امریکا او چوپړان یې انس حقانیان بخښي، خو زمونږ ویرجن خلک یې هیڅ‎کله!

امریکا و مزدورانش انس حقانی‌ها را می‌بخشند، ولی مردم سوگوار ما هرگز!

د ۱۳۹۸ کال د لړم په ۲۱مه، اشرف غني د امریکا څو تنو نورو چوپړانو سره ولاړ او اعلان یې وکړ چې انس حقانی او د هغه دوه نور وینه‎څښونکي ملګري عبدالرشید او مالی خان له بنده خوشی کوي. دوي یوځل بیا وغوښتل د ولس په سترګو کې خاورې وشنیدي او «مشروط خلاصون» د کلیمې په اختراع سره غواړي ځناورو ترهګرو ته دا پیغام ورسوي چې راشئ او هر څومره بی‎ګناه افغانان چې وژنۍ پروا نلري، خو زمونږ ګډ بهرنیو واکدارانو سره کار مه لرئ. څو کاله وړاندې کله چې غني د خلکو غوسې کراره‎ولو لپاره وویل چې انس حقانی اعداوم، څرګنده وه چې درواغ وایي. ناشونې ده هغه خاین دولت چې ګلبدین په شان ځناور ته سور فرش غوړوي او خلقي، پرچمي، تنظیمي او طالبي جنایتکارانو ته لوړې څوکۍ ورکوي، خپل همنوع اعدام کړي. انس حقانی د «حقاني شبکې» ځناورې ډلې مهم غړی او د آی‎ایس‎آی او سی‎آی‎ای روزل شوی او د لسګونو ځان‎وژونکو بریدنو عامل او سلګونو افغانانو وژونکی وو. ددغه خطرناک ترهګر خلاصون او له دوه بهرنیو استاذانو سره د هغه بدلول یوځل بیا دا په ډاګه کوي چې د امریکا او لویدیځ بچیو ته د دوه بهرنیانو برخلیک په کراتو د میلیونونو افغانانو له ژوند څخه ارزښت لري.

نن غني او ملګري یې هڅه کوي چې د خپل خیانت پوښلو لپاره د جلال‎الدین حقاني دغه نازولی ځوی یو غیرنظامي او بیوزله ښکاره کړي. زمونږ خلک او په ځانګړې توګه د ترهګریزو بریدونو قربانیانو کورنۍ له تاسو بی‎وجدانانو څخه دا پوښتنه کوي که فرضاً د آی‎ایس‎آی دغه کرغیړن ځوی د پوځي برخې مسوول وی نه خوشې کیده؟ آیا د انسان‎وژونکو ګلبدینیانو رمه مو خوشې نکړه؟ مګر د منځنیو پیړیو طالبان مو د رمې په څیر خوشی نکړل؟ له بل پلوه، غني واي چې دا کار مې «د افغانستان له نړیوالو ملګرو او په ځانګړې توګه امریکا متحده ایالاتو سره په نږدې مشوره» ترسره کړی ده. د غنې دا خبره په یوه ملنډه ارزي. بیا هم هیوادوال پوښتنه کوي چې آیا بادار دې تاته دومره ارزښت درکوي چې تا سره «مشوره» وکړي؟ آیا له تا وړاندې هغو نورو ناولو، بهرنیانو ته دومره ارزښت درلوده چې له هغوي سره مشوره وکړي؟ تاسې د امریکا او لویدیځ سرټیټي او بی‎ارداې لاسپوڅي یاستئ چې یوازې د سپینې ماڼۍ جنایتکارانه او ترهګرروزونکي سیاستونه پلی کوئ او د یوئ ناولې لتې په څیره له تاسو ګټه اخلي. څو ورځې وړاندې د افغانستان دولت چټلي‎څټونکي صدیق صدیقی، د انس حقاني خلاصون د «دولت سره لیکه» وبلله، خو د ددغه وینې‎څښونکي خلاصون دا څرګنده کړه چې یو لاسپوڅي دولت ته هیڅ سره لیکه شتون نه لري ځکه د هغه سره او سپینه لیکه بهرني واکداران ټاکي.

د غني او هغه ته د لکۍ‎خوځونکو د تیرایستلو بله لاره داده چې د ترهګرو خلاصون «د سولې په لاره کې ګام» نوموي. خو دا خبره هم امریکا ته د افغانستان خرڅولو څخه وړاندې باټو په څیر، یو رذیلانه چال دی چې له سولې سره هیڅ اړیکه نه لري. د افغانستان څلویښت کالو جګړې او وینې‎بهونې دا وښودله چې سوله د عدالت په ترپښو لاندې کولو سره نه ترلاسه کیږي. په داسې احمقانه باج‎ورکولو سره، ویره‎اچونکي بانډونه نور هم پارول کیږي تر څو غیرنظامیان په ځناوریزه توګه تر برید لاندې ونیسي او ډیر خلک یرغمل کړي چې په مناسب وخت کې هغوي له خپلو بندیانو سره بدل کړي. ددغو درې ویني‎څښونکو له خلاصون څخه یوازې یوه ورځ وروسته زمونږ بدمرغه ولس د هغې بیه په کابل کې په یو ځانمرګي برید کې د ۱۴ کلنې دنیا، ۷ کلن حدیث او څو نورو هیوادوالو په ټوټه – ټوټه کیدو سره ورکړه.

پریږدئ چې جان بس، د امریکا سفیر د افغانستان دولت دغه خیانت «زړور کار» وبلي؛ پریږدئ چې رحمت الله نبیل د امریکا دغه آزمایل شوې مهره، انس حقاني بی‎ازاره مرغه ښکاره کړي؛ پریږدئ چې تورن اسماعیل د خپل همفکره ورونو خلاصون ته ښه‎راغلاست ووایی؛ پریږدئ چې حاجی دین‎محمد په شرمونکي موسکا – چې په حقیقت کې د ځان‎وژونکو بریدونو زرګونو شهیدانو په وینو ملنډه ده – هغه ته د جلال‎الدین حقانی نازولی ځوی وواي او پریږدئ چې خلیلزاد او لاسپوڅی دولت انس حقانیان وبخښي خو زمونږ کړیدلی ولس به یې هیڅ‎کله ونه‎بخښي. له هر قبر څخه او د هرې ویرجنې مور له آه او کوکارو یوازې یو آواز را اوچتیږي: نه یې بخښو او نه یې هیروو!

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» د ولس د وژونکو خلاصون او بخښل یو خاینانه او د نړیوالو منلو شوو نورمونو خلاف عمل ګڼي او هغه له ترهګرو او مافیایي ډلو څخه د امریکا او لویدیځ ښکاره ملاتړ بلي چې د خپلو ګټو لپاره هیڅ ډول انساني اصولو ته ژمن نه دي.

د افغانستان همبستګۍ ګوند

۱۳۹۸ کال د لړم ۲۴مه – ۲۰۱۹ کال د نوامبر ۱۵مه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 91 میلمانه آنلاین لرو