په سرتاسري پوهې او مبارزې سره، د غویی ۷مې او ۸مې پیغور پاک کړو!

په سرتاسري پوهې او مبارزې سره، د غویی ۷مې او ۸مې پیغور پاک کړو!

یو خونړی کال تیر شو او د غویی ۷ او ۸ تورې ورځې راورسیدې؛ سپېرې ورځې چی هر ځل یی په رارسیدو سره، د قربانیانو ټپونه تازه کیږي. دوه خونړۍ ورځې چی یوې یی د شوروي سوسیال – امپریالیزم نیواک ته زمینه برابره کړه او بلې یی د پاکستان، ایران، عربستان او په پای کی د امریکا له لوری زمونږ د هیواد نیولو ته لاره پاکه کړه. د غویی ۷مه په هیواد کی جنایتونو او هیوادپلورنې پیل وو چی په میلیونونو مړي، ټپیان او در په دره انسان یی پر ځای پریښودل. هغه ولس چی هیله یی لرله د شوروي او لاسپوڅو ته د شرم ډکې ماتې سره به په یوه انساني او آرامه فضا کی ژوند وکړي، خو د غویی ۸مې ځناورو نه یواځې د ولس د قربانیانو ثمره یی له منځه ویوړه بلکه کابل ته د ننوتلو په لومړیو ورځو کی، دغه ښایسته ښار یی په کنډواله بدل کړ، اویا زره بیګناه وکړي یی شهیدان کړل او داسی یو قیامت یی جوړ کړ چی د هیواد په تاریخ کی ساری نشته، له همدې کبله زمونږ خلکو په سمه توګه د «هشت ثور سیاهتر از هفت ثور» شعار ورکولو. په خواشینۍ سره چی د افغانستان لوټماران او وژونکی چی زمونږ ویرجن ولس یی وواژه، نن د امریکا تر بیرغ لاندی د انسان‎وژنې او خیانت او لوټ په دوهم پړاو کی بوخت دي. دوی یو بل په غیږه کی نیسي او د افغانستان د خلکو پر وینو او جسدونو په کړس خاندي. ګلابزوی،تڼی، طاقت او نور خلقی – پرچمی هیوادپلورونکی چی له مخ او سر نه یی د خلکو وینې بهیږي، د ګلبدین راکټیار هرکلي ته ورغلی وو او د کابل قصاب د سولې کوترې په نوم تبلیغ کوی.

نن سیاف په بی‎شرمۍ سر اعلان کوی چی د کابل سپي‎تانه جګړو یومیلیونمه برخه پړه هم نه اخلي؛ ګلبدین د اخوانیانو مشر په بی‎شرمۍ او سپین‎سترګتوب سره دعوا کوی چی په هیڅ جنایت کی ښکیل نه ده او کابلیان هم د آسمان مرغانو شهیدان کړي دي نه د هغه زرګونو راکټونو؛ په ورته وخت کی د نظار شورای، جمعیت، وحدت، جنبش... داسی د دموکراتانو اکټ او نخرې کوی او په هره جمله کی د «دموکراسۍ»، «ښځو حقونه»، «يو موټی افغانستان» کلمې وایی چی ته به وای د کابل په ویجاړۍ، د هغې د اوسیدونکو په ټول‎وژنه کې او نور لوټ کی یی هیڅ ونډه نلره. خو دغه خاینان هیڅکله نشی کولای پر حقیقتونو پرده واچوی. دوی نن د جان‎کیری او زلمی‎خلیلزادانو په ملاتړ سره کولای شی چی د «ملی اتل» او «سولې اتل» او ... څیره ځانته غوره کړي خو حقیقت خپله لاره بیامومی او هغه ورځ رارسیدونکی ده چی دغه ځناور به د تاریخ د کرغیړنو څیرو لکه هیتلر، فرانکو، پینوشه، سوهارتو او سلګونو نورو وینه‎څښونکو په څیر به په تاریخ کی ثبت شي.

ملی ضد ناتارکونکو او امریکایی واکدارانو یی له درغلیو او ملنډو ډکو ټاکنو په ترسره کولو، د دموکراسۍ رکن هم د خلکو په منځ کی رسوا او بی‎باوره کړ. خلک دې پوهې ته رسیدلی چی د یو بی‎واکه او د پردیو له لوری تپل شوی دولت کی، د هغوی له رایې څخه یوازی شړیدلی او لاسپوڅي نظام ته د مشروعیت وربخښولو لپاره ناوړه ګټه اخیستل کیږی حال دا چی ګټونکی جان‎کیری ټاکي. دولت هم له دغو خاینانه لوبو بیزاره ولس په زوره نوم‎لیکنې ته اړباسی چی بیا هم زمونږ مظلوم ولس د ترهکریزو پیښو قربانیان کیږی چی د هغې دردونکی ډول مو څو ورځې وړاندې په دشت‎برچی کی ولیده چی لسګونه تنه په ځناوریزه توګه شهیدان شول. زمونږ د ولس د بدمرغیو اصلی عاملان ع او غ او ددغه فاسد او بویناک حکومت مشران دي.

کړیدلو هیوادوالو!

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» ژور باور لری چی تر هغې د غویی ۷می او ۸می وینې‎څښونکي څکالکي زمونږ په برخلیک واکمن وي، نشوکولای چی د امریکا او ناتو شیطانانو واکمني وځپو، نه هم ځناورخویه طالبان او داعشیان او په هیواد کی جاری فساد، بدمرغۍ، در په دري، روږدی‎توب، ناتاري او ... به نور هم ډیره شي زمونږ خلک به له تور راتلونکي سره مخ شي. له اوسني ناورین څخه یوازې په پوهه، سازمان‎ورکونې او ولسي پاڅون سره خلاصیدلی شو او بس! تر هغې چی ټول قومونه او ملیتونه په یووالي او یو موټی د کورنیو خاینانو او بهرنیو نیواکګرو پر وړاندې د مرګ او ژوند په مبارزه لاس پورې نکړو، افغانستان د ویجاړۍ له دې کندې څخه نشو ژغورلی.

د افغانستان همبستګۍ ګوند
۱۳۹۷ کال د غویی ۶مه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 113 میلمانه آنلاین لرو