د امریکا، ناتو او د هغوی د لاسپوڅو په شتون کی، سوله او نیکمرغي ناشونی ده!

د امریکا، ناتو او د هغوی د لاسپوڅو په شتون کی، سوله او نیکمرغي ناشونی ده!

د اکتوبر اوومه هغه بدمرغه ورځ ده چی زمونږ خلک یی نور هم د جنایت او ځناورتوب او بدمرغۍ کندې ته وغورځول. پوره شپاړلس کاله وړاندی امریکا او ناتو خپل بمونه د «دموکراسۍ لیږدولو» او «ښځو آزادۍ» تر نوم لاندی پر هغه کړیدلی ولس وورول چی له تیرو درې لسیزو راپدیخوا د جنایتکاره دولتونو له لوری لکه خلقیانو او پرچمیانو، د پیښور اوه‎ګوني او تهران اته‎ګوني تنظیمونو او ځناورو طالبانود خپلو ختیځو او لویدیځو بادارانو په ملاتړ، هره ورځ ځپل کیدل او وژل کیدل. خو

زمونږ د هیواد په نیولو سره، د افغانستان خلکو رنځ نور هم زیات شو: کلي او بانډې مو هره ورځ د امریکا او ناتو وینی‎بهونکیو ځواکونو له لوری بمباریږي او ډیری قربانیان یی ښځې او ماشومان دی؛ کلیوال د طالب او داعش او اربکی ترمنځ ځپل کیږي؛ ښاریان د طالبی او داعشی خنزیرانو په چاودنو او ځان‎وژنو کی ټوټه – ټوټه کیږي؛ ټوپک‎سالاره موږکان یی په داړونکو لیوانو بدل کړل او زمونږ په برخلیک یی واکمن کړل او په وروستۍ پیښه کی د «کابل قصاب» په نخرو او مکیز هرکلی وشو او د نورو ځناورو ترڅنګ و ټومبل شو؛ مذهبی توپیر ته منظمه توګه لمن وهل کیږی چی لومړني قربانیان یی زمونږ بی‎ګناه هیوادوال دي؛ زمونږ خاوره د سیمې او نړۍ د جګړې او سیالیو په ډګر بدله شوی چی هره ګړی له ستر ګواښ سره مخ ده؛ د ایران او پاکستان کرغیړن لاسونه تر وروستۍ کچې زمونږ په هیواد کی پرانستی پریښودل شوی او زمونږ خاوره د هغوی د څارګرو بنسټونو په ځاله بدله شوی ده؛ د مخدره توکو تولید او قاچاق ددغه هیواد د اقتصاد اصلی سرچینه ګرځیدلی او درې میلیونه روږدي د هغې پایله ده؛ زمونږ بدمرغه ښځې د تیر په څیر په سوځونکی دوزخ کی کباب کیږي؛ فساد او چټلی او خیانت په دغه چوپړ دولت کی داسی ریښې ځغلولی چی له هغی څخه خلاصون څو لسیزو ځان‎وژونکی کار ته اړتیا لری او په زرګونو نور مصیبتونه او ناورینونه.

د ۱۳۹۶ کال د زمري په ۳۰مه (۲۰۱۷ کال د اګست ۲۱مه)، د امریکا دولت د افغانستان په اړه په اصطلاح خپله «نوی تګلاره» اعلان کړه چی یوځل یی بیا د خپلو افغانو چوپړانو په رګونو کی وینه وځغلوله. دغه چوپړان د امریکا جمهوری ریاست د ټاکنو د سیالیو پر مهال له ټرامپ څخه خوابدي و چی ولی یی خپل افغان نازولی هیر کړی او داسی نه چی له دوی څخه لاس په سر شی او دوی په یو وار یتیمان شی، له همدې کبله اشرف غنی د هیلری کلنټن ټاکنیزو سیالیو لپاره هره میاشت پیسې لیږلی. خو په هماغه وخت کی، د «افغانستان همبستګۍ ګوند» دا په ډاګه کړی وه چی د کلنټن یا ټرامپ په راتګ سره، زمونږ د خلکو رنځ او کړاو نه کمیږي او د امریکا جنایتکارانه سیاستونه به په ځناوریزه توګه دوام ومومی. ددې تګلاری په اعلان سره، د نظام یو موټی ډونډوره‎چیانو او د امریکا سفارت ټوک‎خوارو چی د «کارپوهانو» او «شنونکو» درواغو لقبونه یی د نوم مخکی اضافه کړی او ددوی په سر کی، د ارګ چټلی‎پاک –شاه‎حسین مرتضوی- په بی‎شرمۍ او مستۍ سره خپلو واکدارانو ته لکۍ خوروی او بغاری وهی چی دا «تګلاره» د افغانستان لپاره «طلایی چانس» او زمونږ د ستونزو د حل کونجی ده. دوی دومره بی‎ننګه دی چی د امریکایی بادارنو په وروستیو هوایی بریدونو کی یی په هرات، لوګر، قره‎باغ او ...د قربانیانو وینو او د هغوی د کورنۍ غړو له درده ډکې چیغو هم ددوی ککړ وجدانونه و نه خوځول.

ټول او آن هغوی چی د پاکستان د مریتوب کړۍ یی په غاړه ده، له دې خوښ دي چی ګواکی پاکستان ددې لپاره چی له ترهګرو ملاتړ کوی، د سپینی ماڼۍ د مینت لاندی راغلی دی. خو نور زمونږ ماشومان هم په دې پوهیږی چی له څلورو لسیزو راپدیخوا پاکستان د امریکا په مالی او وسلوال ملاتړ د بنسټ‎پاله ترهګرو د تولید په کارخانه او د ځناورو ډلو لکه د تنظیمونو، طالبانو، حقانی شبکې او نورو په امن ځای بدل شوی دی. یوازی دوه کاله وړاندی وه چی پنتاګون د اوه میلیاردو ډالرو په ارزښت هغه پوځي وسلې چی په افغانستان کی کارول شوی وی د پاکستان ترهګر‎روزونکی پوځ ته وسپارلې او ددې ترڅنګ یی د یو میلیارد ډالرو په ارزښت پرمختللی وسلې هم هغه هیواد ته ورکړلی. پاکستان له نیمې پیړۍ راپدیخوا د امریکا د مالی مرستو له سترو لاسته‎راوړونکو څخه دی او ویل کیږی چی له ۲۰۰۱ کال څخه راپدیخوا لږ تر لږه ۲۱ میلیارده ډالر په نقدی شکل هغه هیواد ته ورکړل شوی دي. نن ددې لپاره امریکا د پاکستان غوږونه تاووی چی له چین او روسې سره له نږدوالی ډډه وکړي، خو هیڅکله خپل دغه ډاډمن ملګری او شریک چی د زړه له خلاصه ورته «ښه ترهګر» روزي، له لاسه نه ورکوی.

سږکال د «افغانستان همبستګۍ ګوند» د امریکا، ایټالیا او فلپین د جګړۍ ضد له څو سازمانونو سره په ګډ نوښت یو حرکت د «پوځي هډو پر ضد نړیوال پیل» تر نامه لاندی پیل کړ چی هر کال مختلفې ټولنی د اکتوبر میاشتې په لومړی یا دوهمه اونۍ کی، لاریونونه او د پیوستون خوځښتونه په لاره اچوی. د همبستګۍ ګوند په دې باور ده چی ترهګرۍ او جګړه‎بلونکو قدرتونو او په سر کی یی د امریکا متحد ایالتونو، نړۍ له یو ستر ګواښ سره مخ کړی خو دوی د خلکو په فکرونو کی ملامت دی او اړتیا ده چی د پرمختللو او جګړې ضد سازمانونو له لوری يو نړیوال پیوستون رامنځ ته شی.

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» د ټولو کورنیو او بهرنیو پرمختللو بنسټونو چی پر امپریالیستي او مرتجع هیوادونو پوری نه وی تړلی له دغه نړیوال یووالی سره د یوځای کیدو بلنې ترڅنګ، یوځل بیا د افغانستان پر خلکو غږ کوی چی هیڅ بهرنی او مرتجع او لاسپوڅي ځواک مونږ ته سوله او نیکمرغي نشی راوړلی مګر دا چی مونږ خپله یو موټی شو او په مبارزه او سرښندنې دا ارزښتونه لاسته ته راوړو. راځی چی په پوهې او یووالی سره د کورنیو بنسټ‎پالو او غیربنسټ‎پالو ځواکونو او د هغوی د نیواکګرو ملاتړو پر وړاندی په نه ماتیدونکی ځواک بدل شو!

د افغانستان د همبستګۍ ګوند
۱۳۹۶ کال د تلې ۱۵مه – ۲۰۱۷ کال د اکتوبر ۷مه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 114 میلمانه آنلاین لرو