تر هغې چی راولاړ نشو، ددې خاورې هر ګوټ به میرزاولنګ وی!

تر هغې چی راولاړ نشو، ددې خاورې هر ګوټ به میرزاولنګ وی!

یوځل بیا زمونږ ولس په سرپل کی د بی‎ګناه هیوادوالو په ویر کی ډوب شو. د ۱۳۹۶ کال د زمري په ۱۵مه ځناورو داعشیانو او طالبانو د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ میرزاولنګ کلی ونیوه او د رسنیو راپور پر بنسټ، له ۵۰ څخه زیات ولسی وکړي یی په ځناوریزه توګه ووژل او په لسګونو بیوزله کورنۍ یی برمته نیولی دي. داسی بی‎رحمی چی انسان ته د بامیانو په یکاولنګ کی ۱۳۷۹ کال د مرغومی میاشتی ټول‎وژنه وریادوی، خو دا ځل په خونړۍ توګه آن پر ښځو او ماشومانو هم رحم ونشو او د بی‎دفاع انسانانو سرونه پرې شول و جسدونه یی هم ټوټه ټوټه او په مردکیو وویشتل شول.

په افغانستان کی، ټول‎وژنه او نسل‎وژنه روانه ده چی هیڅ قوم او مذهب ترینه په امن کی ندی او زمونږ له بیوزلو هیوادوالو څخه قربانی اخلی. دینی وینه‎څښونکی د خپلو امریکایي، پاکستاني، ایراني، عربستاني او ... واکدارانو په اشاره کوښښ کوی چی پر قومی او مذهبی لږکیو د ځناوریزو بریدونو په ترسره کولو، افغانستان هم د عراق په څیر د اور د نغري په څیر په مذهبي او قومي جګړو کی ښکیل کړي. خو له نیکه‎مرغه د ټولو قومونو او مذهبونو ډیر خلک دداسی ناورینونو قربانیانو سره خواخوږي لری او د ولس د نیکمرغۍ او یووالی له دښمن څخه ددوی کرکه، ددې لامل شوی چی د پردیو او د هغوی د چوپړانو خوږ خوب په نهیلی بدل کړي. پر جوادیه جومات له برید وروسته د هرات شعیه او سنی باشعوره اوسیدونکو د پیوستون او یووالی څپې دښمن ته دا روښانه پیغام ورکړ چی هیڅ‎کله د هغوی شیطانی او نفاق‎اچونکی دام کی نه را ښکیل کیږي. یو شمیر په اصطلاح جاسوس روڼ‎آندی او خاین چارواکی چی تل قومی او سمتي توپیرونو ته لمن وهی د ټولنی بیوزله او بی‎برخو وکړو د یووالی په څپه کی په ډوب شي.

که له یوې خوا دغه جنایتونه زمونږ هزاره او شیعه هیوادوال په کابل، هرات او میرزاولنګ کی په جوماتونو او کوڅو او کلیو کی په خاورو او وینو کی لړي، له بل پلوه پښتنې او سني کورنۍ په هلمند، پکتیا او جلال‎آباد کی د هغوی دی زړه ټوټو په ویر کی کښینوي. له دې مخې، زمونږ هیواد د هغو وکړو په وژن‎ځای بدل شوی چی ټول ګډ رنځ لري.

د شرمه ډکه خبره داده چی هغه ټول نامحترم چارواکی چی د خیانت او فساد او چوپړۍ له امله یی په هیواد کی د وینو سیلاب روان دی د میرزاولنګ له ټول‎وژنی څخه شکایت او په «اندیښنه» کی دي: ځایی امنیتی ځواکونه شکایت لری؛ د سرپل والی چیغې او کوکاری وهی؛ د دفاع او کورنیو چارو وزارت هم چیغی وهی؛ عبدالله د تل په څیر دا موضوع «وغندله» او غنی چیغی وهی چی طالبان او داعشیان له خپل حده اوښتي دي او هغوی ته د درواغو ګوت‎څنډنه کوی او ناتو ددوی بادار هم ګواکی د سرپل له ناامن وضعیت څخه اندیښنه لری او عالمانه نوښته ته رسیدلی چی «تاوتریخوالی او ویجاړي د افغانستان د پرمختګ خنډ ده.» ټول له غیبی لاس څخه ګیله لری چی ولی له مریخ نه رانغی او د میرزاولنګ اوسیدونکی یی ونه ژغورل. دلته «د کور خاوند هم وای خدایه، او غل هم وای خدایه!» زمونږ د هیواد د هر غړي ځواب لاسپوڅي غنی ته دا ده: ته هغه وخت له خپل حده تیر شوی چی جنایتکار دوستم دی خپل مرستیال وټاکه؛ دو سري حکومت دی د امریکا دایمی هډو شرمناک تړون لاسلیک کړ؛ د مهربانۍ لاس دی د «شمالی ټلوالې» جنایتکارانو پر سر کش کړ؛ جنایتکاره طالبانو ته دی ورور ویلی؛ د کابل قصاب، راکتیار دی د اویازره کابلیانو پر جنازو د ناوې په څیر بدرګه کړ؛ د اتمر په څیر خادیست دی په غیږ کی ونیوه؛ په داسی حال کی چی د هیواد رنځیدلی وجود په وینو او ویجاړۍ کی ډوب دی ستا درد یواځې داده چی څو تنه پلورل شوی د بویناک دولت په مهمو څوکیو کی وټومبې؛ او....

عطا خپل پخوانی روزل شوی د ظاهر وحدت په نوم یی د سرپل والی په توګه ټومبلی دی، د خلکو امنیت په ټینګولو کی ناکام راتللو د خجالت پر ځای، یواځې ارګ په لوری یی نښه نیولی او دغه ځناورتوب د قلنګ اخیستولو لپاره ښه زمینه ګڼي. چیرته دي عطا، محقق، دوستم، صلاح‎الدین او نور کاغذي «ژغورونکی» چی د «میلیونی لاریون» باټې وهی ترڅو د میرزاولنګ خلک له طالبانو او داعشیانو څخه «وژغوري»؟! چیرته دي د ننګرهار بدمعاشان، ظاهر قدیر، میرویس یاسینی، حضرت علی، امان‌الله خیری او نور ترڅو «ولسی یووالی» یی د سرپل په لور سیخ کړي او د خلکو فریاد ته ورسیږي؟! چیرته دي سیاف، قانونی، اسماعیل، ارغندیوال او نور د «ساتنی او ټیکاو» جنایتکاران ترڅو د سرپل خلکو ته ټیکاو راولی او له بیوزلو خلکو څخه «ساتنه» وکړي؟! او چیرته دي کرزي د لاس مړزان لکه سپنتا، نبیل، نجفی، براهوی او نور چی په بی‎شرمۍ سره ځانونه د «خلکو محور» اپوزیسیون ګڼي خو د میرزاولنګ ناورین پر وړاندې تیږه او لوټه ګرځیدلی دي. ددغو ټولو ناتارکونکو او معامله‎کونکو درد یواځې څوکۍ او ډالر ده له همدې امله ددغو پلورل شویو وجدان د ولس وینو ویالو په لیدلو هيڅ ټکان نه خوري.

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» د میرزاولنګ له پاتې شونو سره د خواښوږۍ ترڅنګ، د هیواد پر ټولو ویرجنو خلکو غږ کوی چی ددې خاورې هر ګوټ میرزاولنګ ده. هیڅ بهرني نیواکګر او د هغوی کورني چوپړان، مونږ د بربریت او جنایت له دغه ګړنګ څخه نه ژغوري ځکه دوی خپله ددغه ګډوډ وضعیت اصلی عاملان دي. زمونږ خلاصون او ژغورنه د ځناورو نیواکګرو بهرنیانو او بنسټ‎پاله او غیر بنسټ‎پاله ځناورو لښکر پر وړاندی د هیواد د ټولو ملیتونو، ژبو او مذهبونو در په دره ستم‎کښو په سرتاسري یووالی کی نغښتی ده.

د پوهې په لاسته رواړلو او سرتاسري خوځښت سره، ددغو ځناورو پر مخ کلک سوک شو!

د افغانستان همبستګۍ ګوند

۱۳۹۶ کال د زمري ۱۸مه – ۲۰۱۷ کال د اګست ۹مه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 133 میلمانه آنلاین لرو