ښځو آزادۍ» او «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی له منځه وړلو» او نورو زړه‎راښکونکو شعارونو په اړه خبری نه وی شوی. په تیره بیا د امریکا د یرغل او د هغوی د چوپړانو د واکمنۍ په یوه نیمه لسیزه کی، افغانه ښځه د خاینو نیواکګرو او د هغوی د لاسپوڅو د ملنډو او غولونکو نندارو په اسبابو بدله شوی ده ترڅو په دې توګه خپل ارتجاعی، ناتارکونکی او کرغیړن واقعیت و پوښي. د مرخیړي په څیر د سلګونو انجیوګانو په اصطلاح «د ښځو حقونو پلویانو» سر راپورته کول او په همدغه نوم د میلیونونو ډالرو فنډ اخیستل، دا ټول د امریکا او لویدیځ هڅې دي چی زمونږ په هیواد کی د جنایتکارانه جګړې ریښتینی ماهیت وپوښي او داسې ښکاره کړی چی افغانستان ته د لوټ لپاره نه بلکه د ښځو د ژوند ښه‎والي لپاره یی دلته لښکرلیږدولی دی. یوازی یو موټی ننداریزې او د پردیو او د جنایتکاره جګړه‎مارانو چوپړانې لکه ناهید فرید، شکریه بارکزی، فوزیه کوفی، آمنه بلخی، قدریه یزدان‌پرست، فاطمه گیلانی، آمنه افضلی، سیما سمر، آزیتا رفعت، شینکی کروخیل او... مقام او ډالرو او نوم او شهرت ته ورسیدلی خو د افغانستان ډیرۍ ښځې د وینه‎څښونکو بنسټ‎پالانو او طالبانو او داعشیانو تر واکمنۍ لاندې په دغه ویجاړ شوی او ویرجن هیواد کی ځپل شوی، او له درده ډکه کریغې یی ددې هیواد له هر ګوټ څخه راپورته دي. نور آن د بشر د حقونو نړۍ‎وال سازمانونه هم نشی منکریدلی چی افغانې ښځې د طالبانو له تورې دورې څخه بدتره د زور او زیاتي تر بار لاندی له درده‎ډکو حالاتو سره مخ دي.

اشرف غنی د ټاکنو د کمپاین پر مهال په غولونکو شعارونو کی ویلی وو «هغه دولت چی ونشی کولای په بیلابیلو سیمو کی ښځې خوندي کړي حق نلری ځانته دولت وواي»، خو د فرخندې، تبسم، رخشانې، جمیلې او د زرګونو نورو نوم ورکو او کړیدلو ښځو پر وړاندې بیرونکی برمانټه د هغه د فاسدې او له منلډو ډکې حکومتدارۍ په وخت کی ترسره شوه خو چا پری غوږ هم ونه ګراوه. له یو لاسپوڅي او بویناک رژیم څخه چی د انسانیت او ښځو ضد ځناورو دښمنانو څخه رامنځته شوی وی، هغه دولت چی راکټیار، دغه پر ښځو تیزاب‎شیندونکی او د خیانت او ویجاړۍ او هیوادپلورنې جراثیم ته یی د ناوی په څیر ښه‎راغلاست وویلو او ځناورو طالبانو ته «ورونه» وای، باید د ښځو د ټپونو درملنې هیڅ تمه ونلرو.

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د هغو لاملونو پایله ده چی که چیری له ریښې را ونه ویستل شی، نشو کولای په دغه لاره کی وړوکی موثر قدم هم کیږدو. د نورو هیوادونو تجربه دا په ډاګه کوی چی د پوهې لاسته‎راوړل، پرلهپسې مبارزه او په سیاسی او اقتصادي برخو کی ګډون هغه اصلي لارچاری دي چی ښځې کولای شی خپل ستر مقام ته ورسیږي او له سړو سره اوږه په اوږه د ټولنې په خلاصون او پرمختګ کی وړنده ونډه واخلی.

کړیدیلو خویندو او میندو،

زمونږ د هیواد په رنځیدلی تن کی په تیرو څلورو لسیزو کی د بنسټ‎پالۍ ویروس چی له ښځو سره ضدیت د هغوی څرګنده نښه ده، ځغلیدلی دی او د فیوډالۍ او سړي‎واکۍ فرهنګ د ټولنې په هر اړخ کی ځای نیولی دی. زمونږ ډیر پرمختللی سړی هم د ښځو پر وړاندی د تبعیض نظر لری او هغوی ته دومه درجه موجودات او «عاجره» وای. په داسی حالت کی، دا د پرمختللو او بنسټ‎پالۍ ضد ځواکونو دنده ده چی د ښځو په یو مخکښ او سرتاسري غورځنګ سره په عمل کی کار وکړي. باید دا روښانه حقیقت په زغرده ومنو چی حق نه په سوال او د بهرني قوت په مټ بلکه د ارتجاعی او ښځو ضد عناصرو پر وړاندی په مبارزه او سرښندنې لاس ته راځي. د میرابال خویندې، د آیسلند د ښځو ودریدنه او په ځانګړي توګه د کوباني د ښځو اتلولۍ جګړه هغه ځلیدونکی بیلګې دي چی باید هغه ځان ته سرلیک وټاکو.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» په دې باور دی چی د ښځو له ګډون پرته هیڅ دیموکراسۍ غوښتونکی او عدالت‎غوښتونکی حرکت ریښې نه نیسی. هغه هیواد چی نیمایی وکړي یی د ناپوهۍ او شډلتیا په درندو زنځیرونو کی راښکیل وی، هیڅکله نشی کولای ښیرازۍ ته ورسیږي. د هیواد د خپلواکۍ لاسته رواړلو لپاره او د آزادۍ او نورو سترو انساني ارزښتونو نیالګي کښینولو لپاره، باید د سړو ترڅنګ د ښځو ویده ځواک په بیخ‎ایستونکی سیلاب بدل کړو. یواځې دغسی غولغوله کولای شی چی د ښځو پر وړاندی تاوتریخوالی ته پای ورکړي.

د افغانستان همبستګۍ ګوند

د ۲۰۱۷ کال د نوامبر ۲۵مه (۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۴مه) - کابل

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 103 میلمانه آنلاین لرو