له طالبانو سره شرمناکه معامله او د زرګونو طالبي ویروسونو خوشې‎کول ملی خیانت ده!

له طالبانو سره شرمناکه معامله او د زرګونو طالبي ویروسونو خوشې‎کول ملی خیانت ده!

اوس امریکا له طالبانو سره په جوړجاړي کې، د پراخه اسانتیاو ورکولو ترڅنګ، د طالبانو پنځه‎زره ځناور بندیان هم له بند څخه خوشې کوي، د امریکا په یو غوږکشولو، غني د سلم ځل لپاره له ننداریزې «سرې کرښې» تېر شو، او د ټولو بشري حقونو او عدالت اصولو تر پښو لاندې کولو پنځه‎زره خطرناکه ویروسونه زمونږ پر خلکو راپریږدي. امریکا او مرییان یې د ګلبدیني انسان‎وژونکو په څیر، دا ځل هم له انسانیت نه ناخبره او مغز‎وینځل شوي عناصر پرته له محاکمې بخښي چې ښځې یې سنګسار او په درو وهلي؛ په صحرایي محاکمو کې د بی‎ګناه خلکو سرونه پرې او قصاص کړي؛ ځان‎وژنې او چاودنې یې کړي؛ افغانستان یې د تیږې پېړې ته وړی؛ سړي یې د هغوي د خوښې د ږیرې او ویښتو په نه لرلو وهلي او ټکولي؛ د یکاولنګ، شمالي، مزار او ... ټول‎وژنو عاملان دي؛ ښځې یې له لومړنیو حقونو لکه لیک‎لوست او کار څخه بې‎برخې او ځناوریز قانونونه یې پرې تپلي؛ د بامیانو بتان یې الوزولي او افغانستان یې د خپلو پاکستاني واکدارانو په خوښه د بدمرغۍ په لور وړی او په زرګونو نور ناتارونه او جنایتونه یې ترسره کړي دي.

غني پر څوکۍ کښینول شوی تر څو د امریکا او ناتو ښکیلاکګر سیاستونه په چل او غولونه ټکی په ټکی اجرا کړي، چیغې او سورې یې وهلې چې د طالبانو خوشې کول د حکومت سره کرښه ده، خو څرنګه چې خلیلزاد د سپينې ماڼۍ د استازي په توګه پرته له دې چې ارګ ته وواي خپلو طالب بچیو سره یې د پنځه‎زره طالبانو خوشې کولو ژمنه کړی وه، له اول نه څرګنده وه چې غني د بادار ددې امر د ردولو واک نه لري او «سره کرښه» یې هم یو غولونکی خبر ده. مایک پومپیو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یو خبریال دې پوښتنې ته چې «غني نه غواړي د طالبانو بندیان خوشې کړي»، په ارګ کې د امریکا پر دغه لاسپوڅي یې ملنده ووهله او ځواب یې ورکړ «هر څوک د مشهورتیا لپاره چیغې سورې وهي»! روښانه ده چې هیڅ لاسپوڅی دولت د ملې ګټو لپاره «سره کرښه» نه لري، د همدې لپاره دا ځل هم غني په واک کې پاتې کیدو لپاره خپله «سره کرښه» تر پښو لاندې کړه. البته عبدالله او پلویانو یې هم د خلیلزاد زړه ګټلو لپاره له طالبانو سره «پرته له قید او شرط» اصطلاح وړاندې کړه چې د بادار د پام وړ ونه ګرځیده. مګر غني او مرداري‎څټونکي یې لکه شاه حسین مرتضوي او صدیق صدیقی د انس حقاني خوشې کیدو په درشل کې چیغې نه وهلې چې «انس حقاني د حکومت سره کرښه ده» خو ومو لیدل چې څرنګه یې ژیړه کړه او نن دغه نړیوال ترهګر او د لسګونو ځان‎وژونکو بریدونو جوړونکي له دوحې څخه پر ولس ملنډې وهي.

امریکا بیا هم زمونږ په هیواد کې د خپلو ښکیلاکګرو کړنلارو په بدلون سره بیاځلې د خلکو غولولو لپاره پروژې او تبلیغات په لاره اچولي. په دې ورځو کې په اصطلاح د مدني ټولنې د ښځو د پروژې شاهدان یو: څو تنو رنګارنګ چادري په سر کړې وې او د طالبانو د بخښلو خبرې کولې او ځینو نورو د «زما حق چیرته ده؟» ګونګوسې اوچتې کړي. تاسو رنګینې نانځکې په یاد ولرۍ چې هر څومره مو خوښه وي طالبان او د وروستیو څلور لسیزو ځناور وبخښۍ، خو د قربانیانو کورنۍ او ددې خاورې باوجدانه اوسیدونکي یې هیڅکله نه بخښي، او د افغانستان او نړۍ ښځې د طالبانو له بدمرغه حکومت څخه وروسته چادري ددې خاورې ښځو لپاره د ناتار او ناپوهۍ د زندان په توګه پېژني نه آزادي؛ د چادرۍ سور او شین رنګ یواځې زمونږ د کړیدلو ښځو د رنځونو پوښلو لپاره یو بی‎ګټې هڅه ده. یو شمیر د امریکا او د هغوي طالبو غلامانو په جوړجاړي کې د ښځو «حق» ضایعه کیدو په اړه خبرې کوي، مګر افغانې ښځې په دومره کلونو کې کوم حق درلوده چې له هغې بې‎برخې شي؟ تاسو یاستئ چې د سرجنایتکارانو او ښځو ضد کسانو چې د تاریخ پیغور دي او په اویا کلنې مور او اوه کلنې نجلې یې هم رحم ونکړ ترڅنګ کښیناستلو سره ، له کلونو راهیسې مو د افغانو ښځو پر حق معامله کړې او د جنایتکارانو له سر او مخ نه مو وینې څټلې دي.

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» لکه څرنګه یې چې مخکې اعلان کړی وو، ټینګار کوي چې له ځناورو طالبانو سره سوله او له بندخونو د جلادانو خوشې کول، له جګړې او ویجاړۍ زیاتیدو پرته له سولې او امنیت سره هیڅ تړاو نه لري. طالبانو یواځې له خپلو امریکایي واکدارانو سره سوله کړی، خو «جهاد» یې زمونږ بې‎دفاع او غم‎ځپلو خلکو پر وړاندې دوام لري. مونږ په دې باور یو چې د جنایتکارانو تر منځ سوله هیڅکله د افغانستان خلکو لپاره آرامي او ټیکاو نشي راوړلی او د واکمنانو لپاره هیڅ معیار، ارزښت او ملي ګټې شتون نه لري، هغوي د خپلو ګټو تر لاسه کولو لپاره هر ډول ارزښت تر پښو لاندې کوي. یواځې د یو ملي او دموکراتیک دولت په شتون کې کولای شو د سرې کرښې او سترو انساني ارزښتونو په اړه خبرې وکړو.

د افغانستان همبستګۍ ګوند

د ۱۳۹۸ کال د کب ۲۵مه – ۲۰۲۰ کال د مارچ ۱۵مه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 322 میلمانه آنلاین لرو