د انس حقانی د خوشې ‎کولو حکم د غندلو په موخه د همبستګۍ ګوند لاریون

د انس حقانی د خوشې‎کولو حکم د غندلو په موخه د همبستګۍ ګوند لاریون

۱۳۹۸ کال د لړم ۲۴مه (۲۰۱۹ کال د نوامبر ۱۵مه)- کابل: نن د همبستګۍ ګوند غړو او پلویانو د یو لاریون په ترڅ کې د غنی او د هغه د ملګرو له لوري د انس حقاني او د هغه دوه خونړیو ملګرو د خوشې کولو پریکړه وغندله. د لاریون‎کونکو په مرکزي شعار کې لیکل شوي وو «خلیلزاد او ګوډاګی دولت انس‎ حقانیان بخښي، خو زمونږ کړیدلي خلک به یې هیڅ کله و نه بخښي!». هغوي له ځانه سره پلاکارتونه هم لیږدول چې په هغو کې د «حقاني ډلې» د بریدونو قربانیانو انځورونه ول او دغو ځناورو ته یې د خوشې کیدو پر ځای د سختې سزا غوښتنه کوله. په ورته وخت کې هغوي پر دغو پلاکارتونو شعارونه هم لیکلي ول: «د سولې تر نامه لاندې ترهګرروزنه د خلکو تیرایستنه او خاینانه چال دی!» «وینې‎څښونکی انس حقانی امریکا او د هغې چوپړانو خوشې کړ، خو د ولس د عدالت‎ له منګولو څخه په خلاص نشي!» «د انس حقاني او د نورو قاتلانو خوشې کول ملی خیانت ده!» «دنیا او حدیث، د غني او د امریکا نورو چوپړانو د ملي ضد معاملې تازه قربانیان!»

رها، د همبستګۍ ګوند له ځوانانو څخه په یوه مرکه کې وویل:

«نن دلته راټول شوي یو تر څو خپل غږ د انس حقاني په څیر انسان‎وژونکو د خوشې کولو پر وړاندې اوچت کړو. که څه هم له دغه لاسپوڅي دولت څخه له دې ډیره تمه هم نه کیږي، کله چې ګلبدین او لسګونه نور جنایتکاران په ارګ کې نازوي، باید انس حقاني هم خوشی کړي. که امریکا او لاسپوڅی دولت یې زمونږ د خلکو وژونکي وبخښي، زمونږ رنځیدلي خلک به یې هیڅکله و نه بخښي!»

د انس حقانی د خوشې ‎کولو حکم د غندلو په موخه د همبستګۍ ګوند لاریون /

سیلۍ غفار، د همبستګۍ ګوند ویاندې د خپلو خبرو په لړ کې وویل:

«نن د افغانستان په هره څنډه کې زمونږ د خلکو وژونکي همدا ع او غ دي. غني او عبدالله او صالح او نور یې له انس حقاني سره هیڅ توپیر نه لري. دواړه خواوې د امریکا چوپړان دي او د هغوي ډهل ته نڅیږي. زمونږ د خلکو وینه ورته د یو توت ارزښت هم نلري. که طالب او حقاني زمونږ خلک په چاودنو او ځان‎وژنو کې وژني، غني او عبدالله په بی‎غیرتۍ سره پر دغو وینو پښې ږدي او دغه وینې‎څښونکي بخښي. بیا وروسته په سپین‎سترګتوب له «مشروط خلاصون» څخه خبرې کوي، ځکه پوهیږي چې خلک به ددغې پریکړې پر اساس ددوی پر مخ لاړې تف کړي. کوم مشروط خلاصون؟ همدا چې دوی دې خوشی کړل سبا ته یې مونږ دوه نازولي ماشومان حدیث او دنیا له لاسه ورکړل او ډیرې کورنۍ مو د ویر په ټغر کښیناستې.»

لس کلنه خالده چې له خپلې مور سره یې په دغه لاریون کې ګډون کړی وو، وویل:

«دلته راغلې یم چې د دنیا او حدیث ویرجنې کورنۍ سره غمرازي وکړم، زما دوه همزولي ماشومان چې دوه ورځې مخکې په یو ځانمرګي برید کې شهیدان شول.»

د انس حقانی د خوشې‎کولو حکم د غندلو په موخه د همبستګۍ ګوند لاریون /
د انس حقانی د خوشې‎کولو حکم د غندلو په موخه د همبستګۍ ګوند لاریون" /

رهپیمایی حزب همبستگی در تقبیح حکم رهایی انس حقانی" /
د انس حقانی د خوشې‎کولو حکم د غندلو په موخه د همبستګۍ ګوند لاریون" /
د انس حقانی د خوشې‎کولو حکم د غندلو په موخه د همبستګۍ ګوند لاریون" /
د انس حقانی د خوشې‎کولو حکم د غندلو په موخه د همبستګۍ ګوند لاریون" /
د انس حقانی د خوشې‎کولو حکم د غندلو په موخه د همبستګۍ ګوند لاریون" /

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 215 میلمانه آنلاین لرو